عبدالعزیز پرهیز

دا یو خوب ؤ که رویا وه

را ترغاړې چې بېګاوه

تکه شنه ښکلې ورشو وه

راچاپېره چې تر غرو وه

یرویس نجیبي
لږې رو خو له اکثرو نه سندره
جوړوم دې له خبرو نه سندره
ستا خبرې مرغلرې کیف به وکړي
جوړوم چې مرغلرو نه سندره


د ا نسان کمی راغلی خرمیله جوړ په کابل دي
د ثروت پرسرجنګونه د ارزالو یو تر بل دي
دځنګل قانون چلیږي هرزورواک وکیل وزیر دي
اساسی قا نون پا یما ل دزورواکو تر هر پل دي

 

پاتې په ضمیمه ‍ې

زیاتې مقالې …