عبدالملک پرهیز

د افغان پر خاوره د پاکستان پوځي برید، چې یو ځل بیا یې ملکي افغانان، ښځې او ماشومان قرباني کړل د تولو نړیوالو اصولو خلاف یو څرګند جنایت ؤ موږ افغانان دغه تروریستي عمل په کلکه محکومو او له نړیوالې ټولنې غواړو څو د پاکستان د جنایتکار رژیم د داسې کړنو مخه ونیسي.

دا په ښکاره د هغه اوږدمهاله فشار دوام دی چې اسلام‌اباد له کلونو راهیسې د افغانستان پر پرخلاف ترې کار اخلي. دا پېښه په ظاهره یوه پوځي حمله ده، خو په اصل کې د یو ستر سیاسي پیغام تسلسل دی داسې پیغام چې د هغې له لارې غواړي افغانستان د خپل امنیتي فکر تابع وساتي او هر هغه حکومت چې ځان ددغه فکر له دایرې ځان بهر او مستقل تعریف کړي، د پاکستان د مختلفو فشارونو له هغې ډلې د پوځي ګواښونو سره مخامخ کېږي.

د افغانستان خلک چې په تېره نیمه پیړۍ کې د پاکستان ددغه له دښمنیو ډکو سیاستونو قرباني شوی حق لري شدید غبرګون وښیي او د افغانستان له واکمن دولت څخه وغواړي څو « پاکستان پوځ ته خوله ماتوونکي ځواب» ورکړي. دا د یوه دردېدلي ولس د دردېدلي احساس طبیعي انعکاس دی. خو د دولت غبرګون او تګلاره باید دقیقه او محاسبه شوي اوسي او یوازې پر احساساتو ولاړه نه وي؛ دفاع مشروع حق دی. خو له دې حق څخه کار اخیستل باید د سم مدیریت او د هوښیارۍ په اډانه کې ترسره شي. پاکستان یوازې له ټانک او توپ څخه کار نه اخلي؛ بلکې هغوی ددې تر څنګ اقتصاد، استخبارات، رواني جګړه، د مخالفو ډلو ملاتړ او نړیوال لابي ګري د فشار د ابزارو او وسیلې په توګه کاروي. نو افغانستان هم باید د ځواب جوړښت د همدې ابعادو په کچه تنظیم او تعریف کړي.

اسلام‌اباد په ښکاره د افغانستان د حاکم نظام پر ضد د مخالفو ډلو ملاتړ، تنظیم او چمتو کولو سیاست ته مخه کړې او ان په ډاګه وایي چې «نظام به نسکور کړو.» دا یوازې یو سیاسي بیان نه دی، بلکې د یو دولت د حاکمیت ښکاره نقض دی. ددې څرګندو لاسوهنو او تېریو تر څنګه له افغان لوري غوښتنه کوي څو یو اړخیز انډول وساتي یانې د هغوی فرمایشاتو ته غاړه کېږدي، دا یو غیر منطقي او غیر واقع‌بینانه تمه او غوښتنه ده.

انډول هغه وخت مانا لري چې دواړه لوري د یو بل پر پرېکړو حساب وکړي او دواړه لوري دغه انډول په پام کې ونیسي؛ خو کله چې پاکستان پر افغان لوري او د هغې پر پرېکړو حساب نه کوي، نو افغانستان ته هم پکار ده څو د حساب د برابرولو وسیلې را مینځ ته کړي.

د دې حساب جوړول د جګړې په پیل نه کېږي، بلکې د ځانګړو محورونو د کارولو له لارې ترسره کېدی شي. لکه مشروعیت، سیمه‌ ییز تعامل، او اقتصادي خپلواکي.

لومړی، افغانستان باید هر برید، هر ډول تلفات او هر ډول سرغړونې په دقیق اومستند ډول ثبت او نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي او نړیوال د پاکستان تر وړاندې غبرګون ته وهڅوي. نړۍ هغه وخت د افغانستان په دریځ باور کوي چې اسناد یې دقیق او له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

دوهم، د سیمه ‌ییز سیاست ډګر یوازې د پاکستان او افغانستان ترمینځ نه دی. دلته امریکا، چین، ایران، روسیه، د مینځنۍ اسیا هیوادونه خلیج او په ځانګړي ډول هند هغه لوبغاړي دي چې د انډول په محاسبه کې غوڅ رول لري. د امریکا دریځ په ځانګړي توګه زیات مهم دی؛ امریکا که څه هم د پاکستان د پوځ تاریخي ملاتړې وه، خو اوس یې د سیمې ستراتیژیک لومړيتوبونه بدل شوي دي. واشنګټن د هند ستراتیژیک شریک دی، د ترهګرۍ د پراختیا په اړه اندېښنه لري، او غواړي چې په سیمه کې خپل ځای او رول ولري. دا د درې فکتورونه امریکا په دې دریځ کې دروي چې پر پاکستان فشار زیات کړي، مشروطې مرستې محدودې کړي او هغه له سیمه ایزې بې‌مسؤولیتۍ څخه منع کړي.

درېیم، افغانستان باید په بنسټیز ډول خپله اقتصادي تکیه له پاکستانه سره کمه کړي چې له نیکه مرغه دغه بهیر په همدې لور روان دي. تر هغې چې د ترانزیټ مهمې لارې د پاکستان په واک کې وي، اسلام‌اباد به تل لارې د فشار د وسیلي په توګه وکاروي. نو دا اړینه ده افغانستان نورې لارې لکه د چابهار، منځنۍ آسیا، ایران او د سیمه ‌ییز وصل  بدیلې لارې د خپل ترانزیت لپاره غوره کړي دا کار نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د ملي او اقتصادي خپلواکۍ د ستنو د پیاوړي کیدو وسیله هم ده.

افغانستان جګړه نه غواړي، خو جګړې ته د چمتووالي حق لري او اړینه ده څو تل د ممکنه حالاتو دپاره چمتووالی ولري په تېره بیا ملي واکمنۍ او حاکمیت ته د خېر په وخت کې. دا د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې دا واقعي پوهه ده چې په سیمه کې سیاست د زور د بیان له لارې نه، بلکې د قدرت د محاسبې پر بنسټ حرکت کوي. افغانستان باید دومره دفاعي او سیاسي ظرفیت ولري چې مقابل لوری د هر برید دپاره د بیې د محاسبې پر مهال دوه ځل فکر وکړي.

اوسنی وضعیت په ډاګه کوي چې افغانستان د تاریخ په هغه پړاو کې ولاړ دی چې بې‌محاسبې غبرګون ښودل په کې ګران تمام کیدی شي. د انډول سیاست هغه وخت بریالی کېږي چې پریکړه کوونکي د احساس د تودوخې تابع نه شي او د فشار د وېري تر اغېز لاندې رانه شي؛ بلکې د پیښو مدیریت د عقلانیت، ملي ګټې او اوږدمهاله ثبات پر بنسټ ترسره کړي.

پاکستان ښايي د فشار وس ولري، خو افغانستان هم د ملی حاکمیت د دفاع مشروع حق، ستراتیژیک بدیلونه او سیمه ‌ییز فرصتونه لري. پوښتنه دا نه ده چې افغانستان څنګه ځواب ورکوي؛ مهمه دا ده چې دغه ځواب څومره هوښیاره، مشروع او اوږدمهاله ګټې لرونکی دی.

افغانستان هغه وخت بریالي انډول ته رسېږي کله چې د داسې انډول جوړوونکی وي، نه قرباني.

 

 انجنیر زلمی نصرت

دنمارک 

په تېر اتو لسيزو کې، له هغه وخته چې پاکستان رامنځته شوی، افغانستان  په عملي ډول له يو ځواکمن او باثباته مرکزي دولت له موجودیت څخه بې ‌برخې پاتې شوی دی. 

نه د ظاهرشاه په دوره کې، نه د سردار محمد داوود په وخت کې، نه د چپي حکومتونو په دوره کې، نه د جهادي لړۍ پر مهال او نه هم  د حامد کرزي او داکتر اشرف غني د جمهوریت په واکمنیو کې داسې دولت رامنځته شو.

 حتی نه د شوروي اتحاد د پوځونو د حضور پر مهال او نه  هم د ناټو او امریکا د شتون په وخت کې افغانستان  له حقیقي او ټینگ مرکزي دولت څخه برخمن شو.

 

د ناټو د حضور په کلونو کې، پاکستان څو٬ څو ځلې د تورخم له پولې را تیر او د افغانستان خاورې ته څو کیلومتره داخل شو، او په ځانگړي ډول تل به د کونړ پر ولایت یې زرگونه راکټونه وویشتل.

 

په ۲۰۱۳م کال کې حامد کرزي دنمارک ته د سفر پر مهال٬چې ډاکتر رنگین دادفر سپنتا او زلمی رسول هم  ورسره مل وو٬ پاکستان د تورخم له پولې ۱۲ کیلومتره داخل شوی و او د هسکې مېنې پر لور یې پرمختگ کاوه.

 کرزي په همدې لیدنه کې وویل چې: د ناستې له پای وروسته به له توني پلییر، د بریتانیا له پخواني صدراعظم، سره ټیلفوني اړیکه ونیسي او له هغه څخه به وغواړي چې پر پاکستان د شاتگ لپاره فشار واچوي.

 

د مرکزي حاکمیت نه شتون، کمزورتیا او پرلپسې جگړو، بې ‌ثباتیو او بحرانونو دا نتیجه درلوده٬ چې پنجاب وکولای شي آزاد قبایل او بلوچستان تر خپل نفوذ لاندې راولي،  د ډیورند پر کرښه اغزن تار وغځوي او تر دې هم ور هاخوا د افغانستان پاتې جغرافیا له نویو گواښونو سره مخ کړي.

 

په دې منځ کې، هند تل هڅه کړې چې په سیمه ‌ییزو جیوپولیتیکي سیالیو کې خپل موقف وساتي. هند کوښښ کړی چې پرته له مستقیمې نښتې٬ د محدودو ملاتړونو، سیاسي اړیکو او احتیاط ‌کارانه سیاستونو له لارې د پاکستان پر وړاندې خپلې گټې خوندي کړي. همدارنگه٬ دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د خپلو ستراتیژيکو موخو د تر لاسه کولو لپاره افغانستان د سیالۍ او نښې د میدان په توگه وکاروي.د همدې لامل له کبله، د هند رول په سیمه کې د پام وړ او اغیزناک پاتې شوی دی.

 

اوس پوښتنه دا ده چې د سیمې د بدلونونو بهیر به دا ځل په کوم لوري او په څه ډول کیفیت پر مخ ځي؟.

 

 د افغانستان د معاصر تاریخ په بهیر کې هر هغه نظام چې له هند سره یې نږدې او دوامدارې اړیکې جوړې کړي، له سختو سیمه ‌ییزو غبرگونونو سره مخ شوی او په پایله کې بې‌ رحمانه نسکور شوی دی.

 

 دا تجربه اوس ځکه لا مهمه شوې ده٬ چې د طالبانو او هند اړیکې تودېږي، او له بلې خوا٬ هند هغه ځینې سیمې د خپل تاریخي قلمرو برخه گڼي کوم چې له ۱۹۴۷ وروسته ترې بېلې شوې، لکه سند. د دغو دعوو یوه څنډه د افغانستان له تاریخي روایتونو او ادعاوو سره هم ټکر پیدا کوي.

 

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیاتېږي، او د هند او پاکستان زاړه اختلافات هم هماغسې پر خپل ځای پاتې دي، اوسنی وضعیت په جنوبي اسیا کې یو پېچلی او څو اړخیز جیوپولیتیک رامنځته کوي.

 

دا درې اړخیز رقابت او بې ‌باوري کولای شي ژور امنیتي، سیاسي او اقتصادي پایلې ولري. که څه هم د طالبانو اوسنی دریځ د یو نسبتاً متمرکز دولت له دریځه څرگندېږي، خو لاهم روښانه نه ده چې دا تگلاره به تر کومه بریده دوام ومومي.

 

په پای کې، د سیمې د معادلو راتلونکی په لویه کچه دې پورې تړلی دی چې دغه تنشونه څنگه اداره کېږي او د ښکېلو لورو دیپلماتیکې هڅې څه ډول پایلې لرلی شي.

 

 دا چې دا کشمکشونه به څه پایلې وزیږوي، او کومې خواوې به گټه یا تاوان وویني، هغه به د سیمې د بهرني سیاست په تحول او د جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت په بدلون کې ورو٬ ورو څرگند شي.

 

 نور محمد غفوری

لنډیز

د ۲۰۲۱م کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د افغانستان سیاسي فضا له بې‌ثباتۍ، د بدیل له نه‌موجودیت، او ژور ستراتیژیک تشویش سره مخ ده. په دې ګډوډ وضعیت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه څرګندونې یو ځل بیا د هغه د احتمالي بیا راڅرګندېدو بحث ژوندی کړی دی. دا مقاله د دغې پوښتنې د ځواب لپاره قضیه د درېیو اساسي زاویو له مخې علمي ارزوي:
۱. د غني خبرې، سیاسي مشروعیت او موقعیت؛
۲. د طالبانو، پاکستان او سیمه‌ییزو لوبغاړو محاسبات؛ او
۳.د نړیوال فشار، د طالب ضد جریانونو او احتمالي بدیل جوړونې عوامل.

تحلیل ښيي چې نه غني د واک د بیا نیولو لپاره عملي بستر لري، نه طالبان د هغه بېرته ستنېدو ته لیواله دي، خو په عین حال کې نوموړی هڅه کوي خپل نوم د احتمالي سیاسي نظم د فکري یا سمبولیک محور په توګه ژوندی وساتي.

 ۱. سریزه

په تبعید کې سیاست کول د هغو رهبرانو ځانګړنه ده چې واک له لاسه ورکوي، خو د سیاسي نقش د دوام هڅه نه پرېږدي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې دا یوه تکرارېدونکې پدیده ده؛ له امان‌الله خان نیولې د جهادي تنظیمونو تر مشرانو پورې، ټولو د بهرنیو مرکزونو له لارې د سیاست کولو سلسله تجربه کړې ده. د اشرف غني تازه پیغامونه هم په همدې معادله کې ځای نیسي او پوښتنه راپورته کوي چې ایا نوموړی غواړي یو ځل بیا په عمل کې د سیاست پر ډګر راڅرګند شي؟

د ځینو معتبرو رسنیو- په ځانګړي ډول د ۸صبح تحلیلي څېړنو- له مخې د غني وروستۍ څرګندونې په دریو بېلابېلو سناریوګانو تعبیرېږي:
۱. ښايي غواړي، طالبانو ته یو ډول مشروعیت­بخښونکی دریځ ولري؛
۲. یا ممکن د پاکستان د احتمالي ستراتیژیکې وسیلې په توګه مطرح شي؛
۳ او یا د طالبانو د مخالفو ګروپونو د یووالي د محور په توګه ځان وړاندې کړي.

دا مقاله په بې‌طرفه او علمي تحلیل سره همدا درې ګونې دعواوې ارزوي.

 ۲. د غني سیاسي مشروعیت او د بیا راتګ امکانات

۲.۱. مشروعیتي بحران او د روایت جګړه

پخوانی ولس‌مشر اشرف غني د ۲۰۲۱ کال له سقوط سره د پخوانی مشروعیتی کمبود پر سر، له یوه بل ژور مشروعیتي بحران سره هم مخامخ شو. د طالبانو پر وړاندې د نظام د چټک سقوط، له ارګ څخه د نوموړي وتل، او د پوځ د مقاومت نشتوالی تر ټولو جنجالي ټکي دي. خو دا بحران دوه اړخونه لري: سیاسي مشروعیت او ټولنیز محبوبیت.

1.  سیاسي مشروعیت

د اشرف غني سیاسي مشروعیت په هغه قشرونو کې چې د ښاري منځنۍ طبقې، غیرپښتنو قومونو او جمهوریت‌پالو اصلاح غوښتونکو حلقو استازیتوب کوي؛ تر ډېره زیانمن شوی و. پخپل لاس کې د واک بیحده تمرکز، د سیاسي مشارکت د محدودولو تګلاره، د ټول ټاکنو د شفافیت پر سر شخړې، او د حکومت په وروستیو کلونو کې پراخه ادارې بې‌ثباتي د دې سبب شول چې په دغو قشرونو کې د هغه پر سیاسي اعتبار شکونه زیات شي. په ځانګړي ډول د ۲۰۱۹م کال د انتخاباتي کړکېچ پر مهال، د دوه‌ګوني حکومت اعلان د جمهوریت د مشروعیت ادعاوې خورا کمزورې کړې او د سیاسي اعتماد ټینګښت یې لا ستونزمن کړ. د سیاست‌پوهنې له نظره، کله چې د مشروعیت سرچینې (ټاکنې، مشارکت، او حساب ورکونه) په یوه نظام کې متزلزل شي، رهبر د ټولنیز قرارداد هغه برخه له لاسه ورکوي چې د واک د دوام بنسټ جوړوي.

له بلې خوا، د نشنلیزم د ځینو نرمو بڼو سره د غني فکري تړاو د هغه د حکومتي ګمارنو او پالسیو په تعبیر کې داسې تفهیم شو چې ګواکې واک ته یې قومي تمرکز ورکړی دی؛ دا برداشت په غیرپښتنو ټولنو، په ځانګړي ډول د شمال او مرکزي ولایتونو په سیاسي حلقو کې شدیده نارضایتي راوپاروله. حتی هغه اصلاح‌پال ښاري قشرونه چې په ۲۰۱۴م کال کې یې غني د تخنیکي ـ اداري اصلاحاتو سمبول باله، وروسته په دې باور شول چې د واک د تمرکز سیاست د جمهوریت د پلورالیزم له اصولو سره په ټکر کې دی. دا ټول عوامل سره یوځای د هغه د سیاسي مشروعیت د سړښت یا کمزورۍ له مهمو محرکاتو څخه وو.

2. ټولنیز محبوبیت

د غني ټولنیز محبوبیت په قومي او تاریخي جغرافیاوو کې په خورا متفاوت ډول درک شوی. په یو شمېر پښتني سیمو، په تېره بیا په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې، د هغه په اړه د خلکو چلند په څرګند ډول د کرزي، رباني او یا نورو سیاسی او تنظیمی مشرانو سره توپیر لري. په دې سیمو کې د غني په اړه یو ډول نرم تاریخي برداشت موجود و، چې د هغه د قومي تعلق او د ډیورنډ کرښې، هویت او ملي حاکمیت په اړه د هغه د ژبې د سختۍ او لږ تر لږه د ظاهري څرګندولو له امله تقویه شوی و. خو د شمالي ولایتونو، مرکزي سیمو او ځانګړي تاجک، هزاره او ازبک ټولنو په سیاسي حافظه کې د غني تصویر د دولت جوړونې له هغې بڼې سره تړل کېږي چې له دوی سره یې د اعتماد ګډه فضا نه لرله.

 ۲.۲. د بیا راګرځېدو لپاره عملي فکتورونه

د سیاسي علومو له نظره که موضوع وڅیړو، نو لاندې درې شرطونه د بیا راګرځېدو لپاره ضروري دي:

  • منظم تشکیلات- غني د ۲۰۲۱ کال وروسته هېڅ منظم سیاسی تشکیلات نه دي اعلان کړي او نه کوم متحد ټیم لري.
  • سیاسي طرحه- تر اوسه یې یوازې عمومي مفاهیم لکه "ملي اجماع" او "بدیل نظم" یاد کړي، خو تفصیلي نقشه یې نده وړاندې کړې.
  • ایلیت یا اشرافی ملاتړ - د جمهوریت ډېری مشران د غني پر تګلوری سخت انتقاد لري؛ که څه هم ځینې لکه امرالله صالح لا تر اوسه د هغه د نیت په اړه، تر لومړي عاجل عکس العمل وروسته، نرم دریځ لري.

د دې له مخې، په لنډه یادولای شو چې غني د ځواک د بیا نیولو لپاره نه د شروطو بشپړه مجموعه لري او نه د هغې تمایل ښکاره دی.

 ۳. طالبان، سیمه‌ییز سیاست او د غني د ستنېدو ناممکنیت

 ۳.۱. طالبان د غني سره د هیڅ ډول تعامل اړتیا نه لري

طالبان د خپل واک د ارزښت مشروعیت په بشپړ ډول له نظامي فتحې څخه اخلي، نه له سیاسي تسلسل څخه. په تیره بیا چې د غنی سیاسی تسلسل د کرزی د حکومت او د بن د کنفرانس د پریکړو دوام دی او دا د طالبانو عقیدوی او سیاسی مشروعیت ته ګټه نه، بلکې زیان رسوي. د طالبانو د روایت درې ټکي د غني بېرته راتګ ناممکن کوي:

۳.۱.۱ د جمهوري نظام د سقوط اساسي عامل په جګړه کې د طالبانو "فتح" ده. امریکا یې د نظامي بریاوو په پایله کې مذاکرې او د دوحې د سولې معاهدې ته مجبوره کړه. طالبان هغه وخت کابل ته ور ننوتل چې د جمهوریت نظام ماته خوړلې، له د ننه پاشل شوی، مشران یې تښتیدلي او د نظام مشروعیت څه چې پخپله د حاکمیت موجودیت یې لا نه ؤ.

۳.۱.۲. د پخواني رژیم د مشر بیا منل د داخلي سختدرېځو له نظره د امارت د مشروعیت د کمېدو معنا لري؛ د پخواني رژیم له فسادګرو مشرانو سره د تعامل او احتمالي تفاهم بهیر به د طالبانو دا اوسنۍ مشروعیت او محبوبیت هم په ځمکه وولي؛ د تحریک تر منځ به اختلاف ته لمن ووهي، په حکومتي چارو کې د پخواني جمهوریت مامورین به د طالبانو د ناکامۍ دسیسو ته لاس واچوي او په ټولنه کې به انقطاب، نفرتونه او منفی تبلیغات رامنځته او لا ډیر شي.

۳.۱.۳  تر اوسه طالبان په نړیواله کچه د تعامل اړتیا په خپلواکه توګه پرمخ وړي او د کوم سیاسي شریک اړتیا نه احساسوي. که دوی د داخلي او یا نړیوالو شرایطو له کبله د سیاسی شریک موجودیت ته اړتیا احساس کړي، په ټولنه کې ډیر داسې ځواکونه موندلای شي چې د پخواني د شر او فساد د رژیم په ګناهونو کې شریک نه دي؛ طالبان د شړیدلی فاسد نظام د سویو او دسیسه ګرو مهرو سره د شراکت ټکي او د یوځای کار کولو متقاطع نقاط نه لري.

  ۳.۲. پاکستان او د بدیل جوړونې احتمال

په پاکستان کې اوس دوې غوره اندیښنې را پورته شوی دی چې یوه یې د پاکستان له ولکې څخه بهر د طالبانو مستقل فعالیت او بله یې د هندوستان خواته د طالبانو د نږدېوالي احتمال دی. له همدې کبله ممکن اسلام‌اباد د طالبانو له پاره د بدیل فشار مېکانیزمونه وپلټي. خو په دې اړوند هم د غنی د انتخاب په لار کې درې غوره محدودیتونه شته:

۳.۲.۱. پاکستاني پوځ له غني سره د اوږدمهاله باور له کمښت سره مخ دی.

پاکستاني پوځ له اشرف غني سره د اوږدې مودې راهیسې د باور له جدي کمښت سره مخ و. د غني د حکومت پر مهال اسلام‌اباد داسې انګېرله چې کابل د پاکستان د ستراتیژیکو حساسیتونو په ځانګړي ډول د هند – پاکستان رقابت په برخه کې د اسلام‌اباد د امنیتي اندېښنو په درک کې ناکام دی. که څه هم پاکستان د افغانستان له ډېرو رهبرانو سره محاسباتي اړیکې ساتلې دي، خو د غني پر اراده، ګامونو او سیمه‌ییزو اړیکو یې په دوامداره توګه شک درلودلی او هغه یې د یوې غیر قابل اعتماد او غیرقابل پیش‌بینۍ سیاسي څېرې په توګه څاره او ارزیابی کاوه.

۳.۲.۲ غني له هندي شبکو سره اړیکې لرلې، چې اسلام‌اباد ته حساس دي.

اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ له پیله تر پایه په بېلابېلو بڼو د هند له سیاسي، اقتصادي او امنیتي شبکو سره نږدې اړیکې لرلې. د جمهوریت په وخت کې هند د افغانستان د دولت جوړونې ډیر ستر ملګری و، او غني د دې ملاتړ نه یوازې د پراختیايي پروژو لپاره کاراوه، بلکې په سیمه‌ییز سیاست کې د توازن د وسیلې په توګه یې هم ترې کار اخیست. دا پیوستون د اسلام‌اباد لپاره خورا حساس دی، ځکه پاکستان افغانستان د خپلې امنیتي ساحې برخه ګڼي، او هر ډول هندي حضور یې د خپلې ملي امنیتي محاسبې په مستقیم خطر بدلېږي. د دې له امله، هغه کسان چې اسلام‌اباد د بدیل په توګه ارزوي، معمولاً باید په سیمه‌ییزه معادله کې د هند له نفوذ څخه لرې وګڼل شي ـ یو شرط چې غني ورسره په بشپړ ډول سمون نه خوري.

۳.۲.۳ په پاکستان کې د ننه د طالبانو د پټ فعالیت امکانات او د غنی پرمخ ستونزې

که اسلام‌اباد د طالبانو پر ضد د یوه احتمالي بدیل په توګه اشرف غني ته زمینه برابره کړي یا هغه تقویه کړي، دا کار ورته ډیر ستونځمن تمامیږي. دا به د طالبانو له نظره د "دښمنۍ لوڅ اعلان" او د پاکستان لخوا د شړیدلی جمهوریت ننګه وګڼل شي. د طالبانو د فکري جوړښت، سازماني منطق او استخباراتي حساسیتونو په نظر، په پاکستان کې د یوه سیاسي بدیل پرورش کول هغه "سرې کرښې" دي چې تېریدل یې د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د مستقیم عکس‌العمل خطرونه لري. د دې خطرونو ځینې مهم اړخونه داسې یادولای شو:

الف: د سرحدي ناامنیو زیاتوالی، خصوصا دا چې پاکستان ادعا کوی چې د افغانستان د طالبانو او د پاکستاني تحریک طالبان (TTP) ترمنځ د اړیکو شبکه بشپړه نه ده پرې شوې، نو طالبان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې ناامني زیاتولای شي.  

ب: د افغانستان طالبان د ISI هر ډول "بدیل جوړونې" ته د استخباراتي تجاوز په سترګه ګوري. که غني د یوې نوې جبهې د سمبول په توګه مطرح شي، طالبان به هڅه وکړي چې په پاکستان کې د انتقامي وسایلو په توګه خپلې شبکې فعالې کړي. دا دوه اړخیزه متخاصم استخباراتي فعالیتونه د سیمي امنیت زیانمنوی، د پاکستان ثبات هم له منځه وړي او پاکستان د اوږدمهاله داخلي فرسایشی جګړو خوا ته بیایي.

ج:   که پاکستان غني په بدیل بدل کړي، طالبان به ممکن څو ستراتیژیک ګامونه واخلي؛ په زغرده د افغانستان د اسلامی امارت د جیوپولیټیک لوري بدلول، هند ته لا په چټکۍ نږدې کیدل، د ایران او ترکیې سره امنیتي-اقتصادي تړونونه پراخول او حتی له چین سره د پاکستان په اړیکو کې زیان راوستل. په سیمه کې د طالبانو د عمل وړ کارتونه ډېر نه دي، خو هغه کارتونه چې لري، اسلام‌اباد ته د فشار رښتینې سرچینې ګرځېدای شي.

په لنډه توګه، د طالبانو سره رسمي دښمنۍ ته دوام ورکول د پاکستان لپاره جیوپولیټیکي او اقتصادي زیانونه لري چې د دوو لسیزو جګړو په پرتله به هم ورته درانه تمام شي. دا اسلام‌اباد مجبوروي چې د هر احتمالي بدیل په انتخاب کې زیات احتیاط وکړي. نو د پاکستان لپاره غني یوازې یو تاکتیکي کارت کېدای شي، نه یو ستراتیژیک بدیل.

   ۴. نړیوال سیاست، فشارونه او د بدیل اړتیا

۴.۱. نړیوال قدرتونه څه غواړي؟

امریکا، اروپا، هند او سیمه‌ییز قدرتونه درې هدفونه لري:

  • د ترهګرۍ مخنیوی
  • د مهاجرت مدیریت
  • د بشري حقونو د بدترکېدو د مخنیوي په خاطر په طالبانو باندې د محدود فشار ساتل

مګر دوی د نظام د بدلون لپاره نه قوي متحدین لري، نه یو منظم بدیل. همدا دلیل دی چې تر اوسه هیڅ نړیوال قدرت د غني، مقاومت، یا جمهوریتیانو په محور د بدیل جوړولو واضح طرحه نده اعلان کړې. بر عکس د امریکا د پخواني دیپلومات زلمي خلیلزاد څرګندونې هم دا خبره تاییدوي چې واشنګټن د پخوانیو جنګسالارانو د بیا واکمنۍ لپاره نظامي لاسوهنه نه کوي.  

۴.۲. د بدیل جوړونې داخلي خنډونه

که غني د طالب ضد اجماع د محور رول غواړي، له دغو ستونزو سره مخ دی:

  • د مقاومت جبهه د هغه د تېر سیاست سخت منتقد دی؛
  • جمهوریتي سیاستوال په څلورو ټوټو وېشل شوي؛
  • د قومي محورونو تر منځ اعتماد کم شوی؛
  • د بدیل جوړونې لپاره مالی منابع محدود دي.

نو د بیل بدیل جوړول به د یو واحد شخص پر ځای د متعددو مرکزونو د یوې پراخې اجماع غوښتنه وکړي.

 ۵.    پایله  

اشرف غني په عملي توګه د واک د بیا نیولو په کمین کې نه ښکاري. نه تشکیلات لري، نه داخلي اجماع، نه سیمه‌ییز باور، نه د مالي او تنظیمي ځواک بنسټ. طالبان د هغه ستنېدل د خپل مشروعیت لپاره زیان ګڼي، او پاکستان د هغه ملاتړ د ستراتېژیک بدیل په توګه نه شي منلی.

سره له دې، غني هڅه کوي د احتمالي سیاسي بدیل د فکري یا تنظیمي محور په توګه خپل نوم ژوندی وساتي. که راتلونکو میاشتو کې هغه له ټیکنوکراتانو، جمهوریتي پاتې جریانونو او معتدلو مقاومتګرو سره د اجماع خبرې پیل کړي، ممکن د ده رول له له جلاوطنه ولسمشر څخه د احتمالي ائتلافي مشر په لور شکل بدل کړي. خو دا به د وخت، شرایطو او سیمه‌ییزو تحولاتو تابع وي.

 نور محمد غفوری

23.11.25

انجنیر زلمی نصرت

دنمارک 

پس از گذشت چهار سال از فروپاشی دولت جمهوری اسلامی افغانستان، تحولات میدانی و سیاسی و روندهای جاری نشان داد که حاکمیت و قدرت عملی طالبان برخلاف پیش ‌بینی ‌های اولیه٬ تثبیت شده است؛ نه بی ثباتی وجود دارد٬ نه خلای سیاسی و نه هم خلای رهبری.

 

بعد از اگست ۲۰۲۱ م ، بسیاری از تحلیل ‌گران انتظار داشتند که طالبان با بحران های داخلی گسترده و فشارهای بین‌المللی مواجه شده و مشروعیت و توانایی حکمرانی آنان دچار فرسایش میشود و در نتیجه فرصت بازگشت دوباره به قدرت برای دیگران فراهم میگردد. تصور می ‌شد که طالبان تاب مقاومت در برابر تحریم‌های ایالات متحده را ندارد و«سقوط قریب‌الوقوع» آنان سر زبان‌ها بود.

 

با این حال٬ اوضاع برخلاف انتظار اکثریت تحلیلگران و سیاسیون خارج نشین در افغانستان پیش رفت. این تحولات٬  تغییر درک عمومی و ایجاد محیط جدید برای بازگشت یا باز تعریف نقش سیاست‌ مداران سابق را همراه داشت و همه را به  بازنگری و واقع گرایی سیاسی فرا خواند.

 

در چنین فضایی، مواضع سیاسی داکتر اشرف‌غنی٬ آخرین رئیس ‌جمهور جمهوری٬ اهمیت تحلیلی ویژه‌ای یافته است.

 

وقتی داکتر اشرف‌غنی از «نقش» خود در گفتمان ملی و حل بحران از منظر شخصی سخن می ‌گوید، نشان می‌ دهد که او عملاً پایان نقش رسمی‌ اش در ساختار قدرت را پذیرفته است و دیگر خود را رئیس ‌جمهور نمیداند و در ظاهر چنین تصور می نماید که خود نیز  این واقعیت را پزیرفته است.

 

تحول در گفتمان اشرف ‌غنی٬ از ادعای مشروعیت تا پذیرش عملی حاشیه ‌نشینی داکتر غنی در سال‌های نخست پس از سقوط رژیم ، بر استمرار «مشروعیت قانونی» ریاست ‌جمهوری ‌او تأکید داشت؛ اما سخنان اخیر وی که بر «نقش» در گفتمان ملی و حل بحران متمرکز است، نشان‌دهندۀ تغییر بنیادین در موضع اوست.

 

این تغییر گفتمانی را می ‌توان به ‌عنوان نوعی پذیرش عملی پایان جمهوریت و انتقال خود خواسته از ادعای قدرت به سطح اقدامات نمادین و مشورتی تحلیل کرد.

اهمیت این امر در ادبیات علوم سیاسی از آن ‌جهت است که نشان دهنده تطبیق بازیگران شکست ‌خورده با ساختار جدید قدرت است.

بازگشت‌ پذیری سیاسی در الگوی کرزی و عبدالله از منظر تحلیل رفتاری بازیگران سیاسی نشان میدهد که غنی مایل است مانند حامد کرزی و عبدالله عبدالله٬ در محیط سیاسی داخل کشور تحت حاکمیت طالبان مدغم شود.

 

مطابق نظریۀ «بازیابی موقعیت سیاسی»، چنین تلاش‌هایی غالباً نه از قدرت ساختاری٬ بلکه از انگیزه‌های فردی برای احیای سرمایه نمادین سرچشمه می‌گیرد.

 

غنی از عنوان «آخرین رئیس ‌جمهور» برای باز تولید نوعی مشروعیت جدید بهره می ‌برد، در حالی ‌که این «سرمایه» در سطح اجتماعی و سیاسی و از لحاظ أوضاع بین المللی محدود شده است و چانس عملی چندانی نه دارد.

 

 اگر چه شکاف میان جامعه و رهبران جمهوریت به عنوان یکی از عوامل کلیدی محدود کننده نقش بالقوه غنی باقی است، تغییرات بنیادین در نگرش جامعه افغانستان  هنوز ادامه دارد. افکار عمومی نسبت به رهبران جمهوری پیشین، به ‌دلیل فساد ساختاری، ناکارآمدی امنیتی، غصب املاک، بی ‌قانونی و سقوط نظام، برخوردی انتقادی دارد.

با این حال٬ از دید نگارنده٬ این ابتکار غنی در سطح گفتمان و رسانه بوده٬ ظرفیت اجرایوی نه دارد و مواضع اخیر داکتر اشرف‌غنی را باید در چارچوب بازتعریف نقش یک رهبر شکست‌ خورده در فضای سیاسی جدید أفغانستان٬ بصورت نمادین و رسانه ای تحلیل کرد.

 

از سوی دیگر٬ همدردی با او نباید منجر به بی ثبات بیشتر کشور شود. نباید فراموش کنیم که در پنجاه سال اخیر تجربه تلخ داشتیه ایم.! رهبران ترد یا تبعید شده با عجز٬ با وعده و تعهد وارد کشور شده اند٬ اما با بازگشت٬ اتش انتقام را دوباره شعله ور کرده و کشور را در بحران غرق کرده اند و  به جای حل بحران٬ به اختلافات دامن زده اند و گفتمان ملی را تضعیف کرده اند.

هم چنان نباید فراموش کنیم که داکتر اشرف غنی٬  در دوران ریاست جمهوری٬ امتیازات زیادی به هزاران نفر داده و حلقات و گروه های متخاصم بسیاری وجود دارند٬ تحریکات کشور هایی که منافع خود را در بی ثباتی افغانستان می بینند نیز نباید نا دیده گرفته شود.

 بنابراین پیش بینی چگونگی تحولات آینده در افغانستان کار ساده ای نیست و نیازمند تحلیل دقیق تحولات میدانی٬ سیاسی و بین المللی است.

پایان

زلمی نصرت

دنمارک

 د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز جوړښت٬جغرافیایي موقعیت او نویو انکشافاتو په رڼا کې٬ د فدرالیزم غوښتونکو او د هغو کړیو ترمنځ چې د بهرنیو مداخلتونو او نسخو څخه په استفادې د واک د تر لاسه کولو هڅې کوي٬ کوم بنسټیز توپیر نه تر سترگو کیږي .

 

د نیمې پېړۍ عیني تجربې ښيي٬ چې دواړه کړۍ په عمومي ډول د افغانستان په شخړو٬ داخلې جگړو او نا امنیو کې خپلې گټې او حضورلټوي او د همدغو شعارونو او ماموریتوتو ته په تکیه کې هم مطرح او هم د بانکونو٬ ماڼیو او ښارگوټو مالکان شول.

 دا چې فدرالیزم په لومړي سر کې د پښتنو د ضدیت پر بنیاد طرحه کیږي٬ او دا چې به په فدرالي جوړښت کې د نورو اقلیتونو هویت او مدنی حقوق په شمال کې څنگه تامینیږي٬ یو خوا پریږدو.

 

همدا راز دا چې نورو اقلیتونو په دې اړه کوم څرگند دریځ نه ده نیولې او دا چې فدرال غوښتونکي٬ فدرالي نظام له بهرنیانو په ځانگړې توگه له پاکستانه څخه غواړي٬ هم نه غږیږم.

همدومره بسنه کوم چې ووایم: فدرالیزم داخلی بنسټ نه لري؛ او همدغه مفکوره د جمهوریت د نسکوریدو یو لوی عامل و٬ چې حتا افغانستان یې له سقوط سره مخامخ کړی و.

 

فدرالیزم، په ځانگړي ډول د هېواد په شمالي سیمو کې، د نویو سیمه ‌ییزو ننگونو د راټوکېدو او د استخباراتی٬ مافیایي او جنايي شبکو د نفوذ د پراخېدو سبب کېدای شي٬ داسې چې د جمهوریت انارشیزم به هیر کړو.

 

 په محلي کچه  دغه بهیر٬ کور په کور او کلي په کلي به ستونزې ژورې کړي، د شمال امنیتي وضعیت به زیانمن کړي٬ ژبني، قومي او مذهبي جنگونه به لکه د جهاد او جمهوریت د دورې په څېر بیا را وپاروِي. دا ننگونې به یوازې د افغانستان په جغرافیه کې محدودې پاتې نه ‌شي. له اَمو نه به تیریږي او د منځنۍ آسیا هېوادونه به هم له امنیتي گواښونو سره مخ کړي.

 

 د پاکستان اوسنی بې ثباته او بحرانی وضعیت ته په کتو، چې عوامل یې د پاکستان په تېرو خصمانه سیاستونو او کړنو کې ریښې لري، جدي ارزونې ته اړتیا لري.

 

 په دې مانا٬ که زموږ گاونډیان، په ځانگړي ډول تاجکستان، پر خپلو سیاستونو باندې د افغانستان په ارتباط بیا کتنه ونکړي ‌او د افغانستان د مخالفینو د پناه ورکولو او ملاتړ لړۍ  ته په خپله خاوره کې دوام ورکړي، دفترونه یې ونه تړي٬ خامخا دا حالت د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د پراخېدو او د احتمالي داخلي جگړې او نا امنیو د رامنځته کېدو لپاره ښه زمینه برابرولای شي٬ چې مسولیت به یې د تاجکستان  د دولت په غاړه وي.

پای

 

 

زلمی نصرت

 د پاکستان د اساسي قانون د ۲۷ مې مادې تعدیل٬ که څه هم په ظاهره کې یو عادي قانوني گام او اقدام ښکاري، خو په عمل کې پوځ ته د مطالق واک د پرختیا نوې دروازې پرانیزي.

 

 دا بدلون، چې د پوځ لوی درستیز٬ اصف منیر ته استثنايي واکونه وربخښي، د پاکستان  سیاسي راتلونکې  یو خطرناک  لوري خواته ټیله کوي٬ لوری چې نه یوازې اوسنی بحران نه حلوي، بلکې لا یې ژوروي.

 

پوځ ته قانوني مطلق واک؛ ولسواکۍ ته تر ټولو لوی گواښ د پارلمان له خوا دغه تعدیل تصویبول، د هماغه بد نفسو «سیاسي نخبه‌گانو» همکارۍ ته اشاره کوي٬ چې په تاریخي ډول یې د واک د ساتلو په بدل کې تل پوځ ته تنفس ورکول.

 

ستونزه یوازې د پوځ د واک زیاتول نه دي؛ اصلي مسئله دا ده چې پارلمان، قضا او اجرائیه ځواک، په خپله اراده خپل محدود واک هم تسلیموي او دا حالت په اصل کې مدني واکمنۍ  باندې نرم او چوپه کودتا ده.

اصلي پوښتنه دا نه ده چې دا تعدیل او دا ارامه کودتا به څه گټه ولري که نه؛ پوښتنه دا ده٬ چې د پاکستان سیاسي گوندونه به نور څو ځلې او ترڅو به د خپل تېر تاریخ  تېروتنې تکراروي؟

 

 دې بدلون سره سیاسي گوندونه٬ چې د هر ولسواک نظام اصلي شریان او ستنې دي٬له سیاسي نقشې تقریباً لرې کړای شول. مدني ټولنه  خپل رنگ له لاسه ورکړ او د ولسواکۍ هغه کمزوری سمبول( پارلمان) چې لا ژوندی و، خپل ورستي نفسونه راباسي.

 

 نظامي تسلط ته٬ قانوني بڼه ورکول هغه خطر ناک پړاو دی٬ چې پوځ  ته به د پارلمان په لاس د « توپ اوټانگ د کارولو» مشروعیت ورکړي .

 

 لنډه دا چې: پاکستان د داسې نظام  او حالت پر لور روان دی٬ چېرې چې نه مدني قوه پاتېږي، نه سیاسي توازن، او نه د ولس د رایې درناوی. چیرې چې بحران  او بن بست د هغه بنسټ په لاس حل کېږي چې خپله د بحران او بن بست سرچینه وي، نتیجه یې یوازې یوه ده: د تیارو او نویو بې‌ثباتیو٬ بحران او بن بست پر لور حرکت.

 

  په دې منځ کې یوه بله جدي پوښتنه راولاړېږي : په داسې حالت کې چې د پاکستان دودیز گوندونه، په ځانگړي ډول په خیبر پښتونخوا کې، خپل پخوانی اغېز له لاسه ورکوي او نور د پخوا په شان کارنده نه دي٬  او داسې ښکاري چې دا گوندونه د پاکستان د چټکو سیاسي بدلونونو د بهیر  په څپو کې د ورکیدو په لور روان دي.

څنگه کولای شي چې دوی د افغانستان په اړه پراخې تبصرې وکړي، چې افغانستان کوم کار وکړي او کوم ونکړي٬ حال دا چې  هغوی خپله له دومره سیاسي محدودیتونو سره مخ دي٬ چې د خپل داخلي برخلیک په ټاکلو کې هم کوم اختیار نه لري.؟

پای

دوی ته پکار ده چې د افغانستان پر کورنیو چارو د نظر ورکولو پر ځای، خپل تمرکز د پاکستان پر هغو مهمو تحولاتو راټول کړي٬ کوم  چې د دوی د سیاسي رول د بیا تعریف تاریخي فرصت برابروي.

 

که دوی غواړي په راتلونکي کې رښتینی او اغېزمن سیاسي حضور ولري، نو اړتیا ده چې د مدني حقونو د پراختیا، دیموکراتیک گډون د پیاوړتیا، د مرکز او ایالتونو د اړیکو د بیا ارزونې او د سیمه ‌ییزو تبارونو د حقونو د دفاع پر لور توجه وکړي.

همدارنګه  دوی باید د نظامي کړیو له محدودوونکو فشارونوڅخه ځانونه خلاص کړي، نه دا چې خپل سیاسي توان  او وخت د ګاونډیو هېوادونو په کورنیو مسایلو ولګوي او له خپلو اساسي لومړیتوبونو څخه سترگې پټې کړي. دغه ډول تگلاره د بقا نه، بلکې د فنا لوری ښيي.
پای

 

 

 

عبدالملک پرهیز

کله چې په ۲۰۰۱ کال د ناتو او نړیوال ایتلاف ځواکونو افغانستان ته ننوتل، موخه یې د ترهګرۍ له مینځه وړل او دموکراسي ته د لارې هوارول بلل کېده. خو شل کاله وروسته، د ناتو پخواني سرمنشي ینس ستولتنبرګ د یوې مرکې په ترڅ کې ومنله چې "موږ ماتې وخوړه، ځکه موږ ونه شو کولی دموکراسي د پوځي فشار له لارې بری ته ورسوو." دا جمله نه یوازې د یوې ناکامې پوځي تجربې اعتراف دی، بلکې د لویدیځ د سیاسي فلسفې لپاره هم یو تل پاتې درس دی.

ستولتنبرګ وایي چې زموږ نیت ښېګڼه وه، خو زموږ افزار ناسم ول. دا جمله د یوې ژورې ستونزې ښکارندويي کوي، کله چې نیت د خلکو د آزادۍ وي، خو د عملي وسیلې بڼه زور، جګړه او نظامي شتون ، پایله تل د ناکامۍ یا د ناکامۍ په څېر وي. دموکراسي د ټانکونو له لارې نه راځي، بلکې د ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي ودې له لارې وده کوي.

نړیوال ایتلاف هڅه وکړه څو د خپلې څو پېړۍ زړې دموکراسۍ تجربې په مصنوعي بڼه په څو کلونو کې پر افغان ټولنه وتپي. خو دا ټولنه چې لا هم د قومي، مذهبي او اقتصادي نابرابرۍ له اوږده تاریخ سره مخ وه او ده، د دې ډول وارداتي تجربو د جذب او منلو ظرفیت نه درلود.

له تروریزم سره جګړه که د سیاست لوبه؟

ستولتنبرګ منلې چې د ناتو د حضور اصلي هدف له تروریزم سره مبارزه وه، که څه هم دا له هماغه اوله یو څه عجیب برېښیده ځکه د تروریزم د تولید او خپرول مرکز د افغانستان په ګاونډ هیواد پاکستان کې ؤ چې باید د تروریزم سره د مبارزې اصلی هدف وای چې متاسفانه داسې نه برېښېدل،  خو وروسته له دې هدف څخه هم انحراف ترسره شو او سیاسي موخې رامخته شوې. دا اعتراف د هغه واقعیت تائید دی چې جګړه ورو ورو له امنیتي ماموریت څخه سیاسي او اقتصادي سیالیو ته واوښتله.

د ناتو د اوږدمهال حضور تر شا د سیمې جیوپولیټیک اهمیت، د انرژۍ لارې، او د چین – روسیې د نفوذ د مهارولو هڅې هم د پام وړ وې. له همدې امله، د افغان ولس د ژوند د ښه کېدو او دموکراسي د ودې ریښتینی هدف ورو ورو د سیاسي محاسبې  تر سیوري لاندې راغی او له پامه ولید.

ډېری افغانانو له لومړۍ ورځې باور درلود چې دموکراسي د برچې په زور نه راځي. د ولس له نظره، دموکراسي هغه وخت مانا لري چې د عدالت، شفافیت او فرصتونو د مساوات په بڼه د خلکو په ورځني ژوند کې انعکاس پیداکړي. خو د ناتو تر سیوري لاندې نظام نه یوازې دا ارزښتونه تامین نه کړل، بلکې د فساد، قوم‌ پالنې او د بهرنیو مرستو د چور او چپاول فرهنګ یې لا پیاوړی کړ او هغې ته یې په بیساري ډول لمنه ووهله.

شل کاله اوږده جګړه، زرګونه وژنې، بې‌کاره بنسټونه او د مصنوعي سیاست یوه نازکه پوسته هغه میراث و چې ولس ته یې نه امنیت ورکړ او نه باور.

سره له دې ټولو، د ستولتنبرګ دا اعتراف د یوه مثبت ګام په توګه یادېدای شي، ځکه رښتیني اصلاح هغه وخت ممکنه ده چې تېروتنې ومنل شي. لویدیځ باید دا درک کړي چې هر ملت خپله تاریخي، کلتوري او ټولنیزه وده لري، او د دموکراسۍ د ټينګښت لپاره پوځي مداخله هېڅکله بدیل کېدلی نه شي.

اوس هم د تیر فساد نظام پاتې کړۍ د ځینې مغرضو هیوادونو په لمسونه د تېرې ترخې تجربې د تکرار دپاره هله ځلې کوي خو باید په ټینګه وویل شي چې افغانستان اړتیا لري څو له دې تجربې وروسته، نه د بهرني ملاتړ له لارې، بلکې د خپل ولس د هوډ او هوښیارۍ په مټ د خپلې ټولنې له بطنه، د تعلیم، اقتصاد او ټولنیز عدالت له لارې د پایداره سیاسي نظام پر لور یون وکړي.

د ناتو شل کلن حضور یو تل پاتې درس پرېښود: د زور سیاست د زړونو د بدلون لاره نه ده. که د دموکراسۍ هدف ولسواکي وي، نو ولس ته باید د باور، پوهې او عدالت فرصتونه ورکړل شي، نه ټانکونه او بمونو. افغان ولس، که له خپلو تېروتنو زده‌کړه وکړي، کولی شي د همدې خاورې له مینځه هغه دموکراسي او سوکالي راوزېږوي چې نه د وارداتو، بلکې د ولس د شعور محصول وي.

 

عبدالصمد ازهر                                                                                ۱۱/۱۱/۲۰۲۵

طرح ۲۷مین ترمیم در قانون اساسی برای گذراندن از پارلمان دست نشانده نظامیان پاکستانی، حاوی پیشنهاد ایجاد پوست دایمی فیلد مارشال و اعطای صلاحیت های فوق‌العاده برای ارتش تحت قیادت فیلد مارشال (عاصم منیر)، بدعت تازه خونتای نظامی برای دیکتاتوری نظامی در زیر پرده دموکراسی و نظام پارلمانی است. این مقام، صلاحیت کامل جا به جا کردن نظامیان را خواهد داشت. محاکم قضایی هم استقلال خود را از دست داده صدراعظم صلاحیت تقرر و تغیر را در آن عرصه داشته صلاحیت های مناطق فدرال محدود و گرایش تقویت قدرت مرکزی در آن نمایان می باشد. فیلد مارشال، صدراعظم و رییس‌جمهور مصونیت قضایی داشته مورد پیگرد قانونی قرار گرفته نمی توانند. اگر با دقت به مفردات این ترمیم قانون توجه شود دیکتاتوری نظامی از طریق پارلمان به جای کودتای نظامی، به صورت ظاهراً قانونی بر پاکستان مسلط و دیرپا خواهد گردید .

 

با در نظر داشت تلاش ها و سفر های پی در پی عاصم منیر و شهباز شریف به واشنگتن و چاپلوسی های شرم آور شریف در شرم الشیخ، یقیناً تایید کاخ سپید را برای چنین تغییراتی که با طبیعت ترامپ همخوانی دارد، به دست آورده و همنظری نتانیاهو را نیز به دلیل فراهم آوری دست باز برای عاصم منیر در ارسال نیروی انتظامی به غزه برای حمایت از تطبیق پلان ترامپ - نتانیاهو با خود خواهد داشت.

 

واقعیت اوضاع در پاکستان از جهات سیاسی، اقتصادی و امنیتی چنان درگیر بحران شدید است که این آقایان تصور می کنند انفاذ دیکتاتوری نظامی و مارشال لا خواهد توانست بار دیگر همچون گذشته ها کارساز باشد. حال آنکه شرایط و جریان واقعات در داخل آن کشور، در منطقه و جهان دگرگون گشته تحولات بزرگی را آبستن است. فشارهای نظامی، اقتصادی و سیاسی بر افغانستان برای کشاندن طالبان افغانی به منظور ایستادن در صف ارتش پاکستان بر ضد مخالفان سیاسی آن کشور به شمول طالبان پاکستانی، تبلیغات میان تهی جهان‌شمول برای جا زدن افغانستان به جای پاکستان همچون پایگاه تولید و عرضه تروریزم در عرصه بین‌المللی و خودش را قربانی آن جلوه دادن و اکنون حاکمیت مطلقه نظامی را به حیث چاره نمایش دادن، بازی های شیطانی این گروه مسلط بر شاهرگ های اقتصادی، سیاسی، اجتماعی و امنیتی در طول بیشتر از هفتاد دهه می باشد.

 

پاکستان باید بداند که گرچه افغانستان در یک جنگ احتمالی داغ، خساره ها و ضایعات زیادی را متحمل خواهد شد اما موجودیت کشور مصنوعی و ساخته انگلیس ها نیز جزء تاریخ شده افتخار راندن نهایی استعمار بریتانیا و نیابتی آن، باز هم نصیب افغان ها شده سلامتی جغرافیایی سرزمین آبایی شان را به دست خواهند آورد.

 

https://www.youtube.com/watch?v=cIJhmFfr1Sw

۲۰ / ۰۹ / ۱۴۰۴

۱۱ / ۱۱ / ۲۰۲۵

 


 نور محمد غفوری

سریزه

نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده. د دې جګړې د ورانیو، وینو تویېدو او بدمرغیو شاهد هر افغان دی. په ډېر تاسف سره، لا هم په هېواد کې داسې ډلې شته چې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د وسلو کارول غواړي او جګړې ته لمن وهي. زموږ ملت باید درک کړي چې دا د ستونزو د رښتیني حل لاره نه ده.

جګړه د بشري تاریخ له پخوانیو او ویجاړوونکو پدیدو څخه ده. له لرغونو زمانو راپه دېخوا انسانانو د مادي منابعو د ویش، د واک د ترلاسه کولو، د عقیدې د اختلاف او یا د سیاسي برلاسۍ په خاطر یو له بله سره جګړې کړي دي. خو تاریخي تجربه ښيي چې هېڅ ملت د جګړې له لارې دوامدار ثبات، سوکالي او پرمختګ ته نه دی رسېدلی. افغانستان هم د څو لسیزو جګړو، سیاسي ناندریو او ورور وژنو له امله د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شوی دی.

د دې مقالې موخه دا ده چې د علمي او ټولنیز تحلیل له لارې څرګنده کړي چې ولې جګړه او ورور وژنه د هېواد د ستونزو د حل معقوله لاره نه ده، او پر ځای یې د تعامل، سولې او تفاهم لاره غوره ده.

 د جګړې علمي او ټولنیز تحلیل

په علمي لحاظ، جګړه هغه وسلواله نښته ده چې د یوې ډلې د سیاسي، اقتصادي یا عقیدوي موخو د تحقق لپاره د بلې ډلې پر وړاندې ترسره کېږي. جګړه د ټولنې د توازن او جوړښت ګډوډوونکې پدیده ده او د انساني پرمختګ مخه نیسي.

د ټولنپوهنې له نظره، جګړه د ټولنیزو اړیکو بنسټونه زیانمنوي؛ باورونه له منځه وړي، ټولنیز یووالی کمزوری کوي او د اعتماد دیوالونه نړوي. همدارنګه، جګړه بشري پانګه (ځوان استعدادونه، مسلکي ماهران او فکري ځواکونه) له منځه وړي، چې دا د هېواد د اوږدمهاله وروسته پاتې‌والي لامل ګرځي.

 د ورور وژنې ناوړه پایلې

د داخلي جګړو پایله ورور وژنه ده. ورور وژنه هغه حالت ته ویل کېږي چې د یوه ملت وګړي د خپلو ملي ګډو ګټو پر ځای د ګروپي، قومي یا مذهبي ګټو لپاره یو پر بل وسلې پورته کړي. دا پدیده د یو ملت د ویش، تجزیې، بې‌اعتمادۍ او ټولنیز زوال تر ټولو خطرناکه لاره ده او د بهرنیو لاسوهنو دروازې پرانیزي.

افغانانو د کورنیو جګړو له امله سختې ناوریني دورې تېري کړې دي؛ د شلمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې داسې حالات  هم راغلي چې کورنیو د خپلو شهیدانو د ښخولو لپاره ځای او فرصت نه شوای موندلای. د یویشتمې پېړۍ د شلو کالو په اوږدو کې، زرګونه ځوانان هره ورځ شهیدان او ټپیان کېدل. دا جګړې، چې ډېری یې د بهرنیانو په تحریک او تمویل روانې وې، د ملت پر روان او ټولنیز وجود داسې ژور ټپونه پرېښي چې د رغېدو لپاره یې اوږدې مودې ته اړتیا ده.

دا حالت نه یوازې د بشري تلفاتو سبب شوی، بلکې د ملي یووالي، متقابل باور، ملي اقتصاد، ښوونې او روزنې او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې یې ستر خنډونه جوړ کړي دي.

  ولې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده؟

1. جګړه عقلاني حل نه، بلکې احساساتي غبرګون دی:

جګړه د قهر، غچ اخیستنې او تاوتریخوالي له احساس څخه راولاړېږي. په داسې حالت کې کیدای شي چې د جګړې د یوه او یا بل لوري څخه داسې د انسانیت ضد عملونه سر ووهي، چې د مؤقتی قهري حالت د له منځه تلو سره سم ورباندې پښیمانه شي. په جګړه کې د یوه لوري بریا او د بل لوری تسلیمېدل د هېوادنیو ستونزو دایمي حل نه دی. عقلاني او دوامداره حل د خبرو، تفاهم او زغم له لارې موندل کېږي، نه د زور او تاوتریخوالي له لارې.

2. جګړه د ستونزې ریښه نه لټوي:

ډېری ټولنیزې ستونزې، لکه بې‌عدالتي، بې‌کاري، بې‌تعلیمي او اداري فساد، علمي او مدني حل ته اړتیا لري، نه جګړې ته. جګړه یوازې د ستونزې نښې له منځه وړي، خو د ستونزې ریښه نه وچوي. د ټولنیزو ستونځو د راپیداکېدو د اقتصادی او ټولنیزو شرایطو له منځه وړل او د هغو د ولیو د وچولو له پاره عقلانی او سم پلان جوړول او پلي کول یې زغم، صبر او وخت غواړي. 

3. جګړه اقتصادي او ټولنیز زیانونه رامنځته کوي:

په جګړه کې د هېواد زیربناوې ویجاړېږي، پانګه‌وال مهاجر کېږي، بیکارۍ زیاتېږي او د تولید سکتور فلج کېږي. د خلکو د ژوند سطحه ټيټه پاتې کیږي او د فقر کچه لوړېږي چې په پایله کې ټولنه په اوږدمهاله اړتیاوو کې ګیر پاته کیږي. د هر ډول ټولنیز پرمختګ له پاره تر هر بل څه د مخه د جګړو مخنیوی او په هېواد کې د سوله ایزو شرایطو رامنته کول ضرور دي. د پرمختګ لومړنی شرط د سولې او ثبات ټينګښت دی.

4. جګړه د انساني فکر د ودې مخه نیسي:

په جګړه‌یزو شرایطو کې د زده‌کړې، څېړنې او نوښت پر ځای د هر چا د بقا او دفاع مسئله لومړیتوب پیدا کوي. دا حالت فکري ودې ته زیان رسوي او د نوښت فرصتونه له منځه وړي.

5. جګړه د راتلونکو نسلونو رواني توازن له منځه وړي:

هغه ماشومان چې د جګړې په چاپېریال کې لویېږي، د تاوتریخوالي او بې‌باورۍ ذهنیت خپلوي. دا نسلونه د سولې او همزیستۍ پر ځای د تشدد له فرهنګ سره عادتېږي.

 د سولې او تفاهم اهمیت

سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه دی، بلکې د متقابل درک، زغم او ګډو ملي هدفونو شتون دی. د نړۍ پرمختللي هېوادونه ثابته کړې چې ټولنیز ثبات او فکري ازادي د پرمختګ بنسټونه دي. هغو ملتونو چې د جګړې پر ځای د تعلیم، عدالت او دیموکراسۍ لاره غوره کړې، نن د بشري پرمختګ مخکښان دي.

د سولې فرهنګ په ټولنه کې د خبرو اترو، تفاهم، ملي اجماع او متقابل درناوي له لارې رامنځته کېږي. دا فرهنګ ملتونه یو موټی کوي او د ګډ پرمختګ زمینه برابروي.

پایله

په پایله کې ویلای شو چې جګړه او ورور وژنه هېڅکله د هېواد د ستونزو د حل معقوله او دوامداره لاره نه ده. جګړه یوازې ویجاړۍ، بې‌باوري او شاتګ زېږوي، خو سوله، علم او همکاري د تلپاتې ثبات او پرمختګ ضمانت کوي.

نور محمد غفوري

۱۱/۱۱/۲۰۲۵

زیاتې مقالې …