د بریتانیا نوي صدراعظم په هېواد کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د بریتانیا د صدراعظم په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې کییر سټارمر د جمعې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۵) ژمنه وکړه چې د هغه د کارګر ګوند حکومت به له لومړۍ ورځې څخه په ملي کچه د اصلاحاتو په پلې کولو باندې کار پیل کړي.
هغه وویل: "د بدلون کار سمدلاسه پیل کیږي. خو په دې کې شک نشته چې موږ به بریتانیا بیا جوړه کړو."
د بریتانیا په وروستیو ټاکنو کې د سټارمر په مشرۍ د کارګر ګوند وتوانېد چې په غوڅ اکثریت د محافظه کار ګوند د ۱۴ کلونو واکمني پای ته ورسوي او واک په لاس کې واخلي.
د کارګر ګوند له بري وروسته، د بریتانیا پاچا چارلس دریم نن په رسمي ډول سټارمر په بکینګهم ماڼۍ کې د صدراعظم په توګه وټاکه.
د ماڼۍ لخوا خپاره شوي عکس کې پاچا له سټارمر سره د روغبړ په حال کې لیدل کیږي. چارلس دریم له دې وړاندې د محافظه کار پخواني صدراعظم ریشي سوناک استعفا ومنله.
د بریتانیا پاچا چارلس دریم او صدراعظم کییر سټارمر په بکینګهم ماڼۍ کې
د بریتانیا پاچا چارلس دریم او صدراعظم کییر سټارمر په بکینګهم ماڼۍ کې
د ماڼۍ په یو بیان کې راغلي: "پاچا نن محترم صدراعظم کییر سټارمر خپل حضور ته وباله او له هغه څخه یې وغوښتل چې نوې اداره جوړه کړي."

په بیان کې زیاته شوې: "محترم کییر د جلالتماب وړاندیز ومانه او د صدراعظم او د خزانې د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته یې د هغه لاسونه ښکل کړل."

د پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې د کارګر ګوند د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۴۱۲ او د ریشي سوناک محافظه کار ګوند یوازې ۱۲۱ څوکۍ وګټلې.

په بریتانیا کې له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا پنځه ځلې صدراعظمان بدل شوي، راپورونه وايي چې رایه ورکوونکو د همدغه سیاسي بې ثباتۍ او د ژوند د ورځنیو چارو د لوړو لګښتونو له کبله محافظه کار ګوند ته ډېرې رایې نه دي ‌ورکړي.

څه موده مخکې د بریتانیا پارلمان تر ټاکنو مخکې ړنګ شو. د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د پارلماني انتخاباتو نېټه د جولاۍ څلورمه وټاکله، په داسې حال کې چې تمه کېدله ټاکنې به د کال په پای کې وشي. کتونکي په دې باور دي چې هغه دا کار د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره کړی و.

وړاندې هم اټکلونه کېدل چې د کارګر ګوند به ۱۴ کاله وروسته بیا واک ترلاسه کړي. د ړنګ شوي پارلمان ۱۲۹ غړو ویلي وو چې ځانونه بیا نه کاندیدوي، په دوی کې یې ۷۷ د محافظه کار ګوند استازي وو.