د چمن- سپين بولدک دروازه له لنډ مهال پرانيستل کېدو وروسته بېرته تړل شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د چمن دروازه له نژدې يوولسو مياشتو اعتراضونو او پرلپسې پرلت وروسته نن دوشنبې سهار د لنډ مهال لپاره پرانيستل شو خو وروسته بېرته وتړل شوه.

پرون‌ يکشنبه د پرلت تنظيموونکو وویل چې مهمې غوښتنې يې منل شوې دي، خو د دواړو غاړو تر منځ د شوي هوکړې په اړه جزيات ورنکړل شول.

د پرلتوالو او حکومت تر منځ د منځګړي پلاوي یوه مشر ملک عنایت الله کاسي پرون پرلت کوونکو ته وویل چې د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ به په افغان تذکره او پاکستاني شناختې کارد کېږي.

خو اوس له سيمې رپوټونه وايي، چې دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بېرته تړل شوې ده.

د دغې دروزاې د پرانیستل کېدو اعلان د پاکستان او يا هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه دی کړی او د هوکړې او مکانيزم په اړه هم ډېر معلومات نشته، خو ویل کېږي يوازې سوداګر او هغه کسان چې توکي له يوې خوا بلې ته لېږدوي له پاسپورت پرته به د تګ راتګ اجازه ولري، نور خلک به په پاسپورت سفر کوي.

پرلت
د بلوچستان او يا هم د پاکستان حکومت لا په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او په افغانستان د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو په سيمه کې ځينو طالب چارواکو بي‌ بي سي ته ويلي چې پاکستاني‌ لوري‌ ورته په رسمي ډول د دروازې د پرانيستل کېدو څه نه دي ويلي.

دوی وايي کله یې چې په دې اړه په دروازه کې له پاکستاني امنيتي‌ ځواکونو پوښتنه وکړه هغوی هم ناخبري وښوده.

بل پلو د پرلت يو مشر وايي د دروزاې پرانيستل کېدل او د نوي مکانيزم پلي کول به څو ورځې وخت وغواړي.

د پاکستان حکومت نژدې ۱۱ میاشتې وړاندې د چمن او سپین بولدک تر منځ پر پوله د تګ راتګ لپاره پاسپورټ حتمي اعلان کړی و.

په پاسپورټ د تګ راتګ تګلارې له اعلان وروسته د سیمې زرګونو خلکو په اعتراضونو لاس پورې کړ او کمساري اوږده پرلت ته کښېناستل.

ځايي خلکو ویل د تېر په څېر دې د کرښې دواړو غاړو ته له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

دغه اوږد اعتراض وخت نا وخت له تاوتریخوالي سره هم مل و او د پاکستان پر حکومت له دې کبله سختې نېوکې هم کېدلې چې د خلکو روزګار ته فکر نه کوي او د ځايي خلکو بنسټیزو غوښتنو ته پام نه کوي.