زلمی نصرت
دنمارک
حقیقت دا دی چې د افغانستان اوسنی سیاسي او امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی دی.
له روسیې٬ چین٬ هند٬ ایران او د مرکزي اسیا له هیوادو سره یې سیاسي٬ امنیتي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي٬ او پر خپل دې هوډ ولاړ دي٬ چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
پر همدې بنسټ د ټرمپ وروستی څرگندونې٬ چې د بگرام هوایی ډگر بیا د امریکا په واک کې اخیستو لپاره غواړي له طالبانو سره معامله وکړي ( هغه دگر چې د چین د هستوي مرکزونو څخه یوازی یو ساعت واټن لری) پوښتنې راپورته کوي. که طالبان دغه وړاندیز و نه مني او بگرام ورته ورنه سپاري٬ ټرمپ گواښ کوي چې ناوړې پیښې به رامنځته شي.
دا چې کومې بدې پيښې به وي او ایا د امریکا متحدین به ورسره همکاري وکړي که نه٬ بیله تبصرې دومره ویلای شو چې: د افغانستان چاپېریال نور د ۲۵ کلونو مخکې نه دی.
۲۵ کاله مخکې امریکا د ناټو او د امنیت د شورا د ملاتړ تر څنگ د سیمې د ټولو لویو هیوادونو لکه چین٬ هند٬ روسې ایران٬ پاکستان او مرکزي اسیا هیوادونو ملاتړ هم له ځانه سره درلود. نن دغه هیوادونه د ټرمپ له تصمیم سره کلک مخالفت لري.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په تازه څرگندونو کې ویلي: ټرمپ د امریکا په تاریخ کې خورا بد بحران جوړ کړی دی.
همدارنگه ښایی دیموکراتان او د امریکې ولس هم په هغه نوې بحراني وضعیت کې چې اوس ور سره مخ دي٬ د ټرمپ له پریکړو ملاتړ ونکړي.
طالبان هم نور په هغه حالت کې نه دي چې په اسانه لکه د دوستم٬ شمالي جبهې او د جمهوریت د ځینو تښتیدلو وطن پلورونکو په څیر د امریکا سره د کوچنیو گټو په بدل کې معاملې وکړي.
لومړی طالبان په هیڅ قیمت نه مني چې د امریکا نظامی حضور بیا په افغانستان کې بیرته راشي او یا د بگرام هوایی ډگر د امریکایی ځواکونو نظامي فعالیتونو لپاره په اجاره ورکړي.
دویم٬ که موضوع ته له بل اړخه وگورو او فرض کړو چې طالبان د امریکا سره معامله وکړي٬ دا معامله به د طالبانو په شرایطو کې وي:
یعنی د امریکا له نظامي حضوره پرته به د خپل واک٬ نفوذ او مشروعیت د پیاوړتیا لپاره گټه اخلي٬ په کور دننه او سیمه کې به خپل دریځ قوي کوي. که امریکا هڅه وکړي چې بگرام یا کوم بل هوايي ډگر د خپلو هدفونو لپاره وکاروي، طالبان ښایې یوازې په ظاهره اجازه وکړي د «امنیتي همکاریو» او « ترهگرۍ ضد مبارزې» تر نوم لاندې د سیمې د هیوادونو د گدې همکاریو په چوکات کې.
په حقیقت کې اصلي خبره دا ده چې: ټرمپ په سیمه او نړۍ کې د خپلو سیاسي گټو د خوندي کولو له پاره د افغانستان سره د تعامل لارې چارې لټوي٬ خو امریکا نور دلته د لوبې یوازینی لوبغاړی نه دی ؛ اصلي لوبغاړی طالبان دی. د طالبانو په واک کې د امریکا اغېز محدود دی او نشي کولی د طالبانو کورنی یا بهرنی پریکړې هغسې چې غواړي کنټرول کړي.
هر ډول تړون، که پټ وي یا علني، د طالبانو مشروعیت لوړوي. تالبان کولی شي د نورو سیاسي لوبغاړو په وړاندې خپل دریځ مضبوط کړي، د خلکو او نړۍ په سترگو کې ځان د قانوني او ځواکمن واکمن په توگه وښيي، او د خپلې ادارې دننه د نظم او کنټرول ساحه پراخه کړي.
تالبان د خپل سیمهییز او نړیوال نفوذ د پراخولوله پاره هم هڅې کوي چې ددوی د ستراتیژیک پلان برخه ده.
په دې توگه، هره معامله د امریکا لپاره د محدودو گټو لامل کېږي خو د طالبانو موقف پیاوړی کوي.
امریکا به یوازې څارونکی میلمه وی، خو اصلي گټونکي طالبان دي. که امریکا هر څومره هڅه هم وکړي، طالبان به تل د خپلو شرایطو او گټو په رڼا کې حرکت کوی.
ټرمپ هم په دې ښه پوهیږي٬ چې افغانستان ورته بیا په دلدلزار بدلیدلی شي او که دا ځل ځان ښکیل کړي٬ ښایې د تیروتنې بیه یې خورا درنه وي.
موږ دوه ځله ولیدل چې بگرام د گرم تنور په څیر لمبه شو او اشغالگر د ویرې په حالت کې نیم ژوندي ترې وتښتیدل.
که دا ځل څوک د فتنې له مخې د ازمېښت جرئت وکړي، ښايي نه یوازې د تیښتې توان و نلري٬ بلکې د سوځیدلو وچو لرگو په شان په تور سکرو بدل شي.
ټرمپ په دې دوره کې له ځانه سره په یوه دروني جگړه کې بوخت دی؛ پالیسې یې ماته خوړیلې٬ خپله حوصله او کنترول یې له لاسه ور کړی او داسې څه لټوي چې پخپله یې هم نه پیژني.
هره ورځ چې تېرېږي، د نړۍ هېوادونه د هغه له نږدې کړۍ نه لرې کېږي. هغه دروند او مهربان نظر چې د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال یې درلود، نور نشته؛ د تړونونو ماتول او مشکوک چلند یې د پخوانیو متحدینو باور له منځه وړی دی.
ټرمپ په لندن کې وینا وکړه او ویې ویل چې چمتو دی د بگرام د «گرم تنور» د بیا ستنېدو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي. خو نه پوهېږي چې دلته نور د معاملې بازار د هغه په خوښه نشته؛ دلته د زرینو خاطرو پای دی د خاطرې او واقعیت ترمنځ، د ځواک او تباهۍ ترمنځ د واقیتونو نوی فصل دی.
د هغه پخوانیو خریدارانو بیا بیا ورته ویلي چې دا نور سیاسي او مسلکي چلند نه دی٬ بلکې لېونتوب او بې پروایې ده.
خو د تېښتېدلو جمهوریت د پلویانو صحنه رنگینه ده: یو شمېر لا هم د تېر وخت د بېرته راگرځولو په خوب کې د بټنو په تړلو بوخت دي، د بن د غونډې د تکرار ساز غږوي؛ داسې تکرار چې هېڅ به نه تکراریږي.
بل لور ته، هغه کسان چې د «اشغال برکت» له امله یې مقام، شتمني او شهرت تر لاسه کړي وو، نن د طالبانو د راتلونکي سره د هر ډول معاملې اندېښمن دي؛ وارخطا دي او زړونه یې د وېرو په ټکان کې دي: «هسې نه چې دا معامله د هغوی برخه هم یوسي!» په غوسه او رېږدېدلي غږونو کې چیغې وهي: «ښاغلی ټرمپ! طالبان مه رسمي کوه؛ له طالبانو سره خبرې مه کوه. موږ دلته یو، له موږ سره معامله وکړه، موږ تیار یو.
هغوی آن د تاریخ له بدو سیورو هم نه ډارېږي. هغه خبرې چې پخوا د تاریخ د جلادانو له خولې وتلې، د اشغالګرو سره د همکارۍ د بدۍ یادونه گڼي او له هغو کسانو کرکه ښیي چې د هېواد له دښمن سره همغږي شوي دي.