د طالب واکدار پاکستان دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

طالبانو د الفتح په نوم د پسرلینو عملیاتو په اعلانولو سره یو ځل بیا ټولو ته دا ثبات کړه، چې دوی نه د جګړې اختیار لري او نه هم د سولې. دوی د پاکستان امر ته ګوري او هر وخت چې د پاکستاني مقاماتي له لوري کوم امر ورته وشي، نو همغه پرځای کوي.

څه موده وړاندې چې پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو تر سخت فشار لاندې و، نو پاکستاني مقامات دېته مجبوره شول چې د یاد فشار د کمولو په موخه وسله وال طالبان په زور د مذاکراتو لپاره چمتو کړي.

په ابوظبۍ او دوحه کې په تېرو څو میاشتو کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د د بهرنیو چارو وزارت د سولې استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او د وسله والو طالبانو د استازو تر منځ پنځه بېلابېلې ناستې وشوې. په دې ناستو کې دوی د سولې په اړه بحثونه کړل. افغانان دغو ناستو ته هم هیله من وو او هم اندېښمن.

هیله من په دې وو چې دوی ویل که خدای کول وطن ته به تلپاتې سوله راشي. امریکا او وسله وال طالبان به د جنګ پرځای د سولې په اړه توافق ته ورسېږي. جنګ به د تل لپاره ختم شي. طالبان به له حکومت سره یو ځای او بېرته خپل عادي او سوله ییز ژوند ته ور وګرځي. اندېښنه دا وه چې ممکن امریکا متحده ایالات، وسله وال طالبان او پاکستان یو ځل بیا د سولې په نوم خپلمنځي معامله وکړي. د سولې لپاره برابر شوی فرصت په بېباکۍ سره ضایع کړي. د ولس سترګو ته خاورې وشیندي او روان جنګ د لسیزې او یا لسیزو لپاره بیا وغځوي.

له بده مرغه د وسله والو طالبانو د نویو پسرلینو عملیاتو له اعلان څخه همداسې ښکاري. داسې معلومېږي چې نه د امریکا متحده ایالات ، نه وسله وال طالبان او نه هم پاکستان افغان سولې ته ژمن دی. که د امریکا متحده ایالات وغواړي، نو دوی ډېر په اسانۍ سره وسله وال طالبان او پاکستان د فشار له لارې سولې ته هڅولی او قانع کولی شي.

خو داسې ښکاري چې امریکا متحده ایالات او وسله وال طالبان لا هم په خپلو کې زرګري جنګ سره کوي. دوی ته سوله ځکه چندان ارزښت نه لري چې د جنګ اصلي قرباني زموږ عام هیوادوال ورکوي. هره ورځ د دوی د کورنۍ غړي په بې رحمۍ سره شهیدانېږي. د ژوند اسانتیاوې ورڅخه مروړل کېږي. دا اوس هم له نیمایي زیات خلک په بې وزلۍ کې او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. دا بد وضعیت دی. دا وضعیت هیچاته هم د منلو وړ نه دی، خو بدمرغه جګړې دغه وضعیت زموږ پر خلکو تحمیل کړی دی. دوی بې له دې چې دا وضعیت ومني بله هیڅ چاره نه لري.

ولسمشر غني څو ځله په سوله کې له حده زیات نرمښت وښوده. وسله والو طالبانو بندیان یې خوشې کړل، اوربند یې اعلان کړ. طالبانو ته یې وویل که سولې ته غاړه کېږدي نو د سیاسي ګوند په توګه به یې ومني. بې قید او شرطه سوله به ورسره وکړي او د افغانستان په هر ولایت کې چې وغواړي نو د مذاکراتو لپاره به نه یوازې دفتر ورته ورکړي، بلکې د ټولو اړتیاو د پوره کولو او اسانتیاو ترڅنګ به د دوی امنیت هم ونیسي.

مګر وسله وال طالبان چې نه د جګړې او نه هم د سولې اختیار لري، دا هر څه بابېزه وګڼل. د ولسمشر غني بلنې یې په کلکه رد کړې. دوی لا هم هغه مردوده جګړه چې د افغانستان او اسلامي نړۍ علماو مردوده او فتنه ګڼلې پرمخ بیایي. له دې څخه معلومېږي چې د جګړې او سولې ټول اختیار له امریکا او پاکستان سره دی.