په لپو کې، د فکرونو درمندونه

کتابونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولي الله ملکزی 

(یو څو لپې فکرونه) د یو داسې دروند قلموال د مقالو ټولګه او د فکري ارزونو نچوړ دی چې د خپلې ټولنې په نبض آګاه، په دردونو یې دردمند او په خوښۍ یې خوښ دی. کله چې موږ د پښتو د معاصر نثر د عروج او ارتقاء خبره شاربو، نو یو له هغو نومونو څخه چې سمدستي زموږ د ذهن په تاخچو کې ښکته پورته شي، هغه د ادیب، شاعر او لیکوال، اسدالله غضنفر نوم دی. نوموړی د هندوکش د پورې غاړې په یوې سترګه ورې، شمله ورې او خوله ورې کورنۍ کې سترګې غړولې دي. د دغه وطنپال او فرهنګپال کهول مشر، استاد محمد صدیق پسرلی دی چې ما له ده او مرحوم عبدالله غمخور صیب سره یوځای په پيښور کې لیدلی وو.

د ارواښاد پسرلي هر زوئ، د خپل ویاړلي پلار په پل، پل ایښی او زموږ د فولکلوریک ادب او هنري ژانرونو په ودې او پراختیا کې یې غوښن رول لوبولی دی. د دوئ په دودیزې شاعرۍ او سلیسې لیکوالۍ کې د طبیعت ښکلا ځلیږي، له باورونو او ارزښتونو څخه دفاع کیږي او له انسان او انسانیت سره د مینې څرکونه په کې تر سترګو کیږي. ښايي دا به تصادف وي چې زه او ښاغلی غضنفر په یوکال کې زیږیدلي یو او دواړو د پیښور له پوهنتون څخه ماسترۍ اخیستې دي؛ خو په دې خبرې مې سر نه خلاصیږي چې په دې کتاب کې د ۶۳ مقالو راټولول د حضرت پيغمبر صیب د عمر د کلونو په شمیر د تبرک علامه ده که دا هم یو تصادف وګڼو؟

د کونړ خلک رواج لري چې د درمند په ورځ، ماشومانو ته په لمن کې یوه لپه غنم ور اچوي چې الوچې او الوکاټ پرې واخلي. خو غضنفر په دې کتاب کې، نوي لیکوال کول ته د نثر داسې درمندونه ډالۍ کړي چې سلیقه، ذائقه او ځانګړې کلیواله محاوره ورسره مل ده. نوموړي په دې ټولګې کې د رازونو بڼ ته سر ورښکاره کړی، ابن الوقت یې راپيژندلی، د سانسور ګټې یې په ګوته کړی او د کلتور ځینو ناخوالو اړخونو ته تم شویدی. له وطنه د وتلو وطنوالو په جلاوطنۍ یې خاطر ځوریدلې او ورپسې د وحدت الوجود او وحدت الشهود د لواړګیني بابا مزار ته تللی دی. د ټولنې له بې انصافیو څخه یې د پردې د پورته کولو ښایستوکې هڅه کړې او د شرم، ګناه او جرم قانوني او دیني اړخ یې په لنډو، خو معنا دارو کرښو کې تعریف کړیدی.

لیکوال ځای ځای، د خپلې جنتي ځوانۍ، حسرتونو، ماښامونو، ونو او وګړو خوږې ترخې د خپلې حافظې په یو کونج کې سمبال ساتلی او په خوند خوند یې یادونه کوي. که ټولنیزې ستغې سپورې او ناکردې یې په ډیر مهارت سره د خپلو لوستونکو مخ ته ایښي، نو د سیاست شا یې هم ګرولې ده. پخپلې سریزې کې د شهید داود خان د جمهوریت په کلونو کې د یوې روښانه سبا په اړه دومره ډاډه بریښي چې د جګړې او مصیبت په نوم هیڅ ډول بلا به په دې وطن رانازله نه شي. خو اوس چې د سر او ږیرې ویښتان یې په سپینیدو دي، وايي: « د جمهوري نظام راوستونکو دې ته پام نه وو کړی چې د سلطنت موسسې خو خپل اعتبار له دود او تاریخ څخه اخیسته؛ جمهوریت که انتخابي نه وي نو مشروعیت به له چا څخه اخلي؟»

د خلق او پرچم د کودتا په اړه وايي: « آن که د ثور کودتا هم نه وای شوې، د حالاتو د بحراني کیدو او د وطنوالو د پریشانۍ مخنیوی مشکل وو. بې ثباتي را روانه وه خو موږ نه لیدله. زموږ دولتي نظام، زموږ منورې طبقې او زموږ عام ولس درې واړو لویې ستونزې لرلې. زموږ د ټولنې بله لویه ستونزه دا وه چې اکثرو منورینو، د سیاست شوقیانو او د ګوندونو غړو ته موجود ثبات د لمر د راختو او پریوتو په څیر یو طبیعي جریان ښکاریده. بله ستونزه دا وه چې موږ ته د نوي تمدن وسايلو خوند را کاوه، خو دېته په آسانه حاضر نه وو چې د خپل ژوند طریقې ورسره برابرې کړو. جاپانۍ راډیو، سویسي ساعت او جرمني موټر لرلو ته مو سودا شوه، خو دا سودا را ونه لویده چې دغو ملتونو دا ترقي څنګه وکړه ؟»

دوستانو، سره د دې چې ما لا ټول کتاب نه دې لوستي، خو دا متل راته سم د کاڼي کرښه ښکاري: (سالی که نکوست، از بهارش پیداست). د خال خال عنوانو له انتخابولو او لوستلو وروسته؛ زه یوه وربشه شک هم نه لرم چې نالوستې مقالې به د لوستل شوو څخه سیوا، هر اړخیزې او لازیاتې مزه دارې وي. که څوک د پښتو د کلیوالې، روانې او خوږې لیکوالۍ د هنرونو، ټولنپوهنې د رمزونو او تاریخي رازونو څخه د خبریدو تلوسه لري، نو زه په ګرنټۍ سره ورته وایم چې د دې کتاب په لوستلو به نه ستومانه شئ او نه پښيمانه. د ذلک الکتاب او رڼا د ستر خالق څخه؛ ښاغلي اسدالله غضنفر ته د لازیاتو پنځونو، څیړنو او لیکونو توفیق غواړم. قلم یې تل له رنګونو او ذهن ېې له رنګینو خیالونو ډک.

همدا شان، په پای کې د ګران دوست، نصیر رښتین منندوئ یم چې تیره ورځ د تعلیمي سیمینار په پاي کې سټیج ته راغی او په غوږ کې یې راته وویل: اشنا، د غرمنۍ میلمستیا په ځای، همدا کتاب درته ډالۍ دی چې د فکرونو سمندر یې په کوزه کې ځای کړی او د ټوپک په ځای یې د قلم مینه والو ته د لیکنې سوغاتونه په لپو کې ویشلې دي.

—-----------------------------------

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay