ته وې جوړ له سخت ډبرو څوک پوه نه وو
ته وې غوټه د ټول ستونزو څوک پوه نه وو
پر شتمنیو دې یرغل ؤ له هر لور
ته ارزښت وې په ارزښت دې څوک نه پوه وو
غرونه مړه وینې د تاکو رګو کې وچ ول
په دې غرو کې د ژوند ساه وه څوک پوه نه وو
مست څپو کې د خندا پټه ژړا وه
د چوپتیا منځ کې توفان ؤ څوک پوه نه وو
دلته هر چا په هرشان لوبې خپل وکړې
ظاهري انسان شیطان ؤ څوک پوه نه وو
چاته لوړ چاته څوک ټيټ وايې زه آورم
دغه جنګ د تور او سپین ؤ څوک پوه نه وو
ټولو ویل دا شراب مه څکه چې ګناه ده
ما لیدل انتهورا ده څوک پوه نه وو
چې پوستکی شي خوسا د سړي تن کې
پټ رنګو کې دا خوسا ؤ څوک پوه نه وو
چې له مینې د انسان مقام يې خپل کړ
دا عاشق مدام انسان ؤ څوک پوه نه وو