د سولې لپاره د ولسمشر په نیت او اراده شک ظلم دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

ولسمشر محمد اشرف غني په عمل کې دا ثابته کړه چې هم سولې ته اراده او هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلان او برنامه لري.دا اراده یې له ننه څلور کاله وړاندې له قید او شرط پرته اعلان کړه، د ټول ولس اعتماد او باور یې جلب کړ او ټولو دا ومنله چې ولسمشر غني به که خدای کول پر هیواد تحمیل شوی جنګ په اساسي او سوله ییزه توګه پایته ورسوي.

نوموړي همدارنګه په تېرو څو کالو کې له ولسونو او خلکو سره په ناستو او غونډو کې په وضاحت او ټینګار سره وویل چې سږکال د افغانستان د ناورین څلوښت کاله پوره کېږي. همدومره بس دی، نور باید دغه ناورین په اساسي توګه پایته ورسېږي، نوموړي په دې برخه کې ګام پرګام عملي هڅې وکړې او د سولې موضوع یې اوسني پړاوو ته را ورسوله.

سره له  دې چې د ولسمشر  غني مخالفین او منتقدین په ډېره سپین  سترګۍ داسې اوازې او ګونګوسې خپروي چې ولسمشر غني په یو نه یو ډول د سولې مخالفتي او تر سولې زیات په ټاکنو تاکید کوي، مګر دا هغه بې اساسه تورونه دي چې دوی غواړي په دې ډول د خلکو ذهنیتونه خراب کړي. دوی چې د ولسمشر غني بله کومه نیمګړتیا نشي موندلی، نو د هغه د کم ګڼلو او د هغه په اړه د عامه ذهنیت د خرابولو په موخه دغسې د درواغو، تورونو او ناوړه هڅه کوي.

د دوی دغه تورونه ځکه بې اساسه دي چې د سولې موضوع د لومړي ځل لپاره ولسمشر غني له شعار څخه په عمل بدله کړه، بیا یې د سولې لپاره نړیواله  او سیمه ییزه اجماع رامنځته کړه، اوربند یې اعلان کړ، بار بار یې وسله والو طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه. د سولې لپاره یې لار نقشه او خپله  برنامه په وضاحت اعلان کړه، مذاکره کوونکی پلاوی یې وټاکه او ټولو ته یې دا ثابته کړه چې ولسمشر غني نه یوازې د سولې موضوع په خوله یادوي، بلکې د سولې لپاره ټینګه سیاسي اراده او قوي ژمنتیا لري.

د ولسمشر غني او د نورو توپیر په دې کې دی چې ولسمشر غني له سولې سره د تلپاتې او باعزته قید کاروي، هغه وایي چې موږ هیڅ وخت هغه سوله نه غواړو چې افغانان په کې دخیل نه وي او یا یې بهرنیان د هدیې په توګه افغانانو ته ډالۍ کوي، ځکه د دغه ډول سولې تر شا د یو بل ناورین وېره وي او د وینو بوی ورڅخه لټېږي.

ولسمشر غني نورو ته په ننواتې هم نه ورځي او نه هم دا غوښتنه ورڅخه کوي چې وسله وال طالبان دې د سولې مذاکراتو ته اماده کړي. هغه وایي چې پاکستان، ایران، روسیه او نور دې حداقل د وسله والو طالبانو له تمویل لاس واخلي. هغوی دې نه لمسوي، وسلې او تجهیزات دې نه ورکوي. وسله والو طالبانو ته هم دا نه وایي چې د سولې په نوم دې په واک کې ورشریک شي او یا دې له هغوی سره  د ولس له خوښې او رایې په پټه جوړجاړي ته ورسېږي. بلکې هغه هر څه د ولس په خوښه او د شفاف میکانیزم په اساس غواړي.