پر افغانستان د پاکستان پرله پسې ترهګریز بریدونه
د سپرغۍ ویبپاڼه
تېره شبه د پاکستان ترهګر رژیم یو ځل بیا د سلګونو بیګناه هیواد والو پر وینو خپل خونړي لاسونه سره کړل او نژدي ۶۵۰ ناروغان یې شهید او ټپیان کړل.
دافغانستان او پاکستان ترمنځ دا ترینګلتیا یوازې دوه اړخیزه شخړه نه ده؛ دا د نړیوالو حقوقي اصولو ازموینه هم ده. د دولتونو ترمنځ اړیکې د زور پر بنسټ نه، بلکې د نړیوالو قوانینو او متقابل درناوي پر بنسټ تنظیمېږي.
د ملګرو ملتونو د منشور د ۲ مادې (۴ فقره) له مخې، هر دولت مکلف دی چې د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له زور یا د زور له ګواښ څخه ډډه وکړي. نړیوال قوانین او د جنیوا کنوانسیونونه د ملکي خلکو د خوندیتوب له پاره سخت مقررات لري. د رغتونونو او درملنې مرکزونو نښه کول د نړیوالو اصولو خلاف دی ځکه دا تاسیسات باید تل له بریدونو خوندي وي ان که وسله وال مرکزونه یې شا او خوا هم موجود وي باید دغه تاسیسات تر برید لاندې را نه شي. که پر ملکي سیمو بریدونه، سرحدي تېري یا یو اړخیز پوځي اقدامات ترسره کېږي، دا نه یوازې سیاسي ستونزه ده، بلکې حقوقي سرغړونه بلل کېدای شي.
همدارنګه، د نړیوال بشري حقونو او د جګړې د قوانینو بنسټیز اصول چې په ځانګړي ډول د ۱۹۴۹ د ژنیو کنوانسیونونو کې بیان شوي ملکي وګړي د جګړې له مستقیم هدف ګرځېدو څخه منع کوي. هر هغه اقدام چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، باید د نړیوالو څارونکو بنسټونو له لوري وڅېړل شي او اړوند لوري باید حساب ورکوونکي وګرځول شي.
که چیرې یو دولت په پرله پسې ډول د بل هېواد د حاکمیت حدود تر پښو لاندې کړي، نړیواله ټولنه باید چوپه پاتې نه شي. د امنیت شورا، د بشري حقونو شورا، او نور اړوند نړیوال میکانیزمونه د همدې لپاره رامنځته شوي چې د زور پر ځای قانون واکمن کړي.
افغانستان، لکه د نړۍ هر خپلواک دولت، حق لري چې د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د امنیت څخه غوڅه دفاع وکړي. د پاکستاني لوري اقدامات د نړیوالو اصولو خلاف دي، باید د نړیوالو حقوقي چوکاټونو له لارې وغندل شي، نه یوازې د سیاسي شعار په ژبه. نړیواله ټولنه یوازې د بیانونو خپرولو مسووله نه ده؛ بلکې باید د حقایقو د موندلو خپلواک پلاوي، شفافې څېړنې، او د تاوتریخوالي د مخنیوي میکانیزمونه فعال کړي. سیمه ییز ثبات د ټولې نړۍ په ګټه دی، ځکه ناامني سرحد نه پېژني.
که د تېرۍ پر وړاندې چوپتیا دوام ومومي، دا به یو خطرناکه بېلګه جوړ کړي چې ځواکمن دولتونه کولی شي د زور سیاست پرمخ بوځي او حساب ور نه کړي.
مسله یوازې احساساتي غبرګون نه دی؛ مسله د قانون حاکمیت دی. هغه ملت چې خپله دعوه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ مطرح کړي، اخلاقي او حقوقي برلاسی ترلاسه کوي. د افغانستان باید خپل حق د نړیوالو حقوقي اصولو په ژبه وغواړي، څو موضوع له دوه اړخیزې شخړې څخه نړیوال حقوقي بحث ته واوړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې د ۱۹۴۷ کال راهیسې، چې پاکستان د برېتانوي هند له وېش وروسته رامنځته شو، له سیاسي کړکېچونو او بې باورۍ ډکې پاتې شوې دي. د فرضي کرښې موضوع چې د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ تړون له وخته سرچینه اخلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف بنسټیز ټکی ګرځېدلی.
په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي یرغل وروسته، افغانستان د نړیوالې سیالۍ ډګر شو. د هغه مهال د جهادي ډلو ډېری مشرتابه او تنظیمونه د پاکستان په خاوره کې مېشت وو، او د سیمې استخباراتي او پوځي جوړښتونو د جګړې په مدیریت کې مستقیم رول درلود. دا واقعیت د تاریخي اسنادو برخه ده چې اسلامآباد د ستراتیژیک عمق نظریه تعقیبوله یانې داسې افغانستان چې د پاکستان د امنیتي محاسبو تابع وي..
په همدې رڼا کې، دا اندېښنه چې پاکستان غواړي افغانستان کمزوری، متکي او د خپل نفوذ تر سیوري لاندې وساتي، یوازې یو احساساتي ادعا نه ده؛ بلکې د څو لسیزو سیاسي تجربې او متقابلو تورونو محصول دی. پرله پسې سرحدي نښتې، هوايي بریدونه او توند سیاسي څرګندونې د همدې بې باورۍ تسلسل ښکاره کوي.
خو تاریخ یو بل درس هم لري: هېڅ ملت د تل لپاره د بل تابع نه پاتې کېږي. افغانستان د درېیو سترو امپراتوریو برېتانوي، شوروي او د نړیوال ائتلاف له فشارونو تېر شوی، خو خپل سیاسي هویت یې ساتلی. دا تجربه ښيي چې افغان ولس د بهرني تسلط پر وړاندې حساسه تاریخي حافظه لري.
بل اړخ ته، هغه داخلي کړۍ چې په تېرو شلو کلونو کې یې له فساد، ناامنۍ او بهرني ملاتړ څخه شخصي ګټې اخیستې، طبیعي ده چې د ملي خپلواک سیاست له پیاوړتیا سره ځانونه زیانمن ګڼي. کله چې ملي ګټې د شخصي شتمنۍ او نفوذ پر وړاندې ودریږي، ځینې به د بهرنیو دریځونو تر سیوري لاندې تمایل وښيي.
خو د ملت لپاره مهمه دا ده چې مسایل په عقلاني او تاریخي شعور تحلیل کړي. که رښتیا هم د تابع کولو هڅې موجودې وي، د مقابلې تر ټولو قوي وسیله احساساتي شعار نه، بلکې درې بنسټونه دي، ملي یووالی او داخلي اجماع ، انډول شوی او خپلواک بهرنی سیاست، اقتصادي او امنیتي ځانبسیاتوب.
هغه هېواد چې سیاسي ثبات، اقتصادي پیاوړتیا او واحد ملي دریځ ولري، د بل هېواد د نفوذ تابع کېدل یې ستونزمنېږي. افغانستان که غواړي د سیمې په معادلو کې د فشار پر ځای د تعامل محور شي، باید خپل کور دننه صفونه منظم کړي.
په پای کې، تاریخي حقایق ښيي چې بې ثباته افغانستان د ډېرو سیمه ییزو لوبغاړو لپاره د نفوذ ساحه وه؛ خو باثباته او متحد افغانستان د هېچا تابع نه شي پاتې کېدای. د ملت بیداري هغه وخت بشپړېږي چې تاریخي حافظه، سیاسي شعور او ملي یووالی سره یو ځای شي نه دا چې یوازې احساسات وغږول شي، بلکې عقل او تدبیر لارښوونه وکړي.
موږ د افغانستان پر خلاف د پاکستاني ترهګرو تري په کلکه غندو.
تل دي وي افغانستان
د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت
نور محمد غفوری
نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې ولیدل چې د ډیورنډ د کرښې د دې خوا او ها خوا بحثونه او مذاکرې د دوو نفرو ترمنځ په شدت روانې وې. پخوا مې هم داسې تلویزیوني بحثونه لیدلي وو چې په سټوډیو کې مېلمنو به یو بل ته ښکنځلې کولې یا حتی د میز تر شا یې فزیکي شخړې لرلې.
زما فکر ته راغلل چې د تلویزیوني سیاسي بحثونو په ماهیت، اهمیت او اخلاقی معیارونو د خپله نظره لنډ یو څه ولیکم چې ګوندې د لوستونکو له پاره ګټور او لارښود وګرزي. دادي په لومړۍ برخه کې د (تلویزیوني سیاسي بحثونو په ماهیت) په لنډ دول رڼا اچوم.
تلویزیوني سیاسي بحثونه د معاصرو رسنیو یوه مهمه بڼه ده چې د سیاسي شخړو، نظریاتي اختلافاتو، د عامه پوهاوي د لوړولو او په ټولنه کې د سیاسي ارادې د جوړولو لپاره کارول کیږي. د دې ډول بحثونو موخه یوازې د سیاسي تبلیغ یا د شهرت زیاتول نه، بلکې د لیدونکو لپاره د معلوماتو وړاندې کول، د شواهدو تحلیل او د سیاسي موضوعاتو روښانه کول دي.
تلویزیوني سیاسي بحثونه یو له هغو رسنیزو فعالیتونو څخه دي چې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو د روښانه کولو لپاره جوړ شوي دي. په دې ډول بحثونو کې ګډونوال، چې معمولاً سیاسي شخصیتونه، تحلیلګر یا کارپوهان وي، د یوه میز یا سټوډیو په چوکاټ کې یو له بل سره په موضوعي توګه خبرې کوي. هدف یې دا وي چې د مختلفو نظریاتو او استدلالونو په وړاندې کولو سره لیدونکي وکولی شي د موضوع په اړه پوره پوهاوی ترلاسه کړي او د شواهدو پر بنسټ خپله قضاوت وکړي.
دا بحثونه د ښکېلو لوریو ترمنځ د شفافیت او حساب ورکونې فرصت هم برابروي، ځکه هر ګډونوال اړ دی چې خپلې خبرې مستندې او د شواهدو په ملاتړ وکړي. همدارنګه، د کوربه (میزبان) رول د بحث د روان ساتلو، د وخت مدیریت او د ګډونوالو د خبرو د توازن په ساتلو کې مهم دی، تر څو اورېدونکي په سمه توګه د مختلفو نظریاتو ارزونه وکړي او د بحث موخه- چې د حقیقت څرګندول او عامه پوهاوی دی - ترلاسه شي.
په دې بحثونو کې درې اړخونه مهم دي:
• ګډونوال
په تلویزیوني سیاسي بحثونو کې ګډونوال د بحث په کیفیت او اغېزمنتیا کې اساسي رول لري. دا ګډونوال معمولاً سیاسي شخصیتونه، تحلیلګر یا هغه کارپوهان وي چې د موضوع په اړه علمي پوهه او عملي تجربه لري. د دوی ګډون دا تضمینوي چې خبرې نه یوازې احساساتي یا تبلیغاتي نه وي، بلکې د اسنادو، شواهدو او کره معلوماتو پر بنسټ وي. تجربه لرونکي ګډونوال کولی شي چې موضوع په ژور ډول تحلیل کړي، د مختلفو لیدلورو استدلالونه وړاندې کړي، او د اورېدونکو پوښتنو ته دقیق ځوابونه ورکړي چې په پایله کې د بحث موخه- د حقیقت څرګندول او د عامه پوهاوي لوړول- ښه تر سره کېږي.
• موضوع
ټاکلې موضوع د تلویزیوني بحث محور دی او د لیدونکو د پام او علاقې د جذبولو لپاره ځانګړی اهمیت لري. دا موضوع معمولاً یوه سیاسي، اقتصادي یا ټولنیزه مسئله وي چې په مستقیم ډول د خلکو له ژوند، اقتصاد یا سیاست سره تړاو لري. غوره موضوع نه یوازې د بحث ګډونوالو ته زمینه برابروي چې خپل استدلالونه وړاندې کړي، بلکې لیدونکو ته هم فرصت ورکوي چې د مختلفو نظریاتو پرتله او ارزونه وکړي. موضوع باید په روښانه، تمرکز شوي او منطقي ډول مطرح شي، ترڅو د بحث له منحرف کېدو مخنیوی وشي او لیدونکي د اصلي مسئلې په اړه بشپړه پوهه ترلاسه کړي.
• رسنیز چوکاټ
رسنیز چوکاټ د تلویزیوني سیاسي بحثونو د تنظیم او اغېزمنتیا لپاره حیاتي رول لوبوي. دا چوکاټ معمولاً د وخت محدودیت، د لیدونکو حضور (مستقیم یا غیرمستقیم)، او د منځګړي (یا میزبان) رول په غیږ کې نیسي. کوربه (میزبان) بحث روان ساتي، د وخت مدیریت کوي، د ګډونوالو په خبرو کې توازن ساتي، او ډاډ ورکوي چې ټول ګډونوال به مساوي فرصت ولري. د رسنیز چوکاټ رعایت د بحث کیفیت لوړوي، ګډوډي کموي، او لیدونکو ته د موضوع د دقیق او منظم تحلیل فرصت برابروي.
پایله
په ټوله کې، د تلویزیوني سیاسي بحثونو اغېزمنتیا د دریو اساسي عواملو- مهمو ګډونوالو، مهمې موضوع، او رسنیز چوکاټ- پر همغږۍ پورې تړلې ده. ګډونوال د معلوماتو کیفیت تضمینوي، موضوع د لیدونکو د پام او پوهاوي مرکز ګرځی او رسنیز چوکاټ د بحث تنظیم او عدالت ساتي. کله چې دا درې عناصر په مسلکي او اخلاقي ډول یو ځای شي، تلویزیوني بحثونه نه یوازې د اورېدونکو پوهاوی لوړوي، بلکې د سیاسي شفافیت، منطقي استدلال او د عامه باور د جوړولو لپاره یوه مؤثره وسیله ګرځي.
نور محمد غفوري
15.03.2026
په منځني ختيځ کې د يوې نوې جګړې سناريو
د سپرغۍ ویبپاڼې اعلامیه
موږ افغانان په کلکه د پاکستاني هوايي ځواکونو وروستي بریدونه، چې د کابل په ګډون د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو ترسره شوي او له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، په سختو ټکو غندو. دا ډول بریدونه نه یوازې یو غیرانساني عمل دی، بلکې د نړیوالو قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت پر ضد ښکاره تېری ګڼل کېږي.
افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د خپل ملي حریم ساتنه د هر افغان حق دی. د بل هېواد له لوري پر افغانستان هر ډول پوځي برید د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب د ارزښتونو ښکاره نقض دی.
افغانستان تل هڅه کړې چې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې وساتي. خو له بده مرغه د پاکستان ځینې واکمنې کړۍ د افغانستان په ثبات، سوله او پرمختګ کې خپل زیان ویني او له همدې امله په دوامداره توګه هڅه کوي چې په افغانستان کې ګډوډي او بې ثباتي رامنځته کړي.
دا وروستي بریدونه د همدې ستراتیژۍ دوام دی چې هدف یې د افغانستان د ثبات کمزوری کول او د هېواد پر چارو د نفوذ بیا ټینګول دي. خو افغان ملت تل د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او خاورې د ساتنې لپاره ولاړ پاتې شوی او هیڅکله به د داسې تیریو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
موږ له نړیوالې ټولنې، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان د دغو غیرمسوولانه او تیریګرو کړنو په اړه جدي اقدام وکړي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان له سولې، ثبات او سوله ییز ژوند څخه بې برخې شي.
افغان ملت د سولې ملاتړی دی، خو د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او د خلکو د ژوند د ساتنې په برخه کې به هیڅ ډول تیری ونه مني.
ژوندی دې وي یو سوله ییز، خپلواک او با ثباته افغانستان
په افغانستان کې د انتقالي عدالت اړتیا
نور محمد غفوری
سریزه
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې په افغانستان کې اسلامي امارت د محقق له تلویزیون او ځینو نورو شتمنیو سره د مصادرې چلند کړی دی. د دې خبر د رښتینولۍ په اړه تر اوسه پوره باور نه لرم، خو همدې خبرو ماته د هغو زرګونو مظلومو انسانانو د حقونو موضوع را یاده کړه چې په تېرو لسیزو کې ورباندې بېلابېل ظلمونه شوي دي. په حقیقت کې د افغانستان وروستۍ تاریخ له جګړو، سیاسي شخړو او د بشري حقونو له پراخو سرغړونو ډک پاتې شوی دی. له همدې امله، که په هېواد کې رښتینې او تلپاتې سوله ټینګېدل او ټولنیز عدالت عملي کېدل غواړو، نو د انتقالي عدالت د بهیر پیل او پلي کېدل یو جدي او نهانکارېدونکی ضرورت دی.
انتقالي عدالت څه ته وایي؟
انتقالي عدالت هغه میکانیزمونو او بهیرونو ته ویل کېږي چې وروسته له جګړو، سیاسي بدلونونو یا اوږدو شخړو څخه د عدالت د تأمین، د حقیقت د څرګندولو او د قربانیانو د حقونو د اعادې لپاره کارول کېږي. په دې بهیر کې معمولاً د حقیقت موندنې کمېسیونونه، د مسؤلینو حساب ورکول، د قربانیانو جبران او د ملي پخلاینې هڅې شاملې وي. د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د شخړو له پای ته رسیدو وروسته د همدې بهیر له لارې هڅه شوې چې ټولنه له تېرو زخمونو څخه د رغېدو لور ته ولاړه شي.
د افغانستان د جګړو اوږد تاریخ
افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د جګړو او سیاسي بېثباتۍ شاهد دی. د بېلابېلو سیاسي نظامونو، کورنیو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او وسلهوالو شخړو له امله زرګونه انسانان وژل شوي، میلیونونه خلک بېځایه شوي او د خلکو بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي. په دې اوږده موده کې د جګړې بېلابېلو لورو داسې کړنې ترسره کړې چې د عدالت غوښتنه یې تر نن ورځې پورې د خلکو په ذهنونو کې ژوندۍ ساتلې ده.
د قربانیانو د حقونو پېژندنه
په افغانستان کې ډېری کورنۍ د جګړو قرباني شوې دي. ځینې خلکو خپل عزیزان له لاسه ورکړي، ځینې بېځایه شوي او ځینې نور له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي. د انتقالي عدالت یو مهم هدف دا دی چې د دغو خلکو درد واورېدل شي او د هغوی حقونه په رسمي ډول وپېژندل شي. کله چې قربانیان احساس کړي چې د هغوی دردونه او قرباني هېره شوې نه ده، نو دا کار د ټولنې د رواني رغېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د تلپاتې سولې لپاره د عدالت اهمیت
سوله یوازې د جګړې د نه شتون معنا نه لري، بلکې د عدالت، باور او ټولنیز ثبات شتون هم غواړي. هغه ټولنې چې په کې د تېرو ظلمونو حساب نه وي شوی، هلته د شخړو د بیا راژوندي کېدو احتمال پاتې کېږي. انتقالي عدالت کولای شي د حقیقت د روښانولو، د مسؤلینو د حساب ورکولو او د خلکو ترمنځ د باور د بیا رامنځته کولو له لارې د تلپاتې سولې لپاره بنسټ برابر کړي.
ملي پخلاینه او د باور بیا رغونه
په هېواد کې د جګړو پر مهال د بېلابېلو ډلو ترمنځ بېباوري زیاته شوې ده. انتقالي عدالت کولای شي د حقیقت موندنې، د قربانیانو د یاد ساتلو او د ټولنیزو خبرو اترو له لارې د خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي. دا بهیر کولی شي د ټولنې مختلف قشرونه د یو ګډ راتلونکي لپاره سره نږدې کړي.
پایله
افغانستان د اوږدو جګړو له امله ژور ټولنیز او رواني ټپونه زغملې دي. د دې ټپونو د رغېدو لپاره یوازې سیاسي بدلونونه بسنه نه کوي، بلکې عدالت، حقیقت او پخلاینه هم اړین دي. انتقالي عدالت کولای شي د تېرو ظلمونو د منلو، د قربانیانو د حقونو د درناوي او د یو عادلانه او سولهییز راتلونکي د جوړولو لپاره مهمه لاره پرانیزي. که افغانی ټولنه غواړي چې له جګړو وروسته یوه باثباته او عادلانه راتلونکې ته ورسېږي، نو د انتقالي عدالت بحث باید جدي ونیول شي او د عملي کېدو لپاره یې مناسب میکانیزمونه رامنځته شي.
11.03.2026
په نړیوال سیاست کې د نفتو او ګازو رول
ليکنه: حميدالله بسيا
نفت او طبیعي ګاز یوازې د انرژۍ سرچینې نه دي، بلکې د نړۍ په سیاست کې هم مهم رول لري. د معاصرې نړۍ ډېری سیاسي اړیکې، ستراتیژیک تړونونه او ځینې نړیوالې شخړې د همدې انرژۍ سرچینو سره تړاو لري. هغه هېوادونه چې د نفتو او ګازو لویې زیرمې لري، په نړیوال سیاست کې زیات نفوذ او ځواک لري، ځکه انرژي د اقتصاد او صنعت د حرکت اساسي وسیله ده.
ډېر صنعتي هېوادونه د انرژۍ لپاره د نفتو او ګازو واردولو ته اړتیا لري، له همدې امله هڅه کوي له تولیدونکو هېوادونو سره نږدې اړیکې وساتي. د منځني ختیځ سیمه هم د همدې دلیل له امله د نړیوال سیاست مهمه برخه ګرځېدلې ده، ځکه د نړۍ د نفتو لویه برخه په همدې سیمه کې موندل کېږي. هر کله چې په دې سیمه کې سیاسي کړکېچ یا جګړه رامنځته کېږي، د انرژۍ نړیوال بازار او اقتصاد هم لکه نن سبا ورسره ژر اغېزمن کېږي.
نفت او ګاز د نړیوالو ائتلافونو او اقتصادي همکاریو په جوړولو کې هم مهم رول لري. هېوادونه د انرژۍ د امنیت لپاره تړونونه کوي، پایپ لاینونه جوړوي او ګډې پروژې پيلوي. خو له بلې خوا انرژي کله ناکله د سیاسي فشار د وسیلې په توګه هم کارول کېږي، ځکه ځینې هېوادونه د نفتو او ګازو د صادراتو له لارې پر نورو هېوادونو اقتصادي او سیاسي فشار واردولی شي.
د نفتو د بیو لوړېدل هم په نړیوال سیاست او اقتصاد کې مهم اغېز لري. عموماً هغه هېوادونه چې نفت تولید او صادروي، لکه سعودي عربستان، ایران، روسیه، متحده عربي امارات او کویټ، له لوړو بیو څخه زیاته ګټه ترلاسه کوي. په مقابل کې هغه هېوادونه چې نفت واردوي، لکه د اروپا او آسیا ډېر هېوادونه، له اقتصادي فشار سره مخ کېږي، ځکه پټرول او ډیزل ګرانېږي، د ترانسپورټ لګښتونه لوړېږي او د خوراکي توکو بیې هم ورسره زیاتېږي.
په نن سبا کې د انرژي په برخه کې روسیه ځانګړی اهمیت لري. روسیه د نړۍ د نفتو او ګازو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه ده او د خپلو صادراتو له لارې لوی عاید ترلاسه کوي. د روسیې نفت زیاتره د اروپا، چین او هند بازارونو ته صادریږي. کله چې نن سبا د نفتو نړیوالې بيې لوړې شوې او د هرمز تنګی په جزيي ډول تړل شوی په دې سره د روسیې د نفتو لا ډېر پلورونکي راڅرګند شوي دي چې د نفتو او ګازو دا عاید یې بيا د هېواد د اقتصاد او پوځي لګښتونو د پوره کولو لپاره کارول کېږي.
په اوسني وخت کې د منځني ختیځ کړکېچ هم د روسیې لپاره په یو ډول اقتصادي ګټه بدلېدلی کېدای شي. کله چې په دې سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي، د نفتو نړیوالې بیې لوړېږي او بازار د انرژۍ د کمښت وېره احساسوي. د همدې بیو د لوړوالي له امله روسیه کولی شي خپل نفت او ګاز په لوړه بیه نړیوال بازار ته وړاندې کړي او زیات عاید ترلاسه کړي.
سربېره پر دې، کله چې نړیوال سیاسي پام د منځني ختیځ کړکېچ ته واوړي، د روسیې او اوکراین جګړه تر یوه حده د نړیوالو رسنیو او سیاست له مرکزه لېرې کېږي. دا وضعیت هم په غیر مستقیم ډول د روسیې لپاره یو ډول سیاسي او اقتصادي فرصت ګڼل کېږي.
په منځني ختیځ کې د ایران، امریکا، اسراییلو او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د اوکراین له جګړې سره هم په غیر مستقیم ډول تړاو پیدا کړی دی. په داسې حال کې چې د نړۍ سیاسي پام د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ تقابل ته اوښتی، د اوکراين چارواکو کې ورځ تر بلې دا اندېښنه راڅرګندېږي چې د اروپا، امریکا او نورو هېوادونو توجه ښايي د اوکراین له جګړې څخه لږه شي او دوی په تش ډګر پاتې شي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس هم دا خبره منلې ده او ټینګار یې کړی چې د ایران په اړه وروستي پرمختګونه د اوکراین پر جګړه جوت اغېز درلودلی شي. د هغې په وینا، اصلي ستونزه د اروپا او امريکا د هوايي دفاعي سیستمونو د زېرمو چټک کمېدل دي. هماغه توغندي او د توغندیو ضد سیستمونه چې د اوکراین د ښارونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې د دفاع لپاره حیاتي ګڼي، اوس دا وسلې په پراخه کچه په منځني ختیځ کې د ایران پرضد کارول کېږي.
اوسنی وضعیت تقريبا متناقض ښکاري. له یوې خوا د اوکراین متحدین لا هم د کیف د ملاتړ خبرې کوي، خو له بلې خوا د نړیوالو شخړو واقعیتونه حکومتونه دې ته اړ باسي چې خپل محدود پوځي منابع بیا ووېشي. کله چې د فارس خلیج هېوادونه د ایران د توغندیو او ډرونونو بریدونه دفع کوي، هماغه ډول هوايي دفاعي سیستمونه کاروي چې د اوکراین د زیربناوو ساتنه کوي.
د پاترويت هوايي دفاع سیستم لپاره د توغندیو کمښت په ځانګړې توګه ډېر شدید دی. سلګونه دغه توغندي لا دمخه په منځني ختیځ کې د امریکا د اډو د دفاع لپاره کارول شوي دي. په عین وخت کې د Lockheed Martin له لوري د PAC-3 مخنیوي توغندیو کلنی تولید، چې شاوخوا ۶۰۰ دانې دی، له اوږدې مودې راهیسې د امریکا او د هغې د متحدینو اړتیاوې هم نه شي پوره کولی، نو د اوکراین د مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو خبره خو لا بېله ده.
دا وضعیت د اوکراين لپاره یو ستونزمن ستراتیژیک کړکېچ رامنځته کوي. د اوکراین د هوايي دفاعي شبکه لا دمخه د خپل ظرفیت تر وروستي حده کار کوي او د روسيې پر وړاندې خپل د انرژۍ تاسیسات، صنعتي مرکزونه او پوځي اډې ساتي. که اکمالات او د هوايي دفاع وسايل یې لږ شي، د اوکراین قوماندانان به اړ شي چې سخت تصمیمونه ونیسي او وټاکي چې کوم هدفونه باید لومړی خوندي شي.
په همدې حال کې اوکراین سمدستي د دې اغېزې محسوس کړی دی . د نفتو نړیوالو بیو لوړوالی د اوکراین په کورني بازار کې د سون توکو بیې لوړې کړې دي؛ پټرول او ډیزل ګران شوي دي. او په نړیوالو مالي بازارونو کې بېثباتي زیاته شوې . پانګهوال د خوندي پانګې په توګه ډالر ته مخه کوي، چې د اوکراین د هریونیا په ګډون پر ملي اسعارو فشار زیاتوي.
په دې توګه، یوه سیمهییزه جګړه د بلې جګړې پر لور د غبرګونونو لړۍ ته لار پراخوي. د فارس خلیج شخړه د هوايي دفاع سیستمونه سره وېشي، د انرژۍ نړیوالې لوړې بیې او د لوېدیځو هېوادونو سیاسي پام له اوکراین څخه بل لور ته اړوي.
د کیف د چارواکو لپاره دا یو د اندېښنې وړ خبره ده. د روسیې او اوکراین جګړه له ډېرې مودې راهیسې د پراخ نړیوال جیوپولیټیک تقابل برخه ګرځېدلې وه. هر څومره چې په نړۍ کې د کړکېچ نوي څپې ډېرېږي ، همغومره د لوېدیځو متحدینو لپاره ګرانېږي چې په یو وخت کې له څو جبهو ملاتړ وکړي او د اړتيا وړ وسايل او مالي ملاتړ یې وکړي.
هرڅومره چې په منځني ختيځ کې د ايران، اسرايلو- امريکا او عرب هېوادونو ترمنځ جګړه پسې پراخېږي او سختېږي هغوموره د اوکراين پرجګړه اغېز پرېباسي ځکه د مهمو او اغېزمنو وسلو نړیوال کمښت به لا ژور شي او د اوکراین لپاره د روسيې سره د جګړې بیه ښايي تر هغه ډېره لوړه شي چې اوس تر سترګو کېږي.
لنډه دا چې نفت او طبیعي ګاز د معاصرې نړۍ له تر ټولو مهمو اقتصادي او ستراتیژیکو سرچینو څخه ګڼل کېږي. دا سرچینې نه یوازې د انرژۍ د تولید بنسټ جوړوي، بلکې د نړیوال اقتصاد، صنعت او سیاست پر بهیر هم ژور اغېز لري. د نفتو بیې، تولید او بازار د هېوادونو ترمنځ اړیکې، سیاسي توازن او اقتصادي پرمختګ اغېزمنوي. له همدې امله تر هغه چې نړۍ لا هم په دغو انرژیو تکیه لري، د نفتو او ګازو ارزښت به د نړیوال اقتصاد او سیاست په ډګر کې همداسې مهم او ټاکونکی پاتې وي.
ایا پاکستان هېواد دی که د استعمار تپل شوې پروژه
لیکنه: ماسټر حسیب الله وحدت.
په دې مکاره نړی کې ډیر څه په بدلو او غیرو طبعي بڼو د چلښت بازار ته راوړاندې کیږي، خو د انګریز او امریکا د مغرضانه او شومو کړنو په نتیجه کې اصلي بحث دا دی چې پاکستان واقعا یو هیواد دی او که ددې دوه سترو قدرتونو د تعذیب او تحقیر یوه ناوړه او دوهمه ستره پروژه؟ راځو دیته چې د هیواد بحث د کومو مفاهیمو د مختص کولو لپاره په کار وړل کیږي.
د هیواد کلمه د مختلفو علومو په چوکاټ کې بیلابیل مفاهيم وړاندې کوي او د هر علم مخکښ علما یې د خپل دید په محور سره تعریفوي.
خو هیواد د نړۍ هغه ځانګړې خاوره ده چې د خپل نفوس ، ټاکلو سرحدونو او واحد اداري نظام لرونکی وي.
د نړیوال منشور له مخې، هیواد هغه سیاسي واحد ته ویل کېږي چې د نړیوالو اړیکو وړتیا ولري او د ملګرو ملتونو د غړیتوب شرایط پوره کړي.
غواړم د هیواد مفهوم د سیاسي، حقوقي، او جغرافيايي مسیر له مخې تشریح کړم:
د ارسطو له نظره(۳۸۴-۳۲۲ق م):
ارسطو په لرغوني یونان کې له ډير شهرت برخمن فیلسوف و، هغه په ۳۸۴ قبل المیلاد کې د یونان په شمال د سټاګیرا نومي ښار کې زیږیدلی و، د هغه پلار د مقدونیې د شاهي دربار طبیب و، نو ارسطو له کوچنیوالي سره د علم او پوهې چاپیریال کې را لوی شوی وو، د ټولو علومو په برخه کې د لرغوني یونان د فیلسوفي نظریاتو اغیز خورا پراخ دی.
ارسطو چې د سیاسي فلسفې له بنسټ اېښودونکو څخه دی په دې اړه وايي: هیواد؛ د خلکو داسې سیاسي ټولګه ده چې د مشترکو قوانینو او يو نظام تر چتر لاندې ژوند کوي تر څو د خلکو ګډې هيلې خوندي کړي.
ارسطو په خپل تعریف کې څو مواردو ته خاصه توجه کړیده لکه: خلک، نظام او قانون.
دې پورته مواردو ته په پام پاکستان د خلکو مشترکه ټولګه نه لري يوخوا د پښتنو په سینه د ښامار توره ليکه ده او بلخوا بلوڅ بېلتون پال هم ددې ټولنیز جوړښت څخه تر پزې راغلي دي او په مکرر ډول د نارضایتی مختفلې پیښې ترې ثبت کیږي.
د نظام په برخه کې هم نا تعریف شوی سیاسي نظام او قانون لري، نظامي جوړښت یې د خپل ناسم سیاست او د زبر هېوادونو د هیلو د پوره والي په ډګر د یوې پروژې حیثیت خپل کړی پر ځای ددې چې د خپل ولس د هیلو، ارزښتونو او مقدساتو د حفظ او ساتنې په موخه خپل هويت ته کار وکړي د خپل باداره هیوادونو د ګټلو لپاره یې د خپل ولس غوښتنې او هويت ته شا کړیده، هغه څه کوي د څه په اړه چې ورته ماموریت ورکړل شي.
باید ووایم چې زموږ هیواد افغانستان پرته له هر نوعه تبعيض د تاریخ په اوږدو د یو واحد سیاسي نظام له چتر برخمن نظام دی، د قوانینو په برخه کې د اسلامي شريعت له نصوصو سره سم د هیواد په ټولنه باندې مشروع حاکمیت له ویاړ برخمن دی، دا هغه موضوع ده چې په رڼا کې ېې د ټولو میشتو اقوامو هیلې پوره او د مشترک هويت رسمي استناد ته یې ثبوتیت بښلی دی.
خو په حقوقي لحاظ هیواد هغه سیاسي واحد دی چې څلور اساسي عناصر ولري او دا عناصر په لاندې ډول دي:
۱- دایمي نفوس (Population)
۲- ټاکلې جغرافیایي خاوره (Territory)
۳- حکومت (Government)
۴- له نورو هیوادونو سره د اړیکو توان(حاکمیت) (Sovereignty / Recognition)
لومړی راځو که چیرته د پاکستان نفوسي شرایط مطالعه شي نو د وګړو په پراخه کچه فرار او تیښته د هیواد جوړونې دا اساسي رکن تر سوال لاندې راولي، د تاریخ په اوږدو کې پاکستاني رژیم تل له داسې کرغیړنو شومو پلانونو د تطبیق استفاده کړیده چې د هیواد وګړي يې د اجبار په سلطه کې راګیر کړي دي او له دوی یې د هیواد پالنې آزاد معیارونه سلب کړیدي، مثلآ: دوی د خپل نظام، قانون، روابطو او ګڼو نورو مسایلو په اړه عامه غوښتنې نه شي پلي کولای بلکې د پوځ د هیلو لپاره، چې دا هېلې د لويو قدرتونو د خوندیتوب په موخه ټاکل کیږي، د سیمې دا لویه کتله خلک بې پامه نیول کیږي او د زور او جبر له لارې ترې د مختلفو پروژو په توګه ګټه اخېستل کیږي، لکه: د عافیې صدیقې خور د جيل تورو تيارو ته استول، دا څو ورځې دمخه د امریکا د سفارت مخې ته د خلکو او اسلام پاله لاریون والو څخه د ژوند اخیستل، دېته ورته ډیر داسې مسایل شته چې د هغې جغرافیې ټولو وګړو ته پراخه بیلګې لري. غواړم د دې دوه بيلګو په اړه دا وضاحت وړاندې کړم چې که د عافیې صدیقې څخه خطر محسوسېږي آیا هغه په دومره کچه دی چې د ضعیف الجسمه(ښځینه جنس) څخه دې د پاکستان ولس ته متوجه وي خو که دا خطر د پاکستان محدودې ته موجود و بیا ولې د پاکستان په جیل کې نه ساتل کیده چې د امریکا پوځ ته د خپلو میلیاردي قرضې د خلاصون په موخه حواله او په سر یې د انسانیت په تندي داغ معامله ترسره شوه، بیا دا ټول هر څه ترسره شول نو ولې د پاکستان پوځي رژيم خلکو ته په دې اړوند وضاحت نه ورکوي.
د پاکستان د نا تعریف شویو غرایزي او بلواکه قوانينو په چوکات کې خو هر څوک د لاريون حق لري ولې دا دوه ورځې دمخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړیو کې (د مارچ له ۳مې نېټې وړاندې) په اسلاماباد کې د امریکا سفارت مخې ته لاریون کوونکو ته د دیني مقدساتو د پالونکي لاریون حق ورنه کړل شو بلکې دوی د ژوند له طبیعي حق څخه محروم شول او په پاتې کسانو کې د دین پالنې روحیې وژلو لپاره یې بیا پخوانی لاره(غلامي) خپله کړه.
دا طبعي ده چې یو نفوس له خپل هويت څخه برخمن نه وي نو له دې ټولو ناخوالو سره به مخ وي او د غلامانو په شان به یې په کریکټر لوبې ترسره کیږي.
د هیواد جوړونې دوهم اصل د ټاکلو سرحداتو درلودل دي چې له دې نعمت څخه هم دا کتله محرومه ده یو خواته یې له افغانستان سره ۱۲۰۰ کيلومتره نا تثبیت شوې فرضي کرښه لري او د انګريزي ښکيلاک له میراث سره سم بیا تر اوسه پرې خوله شړپوي بلخوا ته یې د هندو ستان له هیواد سره نا تعین شوې فرضي کرښه لري کله چې د یوې جلا نژاده او کم توکمه(پنجاب) محدودې ټولګې دوه لوېې پولې په رسمي او قانوني ډول د رسمیت له سند څخه محروم او د یو کرغیړن ښکیلاک د ظلم او بربریت ثمره وي نو هیڅکله به د هیواد مفهوم ترې افاده نه شي.
د درييم اصل په توګه د حکومت اصطلاح که په غربي مفکورې سره را واخلو نو کیدای شي چې دوی یې له مزایاوو څخه برخمن شي ولې په اسلامي لحاظ یې د حکومت اصطلاح له حده ډیره ناقیصه ده:
امام ماوردي (رح) په خپل مشهور کتاب (السلطاني احکام / د حکومت احکام)کې لیکي:
حکومت (امامت) هغه نظام دی چې د نبوت د ځایناستۍ په توګه د دین ساتنه او د دنیا چارې تنظیموي.
پاکستان چې زه یې د همغه خاصې حلقې د تعارف لپاره د پيژندنې نوم ګڼم او د یو هیواد د مفهوم او سلب موارد یې تاسې لوستونکو مخې ته ږدم، د پاکستان حکامو، حکومت ته نه د امامت، نه هم د نبوت د میراث او نه هم د دین د ساتنې په سترګه کتلي دی یوازې څلورم جزء چې د دنیوي چارو د تنظیم اړخ روښانه کوي د ټولو عمومياتو څخه په لوړ کيفيت سره درک او منلې ده.
ځکه حکومت د پیغمبرۍ د ځایناستۍ لپاره جوړ شوی تر څو دین وساتي او د خلکو د دنیوي نظام اداره د همدې ښېګڼې سره يوځای پوره کیږي.
ابن تیمیه (رح) په خپل کتاب السياسة الشرعية کې لیکي: حکومت هغه اداره ده چې د خلکو د چارو د اصلاح لپاره د شریعت مطابق واک استعمالوي.
د پورته تعریف اړخ دومره واضیح او څرګند دی چې زه منحیث د یو لیکوال هیڅ نه غواړم په دې اړوند تشریح وړاندې کړم ځکه د اهل خبروو لپاره خپله مفهوم له ځانه سره لري.
غواړم د څلورم او وروستی اصل په توګه چې د یو هیواد مفهوم ته حقانیت وربښي هغه حاکمیت دی.
حاکميت د رضايت او ولسي ګډ غوره تعامل هغه حالت ته وايي چې د ملت او حکومت د ښیګڼې سبب وګرځي. نو دېته په کتو دې خوار ملت ته خو له خپل حیثیت څه ورپاتې نه دي او حکومت یې د یو هیواد د منل شوي حیثیت له ویاړ محروم دی.
ځکه په ټوله کې حکومت هغه نظام دی چې د شریعت د ساتنې، د عدالت د ټینګښت او د خلکو د دنیوي او اخروي چارو د سم تنظیم لپاره رامنځته کېږي.
پورته ټول څلور هغه اساسي او اصلي عناصر وو چې په درلودلو سره یې يوه کتله خلک او خاصه جغرافيه د هیواد حیثیت خپلوي.
راځو دیته چې پروژه څه ته ويل کیږي ترڅو درانه لوستونکي وکولای شي چې ددې دوه موضوعاتو(هیواد او پروژې) ترمنځ تفکيک وکړای شي.
پروژه (Project) هغه لنډمهاله او منظم فعالیت ته ویل کېږي چې د یوه ځانګړي هدف د ترلاسه کولو لپاره د ټاکلي وخت، محدودې بودجې او خاصو سرچینو په کارولو سره ترسره کېږي.
دا ښکاره او څرګنده خبره ده چې پاکستان ته د لويو قدرتونو لکه انګلستان او امریکا لخوا ټاکلي اهداف ورکول کیږي او پاکستان د دوی د هیلو د ترلاسه کولو لپاره د مادياتو په نظر کې نیولو سره د خپلو بادارانو هيلو ته تحقق وربښي.
دا چې د پروژې د ترسراوي په موخه محدودې منابع ځانګړي کیږي نو همدا علت دی، چې دوی د تاریخ په اوږدو کې ډیره بې خرچي ګالي، ځکه چې دوی د بادارانو د هیلو په برخه کې پوره له اخلاص څخه کار اخلي، حتی تر هغه هیله لرونکي عاید او آفرین یې ډیر مصرف پرې ترسره کیږي، همدا نا انډوله قرباني د دوی د دایمي قرضداری په تله کې خپل وزن پریږدي.
او د سرچینو په برخه کې بیا خپلې ټولې منابع په داسې توګه مصرفوي چې په حال کې یې د غربت دسترخوان ته ټیل وهلي، خو د خفګان خبره داده چې د یوې محدودې کړی له وجې ولې د ټول ولس په هیلو او امیدونو سودا وشي، دا هغه درد دی چې ولس یې د درمان لپاره د غلام ریژیم له کرغیړنو چارواکو باید د ځواب غوښتنه وکړي او محاسبه ترې واخلي.
په پای کې د یو لیکوال په صفت ددې تمنا لرم چې د پاکستان عام ولس د کرايي پروژو او د فوټبال د هغه توپ په شان له لوبیدو ځان وساتي چې د نورو د خوښی لپاره د لوبغاړو په پښو باندې یو او بل لور ته وهل کیږي، ترڅو د بادار د چک چک ویاړ ترلاسه کړي.
تاريخ ثابته کړیده چې د افغانستان ولس او حکومت په خپله خاوره د سر په بدل کې هم معامله نه قبلوي، خپل هیواد مور ګڼي، هر افغان د خپلې مور درناوی د ګرانې مور له غیږې زده کوي او د مرګ تر ورځې یې قدم په قدم پالنه کوي.