{slide= ژړا راځي}
چه بیچاره ملت ته ګورمه ژړا راځي
زمامدارانو د غفلت ته ګورمه ژړاراځي

په هیڅ چاکی خواخوګۍ اوترحم نه وینم
وطن ویجاړ حالت ته ګورمه ژړا راځي

ټول افغانان یوو او بیرغ مو یو دی
بیا چه د ژبو تبعیضو ته ګورمه ژړا راځي

وطن زمونږ واک یی د پردو په لاس دی
د رحمن بابا شعرو ته ګورمه ژړا راځي

وطن مو ښکلې غرونه او باغونه لري
چه د شهیدانو هدیروته ګورمه ژړا راځي

کور د ننګیالیو ده، زمریان پکې دي
چه د ګیدړو نیرنګو ته ګورمه ژړا راځي

افغانان یوو، ښکلۍ تاریخ اوغیرت لرو مونږ
بیا د ګاونډیو دسیسو ته ګورمه ژړا راځي

راځی چه د اغزو په ځاې ګلان وکرو
بیا د غمازانو پلانو ته ګورمه ژړا راځي

سوله او نیکمرغي د وطن، شعار دی زمونږ
د ‌حامد شړیدلي ګریوان ته ګورمه ژړا راځي

اسدالله حامد پیاروخیل پوهیالۍ
جاپان ۱۱.۲۰۰۸
{/slide}{slide= مینـه لرم}
شاعر نه یم، شــــــــــــــاعرانو سره مینـــــه لرم
میــــن نه یم ، له خوبانـــــــــو سره مینـــــــه لرم

مینـــــه او عاشقي د هر انسـان لره پــــــکار ده
خیر ده کـه بوډا یم، له ځوانــــــانو سره مینه لرم
X
وطن مو یو دی، بیــــــــلې ژبې او رواجونه لرو
ډیر دي نژادونــــــه، افغانــــــــانو سره مینه لرم

نفاق مې نه خوښیږي، د جنګونو څخه کرکه کوم
د خپـــــــلواکۍ د لارې اتــــــــلانو سره مینه لرم
X
کابل ده کــــــــه زابل ده، لغمان ده که مـــــــیدان
د دې خاورې د اغزو او د ګــــلانو سره مینه لرم

اڅک یې غرونه، ښـــــکلې دښتې او سیندونه لري
زمونږ د ټولو مور ده، بچــــیانو سره یې مینه لرم
X
خیر ده که نن وران او در په دره ښــــــــــــکاري
بیا به شـــي ودان، دشازلمیانو سره یې مینــــه لرم

پورته کړه قلم، لاس په کــــــــــــار شه حامد جانه
غښتلي یې عالمان دي، لیکوالانو سره یې مینه لرم
{/slide}


{slide= هیله}
نور خلک لاړشي قلم واخلي کتابچه واخلي
پښتون چې لاړ شي دخپل ورور مرګ ته وسله واخلي
هله به دلته کې سکون راشي او سوله راشي
چې قلم لاسو کې پښتون او پښتنه واخلي

لېوۍ پام کوه چې سره جوړه بيا وانه غوندې
ځوانان خو څه چې بوډاګان به هم لمبه واخلي
خاونده دې وطن کې بيا هغه دوران راولې
چې ځوان اتڼ او پېغله لاسو کې چمبه واخلي
که دغه مسته يوه شپه خاوند په ګير راولي
خداى راستي که رانه يو مينټ دمه واخلي
لېونۍ ويلي چې په اور باندې به يې ونيسم خو
يرغل مې خداکه له سرو شونډو نه مزه واخلي
ځان ته په قهر شم چې ته ولې جانان نه لرې
زما په مخکې چې څوک ښکلي نه بوسه واخلي
يوه ونه ويل چې يرغله راترغړې ووځۀ
که خداى تعالۍ خودې دا واړه ښايسته واخلي
{/slide}{slide= ټپيزه}
سترګې يې غټې ملا نرۍ ده
په غاړه يې ښکلې غاړه کۍ ده

په ښکلې پزه يې نتکۍ ده
د کفر لور لکه سپوږمۍ ده
لا پېغله نه ده لا کمکۍ ده
شم ترې قربان تنکۍ منکۍ ده
خوږه له شاتو يې خولګۍ ده
پسته مسته لکه وړۍ ده
وايمه سمه زولوبۍ ده
د ترميده وو وړو ډوډۍ ده
خو بس په څېر د ښاپېرۍ ده
ملګرو دغسې جينۍ ده
تل راته شونډو کې مسکۍ ده
زما ( يرغل ) ښه د يارۍ ده
{/slide}{slide= غزل}
عمر مې تېر شو بس همدغه انتظار کې خدایه
چې سړيتوب به پیداکېږي کله یار کې خدایه
افغان ماشوم چې شي زلمی یایې ځانمرګی واخلي
او یا یې ماین خښ وي ضرور د ښونځي لار کې خدایه
مونږه په شپه کې د چا کاڼو ته کتلي نه دي
زمونږ کانونه غزللوټ شوه تکه سپین سهار کې خدایه
مزدور خاوند ترېنه ځانمرګي زوی بمبار واخیستو
کونډه وړو بچو ته خیر غواړي بازار کې خدایه
ددوی قاتل ته خو هیچا هم ترهګر ونه ویل
دا پښتانه چې نن سبا مري په بمبار کې خدایه
چې پلار یې ووایي ( یرغله ) لور مې ستا په نوم شوه

څه به دې لږ شي په دا بې حده دربار کې خدایه‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌
{/slide}{slide= درې بیتونه}
ددې په ځای چې راته هره ورځ ښېرا وکړې
خوله خو دې نه ماتيږي یاره چې دعا وکړې
جانان رقيب سره روان و چې ور ومې کتل
مخ یې راتاو کړ راته یې ښې ډېرې کنځا وکړې
ماته یې وویل ( یرغله ) خداکه ستا شمه زه
که ته هر څومره تاويزونه په ملا وکړې
{/slide}{slide= غزل}

په جنګ کې کوي دوه کاره اکثر پښتانه
یا سر بایلي او یا ګټي سنګر پښتانه
یوې خواته دښمن بله خوا خپلو کې جنګیږي
دا ځکه دي ملګرو در په در پښتانه
دوی دېته دي حیران چې به بېګاه ته مونږه څه خورو
نړۍ اوس هم ګڼي ځانته خطر پښتانه
چې ولې دې نړۍ کې ډېرو دېته کار ویلی
چې نه شي سره یو ځای لر او بر پښتانه
که جوړ له شیشو ښار او تاج محلې نه لري
دېره لري چنار لري ګودر پښتانه
یو غم مې دومر نه ژړی ملګرو لکه دا غم
چې څو به یو او بل ولي په سر پښتانه
زما ( یرغل ) له لمونځ وروسته لومړۍ دغه دعا وي
چې وځلوې خدایه لکه لمر پښتانه
{/slide} {slide= غزل}
څومره ساده دى دښمن لاس کې ورکړي توره خدايه
پښتون يې واخلي لاړشي خپله مور کړي بوره خدايه
د جنګ ميدان دى پښتون لاس کې توره فکر کوي
چې لومړى خرپ تېر له دښمن که له تربوره خدايه
زمونږ دا غله مشران په سمه لاره کړې برابر
زمونږ دا لوټ هېواد نور وساتې له چوره خدايه
څنګه به جوړ شي دا زمونږه وران ويجاړ وطن چې
زمونږ د هر يو مشر سر ډک دى له بوره خدايه
دا د ډارنې لور چې وويني ( يرغل ) نو لکه
هوسۍ چې وويني زمرى او شي تروره خدايه
{/slide}

 


{slide=ابتداء}ملګــــــــرو راشئ چــې لـــــه صفـــره ابتـــداء وکـــــړو
اول ځـــــــان ســـــــم کړو هله نورو تـــه تابيا وکــــــړو
حـــــق وينو پېژنو د حــــــق پـــــــه لاره تګ نـــــه کوو
څنګه بـــــــــه طمه مــــــــونږ له حقه د بريـــــا وکــــــړو
بــــې لـــــه کــــــرداره ګفتــــار هيڅکلـــــه اثر نه کوی
پس لـــــه کــــــــرداه ښائی خــلکـــــو ته وېنـــــا وکـړو
منـــــم اول ده عـقيـــده خــــــــو لـــــه عمـــــله ســــــــــره
چــــې ښــــکاره نه وينو بـــاور پــه پټ د چـــا وکـــړو
ځان پسې بل پسې مـــــو ډېـــرې خنداګانې وکــړې
بس دے راځئ چې خپل خالق ته اوس ژړا وکـــــړو
چې رانه تېر شول او په وخت باندې ادا مو نه کـړل
خېرد ے قبول دی خو که مــــونږه يـــې قضا وکــړو
حق شو ثابت نـور بـــه اوس څــــه پسې دليــل لـټوو
چـــې حــــــــزب الله وکـــــړه هــــــم هغسې ادا وکــــړو
چــې قول او فعل يې دواړه يوشی د الله پـــه فضل
راځــــئ مــــلګرو چــــې شـــاهين تــه هم دعا وکـــړو

{/slide}{slide= رڼا}

د مهربان بخښونکی خداے په نامه
((دا شعرونه مې په دې وروستيو ورځو کښې د خپلې خوږې لور رڼا فاطمې د زېږېدنې په موقع ويلی دی چې هم هغې وړې بچۍ ته يې ډالۍ کووم ______ انور شاهين خانخېل))
رڼا
تيــــــارې بــــــه تښتی چـــــې رڼــــا راغله
چـــــې فـــــاطمـــــه مې په دنيـــــا راغــلـه
هيـــلــه ده لاړ بــــه ټول غمونه مـــې شی
چـــــې مــې د خـــــوږ زړګی دوا راغـــلـــه
دا د اســــــــــلام او د پښتــــــو اثـــــر دے
چې دا په کور کښې مې ښکلا راغــــله
نبی(ع) فـــرمائی لور رحــــمت دے د رب
دا لـــــــه رحمت ډکـــــــه هـــــــوا راغـــــلــه
اسلام نه مخکښې لور پېغور غوندې ؤ
د خداے رحمت شو چــې زهرا(ع) راغـلــه
دا کائنـــــات واړه تســــلـــيم شو ورتـــــــه
چې خــــوږه لـــور د مصطــــفی(ص) راغلـــه
شــــــوه نـــمونــــه د دنيــــا ښځــــــــو لـــــره
کلـــــه مېرمــــن د مـــــرتضی(ع) راغــــلـــــه
چـــــې مې رڼــــــا هم تــــــرې رڼا واخـــــلی
د شـــــاهين خـــــولې تــــه دا دعا راغلــــه
بيــــــا يې جـــــرات زۀ د زېنب(ع) غــــواړمــــه
کــــــه يې په ژوند کښې کـــــــربلا راغـلـه

{/slide}{slide= پښتون حُسېن: }

ای غـــېرتــــــــــي! ای ننګيــــــــاليــــــــــه! ای پښتــــــــون حُسېنه!
ای د انســــــــــــــان انســـــــــانيت، روح او ژونــــــــــــدون حُسېنه!
تــــــــــۀ سفينــــــــه يې د نجــــــات د هــــــــــــدايت مشـــــــال يــــې
يـــــــــې نمــــــونـــــــه د انقـــــــــلاب او د بــــــــدلــــــــون، حُسېنه!
پــــــــــه کـــــــــربـــلا کښې دې پــــــــه پـــاکــــو او سپېڅلو وينو
انســـــــــان تـــــــه وښودو د ژونــــد پـــــه لاره يـــــــــون، حُسېنه!
راز د بقـــــــــا دې پـــــــــه فنــــا کښې کـــــړو څرګنـــد هـــر چا ته
انسـانيــــت بــــــــــــــه همېشـــــــه وی ستـــــــــا ممنون، حُسېنه!
پــــــــه قــــربانۍ بــــــانـــدې د سر دې حـــق باطـــل کـــړل جــــدا
تــــــا بـــــــې نقـــــابـــــه کـــــړو يـــزيد غــوندې ملعون، حسېنه!
زمـــکــــــه دې هــــــره کــــــربلا، ورځ عــــــاشوره جــــــــوړه کړه
فــــــــــرق دې کــــــــړو ختـــــم دا د نـــــن او د پــــــرون، حُسېنه!
تــــــر څـــو انسان چــې وی انسان نــــو هېر به نــه کـــړي چـرې
چـــــې دې پـــــه وينو کــــــوم تحــــرير کړلـو مضمون، حُسېنه!
د دنيـــــا ټــــــول غمـــــونـــــه ستـــا يـــو غـــــم تــــه نــــه رسېږي
په غم کښې ستا شته زړۀ چاودون هم زړۀ راښکون، حُسېنه!
شــــاهين کـــــه هــــر څـــــو نـــــاقـــــراره پــــــه غـمونو کښې دی
ستــــا پــــــه نــــامــــه کښې دی حـــاصل ورته سکون، حُسېنه!{/slide}

 

{slide=اکمل ليونی : کبيرستوري صيب سره د خپل ژوند شپی ورځی}

دلته ډيری ښی تيري کړې دي او په پښتو، پښتون او پښتونولۍ باندی ډير مين ؤ. هغوی ته مخکی يو خپله زاړه قطعه سوغات کوم او بيا څو شعرونه می ليکلی دي هغه وايم، چې زه به کوم محفل ته لاړم هغه به ویل چی هغه قطعه درنه هيره نه شي !

انـسـان به وي خـو مسـلمان به ورته څـوک ونه وايی
چـې خــدای مــنـي او مــحـــمـــد رســول الله نه منـي

خـو هغه پښتون به دمور او پلار نه حرامي پيداوي
چـې پښـتو وایی او دې لابياهم پښتونخوا نه مـنـي


کبيرستوری

عــجـيــبـه غـوندی انسـان ؤ کبيرستوری
سـپين سپيڅلی مسـلـمان ؤ کبيرستوری

ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری
د هـــر چـا جــان او جــانـان ؤ کبيرستوری

واقــعـي چـې نــر افـــــغـان ؤ کبيرستوری
د ادب روح روان ؤ کـــــــبــــيــرســـتــوری

د بـــصـير او د نـــصـير ستوري کـه پلار ؤ
په مـونږ هم دځان نه ګـران ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

د ادب اســــتاد يې ويــل اجـمل خټک ته
پــيـرو کار د بــاچـــاخــــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

کــه دســــوات دخــــان لا لا دچــوتي يار ؤ
زمـــونــږ هـــم د زړه درمان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

شــاعــــرانـــو اديـــبـانـــو بــانــدی ورک ؤ
نه په مـــــــال ؤ نه په جــــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

ســر مـايــه يــې د ادب دومـــــره لـــــــرلـــه
جــــرمـــني کـې پـری ودان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

مــيـلــمه دوسـت ؤهـم بـهـر او هـم په کلي
ســم ســـخـی ارســلا خــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

چـې هــر چا يې خوشبويي محسوسه وله
هــغــه ګــل د ګلــســــــتـان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

دا مــنــم چــې وســيـده ښــکـته په زمکــه
خو لکــه ستوری داسمان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

په هـــيـڅ شــان د هــيـريـدو نه دی اکـمـله
د هــــمـه پــــښــتــنـو ځــان ؤ کبيرستوری
ننګ غيرت پښتو ايــمـان ؤ کبيرستوری

اکمل ليونی{/slide}

زیاتې مقالې …