په ټولنه کې د رسنیو د رول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

یادونه

لاندې لیکنه د هغه مرکې پر بنسټ برابره شوې چې څه موده دمخه مې د بهار له تلویزیون سره د سپرغۍ د ویب پاڼې په اړوند ترسره کړې وه او نن يې د مطبوعاتو د نړېوالې ورځې په ویاړ نشر ته سپارم.

رسنې په یو پرانیستې او دموکراتیکه ټولنه کې د واک د درې نورو بنسټونو لکه اجراييوي، قانون جوړونې او قضاييه قوی تر څنګ څلورم ځواک دی . په دموکراتیکو ټولنو کې رسنۍ د سترو موسسو په بڼه د روښانولواو لوري ورکولو رول لوبوي . رسنیو د خپل تکامل په بهیر کې له ساده حالت څخه د پرمختللي او ډېر پېچلي حالت په لور بدلون او پرمختګ کړی.  د تکنالوژۍ د ودې له امله کاغذي رسنۍ له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي دي ، ځکه په اوسني وخت کې زیات خلک د انترنیټ له لارې خپل مالومات تر لاسه کوي

.

نوې تکنالوژي داسې امکانات برابروي چې پرګنې له نویو لارو او نویو آسانتیاو سره تر اغېز لاندې راولي او خپل مالومات ترهغوی رسوی. د سیاسیتوالو او رسنیو ترمنځ اړیکې خورا پېچلي دي او دوه اړخیز اغېز بښونکي دي ، ځکه دا امکان شته چې دواړه اړخونه زیات څه له لاسه ورکړي او یا زیات څه لاس ته راوړی. په وروستیو کلونو کې په ټولنه کې د رسنیو د مسوولیت او رول  په اړوند زیاتې خبرې کېږي،  په تېره بیا د اساسې قانون او د رسنیو د قانون د احکامو په اډانه کې د رسنیو فعالیت څه ډول دی  او دا چې سیاسیون له رسنیو څخه څنګه کار اخلي او همدارنګه د رسنیو له لارې د غلطو او ناسمو مالومات د خپرېدو څخه څنګه مخنیوی وشي.

رسنۍ د افغانستان په اوسني سیاسي، پوځي، او ټولنیز پېچلي ژوند کې څه ډول رول لوبوي؟

. خو مخکې له دې چې دې پوښتنې ته ووایو ، لومړی په دموکرتیکو ټولنو کې د رسنیو رول ته یو لنډ نظر کوو

ژورنالېزم په دموکراتیکو ټولنو کې مهم رول لوبوي. خو پکار ده لومړی د دموکراسۍ په مفهوم پوه شو چې دموکراسي څه ته وايي ؟ دموکراسي یو سیاسي سیستم دی چېرې چې واک په خلکو پورې اړه لري. دموکراسې کېدی شي داسې هم تعریف شي چې د ټولنې  ټول وګړي، د هغوی د ټولنیز دريځ له پام کې نیولو پرته وکولی شي ، پر هغه ټولنې چې په کې ژوند کوي د اغېزې له پاره ښه او ممکن شرایط او امکانات په واک کې و لري.  دا په دې مانا ده چې  دوی د سیاسي استازیو د غوراوي دپاره د خپل نظر د څرګندولو حق ولري او وکولی شي چارواکي د خپل کړنو تر وړاندې مسوولیت ته راوبولي. دا کار غوښتنه کوي څو خلک هغه مالوماتو ته لاس رسی ولري چې ددوی په ټولنه کې پېښېږي . د همدغه مالوماتو پر دې بنسټ دوی کولی شي پريکړه او غوراوی وکړي اوخپلې کړنې پر روښان  او څرګند بنسټ تر سره کړي. رسنۍ دنده لري خلکو ته ټول اړین مالومات وړاندې کړي څو دهغې پر بنسټ خلک پوه شي ددوی په ټولنه کې څه پېښېږي. په بل عبارت ویلی شو چې رسنۍ د خلکو د حسي غړي په توګه کار کوي یانې خلک د همدې حس له لارې خپله ټولنه او په هغې کې له روانو پېښو خبرېږي او تر وړاندې يې غبرګون ښکاره کوي. دموکراسي او آزاده مطبوعات د رسنیو رول مشخصوي. په رسمي ډول دموکراسي له دریو دولتي ځواکونه جوړه شوي ده. (اجرائیوي، مقننه او قضايي قواوې) . څلورمه قوه د رسنیو، مطبوعاتو او ژورنالېزم  غیر رسمي قوه یا ځواک دی. همدا څلورم ځواک دي چې د قوانینو په اډانه کې  د  دولتي  دریو قواو مدریت او څارنه کوي. که د دموکراسۍ درې ستنې خپلې دندې په سمه توګه ترسره نه کړي، نو رسنۍ د خلکو په وسیله هغوی د خپلو دندو او مسوولیتونو ترسره کولو ته رابولي.

ددې دپاره چې رسنې وکړی شي د ټولنې په اړوند ريښتني مالومات چې په ټولنې پورې اړه لري،  تر لاسه کړي، باید  لازم شرطونه پوره کړي. دوی باید د ډاډ او باور وړ وي او باید ناپېيلي وي.

 

په هغه ټولنو کې چې ریښتنې دموکراسي نشته او غیر دموکرتیک دي، د رسنیو رول څنګه دی؟

په دموکراتیکو ټولنو کې ډېر لږ داسې پېښېږي چې پر مطبوعاتو نسانسور ولګول شي، خو د نړۍ په زیاته برخه او ډېرو هيوادونو کې ناپیلي مطبوعات نشته په تېره بیا په هغه هیوادونو کې چې واک د یو سړي او یا یوې ډلې په لاس کې وي چې دداسې هیوادونو شمېر په نړۍ کې خورا زیات دی. افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې ځنې يې دموکراتیک بولي ، خو آیا په رښتیا هم افغانستان دموکراتیک هیواد دی؟ باید وویل شی چې دا نه یوازې یو دموکراتیک نظام نه دی ، بلکې د نړۍ د هغه هیوادونو څخه دي چې دروغجنه دموکراتیکه څېره ورکړ شوې. ځکه کوم نظام چې په افغانستان کې واکمن دی ، د خلکو غوره شوی نظام نه دی، بلکې د مافیايي کړیو له منځه او دهغوی له خوا غوره شوی نظام دی چې نژدې شپاړل کاله يې افغان ملت  د دروغجنې دموکراسۍ تر نقاب لاندې برمته کړی. هغه ټولې هغه پارلماني او ولسمشریزې  ټاکنې چې په تیرو کلونو کې ترسره شوي ، د مافیايي ډلو ، زور واکانو او استخباراتي کړیو تر سیاسي ، پوځي او مادي ځواک تر اغیز لاندې د بېلابېلو مافیايي ډلو ترمنځ د قومي ، ژبنیو او ديني تعصبونو تر چتر لاندې  د واک او زیرمو د قبضه کولو او  ویشلو دپاره ترسره شوي ، نو ځکه ټولنه په پرله پسې سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ کې ډوبېږي. ددې خبرې ثبوت دادی چې سیمې د وسله والواو  توپکوالو په کنترول کې دي او د ټاکنو حوزې هم په همدغه سیمو کې دي چې دوی په کې واک لري، یا په بله ژبه هر جنګ سالار د خپل اغيز سیمه لري چې هر څه په دغه سیمه کې د همدغه توپکوال په خوښه ترسره کېږي.  په تېرو ټاکنو کې ولیدل شول چې رايې د وسله والو او زور واکانو تر کنترول لاندې وې، وسلې، پیسو او بډو او بهرنیو لاسوهنو د ټاکنو پر بهیر پوره او بې ساری اغیز درلود، د دموکراتیکو نورمونو پر ځای د زورواکانو زور ، جعل او تیر ایستنو پر ټول بهیر واک درلود ،  قومي، ژبنی او دینی انګېرنو د سیاسي او مدنی پرګرامونو پر ځای خلکو ته لوری ورکاوه،  سیاسي ګوندونه یا نه تر سترګو کېدل او یا هم د پورته عواملو له امله د فعالیت ډګر نه بهر او لرې پاتي ول.  ډېری رسنیو د زورواکانو او جنایتکارانو د رسوا کولو پرځای د قومي انګیرنو پربنسټ ، د جنایتکارانو او زورواکانو دپاره کمپاین کاوه، کوم دولت چې د ټولټاکنو وروسته جوړ شو نه یوازې د ټاکنو د پایلو پر بنسټ منځ ته رانغی بلکې د جنګسالارانو د ګواښونو او د بهرنیو  د معاملې پر بنسټ د ملي وحدت تر پوښښ لاندې رامنځ ته او د زړو جنایتکارانو او مافیا واک او قدرت يې خوندي کړ.

  د افغانستان په ګاونډي هیوادونو پاکستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې هم رسنۍ د دولت تر کنترول لاندې دي او خلک هغه مالوماتو ته لاس رسی نه لري چې ددوی په ټولنه کې پېښږي، په ایران کې ټول ټاکنې د مذهبي اخوندانو تر سخت کنترول او چاڼیز بهیر لاندې ترسره کېږي، چې هر ځل د سترو اولسي غبرګونونو سره مخامخ شوي .  پاکستان هم چې کله ناکله غواړي دد موکراسۍ  نخرې وکړي ټول دموکراتیک بهیرونه د پوځ او آی اس آی تر کنترول لاندې دي او په ظاهره غوره شوي حکومتونه د پوځ له اجازې پرته د هيڅ راز پریکړې صلاحیت نه لري او هر څه د پوځ او استخباراتو تر سخت کنترول لاندې دي. په نورو ګاونډي هیوادونو کې هم حالت له دې ښه نه دی.

  په افغانستان کې رسنیز کار د امیر شیرعلي خان زمانې ته رسېږي چې شمس النهار تر نامه لاندې يې ددولت د اصلاحي پروګرامونو په اډانه کې په خپرونه لاس پورې کړ. همدارنګه سراج الاخبار د امیر حبیب الله د زمانې وتلې خپرونه ده چې د مشروطیت غوښتنې د غورځنګ تر اغيزې لاندې يې کار پیل کړ. د شاه امان الله په دوره کې چې د افغانستان د رنسانس او غوړېدو دوره ورته ویلو شو ، رسنیزو خپرونو ته هم زیاته پاملرنه وشوه ، د محمد ظاهر شاه د دموکراسۍ په لسیزه کې خپلواکه رسنۍ هم رامنځ ته شوې .  خو په غوره ډول  له  ۲۰۰۱ کال را په دې خوا په سل ګونه چاپي، رادیويي، تلویزیوني او انترنیټي رسنۍ رامنځ ته شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره پراخېږي، دا یو مثبت بهیر دي. خو زیات شمیر رسنۍ د سیمه ایز او نړیوالو حالاتو تر اغیز لاندې خپل ناپيلتوب او د باور وړتوب نه ساتي او  له دموکراتیکې اډانې بهر فعالیت کوي او ان هيڅ ډول ملي او نړېوال رسنیز منل شوي قوانین او مقررات په پام کې نه نیسي. او یو شمیر يې هره ورځ د دروغو د خپرولو له لارې په ټولنه کې د نا آرامۍ  د رامنځ ته کولو سبب کېږي.  زیات شمیر رسنۍ په زورواکانو ، جنګسالارانو او د مخدره موادو په قاچاق وړونکو ، او په بهرنیو استخباراتي کړیو پورې اړه لري. دغه رسنۍ په عمومي ډول د جنګسالارانو او د سیمې د هیوادونو د ګټو د خوندي کولو مالومات ټولنې او خلکو ته , ساتلو دنده لري او  قومي ، ژبني او مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهي . ناپييلي ژورنالیستان او ورځپاڼه لیکونکي کوم چې غواړي ټولنې ته رښتني مالومات وړاندې کړي تر سختو فشارونو او ګواښونو لاندې کار او ژوند کوي چې د کابل  وروستۍ دردونکې او وژونکي ترهګریز برید چې بې له شکه د پېچلي استخباراتي بهرنیو او کورنیو کړیو د ګډو عملیاتو تر چتر لاندې ترسره شوی، ددغه ستونزمن او خطرناک کار دردونکې بېلګه ده . نو ویلی شو افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې ژورنالیستان د زورواکانو، وسله والو مخالفانو او د مافیایی کړیو او استخباراتي کړیو  له خوا وژل کېږي . ددې کار یوه غوره دلیل دادی چې د افغانستان د واک درې نورې قوای په بیساري فساد او خپل منځي جنجالونو کې ډوب دي او امنیت او مصئونیت د نشت سره برابردی نو له دې امله شته رسنۍ نه شي او نه پرېښودل کېږي څو په ريښتني ډول د حالاتو ريښتنی انځور وړاندې کړي ، په داسې حالاتو کې رسنیز او ژورنالیستي کار په حقیقت کې د ژوند سره لوبې کول دي ، نو ځکه ژورنالیستان او رسنۍ نه شي کولی په جرئت سره په ټولنه کې د رښانولو کار لکه څنګه چې لازمه ده ترسره کړي. او هغه رسنې چې د ريښتینو مالوماتو د خپرولو هڅه کوي ګواښل کېږي او یا هم د موجوده ناوړه  حالاتو او د اقتصادي کمزورتیا له کبله د باوري او ناپېيلي ژورنالیزم د پرمخ وړلو وس او توان نه لري ، نو په دې ډول ویلی شو چې رښتني او ملي رسنۍ د یو ډول غیر رسمي او نا اعلان شوي نا مريي سانسور لاندې دي، دا په دې مانا چې د رسنۍ د خپل کار د پرمخ وړلو دپاره اقتصادي او امنیتي ملاتړ ته اړتیا لري. په داسې حالاتو کې چې د زورواکونو له خوا ان دولت ګواښول کېږي او دولت يې تر وړاندې د هيڅ راز کړنو وس او توان نه لري په داسې حالاتو کې آزاد ژورنالیزم او آزادې رسنۍ څنګه کولی شي خپل رسالت لکه څنګه چې ښايي تر سره کړي. په تېره بیا د هیواد دننه  رسنې دې ته اړ دي  څو یوازې ددې یا هغه زورواک پيغامونه تر خلکو او ټولنې ورسوي او د هغوی پلوي وکړي، ان په بهر کې هم زور واکان د پيسو او بډو له لارې یو شمیر رسنۍ پېري او په خپله ګټه ترې کار اخلي. نو ویلی شو ټولنه هغه ريښتني مالومات چې باید تر لاسه يې کړي نه  تر لاسه کوي له دې امله خلک د ريښتنې مالوماتي تشې سره مخامخ دي او دا کار خلک د پریکړو په نیولو کې له ستونزو سره مخامخوي ، او کېدی شي داسې پرېکړې وکړي چې ددوی خپلې ګټې زیانمنې کړي.  اوس چې د ټاکنو دپاره کمپاین روان دی  خلک له  مالوماتي بحران سره مخامخ دي. یو ځل بیا ژبني او قومي مسایلو ته لمن وهل کېږي چې هدف کې د قومي او ژبنیو سوداګرو تر شا او خوا د خلکو راټولول دي. د رښتنیو ټاکنو دپاره په کار وه چې لازم حالات برابرکړی شوي وای ، یانې د زور عامل له منځه وړل شوی وای او د قانونو پر بنسټ د رڼو ټاکنو دپاره حالات برابر شوي وای ، چې په تاسف سره داسې نه ده.  د ښې او سمې دموکراسۍ دپاره دا مهمه ده ، څو خلک په رسنیو ډاډ او باور ولري چې هغه څه چې رسنۍ يې وايي د ټولنې د حالت په اړوند رښتني مالومات دي او دغه مالومات د دولتي مشرانو، مافیايې کړیو ، استخباراتي شبکو او زورواکانو او دې ته د ورته نورو کړیو ، له جیب څخه نه راوځي . له دې کبله  ژورنالیستان او د رسنیو مسوولین مسوولیت لري ، هغه مطالب چې دوی يې وړاندې کوي سم، ريښتني، پر حقایقو ، واقعیتونو او فاکتونو ولاړ وي او د حالت  ريښتنی انځوروړاندې کړي. په افغانستان کې د کلونو په تېرېدو سره مطبوعات د پورته کړیو په خدمت کې ټولنې ته ناسم او دروغجن مالومات وړاندې کوي نو ځکه د ريښتني ژورنالېزم دپاره اوس هم حالات خطرناکه او نا مناسب  دي . نو ځکه تولنه د پرله پسې جعلیاتو او دروغو تر بمبارۍ لاندې ورځ تر بلې په سیاسي او امنیتي کړکېج کې ډوبېږي. په افغانستان کې د رسنیو تر څنګ جوماتونه او ملایان هم  له هغه اغیزمنو  وسایلو څخه دي چې خلک  په اغېزمنه توګه اغیزمنوي او کنترولوي، شواهد ښايې چې جوماتونه او ملایان، د افغانستان په تېر او اوسني تاریخ کې د وطن د دښمنانو او د ترقۍ او پرمختیا د ضد قواو دپاره د تبلیغ او پروپاګند ډاډمن سنګر ؤ او دی ، ګوډ ، بغدادي ملا او لارنس چې د پلخشتي په جومات کې يې په کلونو کلونو خلکو ته لمونځ ورکاوه او په دا وروستیو کې جهاديان، طالبان او داعشیانو له همدغه دريځه د خلکو د تیر ایستلو پاره کار اخلي، په تېره بیا د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د پاکستان آی اس آی په دغه برخه کې پراخه پانګونه کړې چې پښتنې سیمې يې د ترهګرو د روزلو او سمبالولو دپاره په پراخه توګه کارولي. نن زموږ په هیواد کې د یو شمیر مغرضه هیوادونو له خوا د اسلامي مرکزونو تر نامه استخباراتي مرکزونه فعال کړی شوي ، چې په هیواد کې پرمختیايي بدلونونه، سوله او امنیت ګواښي.

 رسنۍ څنګه وده او پرمختیا کوي؟

د رسنیو پرمختیا په څو ټکو کې بیانېدی شي. د مطبوعاتو فني پرمختیاوې، رادیو ، تلویزیون او د رسنیو دېجیتالي کېدل. له ۱۹۸۰ کلونو را په ديخوا او په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا رسنیو په زیاتې چټکتیا سره پرمختیا کړې ده. د تلویزیون ګڼ کانالونه ، ورځپاڼې، مجلې رامنځ ته شوي. انترنیت د مالوماتي بانک په توګه د ټولو په واک کې دی. اوس دا امکانات شته چې د ورځپاڼو، رادیوګانو ، تلویزیونو او انترنیټ او دیجیتالي رسنیو له لارې پراخ مالومات تر لاسه کړو. د دیجیتالي  وسایلو لکه موبایل تیلفون په مرسته موږ کولی شو د ټولې نړۍ له رسنیو څخه مالومات تر لاسه کړو ، خو په افغانستان کې د انترنیټ کمزورې شبکې او پردغه جال د ټاکلو کړیو واکمني هم له دغه امکان څخه د پراخې ګټې اخیستنې امکانات محدود کړي دي. دغه وسایل دا امکان برابروي چې په لږ وخت ، په یو ساعت کې څو ځله له ټولې نړۍ خبرونه تر لاسه کړو.

 

د تکنالوژي پرمختیا د رسنیو پر دیموکراتیک رول څه اغیزه لري؟

انترنیت د ټولنې په اړوند د مالوماتو د تر لاسه کولو کار ډېر آسانه کړی، خو دا به یو ډېر ستونزمن کار وي چې وکولی شو د بې شمېره مالوماتو رېښتنتوب و ارزوو، ځکه د ډېری مالوماتو باوري اخست ځایونه څرګند نه دي. او ډېری يې ددې دپاره وړاندې کېږي څو خپل شخصي هدفونه پرمخ بوځي او یا هم تېر اېستونکي وي. له  تخنیکي پلوه نن هر څوک کولی شي خپله انترنیټي پاڼه جوړه کړي او ريښتني او یا ناسم مالومات په پاڼه کې ځای پر ځای  کړي . داسې ډېرې بېلګې شته چې لوستونکي د هغه غلطو مالوماتو پربنسټ چې په انترنیټ کې د ريښتنو مالومات په توګه وړاندې شوي،  تېر ایستل شوي. په انترنیټ کې د مالوماتو ډېر پراخ بهیر روان دی نو ځکه رسنۍ دنده لري ريښتني مالومات له ناسمو مالوتو توپیر کړي . او دا توپیر داسې ترسره کېږي چې مالومات نه یوازې په فاکتونو ولاړ واوسي بلکې جامع  ، څېړل شوي  او اټکلونکي وي.

د بېلګې په توګه د افغانستان د ولسمشرۍ په تيرو ټولټاکنو کې مالومات پر دروغو ولاړ ول هرې ډلې د خپلې بریا ناسم مالومات خپرول ، پر یوبل ريښتني او یا ناسم تورونه لګول ګېدل چې په پایله کې ټولټاکنې له ستونزو سره مخامخ او تر ننه پورې د هماغه ناسمې مالوماتي  لوبې له امله ټولنه د سخت کړکېج سره مخامخ  او په پر له پسې ډول  ټولنه په همېشنۍ او نویو کړکېچونو او ترینګړتیاو کې ډبوي. په ۲۰۰۷ کال د فرانسې او جرمني په مطبوعاتو کې هم زیات ناسم مالومات خپاره شوي ول چې په پایله کې د جرمني دولت یو قانون تصویب کړ چې د هغې له مخې له رسنیو وغوښتل شول د دروغو مالوماتو له خپرولو ډه ډه وکړي . د سرغړونې په حالت کې به سزا ور کړل شي.

دیجیتال پرمختیا د رسنیو او سیاسیون پر حالت څه اغېزه لري؟

لکه څرنګه چې ټولنیزو رسنیو په پراخه توګه وده او پرمختیا کړې، نو له دې کبله رسنۍ هم د سیاسیونو له پاره په مهمې وسیلې اوښتي دي. سیاسیون رسنۍ او مطبوعاتو کاروي او کله چې سیاسیون خلکو ته ځي نو له ژورنالېزمه په څنګ تېرېږي. ځکه دوی نېغ په نېغه د ټولنیزو رسنیو له لارې  خپلو ټاکونکو ته ورځي ، زیات سیاسیون په زرګونو پلویان لري او له ټولنیزو رسنیو څخه د خلکو سره د اړیکو دټينګولو د وسیلې په توګه کار اخلي. دا کار دموکراتیکه ستونزه رامنځ ته کوي ، ځکه رسنۍ نه یوازې د واسطې په بڼه چلند کوي بلکې د سیاسیونو د میکروفونو په توګه هم کارول کېږي، خو په همدې ډول نیوکیزې پوښتنې هم کوي ،رسنۍ کولی شي هغه مالومات چې سیاسیون يې وړاندې کوي د فاکتونو په وسیله و ارزوي او د سیاستوالو پېغامونه پراخ  ډکر ته را و ایستل شي .

ټولنه او رسنۍ څرنګه پر یوبل اغېزه کوي؟

د رسنیو رول نه یوازې دادی چې بیان کړي، په ټولنه کې څه پېښېږي. رسنې همدارنګه دغه پوښتنه هم کوي چې :« په دغه برخه کې څه باید وشي؟» دا په دې مانا  چې خلک په خپله ټولنه کې خپله ونډه ترسره کوي او د ټولنې په چارو کې ونډه لري. سیاسیون او د کسب او کار موسسې ، غیر دولتي موسسې او نور مهم لوبغاړي هم له رسنیو څخه د مالوماتو د رسولو او په ټولنه کې د ګډون له پاره کار اخلي. په عینې وخت کې دوی د رسنیو له لارې کولی شي وړاند وینه وکړي چې په ټولنه کې څرنګه حالت روان دی، او دوی هڅه کوي د رسنیو له لارې د خلکو پر ذهنیتونو اغېزه خپره کړي. یو ښه بېلګه نن له ویب سایټونو فېسبوک ، تویتر او تلویزیونونو څخه په ګټه اخیستلو سره د افغانستان ښکیلې اړخونه غواړي د خلکو ذهنیت په خپله ګټه واړوي. د رسنیو له لارې د خلکو غبرګونونه سبب کېږي څوسیاسیون په خپلو کړنو کې بدلون راولي.

رسنۍ او ټولنه په دوه اړخیزه ټوګه یو پر بل اغېزه کوي . له دغه نړۍ چې موږ په کې  ژوند کوو ټول خپله ارزونه لري. دا کېدی شي یوه  څېړنیزه ، سیاسي او یا د اتباعو ارزونه وي.

د رسنیو دنده داده چې ارزونې د یوبل تر وړاندې ارزونې ته وړاندې کړي او د پوښتنې نښه يې تر وړاندې کېږدي. دا کېدی شي د امنیت مسله وي چې په اوس وخت کې تر څه مهمه مسله ده، چېرې چې د سیاستوالو نظریې، د خلکو  د بېلابېلو قشرونو او متخصصینو سپارښتنې او نظريې په رسنیو کې د ريښتنیو پروګرامونو د رامنځ ته کولو  له لارې تر بحث لاندې ونیول شي، چېرې چې ګډون کوونکي وویني او د رسنیو ماهران د پام وړ موضوع  په اړوند  خپلې ارزونې وړاندې کوي. کله چې رسنې دا پوښتنې کوي یا نور د ټولنې د راتلونکي د تعبیر له مخې  پوښتنې کوي ، حالات، نظريې او هدفونه تل په مطلوبه بڼه د ټولنې په ټولو برخو کې  تر بحث لاندې نیول کېږي . داکار غوښتنه کوي ، څو رسنۍ وکولی شي ووځي او د ټولنې ټولې طبقې او قشرونه لکه ځوانان، ښځې ، د منځي عمر او د پاخه عمر کسان ټول تر پوښښ لاندې راولي . دا کار په دې ډول تر سره کېدی شي چې له هغه امکاناتو څخه چې د رسنیو  دیجیتالي کېدل يې رامنځ ته کوي د پرګنو د لا پراخ ګډون دپاره امکانات لا  زیات او ممکن کړی شي . په دې منځ کې کېدی شي پر لیکنو تبصرې وشي، په ټاکنو کې برخه واخلي او د ټولنیزو رسنیو لکه ویب سایټونو، فېسبوک، تویتر، ایمیل او نورو پروګرامونو څخه د خبرو اترو او بحث دپاره کار واخیستل شي او په زړه پوري مطالب مطرح کړی شي.