د طالبانو مالیې وزارت: یوازې د هغو ښځو معاشونه پنځه زره شوي چې په کور کېنول شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو مالیې وزارت بي‌بي‌سي پښتو ته روښانه کړې، یوازې د هغو ښځینه دولتي کارکونکو معاشونه "پنځه زره" افغانۍ شوي چې په کور کېنول شوي دي.

د ښځینه کارکونکو د معاشونو په تړاو ویل کېدل، چې د طالبانو حکومت "د ټولو ښځو کارمنانو" معاشونه پنځه زره افغانیو ته راټيټ کړي دي. خو د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل له څو اوونیو ناروښانتیا وروسته د طالبانو د مشر حکم په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي حقمل بي بي سي ته ویلي: "حکم یوازې او یوازې هغو ښځینه کارکونکو ته راغلی، چې په کور دي او وظیفو ته نه ځي. د هغوی معاش پنځه زره افغانیو ته راکم شوی دی."

نوموړي ویلي، د روغتیا او پوهنې برخې ښځې چې دندو ته ځي، د خپل بست پوره معاش او امتیازات ورکول کېږي.

"ټولې هغه ښځې چې دندو ته راځي د خپل بست معاش ورکول کېږي. دا په دې مانا، چې هغه معادل بست کې چې نارینه څومره معاش اخلي، ښځو ته هم په هغه اندازه ورکول کېږي."

ښاغلي حقمل ویلي، که له دې ښځو چې په کور ناستې دي، کومه یوه د اړتیا پر مهال دندې ته ور وغوښتل شي، معاشونه یې بېرته له پنځه زره لوړېږي او د خپل اصلي بست په اندازه معاش او امتیازات به ورکول کېږي.

بي بي سي د طالبانو حکومت د مالیې وزارت څخه وپوښتل چې په د کېنول شویو ښځو شمېر څومره دی، خو د یاد وزارت ویاند یې په ځواب کې ویلي چې "شمېر یې لا نه دی مالوم."

له دې وړاندې د تېرې جون پر شپږمه د طالبانو حکومت یوه چارواکي بي بي سي ته منلې وه چې، د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه مکتوب کې امر کړی چې د ښځینه دولتي کارمنانو معاشونه پنځه زره افغانۍ وټاکل شي.

په دې حکم کې دا نه و په ډاګه شوي، چې یوازې په کور ناستو ټولو ښځينه کارمنانو معاشونه دې پنځه زره وټاکل شي او که هغوی چې دندې ته ځي، هم په دې اندازه معاشونه دې ورکړل شي.

په دغه مکتوب کې د نه روښانتیا له امله، ځینو ښځو ته د جوزا میاشتې معاشونو هم نه وو ورکول شوي.

پر خواله رسینو ځینې داسې ویډیوګانې هم لاس په لاس کېدلې چې له شپږم ښکته ټولګیو نجونې زدکوونکې پکې ژاړي او وايي چې د ښځینه ښوونکو معاشونه یې ځنډول شوي او ټولګیو ته نه راځي. طالبانو مالیې وزارت اوس وايي، د جوزا ځنډول شوي معاشونه به راتلونکې میاشت کې

"په پنځه زره افغانیو څه وکړو؟"
د کابل پوهنتون یوه استاده چې اوس په کور کېنول شوې، بي‌بي‌سي‌ د دغه فرمان له خپرېدو ورسته ویلي و، دغه پرېکړې دې نه پلې کېږي، ځکه د هغې په ټکو د ګڼو مېرمنو پر ژوند منفي اغېز کوي.‌

هغه زیاتو، "موږ مجبورې کړل شوې یوو چې په کور کېنو.‌ دا هره ورځ‌ روحي تکلیف راته پيدا کوي.‌ د معاشو کمولو ظلم دی، اکثره ښځې د کورنیو سرپرستي کوي، هغوی به په پنځه زره افغانیو څه وکړي؟"

د پوهنتون دغه استاده چې د دوکتورا تر کچې زدکړې لري، وايي تر اوسه په رسمي ډول له دغې پرېکړې نه وه خبره شوې خو په خواله رسنیو کې یې په اړه لوستي دي.‌

نږدې درې کاله وړاندې له هغه راهیسې چې طالبان وک ته رسېدلي، پر ښځو او نجونو یې کمساري بندیزونه لګولي دي. طالبانو د روغتیا او پوهنې او ځینو نورو برخو پرته د نورو ټولو دولتي ادارو ښځینه کارمنانې په کور کېنولې دي.