د امریکا ټاکنیزه غونډه کې ډزې؛ ټرمپ له روغتونه خپل کور ته ستون شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ له یوه وسله‌وال بریده ژوندی راوتلی. پر نوموړي دا وسله‌وال برید پنسلوانیا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وشو.

پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیزې غونډې له پیلېدا پنځه دقیقې وروسته د ډزو غږ واورېدل شو.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د هغه امنیتي ساتونکي د ډزو د غږ له اورېدو سره سم دریځ‌ ته وردانګي. پر نوموړي راټولېږي او لاندې یې پټوي.

له څو شېبو وروسته د امنیتي مامورانو غږ اورېدل کېږي چې وايي بریدګر له پښو وغورځول شو.

له دې ډاډمنتیا وروسته د ټرمپ امنیتي ساتونکو نوموړی په چټکۍ له دریځه خپل ګاډي ته ولېږداوه.

ښاغلی ټرمپ چې له ښي غوږ یې وینې بهېدلې او د مخ یو اړخ یې هم په وینو لړلی و،‌ ملاتړو ته یې د بري د نښې په توګه خپل موټی خوځاوه.

د ښاغلي ټرمپ ټاکنډلې ویلي چې هغه ښه دی او په یوه روغتیايي مرکز یې معاینات شوي دي.

یوه عیني شاهد بي‌بي‌سي ته وویل، ‌یو وسله‌وال تن یې ولید چې د غونډې په ځای کې د ډزو له پیلېدا لږ وړاندې یوه بام ته خوت.

یوه بل عیني شاهد بي بي سي ته وویل چې په پرلپسې توګه پنځه ډزې یې واورېدلې.‌

چارواکي وايي، بریدګر وژل شوی. خپرو شویو رپوټونو کې راغلي د غونډې یو ګډونوال هم په ډزو کې وژل شوی.

د امریکا د امنیتي چوپړونو ادارې ویلي‌ ښاغلی ټرمپ خوندي دی او دوی د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

پر ټرمپ د مشکوک بریدګر نوم اعلان شو
د امریکا فدرالي پولیس 'اېف‌بي‌ای' چې د پنسلوانیا په بټلر کې د ښاغلي ټرمپ د کمپاین په غونډه کې د شنبې د ورځې د ډزو په اړه د تحقیقاتو مشري کوي وايي چې دا پېښه د پخواني ولسمشر پر وړاندې د "وژنې د هڅې" په توګه طبقه بندي کوي او هغه سیمه چې پېښه پکې رامنځ ته شوې، د جرم د صحنې په توګه د تګ - راتګ لپاره تړل شوې ده.

د شنبې په ورځ له ډزو او له غونډې د ګډونوالو له وتلو وروسته، د وینا ځای وتړل شو او امنیتي ځواکونو خبریالانو او د ټرمپ د کمپاین کارکوونکو ته اجازه ورنه کړه چې سیمې ته ورشي. اېف‌بي‌ای دا هم وايي چې تر اوسه د ډزو انګیزه نه ده معلومه.

د پنسلوانیا ایالت د پولیسو مشر جورج بیوینز وویل، "عسکرو په زړورتیا عمل وکړ او په سیمه کې هېچا ته نور خطر نه شته."

پولیسو په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ، هغه سړی چې د ډونلډ ټرمپ د وژلو هڅه یې کوله، شل کلن توماس متیو کروکس دی.‌

د اېف‌بي‌ای ځانګړي استازي کیون روجیک خبریالانو ته وویل چې د دې ګواښ په اړه یې مخکې معلومات نه درلودل او د پلټنو په ترڅ کې به معلومه شي چې ایا په امنیتي تدابیرو کې نیمګړتیا وه او که نه.

پر ښاغلي ټرمپ د برید په تړاو د امریکا اوسنیو او پخوانیو چارواکو غبرګونونه ښودلي.

ولسمشر بایډن په یوه تلوېزیوني وینا کې دا برید یوه کرغېړنه کړنه وبلله او وویل منندوی دی چې ښاغلی ټرمپ خوندي دي.

"موږ داسې کړنو ته اجازه نه شو ورکولی، موږ داسې داسې نه شو کېدلی. موږ دا نه شو بښلی."

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې همدا نن شپه به له ښاغلي ټرمپ سره وغږېږېږي.

د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما له دې امله چې د ولسمشر ټرمپ ټپ سربېرن دی، د هوساینې څرګندونه کړې ده.

د امریکا د استازو د جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي چې مېړه یې دوه کاله وړاندې د ښاغلي ټرمپ د یوه پلوي له لوري په خپل کور کې سخت ټپي شوی و، ویلي دې سیاسي تاوتریخوالی په خپله تجربه کړی،‌ نو خوشحاله ده چې ښاغلی ټرمپ خوندي دي.

امریکا کې د بي‌بي‌سي خبریال وايي، تر اوسه ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي، خو بې‌له شکه نن ورځ د امریکایانو لپاره ټکان‌ورکوونکې وه.

امریکا کې د دواړو (دیموکرات او جمهویپال) ګوندونو سیاستوالو دا "برید" غندلی دی.

د پنسلوانیا والي جاش شاپیرو – چې دیموکرات دی، ویلي "د هر سیاسي ګوند او سیاسي مشر پر وړاندې هدفي تاوتریخوالی هېڅ د منلو وړ نه دی".

پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې دی او مېرمن یې "د ټرمپ لپاره دعا کوي" او زیاتوي چې "هر امریکایی وګړی هڅوو چې له موږ سره یوځای شي".

د بریتانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر دفتر هم په ټاکنیزه غونډه کې پر ټرمپ د ډزو په تړاو غبرګون ښودلی.

د ښاغلي سټارمر ویاند ویلي: "موږ پنسلوانیا کې د ولسمشر ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې پې‍ښې وبوږنولو."

"موږ د سیاسي تاوتریخوالي ټول ډولونه په کلکو ټکو غندو او په دې وخت کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه کورنۍ ته خپلې نېکې هیلې وړاندې کوو."