ځه کنه یو غر راباندې واړوه
ومی سیزه لمر راباندې واړوهناست یم کیفیت کې ماښامو سره
نه ځمکه په سر راباندې واړوه خدایه چې د مینې جواري کوي
داسې جوارګر راباندې واړوهګورمه په سترګو کې تاثیر لرې
روغ مې کړه نظر راباندې واړوهیا خو پدې ښار کې امن راوله
یا خو پیښور راباندې واړوهزه پدې الهام خپله هم پوه نه یم
ربه سخنور راباندې واړوهاوس دا باغي زړه د سړیدو نه دی
اوس خو سمندر را باندې واړوه
----------------------------
شاعر : شاهد اقبال باغي
ځه کنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode