له داکتر ناشناس سره د شفع عیار د مرکې موخې او هدفونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

عبدالملک پرهیز

«ناشناس ناشناس نیست کتاب» او په همدې مناسبت غونډو کې د ناشناس څرګندونې او د پښتو ژبې په اړوند د سکتاریستي او تنګنظره کړیو څرګندونې په ټولنیزو شبکو کي د چټک او تند غبرګون سبب شو. ګڼو لیکوالو او څېړونکو په علمي دلایلو د تنګنظره کړیو نظریات رد کړل او د ناشناس څرګندونې يې  چې د ځنې نامالومه دلیلونو او انګیزو له مخې ، بې له علمې څېړنې او مالومات کړې وې، هم رد کړې .

 دغه پراخ غبرګون دوه دلیلونه لرل : یو دلیل دا ؤ ،هغه خبرې چې د ناشناس د خولې راوتلې وې، دداسې خبرو هیله  له ناشناس څخه نه کېدله، ځکه دا خبرې کوم نوی کشف او نووښت نه ؤ چې ناشناس کړی واي او  ویاړ يې ورته په برخه کړی وای، ځکه دا خبرې پخوا هم شوې وې او په دې وروستیو کې د سیاه سنګ له لورې هم په لیکلي ډول په رسنیو کې خپاره شوي ول. د ناشناس دلیلونه یا د هغه په وینا د هغه د شک او بدګوماني ذهن، ټکي په ټکي د سیاه سنګ د سیاسنګ په لیکنه کې لیکل شوي. څرنګه چې سیاسنګ د سکتاریستي کړیو  یو فعال عنصر دی نو دهغه د لیکنې تکرارول د ناشناس تر وړاندې د ټینګ غبرګون سبب شو. باید وویل شي چې د سیاه سنګ لیکنې او څرګندونې علمي او څېړنیز بنسټ او ارزښت نه لري، ځکه د هغه هدف علمي څېړنه  او ارزونه نه، بلکه د یو ملیت او یو اولس تحقیرول دي نو هره داسې لیکنه چې هدف يې د یو اولس تحقیرول او ښکته راوړل وي ، یوازې د فاشستي فکر ارزښتونو څرګندونه کوي او یوازې د هغه کړیو دپاره خوندور او مهم برېښي چې په ورته ناروغۍ اخته وي او یا د یو ملت د بدمرغه ساتلو هیله او ارزو لري. خو ناشناس د پښتو او دري ژبې پېژاندل شوی هنرمند دی چې د موسیقۍ د هنر له لارې خلکو پېژاندلی.   ناشناس هیڅکله هم د پښتو ادبیاتو او تاریخ په اړوند څېړنې نه دي کړي  او  نه يې کومه مقاله لیکلې.  د نوموړي یوازنۍ لیکنه او اثر دهغه  د داکتري اثر دی چې د رحمان بابا او د هغه د شعرونو په اړوند يې کړی خو دغه لیکنه هم په پښتو او دري ژبه   ژباړل شوې نه ده او نه ده چاپ شوې او یوازې په روسي ژبه کې موجوده ده. که د مسلک پر بنسټ يې څه ویل او یا لیکل نو په کارول چې  د سیاه سنګ د لیکنې په اړوند يې چې د رحمان بابا  په خلاف يې کړې وه ، یو څه لیکلی وای او غبرګون څرګند کړی وای خو هیڅ چا هم له ناشناس دغه هیله او غوښتنه نه درلوده چې په یوه داسې برخه څرګندونې وکړي چې د هغه په خپله وینا کوم علمي بنسټ نه لري او له بلې خوا د هغه د موسیقۍ نړۍ دومره ستره او پراخه ده چې نوموړي  ته په بله برخه کې د ژور مصروفیت امکان نه ورکوي.

نو له دې کبله د پټې خزانې په اړوند له ناشناس سره د څرګندونو هيله نه کېدله، ناشناس هیڅکله هم په دغو خبرو کې ځان نه ؤ ښکېل کړی، نو د فاشستي کړیو په چاپېریال کې د ناشناس د یو هنري اثر را څرګندېدل او د «ناشناس ناشناس نه دی» د پښتون ضد اثر تر دې سیوري لاندې راڅرګندېدل عجیبه وبرېښېدل چې بیا  د فاشستي کړیو له خوا  د پښتنو د تحقیرولو دپاره د یو پراخ تخریبي کمپاین په توګه وکارول شو. داکتر ناشناس د خپلې تېروتنې په پوهېدو سره ، له بي بي سي او ځنې نورو رسنیو سره په مرکه کې د خپلې تېروتنې د سمولو هڅه وکړه او خپلې څرګندونې  يې غیر علمي او د شخصې شک پربنسټ وګڼلې او دا يې د ځنې مغرضینو د ناپاکه موخو او غرضونو پایله وبلله. د ناشناس وروستیو څرګندونو د سکتاریستي کړیو ټوله غوغا بې بنسټه کړه او د هغوی هلې ځلې يې د ناکامۍ سره مخامخ کړې. خو دې کړیو لا اوس هم له ناشناس څخه لاس نه  دی اخیستی او لا هم هڅه کوي په مختلفو ډولونو  او چمونو ناشناس  یو ځل بیا په اګاهانه او یا نا آګانه ډول د تیرو څرګندونو تایید ته اړ باسي او بیا يې په دام کې واچوي. په دې سلسله کې د سکتاریستي کړیو یو بل فعال چې د تعصب او تنګنظرۍ په اور کې سوزېږي ، رامخ ته شو او د ناشناس سره يې نوې مرکه د هماغه زړو او تورو هدفونو په موخه په لاره واچوله.

د عیار له مرکې داسې ښکاري چې ناشناس به له مرکه کوونکي ژمنه اخیستې وي څو سیاسي یا له غرضه ډکې پوښتنې ونه کړي، ددې خبرې دلیل دادی چې مرکه کوونکي د مرکې په ترڅ کې څو ځله ماهرانه هڅه وکړه  د پټې خزانې موضوع د بحث دپاره رامخ ته کړي خو د هر تماس نه وروسته اړ کېده څو د موضوع د یادونې له امله بښنه وغواړي او موضوع بدله کړي . نوموړي د ناشناس د دام کې اچولو دپاره خپله مرکه په ډېرو عاطفي خبرو او د یو ډول  رشوت ورکولو په میتود پیل کړه. داسې چې ناشناس ته يې څو ځله یادونه وکړه چې تاسې خپل نظر څرګند کړی او د نظر او فکر څرګندول که سم وي یا ناسم د هر چا انساني حق دی، څوک حق نه لري چې له چا څخه دغه حق واخلي، د پرنسیپ له مخې دا خبره بیخي سمه ده ، خو د مرکه کوونکی له دې خپه نه دی چې پرناشناس ولې نیوکې شوي ، د هغه خپګان او پريشاني له دې کبله ده چې ناشناس ولې خپلې خبرې رد کړې او څنګه ناشناس پخواني دريځ ته راستون کړي . نو دا خبرې د ناشناس پر عواطفو د اغېز کولو دپاره کوي که وکولی شي ناشناس ولمسوي او له دې قهره چې پر حق يې برید شوی ، پخواني دريځ ته ستون شي. یانې ناشناس ته وايي له تاسې د فکر او نظر حق اخیستل شوی! تاسې تل د آزاد فکر خاوند وۍ او یاست څوک نه شي کولی تاسې په قفس کې زنداني کړي ، یانې د ناشناس لمسول چې ګنې ته ډار شوی يې ... ! ناشناس ته يې په تکرار د پوه او دانشمند خطاب کوي خو دا په دې خاطر نه چې دوی په ريښتیا هم په دې نظر دي، بلکې دا هم د رشوت یوه هڅه څوک ناشناس د خبرو په ځنځير د خپلو اهدافو په ګټه وتړي. او ناشناس ته ووايي موږ تاییدوو چې ستا خبرې علمي وې او په خپلو خبرو ودرېږه. نوموړی د ناشناس انتقاد کوونکي غندي او د هغوی څرګندونې احساساتي او غیر علمي بولي ، بیا هم ناشناس ته د رشوت او د هغه د پارولو هڅه کوي.

 نوموړی هڅه کوي خپلې خبرې ډېر په احتیاط او مودبانه مطرح کړي ، خو ټول پوهېږي چې د نوموړي د ادب کچه څومره ده،  د دې خبرې د پوهېدو دپاره کفایت کوي د هغه بازاري ژبه د هغه د یتوب په ویدیوګانو کې وګوري او واوري چې نوموړی د کومې کچې سړی دی. د مرکې لومړۍ برخه ټوله پر دې ولاړه ده چې که وکولی شي  د ناشناس ځان غوښتنه او احساسات و پاروي او د ځان غوښتنې د احساساتو تر اغیز لاندې ناشناس د خپلو لومړنیو خبرو تکرار ته په اګاهانه یا تصادفي ډول اړ کړي . څرنګه چې د ناشناس مېرمن هم په دغه مرکه کې ناسته ده ، نو نوموړي داسې هڅه هم وکړه څو د ناشناس مېرمن هم په عاطفي خبرو ولمسوي او دهغې له احساساتو د خپلو تورو مخو دپاره ګټه واخلي ، په دې ډول چې هغې ته يې وايي ، ته د ناشناس مېرمن يې، ګډه کورنۍ او اولادونه لرۍ خوپه عین حال کې تاسې مستقل انسان هم یاست ، یانې په ټول مسایلو کې له ناشناس سره یو شان فکر نه کوئ ، ناشناس خپل نظر وړاندې کړ،  د میرمن او اولادونو ګناه يې څه ده چې توهین شي، دلته په یو غشي څو هدفونه ولي. د ناشناس مېرمن ته وايي ستا څه ګناه ده چې  توهین دې کړې!؟ هدف لمسونه ده نه همدردي، خو د ناشناس مېرمن دده د تذویر په دام کې نه لوېږي او خپل ځان او خپله کورنۍ معرفي کوي او له وطن او د وطن له خلکو سره ، بې له دې چې د هغوی ژبني او قومي تړاو ته پاملرنه وکړي ، د مينې لرلو څرګندونه کوي . غشی پر هدف نه لګېږي،  هدف دا ؤ چې د ناشناس د مېرمنې دتنکیو او پاکو احساساتو څخه په ناوړه ګټې اخیستو سره هغه د منتقدینو پر خلاف و لمسوي او د خپل مېړه د تېرو خبرو تایید ترې واخلي خو داسې و نه شول. اویا  یو څه ناوړه یا بد کلمې د منتقدینو په ادرس پر ژبه راوړي، خو مرکه کوونکی دې هدف ته هم ونه رسېد. ناشناس هم چې له څېرې يې څرګنديږي د مرکه کوونکي په ناوړه اراده پوهېږي او د مرکه کوونکي د منفي یادونو او اشارو په اړوند چوپتیا غوره کوي، له دې امله د مرکې زیاته برخه د مرکه کوونکي په پوښتنو او د مرکه کووکي پر خپلو ځوابونو پای ته رسېږي. او مرکه کوونکی په دې هدف کې هم ناکام ؤ، چې ناشناس بیا د لاس آله او وسیله کړي . نو کله چې مرکه کوونکی یقین پیداکوي چې له ناشناس او مېرمن يې داسې څه نه شي تر لاسه کولی چې د خپلو تورو فکرونو دپاره يې د لاسوند په توګه وکاروي ، نو هڅه کوي د ناشناس لومړئ خبرې تکرار او په ماهرانه اشارو يې د ناشنا په استازي توب تایید کړي او آوریدونکو ته داسې ذهنیت ورکړي چې ګنې ناشناس پر خپلو لومړنیو خبرو ولاړ دی او د پټې خزانې په اړوند يې وروستۍ څرګندونې د مجبوریت او فشار له مخې کړي دي . هغه څو ځله په خپله مرکه کې په تاکيد سره یادونه کوي چې تاسې به په دې ورځو کې  ځان تر سخت فشار لاندې احساس کړي وي؟!! بیا هم  له دې خبرې  هدف دادی څو ووايي ناشناس وروستۍ خبرې له مجبوریته کړي دي.

نوموړي ناشناس ته دا پیغام ورکوي ،که چېرې ډارېدلي یاست ، مه ډارېږئ موږ ستا تر شا ولاړ یو ، تاسې چې څه ویلي حقیقت دی او دا غبرګونونه موقتي او لنډ مهاله دي او په راتلونکي کې به ستاسې مخالفین هم ستاسې نظر تایید کړي، یانې بیا هم رشوت ورکوي، او وايي اوسنی غبرګون د احساساتي خلکو کار دی ، کله چې ددوی عقل په سر راشي او له احساساتو کېني نو بیا بېرته تاسې تاییدوي!!!. خو ناشناس چې د مرکه کوونکي په شومو او تورو فکرونو پوهېده نه يې غوښتل مېلمه په څپېړه ووهي نو د چوپتیا په غوره کولو سره يې د هغه خبرو ته د نه او رد ځواب ورکاوه.

کله چې مرکه کوونکې په خپل انتر او منتر کې ناکامه شو نو د مرکې د ترسره کولو ژمنه يې هم تر پښو لاندې کړه او د پټې خزانې موضوع يې په ډاګه او ماهرانه ډول مطرح کړه او د هغې د علمي او تاریخي ارزښت په اړوند یې د خپل تور ذهن ، تور فکرونه را بهر و ایستل. ناشناس ددې خلاف د ژبو او قونو تر منځ اختلاف ته لمن وهل وغندل او هغه يې د وطن او د وطن د خلکو په ګټه و نه بلل او په پاي کې يې  په دې اړوند د مولانا او اقبال ځنې شعرونه هم زمزمه کړل او د مرکه کوونکي د هيلې خلاف يې  په پای کې د باري جهاني یو شعر زمزمه کړ چې دې کار د مرکه کونکي ټولې هیلې او هدفونه ناکامه کړل.