امریکا: روسیه او چین په فضا کې د وسلو د ځای پر ځای کولو په حال کې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د متحده ایالاتو د پوځ استخباراتي ادارې خبرداری ورکوي چې روسیه او چین د فضایي وسلو توغولو ته نژدې کیږي؛ هغه تصمیم چې د خپل ځان څخه د دفاع لپاره د امریکا پر وړتیا باندې پراخې اغیزې درلودلی شي.

ددغو ادارو په وینا روسیې او چین د خپلو اوږدمهاله دښمنیو څخه لاس اخیستی او پر متحده ایالاتو باندې د برلاسي کیدو په لټه کې دي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر جیف کروز وویل: "زه د فضا ضد ظرفیتونو په زیاتېدونکي کارونې ټینګار کوم. روسیه او چین دواړه له فضا څخه کټه اخیستل په لومړیو مرحلو کې حتی د جګړې څخه دمخه د مخنیوي یا د هغه د هڅونې لپاره د مهمو ظرفیتونو په توګه مهم ګڼي. مونږ باید چمتو اوسوو."

د فضا د امنیت په اړه اندېښنې د روان کال په پیل کې زیاتې شوې، چې د نړۍ قدرتونو یو بل په فضا کې د وسلو په ځای پر ځای کولو تورن کړل. دوی په فضا کې د وسلو د نه خپریدو په هدف ملګرو ملتونو ته د یو بل پر ضد وړاندیزونه کړي دي.

د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو د کمیټې مشر مایک ټرنر د روان کال په پیل کې د روسیې د سپوږمکۍ ضد نوې وړتیا په شمول په فضا کې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو په اړه د ټولو معلوماتو د افشا کولو غوښتنه وکړه.

ټرنر پدې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې متحده ایالات په ناپوهۍ سره ناورین ته نږدې کیږي. هغه وویل چې روسیه په فضا کې د اتومي وسلو د ځای پر ځای کولو په درشل کې ده چې د امریکا اقتصاد او پوځ ته به لوی تاوان ورسوي.

سپینې ماڼۍ په وار وار ویلي چې امریکايي چارواکي د روسیې له پلانونو خبر دي او مسکو تر اوسه په فضا کې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو وړتیا نه ده ترلاسه کړې.

خو د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۷ (سرطان ۲۷مه) په یوه خبري غونډه کې پر دې مسئلې باندې په ټینګار سره وویل: "موږ له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې په فضا کې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو د طرحې په اړه د روسیې اراده تعقیب کړې. هغوی دومره پر مخ تللي چې موږ فکر کوو دې هدف ته نږدې شوي دي."

هغه زیاته کړه چې روسیه "د سرعت د کمولو اراده نه لري او تر هغه به سرعت کم نکړي چې پایلې یې نه وي ترلاسه کړي."

روسي او چینايي چارواکو تر اوسه د امریکا د وروستیو تورونو په اړه د امریکا غږ غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو دواړو هېوادونو په پرله پسې ډول پر خپلو فضايي پالیسیو باندې د امریکا انتقادونه رد کړي دي.

د می په میاشت کې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف په فضا کې د اټومي وسلو د ځای پرځای کولو په اړه د مسکو د هڅو په اړه د متحده ایالاتو اندیښنې رد او هغه یې "جعلي خبرونه" وبلل.

خو په واشنګټن کې د چین سفارت ومنله چې د امریکا او چین ترمنځ د فضا په اړه "ستونزې" شته، خو په فضا کې د چین د دښمنانه چلند ادعاوې یې رد کړې.

د چین د سفارت ویاند لیو پینګیو د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې په یو بریښنالیک کې لیکلي: "چین تل د فضا د سوله ایزې استفادې ملاتړ کوي، د فضايي وسلو یا په فضا کې د وسلو د سیالۍ مخالفت کوي او په فعاله توګه په فضا کې د بشر لپاره د کډې راتلونکې په خاطر د ټولنې د رامنځته کولو لپاره کار کوي."

لیو وویل، "متحده ایالات په فضا کې د چین لخوا د تش په نامه ګواښ په اړه داستان ته وده ورکوي ترڅو په فضا کې د تسلط لپاره خپله نظامي پراختیا توجیه کړي. دا یوازې یو بل مثال دی چې متحده ایالات څنګه د سړې جګړې ذهنیت او د مسؤلیت انعطاف ته لیواله ده."

خو د بیجینګ له دریځ سره سره د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر جیف کروز د چهارشنبې په ورځ وویل چې په فضا کې د چین چټک پرمختګ د اندېښنې وړ دی.

کروز زیاته کړه: "چین یوازینی هیواد دی چې حتی د متحده ایالاتو په پرتله د زیاتو فضایي دوکتورینو او ستراتیژیو درلودونکی دی، او هغوی د فضا او ضد فضا زده کړو او ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل داسې ترسره کوي چې موږ یې بل چیرې نه وینو."

د امریکا د فضايي ځواکونو قوماندان سټیفن وایټنګ په خبري کنفرانس کې وویل، "چین په فضا کې ...د وژنې د جال جوړولو په حال کې دی."

وایټنګ زیاته کړه چې په تیرو شپږو کلونو کې، دوی د استخباراتو، څارنې او کشفي سپوږمکیو شمیر درې چنده کړی ترڅو هدفونه ومومي او تعقیب کړي او په ټول هند - آرام سمندر کې د متحده ایالاتو او متحدینو ځواکونه یې درې برابره کړي دي.

هغه وویل: "دوی نورې سپوږمکۍ مدار ته استوي. موږ غواړو چې د فضا د امنیت په اړه له دوی سره خبرې وکړو ترڅو موږ په مؤثره توګه کار وکړو او هیڅ ډول غلط ارتباط یا ناغوښتی عمل ونه کړو چې د غلط فهمۍ لامل شي."

فضا یوازینی ډګر دی چې امریکا او روسیې په دې برخه کې د ترینګلو اړیکو سربیره هم خپله همکاري ساتلې ده. دواړو هېوادونو د يو بل فضانوردان نړيوال فضايي سټېشن ته لېږدوي او فضانوردان په دې سټېشن کې په ګډه ژوند او کار کوي.