د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو د هوایي بر اړوند د سبرغۍ ویبپاڼې اعلامیه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سپرغۍ ویبپاڼه د افغانستان پر خاوره د پاکستان د تیري کوونکي او تروریست رژیم هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندي او دا  د افغانستان پر ملي واکمنۍ او د ځمکې پر بشپړتیا یو څرګند او ښکاره تیری  او له  ټولو بین المللي قوانینو، اصولو او نورمونو سرغړونه بولي او د هغې د نه تکراریدو غوښتنه کوي.

د افغانستان خلک شاهد دي چې د پاکستان تروریستي رژیم د خپل جوړیدو له وخته تر ننه، سیمه او په تیره بیا افغانستان د بحران او کړکیچ سره مخامخ کړی. پاکستاني واکمنانو په تېره نیمه پيړۍ کې د افغانستان د بې ثباتۍ د پاره مختالفې پلمې کارولي او اوس هم ددوی پلمې نوي او تازه بڼې غوره کوي.

د پاکستان د فاسد رژیم د هڅو یوازنی هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات څخه مخنیوی او په همېشني کړکېچ کې د افغانستان ساتل دي. ځکه یو پیاوړی، غښتلی او پر ځان بسیا افغانستان د جعلي پاکستان له بې ثباتۍ او کړکیج سره متناسب دی. یا په بله ژبه د افغانستان کړکیج د پاکستان له ثبات او پیاوړتیا سره متناسب دی. په تېره نیمه پیړۍ کې د افغانستان بې ثباتۍ پاکستان د بې ساري پرمختیا او غوړېدو په لور یوړ. د نړۍ له هر ګوټ څخه بې حسابه پانګه دغه هیواد ته ورسېده. اوس چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې سره ددې چې واکمن نظام زیاتې کمزورتیاوې، تېروتنې لري خو سره ددې د افغانستان اوسنی حالت په پاکستان کې په طبیعي ډول حالت ته بدلون ورکړی او د ورځې په تېریدو سره دغه کرغېړن رژیم په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او پوځي کړکیچ او بحران کې د ډوبیدو په حالت کې دی. نو ځکه پاکستاني واکمنان په مزبوحانه ډول هڅه کوي څو په افغانستان کې حالت ګډوډ کړي.

ددې کار دپاره دغه فاسد رژیم خپل ټول وسایل او امکانات په کار اچولی، هغه څه چې پاکستان ترې تل د غښتلې وسلې په توګه په زیات بریالیتوب سره کار اخیستی، هغه د افغان وطن پر خلاف د افغانانو کارول دي. د پاکستان رژیم چې په دغه برخه کې زیاته تجربه لري، اوس یو ځل بیا غواړي دغه کرغېړنه وسله د افغانستان او افغانانو پر خلاف و کاروي.

په دې حساسو شیبو کې د هر افغان ملی او افغاني دنده داده څو د پاکستان دغه تور او شوم پلان شنډ کړي او د هغه کړیو له دروغجنو تبلیغاتو پرده پورته کړي چې په دغه حساس شیبه کې د پاکستان کرغېړن رژیم د تبلیغاتو په تایید او ادامه تبلیغات کوي.

د هیواد ملي ګټې ایجاب کوي چې د ټولو فکري اختلافونو سره سره د هیواد د ګډ دښمن تر وړاندې ټول هیوادوال یو موټی متحد شي او اجازه ور نه کړي چې د پاکستان جهنمي استخباراتي شبکې بیا افغانستان د یو بې پایه کړکیج او بحران په لور یوسي.

ژوندی دې وي افغانستان