د ځوانۍ یاد
عزیز پرهیز ملکزي
د ژوندون لړۍ ته ګورم چې غوڅيږي
هره ورځ یوه کړۍ ترينه بېللېږي
هره ورځ یوه کړۍ ترينه بېللېږي
یووالي
که د افغا ن تر مینځ وحدت شي برقرار
د ښمنا ن به شي له ژونده خپل بیزار
نور په ضمیمه کې
ټپي هیواد
زما ټپي او ژوبل ژوبل هیواد
بیا دمو هم غچ په لمبو کې سوزي
بیا د وحشي ناتار منګول کې ګیر دی
بیا هغه سوي لولپه ښارونه
بیا هغه وران او کنډوالې کورونه
د توغندیواو بمونو لاندې
په دوړو خاورو
او ایرو بدلېږي
بیا د ښکيلاک
تور سړیخوره او داړونکې ليوان
په انساني څيره کې
د وینو غوښو
په لټون وتلي
هغه بې پلاره او يتيم ماشومان
بیا هغه کونډې ځورېدلې ميندې
له تېر ناتار نه چې ژوندي پاتې دي
د دې داړونکو شرمښانو
د هوس نښه دي
دا ټيکدارد انساني حقونو
د انساني حق په نوم
څومره وحشت څومره نادوده کوي