{slide=توپکوال}
دی د افغان پیغلو کې رنګ او خیال د حورو ګوری
وینې څکی ، پکې مزه ا نطهورو ګوری
وږی لیوه ده د رمو داړل عادت ده دده
انسان وژلو کې همیش ښکار د نخچیرو ګوری
د خدای له نومه ئې جوړ کړی دی ، تلک د ټګۍ
مسجد قفس د بی ګناهو او ترهورو ګوری
د خپلې ګټې نه ئې ځار کړل د ملک خلک او خاوره
نه ویر ، ژړا او نه فریاد د کونډو ، بورو ګوری
د فساد کان په یوه ځان دی ، ددی ځمکې په مخ
افغان ئې سترګو کې فتنې تل د شریرو ګوری{/slide}{slide= د بی ننګو کړه}
کابل خوار شو،کابل خوار شو، کابل خوارشو
په ذلت او په خوارۍ باندې دو چار شو
د بی ننګو په کړو وړو باندی له شرمه
د سیالا نو په سیالۍ کې شرمسار شو
نوې لوبې
شنه زمرې کړل شنو ډالرو غلامان
د پا میر ګر بت ټپوس شو دډ یران
نوې لوبې د تاریخ مداري ښئې
افغانان شول دیانکیانو غلامان{/slide}
غښتلی افغان
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode