« ټول شمولتیا»
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
که څوکزما سره همنظره هم نه وي، دا به ما له دې څخه منع نه کړي چې خپل نظر او برداشت څرگند کړم.
یو ځل بیا، د جمهوریت له شریکانو نیولې تر غیر شریکانو او آن بهرنیو لوبغاړو پورې، ټول د «ټولشموله حکومت» خبره کوي. خو داسې ښکاري چې د دې مفهوم د دقیق، عیني، علمي او عملي تعریف په اړه روښانه اجماع شتون نه لري.
غوره ده چې پوهان او د نظر خاوندان دا مفهوم لا روښانه تشریح کړي.
زما له نظره، ټولشموله حکومت هغه حکومت دی چې د بنسټیزو اقتصادي پروژو د پراختیا تر څنگ،په ورته وخت کې امنیت او ثبات تأمین کړي او په هېواد کې د سرچینو او شتمنیو د عادلانه وېش زمینه برابره کړي او اکثریت ته د منلو وي.
که د ټولشمولتیا معیار قومي، تنظیمي او حزبي گډون او انتخابات وي، نو ویلای شو چې د جمهوریت نظام په خپل نس کې تر ټولو پرمختللي جوړښت کې، د یوه بهتره او غوره ټولشموله نظام تجربه وړاندې کړې وه؛ داسې نظام چې پکې واک، بودیجه او سرچینې د مرکز او ولایتونو ترمنځ، او همدارنگه د قومونو د تیکه دارانو او زورواکانو او حزبونو ترمنځ وېشل شوې وو او درې واړه قوې لکه مقننه، قضائیه او اجرائیه د اساسي قانون په چوکاټ کې موجود و او نړیوال ملاتړ او مشروعیت یې هم درلود.
خو تجربې وښوده چې یوازې د رسمي جوړښتونو شتون او د واک وېش او نړیوال مشروعیت د دوامدار ثبات، اغېزمن امنیت او اقتصادي عدالت د تحقق لپاره بسنه نه کوي.
له همدې امله، مخکې له دې چې د «ټولشمولتیا» مفهوم په دوامداره توگه تکرار شي، اړینه ده چې د افغانستان د ټولنې له واقعیتونو سره سم، د دې مفهوم یو دقیق، عملي او مناسب تعریف وړاندې شي.
زما په باور، ټولشمولتیا تر دې وړاندې چې د سیاسي او قومي، تنظیمي او حزبي سهم ورکولو او د واک د وېش معنا ولري، د حکومت هغه مسلکي وړتیا ده، چې امنیت تأمین کړي، ثبات وساتي، او د هېوادوالو لپاره د سرچینو او فرصتونو په گټه اخیستنه کې عدالت رامنځته کړي، د خلکو ملاتړ ولري، خلکو ته د کار او تعلیم فرصتونهبرابر کړي،اساسي قانون ولري او د خلکو رایو او فکر ته ارزښت ورکړي، سره د نړیوال تعامل.
دموکراسي؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه اړتیا
نور محمد غفوري
دا لیکنه مې د ۲۰۱۶م کال د جون په ۲۱مه، د هغه وخت له سیاسي او ټولنیزو شرایطو سره سمه لیکلې او (دموکراسي اړینه ده) تر سرلیک لاندې خپره کړې وه. نن، لس کاله وروسته، که څه هم حالات په ډېرو برخو کې بدل شوي، خو د دې لیکنې اساسي مفاهیم او پوښتنې لا هم خپل اهمیت لري. له درنو لوستونکو او ځوانو سیاسي فعالینو څخه هیله لرم چې دا او زما نورې تیوریکي او عملي لارښوونکې لیکنې په دقت ولولي، ورباندې فکر وکړي او خپل علمي او رغنده نظرونه شریک کړي.
دا لیکنه د دموکراسۍ د ماهیت، ارزښت او اړتیا په اړه ده. دموکراسي هغه نظام او فرهنګ دی چې د حکومتونو په جوړولو او د ټولنې په اداره کې د خلکو ونډه اساسي او نه بدلېدونکی اصل ګڼي. دموکراسي یوازې ټاکنې، شعارونه او سیاسي ادعاوې نه دي؛ بلکې د فکر آزادي، د قانون حاکمیت، حساب ورکونه، د خلکو مشارکت، د بشري حقونو درناوی او د نظرونو زغم د هغې بنسټیز عناصر دي.
زموږ په ټولنه او ډېرو سیاسي او ټولنیزو سازمانونو کې لا هم د دموکراسۍ اصلي مفهوم په بشپړه توګه نه دی درک شوی. ډېر ځله د جمهوریت په چوکاټ کې د دموکراسۍ تر نامه لاندې داسې کړنې ترسره شوې چې له دموکراتیکو ارزښتونو سره په ټکر کې وي. د همدې ناسمو کړنو له امله د دموکراسۍ نوم او اعتبار زیانمن شوی او د خلکو باور پرې کمزوری شوی دی.
د هېواد د سیاسي ستونزو یو مهم لامل د غیر دموکراتیکو ذهنیتونو او جوړښتونو دوام دی؛ خو ستونزه یوازې دلته نه ده. هغه کسان او سازمانونه چې ځانونه د دموکراسۍ پلویان بولي، هم ډېر ځله په خپلو داخلي فعالیتونو کې د شفافیت، حساب ورکونې، مشارکت او داخلي دموکراسۍ اصول نه عملي کوي. په ډېرو سیاسي ګوندونو او سازمانونو کې د پرېکړو واک د محدودو اشخاصو او کوچنیو ډلو په لاس کې راټول شوی وي، د غړو نظرونو ته کافي اهمیت نه ورکول کېږي او د رهبرۍ دودونه له دموکراتیکو معیارونو سره واټن لري.
همدارنګه د اتحادونو، ائتلافونو او ګډو سیاسي نوښتونو پر مهال ډېر ځله د غړو او پلویانو اراده له پامه غورځول کېږي او مهمې پرېکړې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي. د افغانستان او نړۍ تجربو ثابته کړې ده چې دا ډول معاملې نه شي کولای پراخ ولسي او سازماني ملاتړ رامنځته کړي. دوامدار باور هغه وخت رامنځته کېږي چې د سیاسي همغږۍ او یووالي ټول بهیرونه روښانه، حساب ورکوونکي او د خلکو پر وړاندې ترسره شي.
نوي شرایط نوې لارې چارې غواړي. د شلمې پېړۍ د مسلطو شرایطو د سیاسي مبارزو دودیزې طریقې نه شي کولای د یوویشتمې پېړۍ د ټولنو پیچلو ننګونو ته بشپړ ځواب ووایي. د تېرو لسیزو تجربو موږ ته وښوده چې پوهه، نوښت، ټکنالوژي، سازماني انعطاف، مدني مشارکت او د خلکو باور د هر بریالي سیاسي حرکت اساسي شرطونه دي.
نن تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې په ځوان نسل کې د آزاد، انتقادي او مسؤل تفکر روحیه پیاوړې شي. موږ باید داسې دموکراتان وروزو چې د خپلواک فکر خاوندان وي، د ټولنې د ستونزو د حل لپاره نوښت ولري او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي. دموکراسي هغه وخت ژوندي پاتې کېږي چې خلک یوازې د سیاست نندارچیان نه، بلکې د بدلون فعاله برخه وال وي.
دموکرات ځواکونه باید خپل حضور د ټولنې په ټولو برخو کې پیاوړی کړي؛ په رسنیو، مدني بنسټونو، مسلکي اتحادیو، علمي او فرهنګي مرکزونو، ټولنیزو شبکو او د خلکو په ورځني ژوند کې. د بدلون اغېزمنه مبارزه یوازې د غونډو، اعلامیو او سیاسي بحثونو له لارې نه بریالۍ کېږي، بلکې هغه مهال اغېزمنه وي چې د خلکو له واقعي اړتیاوو، ستونزو او هیلو سره تړاو ولري.
افغانستان د داسې سیاسي او ټولنیز فرهنګ اړتیا لري چې د نظر د اختلاف زغم ولري، د تنوع درناوی وکړي، د ښځو او نارینه وو د برابر مشارکت زمینه برابره کړي، د ځوانانو استعدادونه وغوړوي او د هېواد ټول بشري ظرفیتونه د ملي پرمختګ لپاره راټول کړي.
دموکراسي یوازې د حکومت کولو یوه طریقه نه ده؛ بلکې د ګډ ژوند، متقابل درناوي او ګډ مسؤلیت فرهنګ دی. هر څومره چې د دموکراسۍ ارزښتونه زموږ په سیاسي چلند، سازماني فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو کې ژورې ریښې وکړي، هماغومره به د یوه عادلانه، باثباته، متحد او پرمختللي افغانستان د جوړېدو امکانات زیات شي.
د افغانستان راتلونکی نه د زور، انحصار او حذف په سیاست کې، بلکې د مشارکت، عدالت، قانونمندۍ او د خلکو د آزادې ارادې په درناوي کې نغښتی دی. د همدې لپاره دموکراسي یوازې یو انتخاب نه، بلکې د هېواد د تلپاتې ثبات، ملي یووالي او پرمختګ یوه حیاتي اړتیا ده.
۲۱/ جون / ۲۰۲۶م
له تاریخه د عبرت اړتیا
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
سپېڅلي او د بشپړ باور وړ بهرني ځواکونه وجود نه لري. کېدای شي څوک یې مقدس وبولي او چا ته مقدس وي، خو زما لپاره هېڅ بهرنی ځواک مقدس نه دی.
تاریخ ښيي چې هر لاس تړلی او چاپلوس واکمن، په پای کې، د خپل بادار له لاسه ګیلې او شکایتونه کړي دي، او د هغوی په سپکاوي او حتی له منځه وړلو کې هماغه «بهرني متحدین او دوستان» لاس درلود.
له سکندر، چنګیز او هلاکو څخه نیولې، تر مغل اورنګزېب، نادر افشار، انګرېزانو، روسیې، ناټو او امریکا پورې، ټولو تر هر څه وړاندې د خپلو ګټو او موخو په پام کې نیولو سره عمل کړی دی.
حتی هغو تړونونو، موافقو او ژمنو ته هم وفادار نه دي پاتې شوي چې خپله یې لاسلیک کړي وو، او هر کله چې یې ګټې ایجاب کړې، هماغه ژمنې یې تر پښو لاندې کړې دي.
زموږ د سترګو په وړاندې، میخایل ګورباچوف او روسیې هم وښوده چې پر ژمنو او باورونو تلپاتې تکیه نشي کېدای.
امریکا هم هغه امنیتي تړون ته کوم ارزښت ورنه کړ چې له اشرف غني او ښاغلي اتمر سره یې لاسلیک کړی و.
د حیرانتیا خبره دا ده چې نن سبا هېڅوک د هغه تړون یادونه هم نه کوي.
له ټولو ژمنو او همکاریو سره، او له هغو نیمګړتیاوو او تړاوونو سره، سره چې حامد کرزي له امریکایانو سره لرل، باید ومنو چې د امنیتي تړون نه لاسلیک کول د هغه له مهمو او د تأمل وړ پرېکړو څخه و.
جالبه دا ده چې موږ له تاریخه هېڅ زده کړه نه کوو.
زما په اند، هغه کسان چې د بهرنیو قدرتونو دروازو ته ناست دي، خیمې وهي او له هغوی غواړي چې پر طالبانو بندیزونه زیات کړي، له هغوی سره تعامل ونه کړي، هغوی مهار یا نسکور کړي، یا له تاریخه هېڅ درس نه لري، او یا په ښکاره د پردیو په نیابت ویاړي او په لوړ غږ وایي: «باداره! زه تیار یم؛ رسۍ ستا، غاړه زما. راځه، تیار یم، له ما سره معامله وکړه.»
دغه څېرې له بهر څخه د خلکو، بشري حقونو، د ښځو د زده کړو، تعلیم او کار د حق خبرې کوي، خو له ځانه دا پوښتنه نه کوي چې هغه څه باندې څلوېښت میلیونه خلک چې د هېواد دننه ژوند کوي، آیا دوی یې د خپلو استازو او ویاندویانو په توګه مني که نه؟
آیا دغو کسانو کله هم خپلو کلیو او ولسوالیو ته سفر کړی، څو خلک د خپلو مشروع حقونو په اړه وپوهوي او عامه پوهاوی رامنځته کړي؟ ماته خو داسې ښکاري چې دوی غواړي نړیوال پوه کړي، نه د افغانستان ورسته پاتې ولسونه!
مشروع بدلون باید له خپلو خلکو وغواړو، نه له بهرنیانو او نړیوالو څخه، او باید پر خپلو خلکو تکیه وکړو، نه د بهرنیو قدرتونو پر زور او ځواک.
بدلون، سوله او سوکالي هغه مهال پایدار او مشروع وي چې د خلکو په ملاتړ رامنځته شي، نه دا چې د بهرنیانو په مټو او د نیمو شپو معاملې او پرېکړې پر خلکو وتپل شي.
تر هغو چې خلک خپل برخلیک په خپله ونه ټاکي، بل څوک یې ورته نه شي ټاکلی.
نه هېرېدونکې خاطره
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه ویني، ځینې صحنې داسې راژوندۍ شي، چې نه یې وخت زړې کوي او نه یې حافظه له زړه باسي.
زما لپاره هم د هغو کلونو ځینې خاطرې همداسې دي؛ چې لا هم یاد یېد زړه په تل کې درد راپاروي.
د شپېتمې لسیزې کلونه وو. زه تازه د کابل له پولیتخنیک څخه فارغ شوی وم او له یو شمېر ځوانانو سره مې په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخیسته.
افغانستان هغه مهال د بېلابېلو سیاسي افکارو او ایډیالوژیو د سیالۍ او تقابل په ډگر بدل شوی و. د کیڼ او ښي خوځښتونو، او د شرقي او غربي دیموکراسۍ د پلویانو ترمنځ سیاسي سیالۍ د مخفي او تروریستي فعالیتونو د اجرا تر سطې پورې، ورځ تر بلې تودېدې.
له همدې امله هېواد د بېثباتۍ، ناامنۍ او اندېښنو له فضا سره مخ و، او خلک، په ځانگړي ډول هغه کورنۍ چې ماشومان یې ښوونځیو ته تلل، هره ورځ له وېرې او تشویش سره ژوند کاوه.
په فاضلبیک، نیازبیک او قلعهشاده سیمو کې د نجونو د ښوونځیو وضعیت په ځانگړې توگه د اندېښنې وړ و.
زدهکوونکې نجونې به هر سهار د کرنیزو ځمکو او د خټو د اوږدو دیوالونو ترمنځ له تنگو لارو ښوونځیو ته تللې.
هماغه لارې چې باید د علم او روښانتیا پر لور د تگ لارې وای، ځینو کسانو هڅه کوله د وېرې او وحشت په دهلېزونو یې بدلې کړي.
موخه یې دا وه چې نجونې له زدهکړو راوگرځوي او د تعلیم دروازې پرې وتړي.
د دغو گواښونو د مخنیوي لپاره د پنځمې ناحیې امنیتي ځواکونو او د پولیتخنیک یو شمېر محصلین د سیمې د امنیت په ټینگښت کې ونډهوال شول.
د همدغو هڅو په پایله کې یو شمېر کسان ونیول شول او د پلټنو لپاره امنیتي ارگانونو ته وسپارل شول.
وروسته به ویل کېدل چې له ماویستي ډلو سره یې اړیکې لرلې او دا د هغوی کار دی.
خو د ناامنۍ او تاوتریخوالي لړۍ همدلته ونه درېده.
د هغو کلونو یوه بله دردونکې پېښه د قلعهشاده د ښوونځي د اوبو د زېرمو ککړول وو. د دې ناوړه عمل له امله گڼ شمېر وړې نجونې، چې عمرونه یې د شپږو او دیارلسو کلونو ترمنځ وو، مسمومې شوې. زه لا هم د هغو ماشومانو د بېوسۍ او د درد صحنې په یاد لرم.
د هغوی ژړا، وارخطایي او بېقراري اومعصومانه کتا داسې انځور دی چې د وخت په تېرېدو سره هم له ذهنه نه پاکېږي.
خو تر ټولو دردوونکې خاطره لا هم زما د ذهن په یوه تیاره گوښه کې ژوندۍ ده.
د ۱۳۶۱ کال د یوې تورې شپې په اوږدو کې ناپېژاندو کسانو د فاضلبیک ښوونځی اور ته وسپاره.
د اور لمبو یوازې دیوالونه او چتونه ونه سوځول؛ له هغو لمبو سره د سیمې د سلگونو ماشومانو هیلې، ارمانونه او د راتلونکي خوبونه هم خاورې شول.
تر دې هم دردناک دا و چې د ښوونځي ساتونکي، چې د مسئولیت او وجدان له مخې یې د دې علمي مرکز ساتنه کوله، په همدې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغوی یوازې ځکه ووژل شول چې د پوهې د کور ساتنه یې کوله.
د هغوی قرباني د هغو بېنومه اتلانو له قربانیو څخه دي، چې نومونه یې لږ یادېږي، خو خدمتونه یې هېڅکله نه هېرېږي.
نن چې له هغو ورځو څو لسیزې تېرې شوې دي، بیا هم کله ناکله د ذهن پرده شاته کېږي او د هماغو کلونو انځورونه یو په بل پسې راڅرگندیږي.
زړه مې درنېږي او له ځانه پوښتم چې زموږ ولس ولې او څنگه دومره ډېر کړاوونه وزغمل؟ ولې د علم، ښوونځي او روښانتیا پر وړاندې دومره کرکه وزېږېده؟
د دغو خاطرو بیانول یوازې د تېر وخت کیسې نه دي. دا د هغه اوږده او دردناک بهیر یادونه ده چې د نجونو پر وړاندې د گواښونو، تېزابپاشۍ او مسمومولو له پېښو پیل شو او ورو ورو یې لمنه پراخه شوه. وروسته دغه اور د کابل د نجونو لېسو، لکه ملالۍ او زرغونې، تر دروازو ورسېد او بیا د هېواد نورو سیمو ته هم وغزیده.
له هغې وروسته د ښوونځیو، کتابونو او آن د ښوونکو د سوځولو او په نښه کولو لړۍ پیل شو.
د ناهید او فرخندې غوندې زړهبوږنوونکې تراژېدۍ هم د هماغه اوږده او تریخ بهیر یوه کوچنی بله بیلگه ده؛ داسې بیلگه چې د تاوتریخوالي، افراطیت او ناپوهۍ له زنځیر سره نښتې ده .
کلونه تېر شول، خو د ښځو پر وړاندې بېعدالتي او ناوړه چلند په بېلابېلو بڼو دوام وموند. ښځې کله د تعصب قرباني شوې، کله د سیاسي سیالیو وسیله گرځول شوې او کله هم د تبلیغاتو او واکغوښتنې لپاره کارول شوې.
د هغوی نوم او مقام تل د شعارونو برخه ده. خو د ژوند د اصلي ستونزو د حل لپاره یې عملي گامونه کم پورته کیږي.
له بلې خوا، د سر په سترگو مو ولیدل چې، په جمهوریت کې اقتصادي ستونزو او ټولنیزو ناخوالو گڼ شمېر ښځې له سختو شرایطو سره مخ کړې ، آن دې ته اړې شوې چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو اودکار د پیداکولو لپاره له ناوړو شرایطو سره مخ شي . په همدې فضا کې د ښځو په ټولنه کې د ښځو د استثمار او ناوړه گټې اخیستنې سیاسي، اقتصادي مافیایې شبکې هم رامنځته شوې او د ښځو له ستونزو څخه د ښځو د حقوقو تر شعار لاندې یې د خپلو موخو لپاره استفادې وکړې او ډیرې پاکې ښځې د همدې ښځینه مافیایې شیطاني کړیو د هوس ، ثروت،قدرت او شهرت لپاره قرباني، تحقیر او بې عزته شول او نن هم همدوي غواړي د ښځو پر وړاندې نوې لوبې د بهرنیو استخباراتي کړیو په ملاتړ مخ ته یوسي.
همدارنگه نن په هیواد او بهر کې د ښځو د پېرودلو، قاچاق، خرڅلاو او په نشه يي توکو د هغوی د روږدي کولو چارې د سیاسي او اقتصادي ښځینه او نارینه مافیا د فعالیتونو یوه مهمه برخه گرځیدلې ده.
نن چې د دغو پېښو پاڼې اړوم، موخه مې یوازې د تېر وخت یادول نه دي. غواړو راتلونکي نسلونه وپوهېږي چې تاوتریخوالی، افراطیت، وارداتي نظامونه ایدیالوژیگانې او اشغال او د نجونو له زدهکړو سره دښمني څومره درنې او نه جبرانېدونکې پایلې لري.
نگاهی شتابنده بر ماجرای زنان جبرئیل هرات؛ میان احساسات، واقعیتها و ضرورت یک بدیل ملی
نور محمد غفوری
رویداد زنان جبرئیل هرات در روزهای اخیر واکنشهای گستردهای را در میان افکار عمومی افغانستان برانگیخت. برخی این حرکت را نشانهای از مقاومت مدنی و اعتراض مشروع دانستند و برخی دیگر آن را اقدامی شتابزده و فاقد زمینههای لازم برای ایجاد تغییرات بنیادی در کشور ارزیابی کردند. آنچه مسلم است، اینگونه تحرکات در فضای پیچیدهٔ سیاسی افغانستان نمیتواند جدا از رقابتهای سیاسی، منافع گروهی و تلاش بازیگران مختلف داخلی و خارجی مورد بررسی قرار گیرد.
از دید بسیاری از ناظران، ماجرای جبرئیل هرات بیش از آنکه یک حرکت سازمانیافته، سراسری و مبتنی بر یک برنامه روشن سیاسی باشد، به رویدادی مقطعی شباهت داشت که زمینه بهرهبرداری سیاسی و تبلیغاتی از آن را برای حلقات مختلف مخالف حاکمیت کنونی فراهم ساخت. در چنین شرایطی معمولاً گروههایی که خود در میدان حضور ندارند و هزینهای نمیپردازند، میکوشند از احساسات و نارضایتیهای مردم برای پیشبرد اهداف سیاسی خویش بهرهبرداری کنند.
در این میان، شماری از چهرههای وابسته به نظام جمهوری بیستساله که امروز در بیرون از کشور زندگی میکنند، تلاش دارند هر حرکت اعتراضی را نشانهای از نزدیک بودن تحول سیاسی در افغانستان جلوه دهند. این در حالی است که بخش بزرگی از این افراد همراه با خانوادههای خود در کشورهای امن و مرفه زندگی میکنند و هزینهٔ اصلی هرگونه بیثباتی، تنش و رویارویی احتمالی را مردم داخل افغانستان میپردازند. از همین رو، هرگونه تشویق مردم به اقدامات پرخطر و غیرمحاسبهشده باید با احساس مسئولیت اخلاقی و سیاسی همراه باشد.
واقعیت این است که تغییرات بزرگ سیاسی در هیچ جامعهای صرفاً از طریق حرکتهای پراکنده، محدود و فاقد پشتوانه سازمانی به نتیجه نمیرسد. افغانستان نیز از این قاعده مستثنا نیست. تا زمانی که یک بدیل سیاسی منسجم، دارای برنامه روشن، ساختار تشکیلاتی مشخص و پایگاه اجتماعی گسترده ملی شکل نگیرد، انتظار تحول اساسی از حرکتهای موردی و نقطهای چندان واقعبینانه نخواهد بود.
همچنین باید پذیرفت که شرایط کنونی افغانستان هنوز بستر لازم را برای یک خیزش فراگیر مردمی فراهم نکرده است. تحولات سیاسی زمانی به نتیجه میرسند که اکثریت جامعه ضرورت تغییر را احساس کند، افکار عمومی در جهت یک هدف روشن بسیج شود و نیروهای سیاسی، اجتماعی و مدنی بتوانند در قالب یک اجماع ملی و سازمانیافته عمل نمایند. بدون فراهم شدن این مقدمات، اقدامات پراکنده هرچند ممکن است بازتاب رسانهای گسترده پیدا کند، اما الزاماً به نتایج سیاسی مورد انتظار منجر نخواهد شد.
تجربههای تاریخی افغانستان نیز نشان داده است که هیچ تحول پایدار و فراگیری بدون حضور و مشارکت همزمان زنان و مردان، نخبگان سیاسی، نیروهای اجتماعی و اقشار مختلف جامعه شکل نمیگیرد. از همین رو، هر بدیل سیاسی مؤثر باید فراگیر، فراقومی، ملی و متکی بر ظرفیتهای درونی جامعهٔ افغانستان باشد؛ نه محصول هیجانات زودگذر، شعارهای احساسی و یا امید بستن به تحرکات مقطعی.
بنابراین، ماجرای زنان جبرئیل هرات را میتوان فرصتی برای تأمل بیشتر در مورد واقعیتهای سیاسی افغانستان دانست. تفاوت میان آرزو و واقعیت، میان خواست تغییر و امکان تحقق آن، موضوعی است که نباید از نظر دور بماند. مردم افغانستان بیش از هر زمان دیگر به ثبات، امنیت و یک چشمانداز روشن برای آینده نیاز دارند. هر اقدامی که بدون سنجش دقیق شرایط عینی جامعه و توازن نیروهای موجود صورت گیرد، ممکن است به جای تأمین منافع مردم، هزینهها و دشواریهای بیشتری را بر آنان تحمیل کند.
امروز نیاز اساسی افغانستان نه ماجراجوییهای مقطعی و حرکتهای پراکندهٔ قومگرایانه، بلکه شکلگیری یک بدیل ملی، مسئولانه و سازمانیافته است؛ بدیلی که بتواند با مشارکت زنان و مردان، خواستهای واقعی مردم را نمایندگی کند، اعتماد عمومی را به دست آورد و مسیر تغییرات پایدار و مسئولانه را برای آینده کشور هموار سازد.
15.06.2026
اسرائیل؛ د زوال پر لور
محمدسلیم سليمان
د منځني ختیځ جیوپولیټیکه نقشه په تېرو دوو لسیزو کې دومره ژر نه ده بدله شوې لکه په دې وروستیو کلونو کې. هغه سیمه چې یو وخت د سیاسي توازن، نړیوالو منځګړیتوبونو او نازکو امنیتي معادلو پر بنسټ اداره کېده، اوس د پرلهپسې جګړو، اشغالونو او بشري ناورینونو په مرکز بدله شوې ده. د دغو بدلونونو او ناورينونو په سر کې اسرائیل دي؛ چې په ټول تاريخ کې یې سیمه له بېثباتۍ سره مخ کړې وه او ده. او په وروستيو کې یې خپل هغه يو څو نړيوال ملګري هم له ځان نه پردي کړي دي. نور یې د دولت او وجود پښې ورټولېږي په دغه هېواد کې روان سیاسي نظرونه او کړنې کټ مټ لکه د نازي جرمني د هېټلر له دورې سره ورته والی لري. د یهودانو د ساتنې په نوم د شعارونو له امله یې سلګونه زره فلسطينيان، لبنانيان، سوريايان او د شاوخوا نورو هېوادونو وګړي په ډېرې بې رحمي سره ووژل ، او د سیمې د ګاونډیو ملتونو ښکاره نسلوژنه یې روانه کړې ده. دا ټول د اسراييلو د مشرانو کار دی چې مشري یې بينجامين نتنیاهو کوي او دده د حکومت اصلي اجنډا هم همدا ده چې د خپلو ګټو لپاره یې ترسره کوي. د هغوی د واک د دوام یوازینۍ وسیله جګړه ده. که نه، نو نړیواله محکمه به وي او دده محکومېدل. د جرمنو نړيواله محکمه له ډېرې مودې راهیسې د اسرائیلو د لومړي وزیر او د هغه د ملګرو د محاکمې په تمه دي. تر هغه چې نتنیاهو په واک کې وي، په منځني ختیځ کې به سوله رانه شي. او د اسرائیلي واکمنې طبقې د بقا بیه لا هم د فلسطین، لبنان، سوریې او نورو هېوادونو ملکي وګړي پرې کوي.
اسرائیلو ته دا مهمه نه ده چې له چا سره او د څه لپاره جګړه کوي. جګړه او د انسانانو له منځه وړل د دوی په عادت او موخه بدل شوې دي. که نه، نو د هغه وحشیانه یرغل لپاره بل دلیل نه شي موندل کېدای چې خپلې پولې پراخوي او د منځني ختیځ نوې نوې سیمې تر خپل اشغال او قلمرو لاندې راولي.
په تېرو څو کلونو کې اسرائیلو د سیمې نقشه په بشپړه توګه بدله کړې ده او شاوخوا ټول ملتونه یې د بېوزلۍ، ناوړه ژوند او د بشپړې نابودۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د ګاونډیانو پر وړاندې د دغه چلند تر ټولو څرګند مثال د غزې تړانګه ده، چې په مصر کې د لاسلیک شوو سولې تړونونو خلاف یې غزه په يوه محاصره شوې سیمه بدله کړې ده. نه یوازې دا چې د سیمې اوسېدونکي د ژوند تر ټولو سختې مرحلې ته رسېدلي دي، بلکې اسرائیلي پوځ د پرلهپسې بمباریو او بشري محاصرې له لارې د فلسطینیانو لا له واړندې ځپل شوی ناوړه وضعیت نورهم ورخرابوي. د تړانګې له نیمایي څخه زیاته برخه يې په اصطلاح په حایلي سیمې بدله شوې ده، او اسرائیل د همدې تر نامه لاندې له خپلو سيمو سره د فلسطیني ځمکو د الحاق بهیر ښه په درز کې روان کړی دی.
همدغه برخلیک د سویلي لبنان لپاره هم په پام کې نیول شوی، چیرې چې اسرائیل د غیرنظامي ژېړې کرښې په نوم پروژه عملي کوي، چې په حقیقت کې د سویلي لبنان د اشغال معنا لري. د دې اقدام په غبرګون کې نړیوال عکسالعمل هم ښودل شوی دی. فرانسه، چې د لبنان تاریخي شریک ګڼل کېږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده. دا به د لبنان د حاکمیت د بېرته ټینګېدو لامل شي که نه؟ د اوس لپاره يې ویل ګران دي، ځکه اسرائیل د نړیوالې ټولنې په کيسه کې هم نه دي او نه هم ارزښت ورکوي. هغه په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو ډېری پرېکړې له پامه غورځولې دي.
تلابیب، یا په بله وینا د منځني ختیځ سرزوری او مشر یې نتنیاهو، یوازې خپل قوانین مني. د هغه قانون زور دی.
بل څرګند مثال سوریه ده، هلته اسرائیل په ډېرې سپين سترګي د سوريې دروزی قبايل د دمشق له اوسني حکومت سره په جنجال کې اچوي ، څو په سیمه کې یو بل اور بل کړي او دی خپلو موخو ته ورسېږي. دا یې لا د جولان د لوړو له پخواني اشغال او د سوریې پر داخلي سیمو د هغو بریدونو سربېره نوی توطيه ده، په داسې حال کې چې هلته لا له وړاندې هم د اسرايلو او سوريې ترمنځ ګڼ اختلافات او حساسې سرې کرښې موجودې دي.
د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو (IDF) فعالیتونه د جنګي جرمونو یوه نه ختمېدونکې لړۍ ده، چې په کې د انساني خواخوږۍ لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې. یوازې په سویلي لبنان کې شاوخوا یو نیم زر ودانۍ ویجاړې کړې دي، چې له سپوږمکيو اخيستل شوي انځورونه یې روښانه ثبوتونه دي . او لا هم دوام ورکوي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر په بېشرمۍ سره د غزې په ډول په لبنان کې د کورونو د نړولو د بهیر د چټکولو غوښتنه کوي. د دې کار لپاره هېڅ ستراتیژیک ضرورت ته یې اړتيا نشته؛ دا یوازې نسلوژنه او د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي.
بنیامین نتنیاهو، چې له جنایي تعقیب سره مخ دی، ښه پوهېږي چې د هغه د څوکۍ دوام یوازې له اسلامي هېوادونو سره د تقابل په دوام کې خوندي پاتې کېدای شي. هغه ته دښمن پکار دی، قربانیان پکار دي او جګړه پکار ده؛ هره بڼه چې ولري او په هره بیه چې تمامه شي. خو اسراييل به خامخا دا بیه پرې کوي. د نازي جرمني تجربه دا ثابتوي چې په تدريج سره به داسې يو ځواک راپیدا شي چې د اسرائیلو د یرغل پر وړاندې به ودرېږي، او هغه وخت به تلابیب هېڅ شی ونه ژغوري نه امریکا نه انګليس او نه نور هېوادونه او معلومه ده چې د زور قانون هېڅکله یو اړخیز نه وي؛ جګړه تل دوه اړخیزه وي.
تاریخ ښودلې چې هېڅ دولت یوازې د پوځي ځواک، وېرو او جګړو پر مټ تلپاتې امنیت نه شي ترلاسه کولای. هغه سیاستونه چې د زور، اشغال او دوامداره تقابل پر بنسټ ولاړ وي، ښایي لنډمهاله بریاوې ولري، خو په اوږد مهال کې د لا ژورو بحرانونو سبب ګرځي. نننی منځنی ختیځ د یوې داسې مرحلې پر درشل ولاړ دی چې پایلې یې نه یوازې د سیمې، بلکې د نړیوال امنیت پر راتلونکې هم اغېز لرلای شي. که د جګړې پر ځای د سیاسي حل، متقابل احترام او نړیوالو قوانینو د رعایت لاره ونه نیول شي، نو د تاوتریخوالي دا کړۍ به لا پراخه شي او بیه به یې بیا هم عادي او بېدفاع خلک پرې کوي.
د هرات د آشوب په اړه څو خبرې
انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
د هرات د وروستیو پېښو او ناارامیو په اړه بېلابېل تحلیلونه او نظرونه وړاندې کېږي. زه نه غواړم په دې بحث کې ښکېل شم چې د دغو تحرکاتو تر شا د چا، کومو کړیو او یا کومو هېوادونو لاس دی. همدارنګه، په دې اړه هم تفصیلي تبصره نه کوم چې ولې زموږ ځینې هزاره وروڼه یو ځل بیا د داسې حرکتونو برخه ګرځېدلې ده، هغه حرکتونه چې د «روښانۍ غورځنګ» د خونړیو تجربو یاد تازه کوي، کومچې بهزاد یې تر شا ولاړ و، خپله وتښتید او نور یې قربانۍ ته برابر کړ.
خو دومره ویلای شم چې د دغو پېښو تر شا د افغانستان د سولې، ثبات او ملي یووالي ضد کړۍ فعالې ښکاري.
دا ډول تحرکات په داسې وخت کې راڅرګندېږي چې سیمه، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، له جدي کورنیو ستونزو او بحرانونو سره مخ دي او د پاکستان د هوایې بریدونو سره همزمان تر سره کیږي او داسې ښکاري چې د پاکستان د مداخلاتو د پلان یوه برخه وي.
له همدې امله، دا احتمال له پامه نه شي غورځول کېدای چې ځینې لوري د نړیوالو پام د خپلو کورنیو ستونزو څخه د اړولو لپاره په افغانستان کې د بېثباتۍ فضا پیاوړې کول غواړي.
په ورته وخت کې، یو شمېر کورنۍ سیاسي او فکري کړۍ، که هغه د چپ اړخ وي او که د ښي اړخ، د هرات د امنیت غوښتنو تر شعارونو لاندې داسې دریځونه خپلوي چې په پایله کې د ملي یووالي او ټولنیز ثبات پر ځای د اختلافاتو او کړکېچونو د ژورېدو لامل ګرځي.
افغانستان نن تر هر وخت زیات ملي تفاهم، سیاسي هوښیارتیا او ټولنیز یووالي ته اړتیا لري. هر هغه حرکت چې د قومي، مذهبي او یا سیاسي اختلافاتو د پارولو سبب کېږي، باید په دقت وارزول شي، ځکه د دغسې لوبو اصلي قربانیان تل د افغانستان عام وګړي وي.