اسلام اباد کې د طالبانو د استازي‌ احضارېدل؛ د پاکستان غوښتنې څه دي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


پاکستاني چارواکو پرون چهارشنبه وویل، اسلام اباد کې د افغان سفیر مرستیال احضار کړی او په بنو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه مرکز د برید په تړاو يې احتجاج ثبت کړی. د جولای پر ۱۵مې هغه برید کې اته پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د بنو برید د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې کړی او دوی د افغانستان له مرستیال سفیره غوښتي چې باید د طالبانو حکومت په افغانستان کې د دې ډلې پر ضد فعالیت وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومته غوښتي چې باید وسله والو ته د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.

بل لور په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر وايي، پاکستاني چارواکو ته یې ویلي چې د پاکستان په نورو برخو کې هم بریدونه کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې بریدګر دې په افغانستان کې اوسېږي. سفیر سردار احمد شکېب د بي بي سي پښتو ته په یوه مرکه کې په دې هکله وویل یو "همکار" یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و:

"موږ (دوی ته) وویل، چې بریدونه خو د پاکستان په نورو برخو کې هم کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې (بریدګر) دې په افغانستان کې اوسېږي، خو په هر صورت د افغانستان موقف دا دی، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو پر ضد داسې اقدام وکړي. که چېرې داسې څوک وموندل شي، چې هغوی د بل چا پر ضد د افغانستان خاوره کاروي، موږ یې په اړه اقدام کوو."

سفیر شکېب وايي، ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم په پاکستان کې بریدونه کول او په وینا یې ډېری کسان یې په پاکستان کې دي. خو نوموړي د دې ترڅنګ وویل، "کېدای شي (د ټي ټي پي) ځینې عناصر په افغانستان کې پټ وي، خو مانا یې دا نه ده، چې اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] یا د افغانستان خلک د هغوی ملاتړ کوي یا دې دلته (پاکستان ته) رالېږلو کې مرسته کوي، کېدای شي که یو کس دلته راځي، همدلته به اوسي."

نوموړي زیاته کړه، دوی همکارۍ ته چمتو دي او که څوک شواهد ولري، چې په افغانستان کې داسې څوک شته، چې د نورو پر ضد جګړه کوي، د دوی حکومت د داسې کسانو پر ضد اقدامات کوي.

"د تورونو پر‌ ځای دې پر حل لارو خبرې وشې"

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي، چې د حافظ ګل بهادر ډلې په ګډون یو شمېر وسله وال تنظیمونه په افغانستان کې پټنځایونه لري، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا د پاکستان امنیت او ټیکاو ته خطر رامنځته کوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب بیا وايي، پر یوه بل د تورونو لګولو پر ځای باید پر دوه اړخیزو خبرو تمرکز وشي او د خبرو له لارې مسئایل حل شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویندویانو په تکرار سره ویلي، چې "چاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي‌" او له پاکستانه غواړي خپل هېواد کې ستونزو ته پام وکړي.

له دې مخکې د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو، چې لسو وسله والو د دوشنبې پر ورځ په بنو کې پر یوه چاوڼۍ یا پوځي مرکز برید وکړ.

د پاکستاني پوځ په وینا وسله والو له باروتو ډک موټر له یوه دېوال سره ټکر کړ، خو دوی پوځي مرکز ته د وسله والو ننوتلو مخه ونیوه. د پوځ په وینا دې موټر بم برید کې اته پوځیان ووژل شول.

حافظ ګل بهادر ډله څوک دي؟
د معلوماتو له مخې د پاکستاني طالبانو ډېری بېلې شوې ډلې اوس په تحریک طالبان پاکستان کې یو ځای شوې دي، خو ځینې ډلې لا هم له ټي ټي پي بهر جلا فعالیتونه کوي، چې حافظ ګل بهادر ډله هم پکې شامله ده.

حافظ ګل بهادر په ۲۰۰۱ کال کې ځانګړې وسله واله ډله جوړه کړه، چې په لومړي سر کې یې د وسله والو شمېر ۴۰۰۰ کسان یادېدل.

په لومړي سر کې دې ډلې له پاکستاني پوځ یا حکومت سره ډېر اختلاف نه کاوه او په قبایلي سیمو کې د ۲۰۱۴ له پوځي عملیاتو وروسته دا ډله تر ډېره بریده غیر فعاله وه.

پاکستاني حکومت هغه مهال ادعا کوله چې ګڼ شمېر وسله وال سخت دریځي یې وژلي او یا یې له قبایلي سیمو شړلي دي.