د ګیله من وزیر مړی وزیرستان ته لېږدول کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړي ګیله من وزیر جنازه د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده د یوه کاروان په بڼه په وزیرستان کې د نوموړي کلي ته لېږدول کېږي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې ګڼ شمېر کسان د هغه امبولانس په شاوخوا کې راټول دي او شعارونه ورکوي، چې د ګیله من مړی پکې لېږدول کېږي.

د لارو په اوږدو کې هم ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي، چې د جنازې له کاروان سره یو ځای روان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر اړوند خواله رسنیو لږ مخکې داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شول، چې ښيي د ګیله من وزیر د جنازې کاروان لومړی کوهاټ او بیا پېښور ته نژدې شوی دی.

پرون (چهارشنبه) ماښام د ګیله من وزیر د مړینې تائید تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د ګیله من جنازه به د پېښور او بنو له لارې وزیرستان ته ولېږدول شي او هلته به په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلي پښتون له خپلو تحریکي ملګرو وغوښتل، چې د دوی سیمو ته د جنازې کاروان له رسېدو سره له دې کاروان سره یو ځای شي.

د یادونې ده، چې د ګیله من وزیر مړی به سبا (جمعه) د وزیرستان په رزمک سیمه کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

غبرګونونه
پي ټي ایم مسوولینو لږ مخکې وویل، د جنازې کاروان پېښور ته نژدې شوی 
د عکس تشریح،پي ټي ایم مسوولینو لږ مخکې وویل، د جنازې کاروان پېښور ته نژدې شوی دی.
د مفکوره مشر حیات روغاني په پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله ته وویل، ''د ګیله من مړینې زرګونه نور ګیله من وزېږول.''

نوموړی زیاتوي: ''ګیله من د دې خاورې د درد او جذباتو شاعر و او دا درد زموږ شریک دی، د هغه په جذبه او درد شک نه شي کېدای، ډېره لویه غمیزه ده، ډېره لویه د غم ورځ ده.''

د ګیله من وزیر پر مړینه د خواله رسنیو له لارې هم د نړۍ په لر او بر کې ګڼ شمېر خلکو، مدني فعالانو، سیاسیونو او مشهورو شخصیتونو سخته خواشیني څرګنده کړې.

مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فېسبوک پیغام کې د ګیله من پر مړینه د ژور خفګان څرګندولو تر څنګ لیکلي: ''ګیله من د یوه ریښتیني وطنپال په توګه تر پایه پر خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وباښه.''

یوه بل پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم پر خواله رسنیو یوه پیغام کې ویلي، د ګیله من مړینې ډېر خواشینی کړی دی.

ښاغلي کرزي پر اېکس پاڼه خپل پیغام کې لیکلي: ''د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد ګیله من وزیر کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره متوفی ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.''

د نوموړي مړینه تر هغې وروسته تائید او اعلان شوه، چې چارشنبه له بهره هم د ډاکترانو یوه ډله د نوموړي کتلو لپاره اسلام اباد ته ورغلې وه.

د یادونې ده چې پر ګیله من وزیر دا مرګونی برید تېره یکشنبه د یوه ډله کسانو لخوا د اسلام اباد په بي-۱۷ سیمه کې داسې مهال شوی و، چې یو بل ملګری هم ورسره و.

د پي‌ټي‌ایم مشر او د ګیله من ملګرو په دغه برید کې د ښکېلتیا په تور د ځینو کسانو نومونه هم اخیستي، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د تورنو شویو کسانو لټون روان دی.