د حسین (رض) شهادت او د یزیدیت تسلسل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ولي الله ملکزی

د حساب په قانون کې چې له دوو څخه یو منفي شي نو یو پاتې کیږي، مګر په مینې کې چې دوو څخه یو جلا شي هغه بل هم له منځه ځي. د نړۍ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه یې سنیان دي او پاتې ۱۱ سلنه یې شیعه ګان. دوئ ټول، څوک په پاخه او څوک په کچه کاڼي نه یوازې د رسول الله (ص) له کورنۍ او یارانو سره بې بریده مینه لري؛ بلکې هغه د خپل ایمان برخه ګڼي او د دې ژورې عاطفې په لرلو سره د ډاډ احساس کوي. 
زه (ملکزی) که د حسین بن علي رضي الله عنهما په مهال ژوندی وای، نو ما به د یزید په ځای له حسین سره بیعت کړی وو. خو دا مهال چې د ووټ پېټۍ د بیعت ځای نیولی، نو په جار سره وایم که هغوئ دواړه نن ژوندي وای، ما به خپله رایه د حسین په صندوقچې کې اچولې وه. ځکه مظلوم حسین له ظالم یزید څخه ډیر غوره او د خلافت مستحق وو. ټولیز باور دا دی چې د علي بن ابي طالب (رض) مقام له معاویه بن سفیان (رض) څخه ډیر لوړ دی. فاطمة الزهراء د خپل پلار نازولې او ګڼلې لور وه او مور یې، خدیجة الکُبری له هِند بِنت عُتبة سره هیڅکله د پرتلې وړ نه ده. 
په عین حال کې، د تاریخ پاڼې وايي چې له حسین سره دا افراطي مینه نیمګړې او یو اړخیزه غوندې ښکاري. د مسلمانانو د غوڅ اکثریت انګیرنه دا ده چې د عمر، عثمان، علي او حمزه مقامونه، شهادتونه او قربانۍ په شعوري ډول نادیده ګڼل شویدي. ښايي وجه یې دا وي چې موږ ته په سُني تاریخ کې یوازې سرې وینې، عسکرې فتحې، غلامان، وینزې، غنیمتونه، د تورو ځلا او د نیزو بریښنا را نقل شویده. په داسې حال کې چې د پیغمبر (ص) دوهم خلیفه، عمر فاروق د فارس، روم او مصر فاتح یو مجوسي د غدر په خنجر شهید کړی،‌ مګر ډیر لږ خلک یې له شهادته خبر دي او هیڅ څوک ورته امام نه وايي. دریم خلیفه او د قرانکریم راټولونکې، عثمان بن عفان چې د حضرت پیغمبر د دوو لوڼو میړه دی؛ ټوله هستي او جایداد یې د پیغمبر صیب په قدمونو کې کیښود او په ۸۲ کلنۍ کې په ډیرې بې دردۍ سره د خپل کور دننه ووژل شو، لاکن محدود خلک یې د شهادت ورځ پيژني. 
د خیبر فاتح، د حضرت پیغمبر د کاکا زوی، زوم او خلیفه، علي بن ابي طالب خوارجو قتل کړ، اصلي قبر یې لاهم مجهول دی، ولی یو وړکې اقلیت یې د شهادت ورځ نمانځي او ډیر ترې ناخبره دي. حمزه بن عبدالمطلب د رسول الله سکنې کاکا، همزولی او د ښي لاس ملګری وو چې په احد کې شهید شو. سینه یې وڅیرل شوه او زړه یې په دومره وحشت سره غوڅ غوڅ شو چې د نن داعش یې پارسنګی هم نه دی، خو د بهادرۍ یادونه یې په خروار کې چیټاکۍ هم نه ده؟ د حسین خپل مشر ورور، حسن (رض) خپلې میرمنې په زهرو ووژلو، بیا هم متانت او شهامت یې چندان نه یادیږي. خو کله چې د مظلومیت، شهادت او رشادت خبره کیږی نو یوازې حسین،‌ زینب، جعفر، عباس او د کربلاء نازولي نومونه زمزمه کیږي؛ وجه یې دا ده چې د کربلاء او عاشورا مؤرخین ډیر ځیرکه او د وخت په نبض آګاه خلک وو. 
له معتبرو تاریخي حوالو څخه جوتیږی چې په کربلاء کې د حسین بن علي، د هغه د کورنۍ او د ملګرو رښتیني قاتلین په عراق کې د یزید والي، عُبيدالله بِن زِياد او د صِفِین په جګړې کې د امیر معاویه خِلاف د علي بن ابي طالب خپل قومندان، شِمْر بن ذي الجَوشَن دی. البته دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې یزید په دې جرم کې برابر شریک نه دی. همدا یزید وو چې ابن زِیاد ته یې د خپلې واکمنۍ په ضد د هر ډول بغاوت د ټکولو او ریز مریز کولو چورلټ واک ورکړی وو. د همدې یزید لښکرې وې چې په ۶۳ هجري کال کې یې مدینې منورې ته نژدې د (الحَرَّة) په جګړې کې هغه په سلګونو اصحاب او تابعین ووژل چې د نوموړي له بیعت څخه منکر وو.
د پنځمې هجري پیړۍ مشهور مؤرخ، عبد القاهر البغدادي په خپل کتاب (الفَرقْ بَينَ الفِرَقْ) کې لیکي: «حسین بن علي ته د کوفي خلکو چې په کنجوستوب او خیانت سره مشهور دي، بلنه ورکړه چې له مدینې څخه هلته ورشي. په مدینې منورې کې غټو اصحابو او د حسین نژدې خپلوانو مشوره ورکړه چې د کوفې په خلکو اعتبار مه کوه؛ هغوئ ستا له پلار (علي) سره خیانت کړی له تا سره به هیڅکله وفا ونه کړي. خو هغه تصمیم نیولې وو چې د دې خبرداري او مشورې سره سره هلته لاړ شي». 
اوس دا د حق او باطل جګړه وه؛ که د واک او زعامت په سر شخړه؛ یا د وراثت او ملوکیت مقابله؟ په دې اړه په سلګونو کتابونه او په زرګونو مقالې لیکل شوی او هرچا د خپلې مدعی لپاره ډیر څه ویلي دي. کله چې حضرت محمد (ص) وفات کیده نو حسن اته کلن او حسین شپږ کلن وو. دوئ دواړه د اسلامي امت د سترګو تور او د زړونو ټکور دي. دوئ خپل نیکه ته سخت ګران وو او د جنت د ځوانانو سرداران یې بللي دي. همدا نن یې اولاده په ساداتو، هاشمیانو او پاچا صاحبانو سره پیژندل کیږي او د متدینو خلکو په زړونو روحاني واکمني کوي. حسین او یزید دواړه اوس د الله په محکمه کې دي چې څه یې کرلي هغه به ریبي. (تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ - دا یو ټولی وو چې تیر شویدی، څه یې چې کړي، ګټه او تاوان یې د هغوئ دی. تاسې به د خپلو کړو ښه او بد ووینئ، د هغوئ د کړو په هکله نه پوښتل کیږئ). که څوک د یا حسین د شعار لاندې د کرغیړنو مذهبي جګړو له پایلو خبر نه وي، نو د عراق، سوریې، یمن او لبنان له وګړو دې پوښتنه وکړي چې د ککریو لَوْ څه ډول وي؟
تاریخ د زمانې ترټولو ستر فاتح، بې جوړې رقیب او ډیر بېرحمه قاضي دی. تاریخ هرګز د کوم جابر پښو ته نه دې ټیټ شوې او همیشه یې پټ رازونه لوڅ لپړ او رسوا کړیدي. د حسین شهادت، د جبر، استبداد او انحصار په وړاندې د هرې پرګنې لپاره یو کوټلی درس او تلپاتې سرمشق دی. یقینا چې د کربلاء سوځونکې دښته د خپل پیر د ډیر کرکجن او عېبجن ناورین شاهده ده؛ خو زموږ د سیمې معاصره مغلواله د همدغه یزیدیت تسلسل دی. د ظالم په وړاندې دریدل او د عادلانه مبارزې جاري ساتل، د حسین بن علي ازغنه لاره ده؛ دا لاره دې تل له نومیالیو لاروو ډکه وي. خو باید هیر نه کړو منزل ته مزل هله اسانیږي چې د مذهبي کرکې په ځای، انساني مینه غالبه او دوه اړخیزه شي.
—------------------------------
په مننې سره؛ ما په دې لنډې څیړنې کې د الفَرق بين الفِرَق و بيان الفرقة الناجية له کتاب، الجزیرې د ټلویزیون، ویکیپیډیا او ګوګل څخه استفاده کړیده. همدا شان که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay