فرانسه کې ټاکنې د اټکل خلاف کیڼ اړخو ګټلي خو اکثریت یې نه دی خپل کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


فرانسه کې ټاکنې د اټکل خلاف د کیڼ اړخو ټلوالې وګټلې. په دې ټاکنو کې د ایمانوېل مکرون منځلاری ګوند په دویم نمبر او ورپسې ښي اړخي ګوند دریم ځای خپل کړی دی.
ښي اړخي ګوند هاغسې چې اټکل یې کېده، په دې ټاکنو کې ډېرې رایې ونه ګټلې.
د فرانسې اوسنی لومړی وزیر چې د ښاغلي مکرون له ګونده دی اعلان کړی چې استعفا کوي. سره له دې چې نوموړی غواړي چې پاریس کې د اولمپیک سیالیو پر مهال په خپل دنده کې پاتې شي.
دا په فرانسه کې تر ټولو مهمې ټاکنې وې. په وروستیو ۴۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په خورا ډېر شمېر کسانو پکې برخه اخیستې وه.
د اروپايي هېوادونو مشرانو هم د ټاکنو پایلې ته مثبت غبرګون ښودلی. د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، دا ټاکنې د دې لامل شوې چې فرانسه کې ښي اړخی سخت دریځه ګوند له مخکې تګ راوګرځوي.
ښاغلی اولاند چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د فرانسې ولسمشر و د ایمانوېل په بریالي کېدو سره یې ماته وخوړه. په دې ټاکنو کې نوموړی د کیڼ اړخي ګوند تر ټولو پېژندل شوې څېره وه.
د اسپاینا سوسیالېست دولت لومړي وزیر پدرو یانچز ډېر ژر ټاکنو کې د کیڼ اړخي ګوند بریا ته غبرګون ښودلی. نوموړي ویلي، په بریتانیا کې د کارګر ګوند و په فرانسه کې د ښي‌ اړخي ګوند بریا دا ښکاروي چې "خلکو د پرمختګ لوري ته د تلو لپاره هو ویلي او د حقونو او ازادۍ شاته تګ ته یې نه ویلي دي"
د ښي اړخي ګوند په زرګونه مخالف فرانسویان لارو او کوڅو ته راوتلي او د کیڼ اړخي ګوند بریا لمانځي.
له رای اچونې وړاندې د نظر پوښتنو له مخې ښي اړخی ګوند مخکې و او ویل کېدل چې د ټاکنو ګټونکی به وي او اکثریت رایې به ګټي، خو د اټکل خلاف ډېرې رایې یې و نشو ګټلی.
د فرانسې د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې وشوې، د ښي اړخو ملي ټولنې ګوند تر ۳۳ سلنې ډېرې رایې ګټلې وې.
دا لومړی ځل دی چې د کډوالو ضد د دوو ګوندونو ائتلاف د حکومتولۍ چانس پیدا کوي.
په داسې حال کې چې فرانسه کې ټاکنو ته درې کاله وخت پاتې وو، خو د دغه هېواد ولسمشر ایمانوېل مکرون د اروپايي پارلمان د ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ټاکنې له وخت نه مخکې اعلان کړې.
د نوموړي دغه اقدام خلک حیران کړل او آن د هغه په ګوند کې یې ډېری په غوسه کړل، خو هغه په دې سره د خلکو لپاره د "روښانه شېبې" په توګه دفاع وکړه چې پرېکړه وکړي څوک غواړي هېواد اداره کړي.
دا ټاکنې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې ۱۹ ورځې وروسته د جولای په ۲۶مه پاریس کې د اولمپیک سیالۍ وشي. له وړاندې هلته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د سیاسي ناندریو د مخنیوي لپاره دېرش زره نور پولیس ځای پرځای شوي دي.