{slide= د واورو پاغوندې}
ځمکې د واورې تر بخمل لاندې ویده پرته ده
توتکۍ زېری د سپرلي یې په مښوکو ګرزي ځای نلري چېرته کینې؟
دونوڅانګو باندې اوس هم لا د واورو پاغوندې ناستې دي.

دشمال ږمنځ

څانګې مې ولیدلې
چې ګرزولو یې پر زلفو باندې
دپسرلو شمال د ګوتو ږمنځ
سږکال به سیوری د شنو پاڼو له شا
وړانګو دلمر ته سترګکونه وکړي.

باده
له کومې لورې ته راوالوتلې
چې زموږ دزړونو د ډیوو سا ټولوې لپو کې
دسا پر ستوني باندې
-دغټو شمعوـ ته دپښو د ایښودلو پر ځای
ایا تعبیر ددې کېدلای نشې
چې یوې کوچنۍ شمعې ته سا وبښې؟

بلاربې هیلې

ستا په لاسونو کې دا څه دي چې درګرده ورانوې پرې زموږ د زړونوکلي؟
ګوره چپه به دې نیولی وي راسته یې کړه چې
د ورانولو پر ځای
ګوندې د زړو د آبادۍ هیلې مو بلاربې شې د خدای له نوره.

ناوې دخداې د نور له وړانګې

رڼې دخدای دنور په وړانګې شولې سترګې زموږ
چا وې چې ناوې به شي
او زېږوي به وچو شاړو کې زرغون فصلونه
خو چېرته زړه یې د تیارو د پلخمان په کاڼي و لګېده
او پر اوږو یې جنازه د بکارت کېښوده بېرته ولاړه

{/slide}{slide= دوینو رنګ}
دوینو رنګ

لکه د ژرندې تیګي ،
هره ورځ ګرزي پر سرونو زموَږ
کیسې د اور او هم کیسې د وینو
څومره دي ډ ېري تويي شوي ویني.
هریوه دلته وینه وینه وايي
خو هيچا ونه ویل:
دچا دي توري؟ د چا سپيني ویني؟.

وینه
زموږ په وینو کې خدای څه ګډ کړي؟ خدای پوهېږي
چې ورته تږي د دنیا خلک دي
څومره چې څښي، هغومره نور هم غواړي.
هغوی مړېږي نه او
چينه ددوی د وینو نه وچېږي.
په فلسفې ددې پوه نه شومه چې:
دا څه بلا ؟ ها څه بلا خلک دي؟

دوینو تږي

دا څه خلک دي؟ چې وینو ته دي تږي
خپلي ویني څښي، یا ستا، یا که زما دي
دسرو وینو دجامونو تږي وايي:
د انګورو ویني نه دي چې یې څښل په چا حرام وي
دا دنورو مفتي ویني دي روا دي.

سورتاریخ
دوخت له مخ وسترګو اوري دباران غوندې چې،
څوک وایي بل څه دي دا ویني ندي
خو دتاریخ دکاغذ پاڼه زموږ
ان له اوله سره ده
ځکه نن هم مو دلمرونو وړانګې سپیني ندي.


زېری

د وږمو دزلفو عطرو زېری راوړ
پسرلي را روان کړی خپل کاروان دی
زموږ دهیلو شاړ فصلونه به بیا شنه شي
دوخت پېغلو به دشنو سندرو ډنګ ته
آچوي به اتڼونه او ګډېږي
ژمي هم ګډه تړلې او روان دی.

زه او ته
ما وې چې ستا سترګې به شم، ځو چې مې ځان وګورم
څومره چې نږدې شوم درته
هومره ځان شو ورک را نه
«زه»چې تر څو «ته » نشم
او «ته»په ما کې «زه» نشې
زه به خپل ځان نه ګورم،زه به جهان نه ګورم.

خوب
دژمي خوب یې پوره کېږې نه چې هر څه وکړم
زما په سترګو زما په زړه ورېږې
باڼه مې ستا درڼا څاڅکي ټولوي لپو کې
ته پرې شېبې شېبې ورېږې
څومره ښه ورېږې.

ستړی

ووایه بڼو ته دې
چې سترګې رانه واړوي پېرې دې راته نه کوي
خوب یم ستا په سترګو غواړم پرېوزم
وامې خله دمه مې شه او خپل مې کړه پخپل ځان کې
څو چې ستا د مينې د ستړیا له غره راکېوزم.

دمچکو ستوري

که دې سترګې پټي هم وي
نو باڼه خو دې ما څاري
ما وې ږدم په رڼا ورڅ به، ستا پر مخ د مچو ستوري
خو د حسن تر اسمانه دې لا اوس هم
لړې لړې تورې تورې ورېځي ښکاري.

کیسې
ستا د خندا لمنه تاوه شوه را تاوه شوله
ما پکې ولوستلې
زما وستا د بېګاني او هغو نوروګناهو د ثوابونو کيسې
دیوه شنه پسرلي زېری پکې هم ښکارېده
اوزما وستا د شوګيرو د مزلونو منزلونو کیسې.
تله - مسکو

{/slide}{slide= دشپې لمنې ته د ستورو د سترګکو نڅا}
زموږ د کلي د ويالې اوبو ته،
د سپوږمۍ رنګ ورکوی
لمونځ کوونکي اوداسه له پاره
اوبو ته لاس نه وروړي.
وايې چې دلته نقره يې پېغلو ځانونه مينځې
که چېرې لاس وروړو ترورې به شي
موږ به لمونځونه قضايې ادا کړو.
د وړانګو خم
لمر مې وليده چې
د وړانګو خم يې پر شا
او راروان و زموږ د هيلو جل وهلي بڼ ته
چا وې مړژواند ګلونه
چې تر دې دمه پورې
د تندې فصل يې د اوښکو په غونډارو ويشتل
د سپينو وړانګو په جامونو به خمار ماتوي؟
خو نا څاپي د شپې استازی زموږ غوږونو کې را و څڅاوه
چې بوړبوکو لمر يې بې لارو ته کړ
وايې چې پښو کې يې اغزی تلی دی.
خندا
ستورو جوړ کړی د خنداوو بنډار
خندا مې لاړه د سپوږمۍ د سيوري لاندې
ګڼه ستوری به شي
او يو څو جامه خندا،
له چانه پور واخلي.
د حسن پر ګپاڼو
د شپې مې ونه ليدې
خو دسپېدو له غوړېدلو سره
ستا د ښکلا پر سرو ګلپاڼو
ما انځور د خپلو سترګو وليد
څو چې غوښتل مې پر پستو شونډو دې وشيندم
د مچو تخم
له ورايه لمر
زما د مينې کروندې ته په سترګکو راغی.
مسکو
{/slide}{slide= پسرلی}
اوه،
څومره ښايسته يې پېغلې؟
خدای دې نظره مكړه
زلفې دې شنې
سترګې دې شنې
والۍ دې شنې
شينكی پړونی دې له ملانه تاو دى

اوه
څومره ښايسته او زرغونه يې پېغلې!
زما په زړه كې خو دې شنه مينه را كرله.
پوهېږې؟زموږ كلي كې
لكه چې ته يې داسې هيڅ شى نشته
ولې سپېرې سپېرې دي
ونې سپېرې
دېرې سپېرې سپېرې دي
ژبى سپېرې دي زموږ
سپېرې خبرې كوو
سترګې سپېرې دي زموږ
يو بل ته ستړي په سپېرو سپېرو كتلو شولو .
ته راته ووايه چې نوم دې څه دى؟
- نوم مې؟
زه دسپرلى پېغله يم
هركال راځم
پردې ښارونو او پر كليو ګرځم
پر خلكو شنه شنه سوغاتونه ويشم .
- د پسرلى پېغله ده !!!!!
د پ
س
ر
ل
ي.
(زموږ په کلي کې د شنو خنداوو نښې نشته
زموږه ميندې زړې شوي ندي
خو تور ټيکري له سره نه بدلوي .
دغه څو کاله کې چې زه پوهېږم
زموږ پر کلي د خندا او د خوښيو وچکالي راغلې
موږ د رنګوو سين کې،
لمبا خو څه چې مخ او لاس لاتازه کړي ندي
ځلمي،د شنو ټيکريو لاندې
زموږ دکلي د نيمزالو او د پېغلو د مستيو او خنداوو د پړقاوو
د ليدو او آورېدو خوبونه هم هېر کړي .
د پېغلو سترګو د ځلميانو شنو سترګکو پسې لارې وکړې
شنه دسمالونو کې تاو کړي، يوه هينداره،شنه خالونه،په مريو ښکلې شوې د رنجو کڅوړه
پېغلې د کلي د ويالې غاړه کې بيا نه مومي
او په پلو کې دمنګي تر لاندې
د مور له سترګونه يې نه پټوي .
که چېرې دا راشي زموږ کلي ته ....)

يه شنې لمنې پېغلې !
تا ته لمنه در وړم
ستا له لمنې نيسم
تازده والله ووايه
زموږ دكلي خواته كله راځى؟
{/slide}{slide= پسرلی}
ما چېرې واړولو
زه چېرې واوښتمه
کلی خو داسې نه وه
نورو کلونو کې یوازې د دې کلي د توتانو پاڼې زېړې به شوې
خو سږکال ټول کلی ژېړ شوی رژېدلی ښکاري

خداې چې مې لار کې دمه نده کړې
د اوږدې لارې د شپو ورځود اوږدو لنډو لمونځونو وخت مې هم په مزلونو تېر کړ
ما وې چې یو ځای کلیوالو سره،
راټولم به قضایي لمونځونه

نا وخته شوې نده،
په دغه لوی کلي کې
خلک ښکته پورته کېږي خو نه.
دوی نو له چانه مرور دي چې کورونه یې تش کړي او بهروتلي؟
ولې کورونه نړېدلي او باغونه سپېره شوي دي ټول؟
دکلیوالو ویالې چا دي وچې کړي زما،
چې د اوبو د جل وهلیو ټکو ټکو پسې
دي غزولي جل وهلي ژبې.
له کومه وخته درېدلې دي په ټپه دشنو وینو شېبې
چې ددې کلي د فصلونو په رګونو سا نه خوځېږي؟

نه نه !
کلی بې خلک ندی
زه یې د ړنګو کلاګانو د کورو لوګي وهلیو دروازو نه ګونګوسې آورمه.
وینم جومات سره ګاونډ دهغه کور دبام مورۍ نه د لوګیو پاغوندې دونو څانګو نه خپل ځان ځاروي.
شاید چې نن په هغه کور کې د ملا د ډودۍ وار وي که څه؟
که ملا وي ، و لې ونه نازول
زما غوږونه د آذان ټیکیو؟

نورو کلو کې زما زېرۍ توتکۍ راوړله
او کلیوالو ورته
زما دزېري په بدل د دیوالو نواو برجونو په سورویو کې کورګی ورکول
او یا دونو له شنو څانګو منجیلی وهلې.
او توتکۍ ځانته دټولو کلیوالو په شان
کوراو کهول جوړول.

اوه! توتکۍ راغله راغله
توتکۍ راغله راغله
هۍ هۍ توتکۍ هغه ده نژدې شوه راته
اوس به کورونو باندې زېرۍ کوي
وایي به زېری
زېری
خلکو له مانه دلته مخکې پسرلی راغلی.
زما دنوم په آورېدلو به پرشونډو موسکا وغوړېږي
کوڅې په وموسېږي
څانګو غوټیو ته سینه خلاصه کړي
بیا به دونو او دبوټو دخنداوو د کړسونو بارانونه وشي.
ولې به وبهېږي
اوداوبو جامونه وڅڅوي
دکلیوالو د مړژوانده فصل
پر جل وهلي ژبې.

پېغلې په شنو او سرو لمنو کې به ووځي له کورونودپولیو د شرنګاوو هنګامه جوړه کړي
منګي پر سر منګي په غېږه د ګودر لاره کې
دمازیګر د ژېړي لمر تاوده مچکو نه به مخ په پلو نه پټوي.
او د ګودر پرغاړې
دپسرلي د شنو شیبو دهرکليودمستیو تندې
دخپلو لېچود بنګړو په ترانو ماتوي
ځوانان دکلي،
دساتنې په پلمه د کروندو، د پېغلو لارې څاري.

توتکۍ ستړې مشې
ګوره چې سږکال زه له تانه دلته مخکې راغلم
زرشه ورځه خلکو ته زېری ورکړه
چې د کنګلو په هیندارو کې سپرلي ته هر کلی ووایي
څانګوته زېری شه چې ژر به ګلغوټیو ته سینې پرانيزي.

- چاته به زېری ورکړم؟
- د څه شي زېری ورکړم؟
وګوره هلته د ګاونډ کلا دلوړ دېوال سورۍ کې مې کوډله وه،بچي زما سندرې پېلې
چې پرې ناڅاپه یوڅه ولوېد دکلا برجونه ړنګه بنګه ونړېدل
ما نور د خپلو بې بڼکو بچو نښې چېرې ونه ليدې.
زړه ته مې وګوره پرهر دی او څڅېږي ورنه
زما د ژوند دټپي شویو شېبو څاڅکي څاڅکي.
غواړې چې ته ورباندی ودوړوې نورې مالګې؟

هغه ده وګوره ها چټه پېغله
چې به کیسو ته د مستۍ یې د ځوانانو خولې اوبه کولې
ځه ورنه وپوښته سپرلیه ا و ځواب یې واوره.

- پېغلې سلام!
زه پسرلی یم تاته شین شال ما سوغات راوړی
واخله کنه؟
- نه نه
- له موږ نه هېر دي د سپرلو دشنو شېبو بویونه
له موږه هېرې شولې
هغه مستۍ چې مو کولې له خورلنډو سره
دګودرونو او ویالو غاړو کې.
موږ سپرلي هېر کړی
او دځنګلونو دشنو څانګو د چڼچڼو«غچغچونه» مو په خدای سپارلي.
لاړشه دکلي شاته
وګوره څومره پلنه شوې هدیره د کلیوالو زموږ
ورځه دا شین شال دې کړه څیرې څیرې
او دځوانانو د قبرونو دشناختونو په خادو پورې یې وځړوه - ځه سپرلیه -
چې دلته بورې مېندې
دوچو شونډو پر پتریو خندا نه ماتوي
تورو ټیکریو لاندې
دکلي کونډې ستا سترګکو ته سلام نه کوي.
زموږ د پېغلو دغه مست تیونه
دخپلو ورونو جنازو پسې په ځمکو موښل شوي دي مستي نور ورته پاتې نده.
ماشومانه یتیمې سترګې په دې کلي کې دادا، دادا غږونه کوي.

هو! هو!
دغه کوچنی هلک زه پېژنمه
چې لا پروسږ یې په پښو کې څپلې نه درلودې
او سپرلني مېلو کې
خپلو همزولو سره یو ځای یې هګۍ جنګول
- دلته راشه
پېژنې مې؟
زه پسرلی یم
ستا همزولي څه شول؟
چېرې هګۍ جنګوۍ؟

- همزولي نشته
څه په لر او څه په بر خواره واره شول څوک را پاتې ندی.
هګۍ هم نشته چې یې وجنګوم.
مور راته ویلې سږ به چرګه پر هګو کینوو
هګۍ چورګوړي به شي
بیا به شي چرګې او سپرلي ته به هګۍ اچوي
خو څه پرې راغله ناڅاپي
مور او هګۍ او چرګې ټول یې داسې والوزاوه
چې موږ بیا ونه لیده مور مو څه شوه؟
خورکۍ مې هره شېبه ژاړي او ادې لټوي
او په ژړا ژړا کې
ادې ادې نارې وهي او ځي د خوب غېږه کې ځان پټوي.
دخور سلګۍ مې تیندکونه وهي
خپه ادې لټوي
خو ادې لاړه !
چېرې لاړه ؟
بیا را ونه ګرزېده.

۱۳۷۶
{/slide}

 

{slide= یو داستان}
یو داستان وایم پوره په زیر او زور
دکال دوه زره اتم وه ، اتلسم د دسمبر
تلویزیون پر مخ می ولیده تصویر
ډیر عجیبه واقعه وه دلپذیر
د عراق واکمن ، دبوش سره یو ځای وه
چه دستیج لپاسه بوش کاوه تقریر
له تالاره دو بوټان پری راگذار شوه
یو نا څاپه ئی بوش وویشت په تقدیر
دا بوټان ، دمنتظر الذایدی وه
ژورنالست وه ډیر لایق او بی نظیر
ستیج له پاسه بوش بی حده وار خطا وه
هک او پک شوه شرمنده او هم حقیر
غورځیده او پاڅیده د ستیج لپاسه
ښکاریده چه لیونی وی د زنځیر
که ټولواک د آمریکا یا ټول جهان وی
یو ورځ به شی دتور لحد آسیر
معجزه د پاک الله وه ، بل څه نه وه
چه دی شی دبوش شخصیت خورد او خمیر
جوړه کړی بوش د دروغو بهانی وی
کشف کړی ئی د نفت ډیری چینی وی

الذیدی له بوش نه وکاوه سوالونه
په کوم حق دی په عراق کړی ظلمونه
تاوران کړی د بغداد ښکلی ښارونه
مسجدونه ، لوی لیاری او رغتونونه
چه دی وران کړل ټول آباد کلی کورونه
په نا حق دی دلته وکړل تعرضونه
دبی وزلو بی گناه و ژوند دی واخیست
چه دی وکړل په هر لور قتل عامونه
په کوم جرم دی شهید صدام حسین کړ
څله دومره دی ورپیش کړل عزابونه
بیا دده د کورنی کومه گناه وه
شهیدان دی کړل یو حای ، د هغه ښځه اولادونه
هم دی ورور ،ورته شهیدکړ چه جنرال وه
چه کمزوره دعراق شی،ټول ځواکونه
آتومی وسله دی جوړه بهانه کړه
تا ویل ډیره ده نړی ته خطرونه
راته وایه آ تومی سلاح دی څه کړه
یا دی غلا کړه،چه قوی د ی شی فوځونه

یا دی خرڅه په ما فیا کړه د جهان
ولی نشته نه ئی نوم نه ئی نشان

 

بوش ویل،دیموکراسی ځماغوښتون دی
ترورست، ځما دښمن دنن پرون دی
زه دټول نړی ما لک اوکل اختیار یم
سرمایه ځما عزت ځما ژوندون دیَ
ما ور کړی آزادی ده هر یوچا ته
زما نه په ا وښتون اوراوښتون دی
پیدا کړی خدای هر رنگه سلیقی دی
آشرا فیت ځما آصلیت ځمامضمون دی
که یوروپ،که آسترلیا اوآمریکا دی
په آسیا کښی واکمنی ځما جنون دی
دا چه ته دومره غږیږی په جرئت
دا ثبوت ځما د عدل اوقا نون دی

الزائدی چه ډیر په قهر اوغضب شو
په بوټا نو خپل د بوش په آخ وډب شو

دبوش گارد وه ډیر بی رحمه بد رفتار
آلزا ئدی شو سمدلاسه گرفتار
چه کا ته می آلزائدی په ځمکه پروت وه
په ځنځیر او ذولنو کښی، خوار اوزار
چه د خپل وطن او خلکو مدا فع وه
بیا به ولی وی ، مجرم او گناهگار
په عراق کښی با ید شرعه داسلام وی
هسی نه چه ئی قانون وی د غدار
ډیر آفسوس می دعراق په حا کمیت دی
دیهود سره مزدور شو وفا دار
غا لمغال او شورماشور وه د تالار
آژانسونه وه حاضره بی شمار
د حیرت خبره ټوله وه پدی کښی
چه د سټیجه،څخه بوش وکړفرار
د جهان ژورنالستان وه یو ځای شوی
پری خبر شو د دنیا کنج او کنار
دا خبر ورسیده تر یو عرب
پیسه دار وه، میړنی او هم دین دار
په یو نیم ملیون ډالر د امریکا
شو حاضر شی د بوټانو خریدار
کورنی د الزایدی ته ئی تسلیم کر
تول قیمت د دی بوتانو په تلوار
په یونیم ملیون دالر د دی تجار
کورنی د الزایدی شوه پیسه دار
کمپنی چه یی جوړ کړی دا بوټان وه
عرب ورکړ فرمایش چه شی تیار
په همدی سایز نور بوټان 300 زره
چه پری مارک د الزایدی وی معلوم دار
منتـــــظر الــــزایــدی د پښـــــــو بوتا ن
قیمتی شو تری آلما س، لعــل او مرجا ن
په خفگا ن چه بوش عراق څخه رخصت شو
بیا راستون افغانستان ته به جرئت شو
استقبا ل ئی د آیساف ځواکونو وکړه
دلرزیدلی زړه حالت ئی دطاقت شو
بوش بگرام کښی چه ځان په حفا ظت شو
قرنطین بیا د آ ته څلویښت ساعت شو
دافغان دولت میلمه په دیر عزت شو
نا قرار زړه ئی له سره مرمت شو
تول دبوش دشرارت او له بد نیت وه
افغانستان چه وران ویجار په دی حالت شو
په غضب شو دافغان سیمه او غرونه
چه دبوش په دغه خاوره اقامت شو
دغازی امان اله مدالی واخیست
مدا ل نشود شیطان طوق لعنت شو
سباوون ته دیر عجیبه دغه سوال دی
چه تروریست ځنگه د ځا ن په شکا یت شو
دچا ومنم رښتیا او د چا ومنمه چا ل
یوئی ولی په بوټانو ، بل ئی لمانځی په مدال
{/slide}




{slide= د اد ب شــمـلــه}
نفاق او تـــربګــني بــه پـــخــپل مــنځ کې ورکـــوو
که لــوړې جــګــې څــوکــې ته د ژونـد ځان رسوو
قامونه په ادب او په پــوهـــنې پـــر مـــخ تـــلـــلــې
ډیـــوه بـــه د پــــوهــــنې ځــان او قـــام تــه بــلــوو
جامې د موسیقي چـې ادب واغــونــدي ژونــدی شي
ادب بــه ټــنګ ټــکــور او له پــښــتـو، نــه بــېـلـوو
لــنــډۍ او شــعــر دواړه دادب د خــیــال شــملــه ده
شــملــه بــه د ادب د ســـاز نــغــمــو کــې جــګــوو
ادب پـــه زړه کــې واچــوۍ احــساس د قــامــولــۍ
نــاره بــه د پــښــتـو پــښــتونــولــۍ پــورتــه کــوو
چې روڼ د پښتو ستوری شی په لویـه پښتونـخوا کې
اخـتـیـار د خـپـلــې خــاورې او وطــن بــه خــپــلوو
{/slide}{slide= د شـــعر فـــلسفې}
که څــوک څــیــړنــه کــړي د شــعر فــلسـفې لـټوي
خــیال او ښــکلا، مــیـنې، احساس ته به نغمې لټوي
خــیال پــه باغــي دنــیا کې اوســي پـابــندي نه مـني
عـبـث خــواري کــوي چـې خـیـال تـه زلـونې لټوي
مـوسـیـقـي وال لـفـظـي انـځور د خیال ته شعر وائي
فــــن او هــنـر ورتــه د بــم او زیــر پــردې لــټـوي
ســتـوری پــښتو پښتونولي د ساز نغمو کې نغاړي
د رباب ټــنګ پــسې د ټــول مـالــت حـجـرې لـــټـوي
{/slide}{slide= خـــپـــل کلـــــتـــور}
هـــره څـــانــګــه خــــپـلـه ونـــه کـــې لـــوئــیـږی
چــې لـه ونــې څـانــګــه غـــوڅــه شــی وچــیــږی

عـــاقـــبـت ئــــی ورکـــېـده دی ســـــتـوری وائــــی
چــې د خـــپـل کلــــتـور او ژبـــــې پــردی کــیـږی
{/slide}{slide= بــې پــوهــې پــوهــان}
چې ځان د چا نه ورک شی نو خپل ځـان نـه پـېژنی
ګلــیه تـرې څـه پـکار ده چـې جــهـان نــه پـــېـژنـی

بی پـوهې ځان پوهان کړی او د ټول جهان باچا شی
د ځـان نـه جـګ بـاچـا او یـا پـوهــان نــه پـــېـژنــی

بـی تــولـه کـښـیـنی تـول د ارزښـتونو د جهان کړی
تـو پــیـر د شــنـو بـاغــونـو او بـیـابان نـه پــېـژنــی

پــه تــول د سـړیـتـوب هـېـڅ نـه پوهیږی لیونی شی
انصاف او عـدالـت، حــق د انــسـان نـــه پــــېـژنــی

درمــل ورتـه د عـقل ستوری ورکړه چې په سد شی
سر شــونـډی تـوری زلـفـی د جـانــان نــه پـــېـژنـ
{/slide}


{slide=لنډه پیژاندنه}
زه پوهندوی دوکتور سید حسام )مل( په)
1322( هجری شمسی کال دلغمان دولایت
دکله کوټ په کلی کی زیږیدلی ، په) 1337(

هجری شمسی کال دلغمان دمندراوړ له
ابتدایی ښونځی څخه فارغ اوپه کال )1342(
هجری شمسی کی دلغمان له روښان
لیسی څخه فارغ اوبیا په )1348( هجری
شمسی کال کی دننگرهار دپوهنتون دطب
له پوهنځی څخه فارغ اوله فارغیدو څخه وروسته
تر)1371(هجری شمسی کال پوری دننگرهار
دطب
په پوهنځی اودکابل دطب په پوهنځی کی
دکوچینیانو
دناروغیو په دیپارتمنټو کی دا سستانت ،
مدرس ،او
ددیپارتمنټ دشف په صفت می دندی سرته
رسولی
اوتخصصی تحصیلات می دانگلستان
دلیورپول په یونیورسټی کی په تروپیکل
یا حاروی
ناروغیو کی سرته رسولی دی ، علاوتاً په همدی
موده کی سربیره په استادی چی هم د
ننگرهار دطب اودکابل دطب شاگردانو ته می
درس و رکړی ، دروغتیا په وزارت کی دمور او
دماشوم دساتنی دریس ، معین ، دباندنیو
اړیکو دریس په حیث می هم دندی تر سره کړی ،
اوهم دلغمان په ولایت کی تقریباً له یو کال نه
زیات والی اوم، اوله 1993 عیسوی کال راپه دی
خوادخپل میرمن اوکوچینیانو سره په جرمنی
کی دمهاجرت اومسافری شپی اوورځی یو
بل پسی تیروم ، مخکی می کله شعر نه وه
ویلی ، یواځی دلته په مسافری کی کله کله
شعر
وایم ، یعنی شاعر نه یم یواځی دخپل زړه بړاس
په اصطلاح سره باسم ،خصوصاً کله چی
وطن می په یاد را شی . په درناوی )داکتر مل (
د شعر بیلګې
لالهاند درپسی وینم
زلفی دی یار نن په مخ خوری وینم
مخ دی را نه پټ ژوند بی مزی وینم
شاته دی زلفان یارجانه واړوه
پریږده چی د سترګو دی نیشی وینم
لری که سالو دی له ګوګل یاره
غواړم چی د مینی خوږ مڼی وینم
ګوره چی خپه نشی له مانه یار
د خولی خبری نن خپل کږی وینم
هرڅومره چی مینه می اورینه شی
دستا په تغا فل کی ژوند ترخی وینم
راځه چی روغه جوړه کړو یو بل سره
زړه خو یار د( مل) در پسی وینم
پوهندوی دوکتور سیدحسام(مل)
جرمنی ۲۰-۴-

{/slide}{slide=تیګه نه یم.}
تیګه نه یم چی ونه لرم احساس
داڅه حال دی دافغان به عوام الناس
څوک ټاپه وهی په مخ یی د الحاد
څوک جیبونه یی لټوي د خپل مراد
څوک پرکور اویا پرځمکي کړي دعوه
څوک بیا ترور يي خرڅوی پر بیګانه
څوک له کلی يي شړي چي اجنبي يي
ته د دی ولایت نه يي پردي يی
څوک دهغه په خوراومورکړی یرغل
څوک یی ځوی تری تښتوی په چلول
د چا خور بیا د سپي سره بدلیږی
یا چاړه سره یی پزه پری کیږي
څوک له پاسه غورځوی پری بمونه
څوک یی ولي مسلسل په راکټونه
څوک تری غواړی کفاره بیا د جهاد
وايي ته می رسولي په مراد
هغو څوک دی چی کړی ظلم په دی شان
د افغان په نوم ستم کړی پر افغان
دا همغه افغان دښمن ټول افراطیان دی
پرونی ټوک خواره نن هریووزیران دی
دوی ته دین ،ایمان ،وطن ټول پیسي دي
د پنجا ب د حاکمان ټول تر ولکی دي
افغانی غیرت له سره ټول ایستلي
له هغی ورځی چی راشن سره ټول کړي
دوی له پلار اوله نیکونو غلامان دي
څوک دعرب څوک دپنجاب یادایران دي
تهمت نه تړم تاریخ کی لیکل شوي
انګریزانو ته خد مت ټول دوی کړي
لمر په دوو ګوتو هیڅ نه پټیږي
دخا ین تورمخ له ورایه معلومیږي
اوس لرزه په هریو کي ولویدلي
چی د افغان د اتفـاق وخت رسیدلي
افغانانو وخت تیریوي بیړه وکړي
له خپل ځایه شي اوچت توره وکړي
لنګوټی پر غاړه واچوي د غلو
له چوکیوورا نسکور کړي په وهوو
مټی وتړي د دی لوی غدارانو
پری راټول کړی افغانی اصیل بچیانو
داولس په محکمه کی محکمه کړي
د هر یو د ګناهو په اندازه کړي
ډیر په غور سره پوښتنی د کردار کړي
قا تلان او جلادان یی په دار کړي
ورته وښییی ا نصاف او عدالت
ډ ډه وکړي له بی ځا یه قساوت
خپل وطن له دی ناولو څخه پاک کړي
ځان دخپل وطن څښتن اوپه واک کړي
ځانځانی اودښمنی نه لاس په سر شي
د د ښمن پرمخ ولاړ لکه د غر شي
چي پخپلو سره یو موټی نشي
چي یوبل سره ډیر کلک غوټی نشي
دا موحال دا موروزګار وی ترترتله
خلاص به نشي ددی غلو له منګوله
ماخپل احساس تاسو هریوته بیان کړ
ها چی څه وه له یوسر می عیان کړ
زه «مل» ستاسود یوالی غوښتونکی
په نصیب موشی د ټولوښه را تلونکي
** جرمنی ۵-۸-۲۰۱۱

{/slide}{slide=کاشکی.}

که په مونږ کی افغانی غیرت ژوندي وای

واک به کـله زمـونـږ پـه لاس د پـردي وای

څــه شــول هغـــو بــریتــورو افــغــانــانـو

چـي غلیـم ورتـه تسلیـم بی له جګړي وای

که ملی وحدت زمونږپه مینځ کی ټینګ وای

زمونږ رژیم به کله چور پاکستاني وای

داچی اوس زمونږ پر خاوری تیري کیږي

کاشکی زمونږاکبر۱،امان ۲،نجیب۳ ژوندی وای

******

۱- وزیر محمد اکبرخان

۲ - امیرامان الله خان

۳

- داکتر نجیب الله

---------------------------------

پوهندوی دوکتور سیدحسام «مل»

جرمنی ۲۱۰۷۰۲۰۱۱

{/slide}{slide=ستا څه حق دی؟.}

ستاڅه حق دی چی ځان بولی افغان

افغا ن نه خرڅوی خپل نوم اونشان

اوسنی واکـد اران یـوهم افغان نه دي

له یـوسـره د پـنجا ب دی نــوکــران

که ریښتنی افغان څوک ځان ته وایی

نه مـنی دهیـڅ پـردی امـر او فرمــان

که واکمن د دغه خاوری افغان وایی

نه طالب وایی ، نه ملا ، نه پاکستان

داچـی ډزی د پنـجا ب دی پـه کـنړ

دپنـجاب لاس پوڅـی ټول دی حـاکمان

که داکترنجـیب الله اوس ژونــدی وایی

لاهوری مړي به پروت وایی په میدان

ننګرهار جګړه به هیر نه کړی دښمن

چی په خـوله کـی پاتی نـشو یـودنـدان

دنجیب دلاری مل یاران ټول څه شول

چی سر پریـکړی د لاهور دجـنرالان

لیـونـولـوڅـو لـغــړو افـغـا نـــــا نــو

د وطن پرسر کړی ځان خپل قربان

تاریـــخ نه بښــــــی خاین اوخیانتکار

(مل ) لوستلی دا قصه اودا داستان

3-7-2011

{/slide}{slide=منلی نه دی.}

اسارت افغان هیڅ وخت منلی نه دی

روغ رمټ تری هیڅ د ښمن وتلی نه دی

اوس داسپکی بی هویت واکداران څوک دی

چی افغان دوی تـــه افــغــان ویـلـی نــه دی

افــغــان کــلــه ټــیټــوی تـنـدی سـجـدی تـه

افـغـانـی مــور هـغــه سـسـت تـړلـی نـه دی

د پـنجـاب دغـــه دال خـــور ډلـــی ټــپــلــی

دافـغــان غـیرت هیـڅ وخـت سا تـلی نـه دی

****

پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل)

جرمنی ۲۶-۶۰۲۰۱۱

{/slide}{slide=دوطن سره مرکه.}

ځــما وطنــه ای ځـما د پـلار نیـکه خـاوره

ځـما دزیــږ ، ځــما د ودی مـنـزه خـاوره

ځــما د هــیلو ، هــوسونـو سپیـڅلی زانـګو

ځمـا د تـیرو خاطـرو پاکــه ســوچه خـاوره
**

وطنه ستاپه سردروکی هغه ځمریان څه شو

هغـه مـغـرور پـرتـامیـنو افـغانـان څــه شـو

هغه افغـانـانـو چـی غلـیم ورته کتـلای نـشو

دهغو له ډاره له خپل ځایه ښوریدلای نشو

**

وطنه ستا می هغه پیغلی او ځوانان یاد شو

هغه باطورهغه سرلوړی شاه ځلمیان یادشو

هغه شپانه چی ستا په تړو کی ګزمی وهـل

ها چی غلیم اویرغلګر ستا په ډبرو ویشتل

**

هاستاسپین ږیری جرګه ماروچی جرګی کول

چـی یی شخـړه پـه خبرو اومـرکو حلول

هغـو چـی نورو سـره تـل غمــشریـکی کــول

د خـپلو خــلکو پـه ښـادیـو کـی خـوښـی کـول

**

ها پرګنو دی چی پر تا با ند ی سر ورکول

ستـا آزادی د خـپـلو وینــو پـــه بــدل سـا تــل

لــوڅ اولغــړ ګرځــیدل نه کـول طمعه له چـا

سـتا غلیـما ن اوبـد خـواها نو ته سر نه ټیټول

**

وطنه ستا نام اونشان یی په پردو خرڅ کړل

څو مـلایا نو ، طـالبا نو پـه پـیسو خـرڅ کـړل

اصـیل بـچـیان دی سـتا له غیـږه سـره وشـړل

هـغـو چـی پـاتـی دی لـه یـوسره یـی ورټـل

**

دا د کـتاب او د قـــلم ســـره ضــد مــلایــان

دا پکول پوش ، سپک سرو پنجابی اجـیران

دا د دیـو بنـد اودلاهـور د مـدرســی چـړیــان

د اد وژلــو ، ځــورولــو سعــودی قــاصــدان

د ا د پنـجـا ب اوسعــودی مــذهـبی بردګـان

دا په دیـنار اوپــه کلــداروبــارکـش حمالان

دا بی وطن ، بی نشان ټول غولیدل شیخان

دا د اسـلام او د جــنـت لیـــونـی مــینــان

**

دا د جنت او د دوزخ د دروازی ملنـګان

دا د حورانو او غلما نو خیا لباب دلا لان

دا د کـابـل د ښکـلی ښـار دورانـولـوډ لــی

دا پنــج پــیره ، نـا مسلمـان شــرمنده ټپـلی

**

وطنه همدو ستا له باغونونه بیدیا جوړکړل

ستا د کـابـل په ښاریا نو کربـلا جـوړ کړل

وطنه همد وستاداولس له تن نه سرپریکړل

ستـا پـرګنـو یـی پـه سـرو ویـنو کـی ولـړل

**

سـتا د اولــس قـاتــلان اوس بــرلا ګــرځـی

څوک په کابل،څوک په زابل په خنداګرځی

هریوکورونه په شیرپوراوپه پروان جوړوی

بل یی ښارګوټی په قندهاراوپه پغمان جوړوی

وطنه چور دوی لګولی ستا په کنج وکنار

ستا شتمنی دوی خرڅوی د نړی په بازار

ستا د اولس برخه لیک په پنجابیا نو ټاکی

واک دخپل ځان دامریکی په نظامیانوساتی

**

پرون قاتل ستا داولس ، نن وکیل او وزیر

پرون مسجد کی وه امام ، اوس دباندی سفیر

پـــوښتـــنه نــشــته داړه مــارو واکــدارکوی

ستـا د اولـس په ټـولو خـلکو سـروری کـوی

**

یو غم خو نه دی له کوم غمه درته یاده کړم

غمجنه زړه دی په ویو ترڅو نا ښاده کړم

وسـه مـی نـه رسـیږی غـم کی دی ژړیږمه

ستا د غمو نو په اور موم په شان ویلیږمه

**

وطنه نه کیښینوم قـرار دامـی عهـد وپیمـان

راویښوم پخپل شعرونو ستا اصیل بچیان

را ټولومه یی چی توره د خوشحال واخلی

پیغلو ،انجنو دی ټول لاره د ملال واخلی

پرغلیمان دی ای وطنه ورځی تـوری کړی

له لوړ مقام اود بد بی ځنی نسـکوری کړی

ستاداولس په محکمه کی تری پوښتنی وشی

ستا داولس په درخواست اوپه غوښتنه وشی

**

وطنه اورم چی بچیان دی سره جوړه کړی

ټوله یوموټی څنګ په څنګ سره روغه کړی

ستا د ښمنان ته درولی ټینګ پایی د دار

چا چی څه کړی اوس یی اخلی حاصل د کار

**

وطنه بیا به ستا د ګلو غوټی وڅپړیږی

سهارماښام دی په شنو اونو مرغان وچیغیږی

(مل ) دیارانوسره بیرته راشی ستا غیږی ته

ستا اولسونه له خوښیو سره ونڅیږی

************

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

جرمنی ۲۱-۵-۲۰۱۱

{/slide}{slide=د مور دورځی په مناسبت.} 

موری نه وځی له یا د می تیر وختونه

هغه ستا ډیر هلی ځلی او زحمتونه

لاس اوپښي می موریی تاچی را مینځله

هر اختر کی دی جامی راته ګنډله

په ډیر ناز او نعمتو کی دی کړم لوی

ښه اوبد و باندی تا موری کړم پوی

وږی نه دی پریښـودمه یوه ګړی

راکول دی ځما په خـوله تازه مړی

ستـا تشویـق سره خـوانـا او دانـا شــم

د سـیـالانـوسـره سیـال اوهـمتـا شــم

له مکتبه چی راتـلمه بیرتـه کورتـه

تا زحمت نه ورکول مورجانی نور ته

ښــه خـواړه دی راکـولــه مـزه داره

یخ اوبو چی دی راوړله وار په واره

صـداقت اوریښـتـیا تـا را تـه ښــودلـه

دوطـن دمـینی درس تــــــــا راکــوله

چی له تا نه جـدا شوی یم پریشان یم

له وطنـه فراری غریـب حیـران یـم

وروراوخورمی ټول په حق ورسیدل

ستا په څنـګ کی سره ټول وغـزیدل

مستقبل می معلوم نه دی چی څه کیږی

نه یم پوه چی می جسد چیری ښخيږی

موریی ته راته دژوندلوی تکیه ګاه ویی

تـــه ځمــا د ژونــد دلاری راهـنمـا ويي

په نصیب دی شـی مورجـانی جنـتونه

هغـه ستـا ډیـر هلـی ځـلی اوزحـمتـونـه

*************

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

جرمنی ۲۹-۴-۲۰۱۱

{/slide}{slide=څه مستی وه}

څه ځوانی اوڅه مستی وه ،مینه پټه غلچکی وه
د د لبرسره لید نه هره ورځ مازدیګری وه
په کتو سره یوبل ته ټول د سترګو اشاری وه
یو تر بله جاریدل وه ، لنډ پیکی د ناوکی وه
په نکریزو سره لاسونه ،وربل لنډ شنه خالونه
توری سترګی په کجلو ، رمنده لکه هوسی وه
په رګونو کی لمبه وه ( مل) د مینی تلوسه وه
هغه مینه حقیقی وه هسی نه چی بازاری وه
**********
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی ۲۲-۳-۲۰۱۱

{/slide}{slide=ښځه مور دی}
هغه زړه چی مهربان دی دمور زړه دی

له هر عطره معطر د مور وږمه دی

هغه سترګی چی په هیلو لاری څاری

په لیدو دخپل اولاد سترګی یی رڼه دی

هر طعام ځانته ځانګړی لری خوند

د ادی د لاس پخلی ډیره بامزه دی

ښځه موردی ،ښځه خوردی،ښځه ښځه

ورځ د ښځو مبارک دمارچ اته دی

{/slide}{slide=ورک شی}
کله نا کله له انسا ن نه انسانیت ورک شی

حیوان تری جوړشی چورهغه نه اهلیت ورک شی

د څو ورځو د چړچو او عیاشی د پاره

د خپلو خلکو سره مینه او محبت ورک شی ا

نسا ن وژنه قاهره کی بربریت وزیږوو

له مبارکه رڼا ورځ کی شرافت ورک شی

د څو ناپوه پردی خصلتو درته څه ووایم

د څو پیسو په بدله تری افغانیت ورک شی

*****

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)


ژړاراشی

چی یی را یاده کړم ژاړاراشی

هغه ګدر هغه لیلی راشی

ملامت نه یم ما پری زړه بایللی

چی یی ونه وینم سودا راشی

بیلتون یی نور زغمولی نشم

ها بی پروا به کله بیا راشی

بی له هغه په ترږمی کی ناسته

کله می مخ ته (مل) رڼا راشی
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)


جرمنی ۱۱-۱-۲۰۱۱

{/slide}{slide=هردم ژاړم}
کله نا کله زیات او کم ژاړم

جانا نه تا پسی هردم ژاړم

بیلتون دی نور زغمولی نشم

دیدن پسی دی ګل صنم ژاړم

ستا له یادونو خاطری لرم

ستا دبیلتون له ډیره غم ژاړم

دنازخبری دی می یادی شی

د غمازانو له ستم ژاړم

*****
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

جرمنی ۱۷-۱-۲۰۱۱

{/slide}{slide=د ظلمت په تورو شپوکی}
زړه می نه نیسی قرار چی حالات د وطن ګوروم

په زړه بله می لمبه شی نا قرارهره خوا ښوروم

****

ولی نشم ناقراره دا څه حال دی په وطن

لوټماری دی ، چپاول دی ، ګلان سوزی د ګلشن

ټول غوږونه کاڼه کړی ټولی سترګی هم ړانده

دغریب په کور اور بل دی نه لری هغه اسره

د کم اصلو اقتدار دی چپاول دی هر ه خوا

دافغان په کور میلمه دی هغه تور او سپین بلا

ټول دخیرپه غونډی ناست دی وایی دا ځما په څه

روشنفکروو ځان پټ کړی نه لری هغه اندیشه

له آسما نه د شین سترګو دبمونو جوړ باران دی

میندی ژاړی له یوسره دی ناورین ته حیران دی

یو څه ،غله، داړه مارانو داسلام ترماسک یاغیانو

بی فرهنګ او بی سواد دا د خلکو د ښمنانو

څه چی غواړی هسی کاندی ملاتړیی لوی غداردی

چپن پوښ دا نانزکی تل بی سوره په ګفتار دی

دآسمان هم زړه نه سوځی په دی خوارواوبی وزلو

له ډیر غمه ورځ په ورځ په غربت کی مروړم(۱)

زړه می نه نیسی قرار چی حالات د وطن ګوروم
****

د ابلیسو اهریمنو د ظلمت په تورو شپو کی

دبی وزلو فریاد خیژی د وطن په هر کوڅو کی

څوک دپلارپسی ژاړی څوک له موره مینه غواړی

څوک نس وږی نه څملی وچ مړی پسی ژاړی

هلته لری په شیرپور کی هره خوا رڼا رڼا دی

دزورواکو محفل ګرم دی د تنکو پیغلو نڅا دی

چټ ملا شپه سبا کړ په محفلو د نڅا کی

د شراب جامونه تش کړ په ګډا او په خندا کی

سهار دوخته کړ آذان چی لمونځونو ته زر راشی

اوداسونه کړی تازه صف په صف ځما ترشا شی

نصیحت ځما واوری چی حرام پر تاسی اور شی

دحورانواوغلمانوسره څنګ په څنګ مو کورشی

عیش او نوش مو تازه وی غم له یو سره نه وی

دز مزم او انتهورو لښتی ډک ، تل همیشه وی

دا دنیا نه پکاریږی دلته ژوند بی مزه د ی

جنتونوکی ښه ژوند دی کتابوکی چی څیړوم

زړه می نه نیسی قرارچی حالات دوطن ګوروم

****

یوعابد وکړ پوښتنه ملا جان سترګی دی سری دی

ملاڅه درباندی شوی چی بد بوی ستا د خولی دی

هر خبره چی ته کاندی دشرابو وږمی خپور شی

ستا خبری ټول بی ربطه مخ دی سپین کله تورشی

ملا کوز شه له منبر دلته ځای د پاک دلان وی

مونږ خبر د هغو اورو چی صادق او با ایمان وی

که باور ستا په دین وایی شراب تا به نه څښلی

دسرک د غاړی غل وی دخلک جیب دی شکولی

اوس په دی چپه ګرمک کی تاله ځانه څه جوړکړی

مونږ پوهیږوټول په تا چی د خلک تا ما ل خوړلی

ته قاتل د کابلیان یی خوار غریب مو شهیدان کړل

ټول کابل موکنډوالی کړل ځوانان ټول مویتیمان کړل

د پوښتنی ورځ نژدی دی خلک ټول په دی باور و ی

حقیقت نه پټیږی که زورواک هم ډیر غاور وی

اوس مو لمر په پریوتی دی له حا لاتو معلومیږی

زه هم دلته په غربت کی ناقرار هرخو ا ښوروم

زړه می نه نیسی قرار چی حالات د وطن ګوروم

***
که نر یا ستی ولی پلی نه ورځی د خلکو مینځ کی

ترڅو پوری مخ پټ سا تی نه ورځی دخلکو مینځ کی
اوس له قهره د افغانانو و ینی تاسو ته خټیږی

څوک له کلو څوک له ښار یو په بل پسی ټولیږی

کوی تاسو نه پوښتنی چی دا پانګه مو د کوم کړ

ترپرونه سوړسوک خور ویی دادولت موڅه په چم کړ

څه ځواب لری اولس ته ای تورمخو لوټمارانو

د افغان د بی ګناه او بی وزلو قاتلانو

اوس دخلکو له منګولو دخلاصون لاره مو بند دی

ندامت نه لری ګټه وخت تیر شوی اوس ډیر ځنډ دی

غرغری ته به لوړیږی د اولس دی د اغوښتنه

د خپل بدو اعمالو بیا له ځان وکړی پوښتنه

له یوسره به ټول ورک شی نه به پیر وی نه ملا

شا اوخوا به قراری وی مخ وی ورک د تور بلا

پیغلو بیا په وربل کیږدی دِ غاټولو قطارونه

نه غماز وی نه رقیب نه د لاری پاټکونه

هغه ورځ لری نه دی (مل)په ګوتو باندی شمیروم

زړه می نه نیسی قرار چی حالات د وطن ګوروم

****
مروړوم ( پژمرده)

**

پوهندوی دوکتور (مل) ۲۷-۹-

{/slide}{slide=دشنام اخلم}
که د ساقی د لاسه جام اخلم

ستا د سفر د تلو پیغام اخلم

ژاړم په دی چی دی يواځی کړمه

اوس له قسمت خپل انتقام اخلم

چی می پر تا باندی زړه بایلوده

د تیر عمل خپل اوس انجام اخلم

چی ستا په مینه کی رسوا شمه

درګرد د خلکو اوس د شنام اخلم

****
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

جرمنی ۲۸-۱-

۲۰‍۱۱
۲۰۱۰

{/slide}{slide=استقلال}

سر دی پورته که امانه * استقلال نه لمانځل کیږی

ستا هغه ټول هلی ځلی په دریاب غورځول کیږی

دلته ټول دانګریزانو ګوډاګیان په اقتدار دی

دافغا نا ن افتخارات په پیسو ټول پلورل کیږی

دفرهنګ په ځپلو سره ټول یو موټی یو لاس دی

هم له خپل ژبی شرمیږی هم بتان**نړول کیږی

دعرب اود پنجاب د فرهنګ په پرمختګ کی

هر افغان وطن پرست تل په کفر نیول کیږی

په مارکیټ او په بازار کی افغانی هیڅ نه چلیږی

دکلدارو بازار ګرم دی پنجابیا ن ټول خوشحالیږی

یوملت چی نه پیسی،نه بیرق،نه جامی یی وی

د خپله هغه ورو ورو د تاریخ له ټول پاڼو زایل کیږی

دا د تیګی د دوری چپن پوش ټول واکدارانو

آزادی هم خرڅه کړی چی داولس حق باطل کیږی

{/slide}{slide=پیوستون}

دا وطن دهزاره ، تاجک پښتون دی

دازبک ، ترکمن، ایماق سره تړون دی

یو د بل سره افغان دی سکه وروڼه

لویه وچه له اټکه تر جیحون دی

هیڅوک نشی بیلولی سکه وروڼه

نوک دغوښی سره کلکه پیوستون دی

دا وطن د افغانانو خوږ لیلی دی

هر افغان پرخپل لیلی باندی مجنون دی

هرغلیم چی په دی خاوری یرغل کړی

ګونډه شوی په تاریخ کی دامضمون دی

دا وطن څوک په صوبو ویشلی نشې

د یوه افغان تر هغه چی ژوندون دی

دلته روس عرب انګریزسرخپل خوړلی

امریکی هم (مل) د تیښتی په لټون دی

****

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

جرمنی ۱۴-۸-۲۰۱۰

{/slide}{slide=د مارچ اتمه}
افغانی غمجنو خویندو غلیمان مو خپل رسوا کړی
پخپل مټ آزادی واخلی تورحجاب له مخ خطا کړی
د نړی په نور ملکوکی دغه ورځ ښه لمانځل کیږی
په تحفو اوپه ګلانو ښځی او پیغلی ستایل کیږی
مګر ستا مادر وطن کی د باروتو لوږی خیژی
څــو نـامـردافــغـان قـا تـلو پــه وژلــو نه مــړیــږی
هره ورځ ستا ځوی ، ستا پلار ستا میړه وژل کیږی
په سرووینوخپل رنګین، کور ته مړی راوړل کیږی
خویندو پاڅیږی یوتن شی پرغلیم جوړ کربلا کړی
پخپل مټ آزادی واخلی تورحجاب له مخ خطا کړی
د با دغیس د خلک په مخ کی د دُری په ګذارونه
د هغه پاکی معصوم ښځه ملا توی کړ
عزتونه معصوم ښځه علی آباد کی تور سپی سره بدل شو
پرعربوکنډی خرڅ کړل قوماندان ملا چی غل شو
د ملا کوم یو نادودی درته وڅپړمه خویندو ملاتل لری
کرکه هم له ښځو هم له میندو د عربو
دا نوکر زر له خپل خلکو جدا کړی
پخپل مټ آزادی واخلی تورحجاب له مخ خطا کړی
څوچی وسه مو رسیږی لار کړی
پاک خپل بچو ته د ښمن لری کړی
له مخه ستونزی مه پریږدی لمسو ته
دغه ورځ چی تا سی لمانځی په لاس مفت ندی راغلی
شیکاګو کی آزادښځی په دی لار کی سر ښیند لی
دا د ښځو د پاڅون ورځ ټولو تا سو ته تبریک وی
د ملال، ناهید، روح ښا د وی جنتونه یی شریک وی
وایم تاسو ته زه (مل) پرد ښمن ټول جوړغوغا کړی
پخپل مټ آزادی واخلی تور حجاب له مخ خطا کړی
پوهندوی دوکتورسیدحسام(مل) جرمنی ۳-۳-۲۰۱۰
{/slide}{slide=فيصله}
دلته می ياديږی په غربت کی ستا نازونه
نشم هيره ولی ستا دمخ شينکی خالونه
لری درنه يم مګر خوبونه د صال وينم
هری خوا خوره وره رڼا ستا د جمال وينم
هرګړی زنګيږم ستا د زلفو په ټالونه
ماته دغربی انجنو نازونه بی مزی ښکاری
ياره ستا ښايست راته دنيا کی بی جوړی ښکاری
کله بويولی شم دهر بڼ سره ګلونه
زړه کی کمی رانه وړی له ياده می هيڅ نه وځی
ستا په جدايي کی تل سوزيږم ته می نه وينی
سوزی ستا بيلتون کی هرګړی می اندامونه
دامی فيصله ده چی په غيږ کی دی ځان اچوم
داد غربت شپی ستا د وٌال په رڼا اړوم
«مل» په سترګو ښکل که د آشنا دواړه لاسونه
{/slide}{slide= دکوچیانو پېغله}
پیغله د کوچيانو په سر ايښی وه ګلونه
توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه
ځمونږ د کلی شاته درولی وی کيږدی
ومی ولید له ورايه خلاصه کړی وی تڼی
ځيل يي وه په غاړه د لونګو اميلونه
توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه
لری يي پلو کړ له مخ شا و خوا رڼا شوه
ولګيد نظر يي پر ما مسته په خندا شوه
زړه يي رانه يووړ په ادا او په نازونه
توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه
ومی ليد په خوب چی دا راغله ځما خواته
مخ یی را نژدی کړ سپينه خوله يي راکړه ماته
سهار له خوبه ويښ شم دوی تړلی وه بارونه
توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه
څه چې پرما راشی له هغی تيريدای نشم
مينه د هغی اوس له خپل زړه ايستلی نشم
«مل» ورپسی راشه کړه پيدا د يار منزلونه
توری توری سترګی په نکريزو سره لاسونه
{/slide}{slide= کابلى پېغله}
د ېار اونه نرۍ لښته د سنبل دى
سرې شونډى يی نازک لکه دګل دى
نرى وريځۍ شينکی خال په مينځ ددوا ړو
توری کړی دواړه سترګی په کجل دى
هر قدم کى معطر وږمی ترۍ خيژى
ځړولی په وربل ګل دسنځل دى
ګلابۍ څيره يی هسى جلوه کاندې
چى انځوريی لکه پاڼه د مرسل دى
چى په ناز سره مسکا شی بيا په شونډو
زه مل وايم چى دا پيغله د کابل دى
مولانا له کومه راغی
د آ سمان له لوړو هسکو دمرمېوو باران اورې
هر يتيم په چيغو ژاړې چى دپلار قبر ته ګورې
هره ناوی کونډه کيږی هره ميندۍ په مخ ولويږى
دافغان تر پښو لاندی ځمکه لويشته لويشته ښورې
په دې خلکو دا دڅه دپاره جوړه کربلا دې ؟
چې په ړوند راکټ ېې وژنې په پردېو مال يی پلوری
دا دکوم دهرې فتوا دۍ چی داسلام تر نوم خپريږې
مولانا له کومه راغې له کوم خوا او له کومه لورې
پښتنو له خوبه ويښ شی چې عزت مو بر باديږې
مولا نا دانګرزانو سره شوي اوس هملورې
څټک ، بيل ، کلنګ ، را واخلی ، غليمان له مينځه يوسې
زر ميدان ته ودانګيګې مه کيښنی دبل په سيورۍ
{/slide} {slide=رباعی}
ز ه به څه کړم دا نوروزچی می واک نه وی د خپل
د پردیو تر ولکی هیڅ می ځواک نه وی د خپل
لاس تړلی پخپل کور کی د پردېو اسیر
عیش او نوش ددی وطن د پردو وې نه می خپل
ځنځېری لیونې
خیالونه می یاغی شوله فرمانه ځخه لاړ
هوس می طوفانی شود جانانه سره لاړ
دذهن په هنداره کی چی ماته په خندا شو
قفسنه زړه می ووت تور چشمانو سره لاړ
له عقله پردی کړم ګریوان څیری په صحرا شم
ځوانی می بهار ونه لید خزانه سره لاړ
بیلتون دهغی مانه ځنځیری لېونې جوړ کړ
یار رانغی می خواته رقیبانو سره لاړ
مل بس دی نور دخیال په ټالونه مه زنګیږه
خوانی دی دخیالونودکاروانه سره لاړ
{/slide}{slide=تړمی اوښکې}
د بې وزلی په جونګړه ړوند راکټ وه لګيدلی
لوګی پورته وه اسمان ته يوځوان وه سرخوړلی
په ژړا دشهيد مور پرسر خاوره بادوله
دواړه سترګو نه دغم تړمی اوښکی تويوله
په ژړا ژړا ويله ای زما د سترګو توره
وږی نس له نړی لاړی سترګی ړوند شی ستا د موره
اميدونه شو خاوری ستا واده ته وم په تمه
بی له تا په اور کی سوزم ويلی کيږم لکه شمعه
ته خو پاک او با ايمان وی ډير سپيڅلی مسلمان وی
ټول لمونځونه دي کول تل دخدای په لار روان وی
راکټچی مسلمان نه دی که عرب يا پنجابې دی
دا عمل د انسان نه دی زشت عمل د يزدیدی دی
جهاد نه دی لوټماری دی ورور وژنه بربادی دی
همه واړه غلامان دی برنی که کوزنی دی
اوس څيره ددوی بربنډ شو ټولو خلکو ته څرګند شو
تاريخ ليکی ټول کيسی (مل) څوک نه شی پټولی
{/slide}{slide=آرمان}
نه دیار سری شونډی می بوسه کړ
نه په شادو سره خوله می خوږه کړ
دگدر په لار می ونه لید لیلی
نه هغه می بیا تر کوره بدرقه کړ
چاته وژاړم دیار له سنگدلی
په ناسور ټپونه زړه ځما اخته کړ
هیڅ دکوره نه راوځی دباندی
د)مل( سترگی انتظارو کی خسته کړ
دفبوری دوهمه کال دوه زره اوه) جرمنی (
شفا شی
چی پلوو له مخی لری کړی رڼا شی
دخوښی اوښکی می سترگو کی پیدا شی
بی اختیاره زړه می ووځی له واکه
چی می سترگی دهغه په تماشا شی
چی په مینه سره وپوښتی می حال
ټول غمونه یکسره می په صحرا شی
دیار مینه اومحبت راته دوا دی
دکلونو رنځ می یودم)مل( شفا شی
دمارچ دریم کال دوه زره اوه )جرمنی
بی ننگی
ما پریږدی یواځی چی په چیغو وژاړم
له سترگو نه می اوښکی په گریوان وڅاڅم
زه نه اومه خبر چی له وطنه بیلیږم
اخر به زه تر څو دا فرقت وگالم
یادیږی می وطن کی دځوانی تیر وختونه
ما پریږدی چی د سوی زړه لم بی وکاږم
ارام اومه وطن کی دچا نه اومه چوپړ
دژوند خوږی شیبی څنگه دیاده وباسم
له کړو پیښیمان نه یم ملگری بی همت شو
)مل( نه غواړم چی مخ د بی ننگو ووینم
دمارچ دیرشم کال دوه زره اوه )جرمنی
{/slide}{slide=ټوپکسالار}
تر څو به د یتیم په مخ داوښکو باران ووینم
تر څو په دی وطن کی ا قتدار د نا دان ووینم
*
په وږی نسو ، چاودی پوندی وینم زرو زیاتی د ستا
پر خلکو باندی وینم دځنگل قانون جاری د ستا
بی وزلو کونډو رنډو باندی وینم باداری د ستا
ټوپک دی په لاس وینم ټوپک سالاری د ستا
تر څو به په خوله چپ اوسم اولس پریشان ووینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار د نا دان ووینم
*
له کوره پخپل خوښه ښځی باندی ته وتی نشی
آزاده او سر لوڅی پخپل کور کی گرځیدی نشی
له خپل حقه محروم خپل حق لاسته راوړی نشی
په زوره واده کیږی پلار اومورته ځیر کتی نشی
تر څو به دوطن دپیغلو ژوند دغه شان ووینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم
*
تعلیم او سواد نشته ځوانان ټوله بیکاره گرځی
د ستا دزور زیاتی دلاسه خلک کناره گر ځی
خلک وتښتید وطن نه لر اوبر ټول آواره گر ځی
هستی د خلکو لوټ شو وږی نس په ویرانه گرځی
تر څو به د بی وزلو خلکو څیری گریوان وو ینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار دنادان ووینم
*
دا څنگه اسلا میت دی چی خواران ځورول کیږی
عشرونه د ټوپک په زور له خلکو نیول کیږی
دین ستا د لاس آله دی زوړ او ځوان ویرول کیږی
ټا په دکفر ستا په لاس په هر یو وهل کیږی
تر څو ټوپک په لاس به دا نا پوه قوماندان وو ینم
*
راځی لوڅو لغړو چی لاسونه د وحدت ورکړو
د ځان دخلاصون د پاره مټو ته قوت ورکړو
قا نون دځنگل ورک کړو خپل ژوند ته فرحت ورکړو
د)مل( سره ټېنگ مل شو خپل شمیرو ته وسعت ورکړو
تر څو به دپردیو دلاس پوڅی دور ان ووینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار دنادان ووینم
جرمنی ، د سمبر
{/slide}{slide=ملنډی}
زه حیران یم دوطن گوند پیروان ته
چی سر نه ښکته کوی څیری گریوان ته
په گرداب د نیستی کی ولویدلی
ټیټوی سر، تیر وتلی رهبران ته
دهغو دناځوانی نه عبرت نه اخلی
نه شرمیږی لاس اوږد کړی ستمیان ته
دخپل گوند دشهیدانو نوم هیر کړی
گل په لاس ځی د ا شرارو قبرستان ته
دخپل لاری دملگرو سره نه ځی
زنده باد ناری وهی ټول جبهیان ته
د پښتون او دافغان په نوم شرمیږی
غواړی گډی وکړی ټول زر خرا سان ته
کار گران او دهقانان یی هیر کړی
سلامونه ورکوی اوس جهادیان ته
په خپل تیرو غلطیو سر لوړی کړی
چی دگوند لیږل رمزونه نظاریان ته
زه نو څنگه دی حزبیانو سره لاړ شم
چی )مل( وسپاری د لاری غلیمان ته
********************
پوهندوی دوکتور سید حسام )مل (
جرمنی ، جون دوه زره اوه
{/slide}{slide=دیوالی بلنه}
د ټولنی له هر اړخه فریادونه را جگیږی
د غلیم راکټونه د افغان په سر لگیږی
څوک د کوره وتی نشی دمرمیو جوړ باران دی
آ سمان هم یاغی شوی تندرونه را وریږی
مور د ځوی په مړی ژاړی پر سر خاوری بادوی
ړوند راکټ هر خوا لگیږی د کابل ښار ورانیږی
دغلیم په ستراتیژی کی ورانی د کابل ښار دی
دا فتوا د پنجابیان دی چی کابل را ورانیږی
مذهبی ډلی ټپلی پنجابیان سره په گډه
د افغان له هره کوره قیمتی شیان لوټیږی
په لم سون د پنجابیانو وطن وران کړل مجاهد
دا مچ سترگی جهادیان هیڅ له خلکو نه شرمیږی
دوطن دبر بادی پړی اچوی په نورو
د ناراض خلکو له ډاره د غلیم تر شا پټیږی
دپردو د مټ په زور دقدرت په چوکی ناست دی
هر ورځ چی تیریږی لکه ایږه را پړسیږی
اوس هم خلک ټول نارام دی د پردو له لښکریانو
په بی وزلو له آ سمانه غټ بمونه را غور ځیږی
چیری یی روشنفکره غږ دی هیڅ نه اوریدل کیږی
دوطن د خواریکښو سترگی ستا خواته غړیږی
خپل صفونه رانژدی کړی ځانځانی نه لاس په سر شی
له دی وضع ستا سو خلک هره ورځ ډیر ځوریږی
د وطن اصیل بچیانو ای کیڼ اړخو لارویانو
سره ټول په یو پارټی شی وخت په بیړه زر تیریږی
خود خواهی څخه تیر شیی جزایرو نه بهر شیی
ځانځانی او تیت و پیت کی له یو سره ورک کیږی
د تاریخ ځواب مو څه وی که فر صت دلاسه ورکړی
سر مو ښکته په گریوان کړی ستاسو خلک ډیر ځوریږی
پرونی یوو ، ټول ملگری یو دبل سره آ شنا
نوی ، نوی ، آ شنایان گوری هیڅ نه په کاریږی
چی په سختو ورځو تا سره وهلی وی مزل
هغه ستا دلاری مل دی له تا هیڅ نه بیلیږی
ځان دی مه غلوه یو ځلی سترگی دی را خلاص کړه
لوی متل دی نوک له غوښی هیڅکله نه بیلیږی
گړندی شی دوحدت لاسونه ور کړی یو تر بل
د شهد ملگرو غږ له قبرونو هردم خیژی
بیرقونه یی رپیږی په لوړ غږ وایی ملگرو
ارمانونه مو پوره کړی له هدف مه په شا کیږی
زه) مل( تاسو ته بلنه د یوالی درکومه
په یووالی سره گوند مو په قوی ځواک بدلیږی
***************
جون 27 کال 2007 جرمنی
{/slide}{slide=ننگرهار می یادی شی}
چی دگلو مینځ کی کیښینوم ننگرهار می یادی شی
شین لغمان دکنړ سیند چپرهار می یادی شی
تصور کی کله کله چی وطن می را په یاد شی
د سپین غر د سر تړلی سپین د ستار می یادی شی
دجاهلو کور دی وران شی چی جدا کړم له وطنه
لوی باغونه ، خوږ انار دقندهار می یادی شی
ژبه گونگ، په زړه غمجن ، مسا فر د بل وطن شم
تور وربل ښایسته صورت دخپل نگار می یادی شی
زه په څه بلا اخته شم زړه می نه نیسی قرار هیڅ
د شادیان دد ښت غا ټولی د مزار می یادی شی
له ډیر غمه روغ صورت می دغربت په اور کی سوځی
د پغمان ښکلی دری گل غونډی د چاریکار می یادی شی
نور به نه وینی په سترگو )مل( د خپل خا پوړی ځای
په خیالونو کی وطن او وطندار می یادی شی
****************
جولای کال دوه زره اوه )جرمنی )
دمینی ډیوه
مینه هغه مینه وه چی پټ پټ مو کتل
تا له ناز خندله ما زاری درته کول
نه مړیدم ستا په دیدن سترگی می گدا وه
مانه چی ته تللی دواړه سترگی می ژړل
تا چی کرشمی کول رغبت می زیاتیدله
ما چی در کتله تا وربل کی لاس وهل
ستا دمینی اور گرځیدل می په رگونه
آه چی می ایستله تا ته ټوکی ښکاریدل
اوس هم ستا دمینی ډیوه بل می دی په زړه
ستا به را په یاد وی چی )مل( ستا مینه غوښتل
***
جولای کال دوه زره اوه )جرمنی )
پوهندوی دوکتور سیدحسام )مل )
{/slide}{slide=گل رژیږی}
که لاس وړاندی کړمه گل ته گل رژیږی
که دیار دیدن ته زړه کړم لار بندیږی
زه د یار د مینی سیند کی لاهو شوی
چی لاس هر شی ته نژدی کړم نه ټینگیږی
***
پوهندوی دوکتور سید حسام )مل (
د آ شنا سترگی
په غلچکی نظر می ولید دآ شنا سترگی
دتور باڼو لاندی می ولید د ادا سترگی
چی ور نژدی شم ځیر می وکتل سترگو ته یی
پلو یی لری کړه ما ولید د مسکا ستر گی
تر تور باڼو لاندی سترگی خماری وه د یار
څه عجب ښکلی بی جوړه او د وفا ستر گی
دآ شنا ستر گی پر ما څه سحر او جادو وکړ
چی هغه وخاندی د )مل( شی په ژړا سترگی
** مارچ کال دوه زره شپږ)جرمنی (
{/slide}{slide= عشوه گره}
دا کږه وږه پیکی دی را نه جوړ کړ لیونی
ته دکومی خوا پیدا شوی عشوه گره انجلی
زه ارامه تیریدمه ستا له څنگه پخپل لار
په مسکا ځما نظر دی ځانته جلب کړ ښاپیری
توری زلفی
توری زلفی دی خوره ستا په تییونه
غزیدلی ستا سینی په سر مارونه
په ذگیروی سره می ودرید تور ماران
د متروکی پر ما وکړل گذارونه
هوس
د سینی ستا سمندر کی د هوس کشتی می گرځی
د سینی دخوړ بستر کی کله لر او کله بر شی
چی یاغی ستا سمندر شی ځما کشتی هم طوفانی شی
تند موجونواو څپو کی ها خوا پرزی دی خوا غورځی
دهوسونو مرغی
دا ځما د هوسونو مرغی ستا چمن را غواړی
ستا د حسن ښکلا په سندرو کی ستایی
د خیالو په ټال زنگیږی ستا د مینی له رغبته
ستا د بڼ ارته فضا کی غواړی دی خوا ها خوا واوړی
در په دره
نه دی وینم نه دی لیک را ځی دلبره
ولی نه اخلی په غربت کی می خبره
ستا دیدن پسی تل اوښکی تویومه
مل بی تا لیونی گرځی در په دره
*****
پوهندوی دوکتور سید حسام )مل (
جرمنی
{/slide}{slide=خبرتیا}
ای وزیرو افریدیو پښتنو
شمله ورو ننگیالیو میړنو
*
ستا سو سیمی ته پردیان راغلی دی
له لندن او له عربه غلیمان راغلی دی
غواړی بیا په منطقه کی کړی اور ، بل
د انتقام د اخیسیتو لری ټکل
غواړی تا سی کړی اخته په ځانځانی
درنه سلب کړی په چلونه خپلواکی
پنجابیانو ته ورکړی سوغاتونه
هم ښودلی دی هغو ته ډیر چلونه
سره یو شیی په چلو یی مه غولیږی
ځان کړی ویښ غلامی نه وویریږی
زر خبر کړی د وطن ټول پر گنو
دخوشحال اود میرویس زړه ور بچو
*
ای وزیرو افریدیو پښتنو
شمله ورو ننگیا لیو میړنو
*
دا وطن تل په تا سو ښه ښکاریږی
لر او بر پښتنو په تا سو نازیږی
د آزادی غلیم مه پریږدی په وطن
سمسور وساتی د خپل پلار گلشن
مه پریږدی خپل بچو ته پیغورونه
غلیم وبا سی د خپل وطن له غرونه
ځانځانی او دوه رنگی نه لاس په سر شی
د هیواد د آزادی دلار ا فسر شی
له خپل لاری ځنی لری دا خنډ کړی
د غلیم ټول د سیسی له بیخه شنډ کړی
د وطن له هری تیگی سر مو جار کړی
د هیواد خپل غلیمان ټول تار په تار کړی
سنگرونه مو کړی ټینگ پخپل بر جو
د غلیم سرونه پریکړی په بر چو
*
ای وزیرو افریدیو پښتنو
شمله ورو ننگیالیو میړنو
*
عربی ملا ، طالب ټول عربان دی
له ا سلامه اغوښتی وهابیان دی
د پنجاب دحاکمان سره یو لاس دی
د انگریز آوامر ورته د پاس دی
په خبرو مه غولیږی سر کړی خلاص
دوستی نه لری دوی چا سره په اخلاص
پښتانه د لر او بر مو عزیزان دی
شینواری ، مهمند که ټولو ساپیان دی
د احمد اود میرویس اصیل بچیان دی
د خټکو توریالی واړه مسیان دی
د خوشحال توره زر واخلی په لاسو
در واری شم د )مل( گرانو پښتنو
*
ای وزیرو افریدیو پښتنو
شمله ورو ننگیالیو میړنو
****
پوهندوی دوکتور سیدحسام )مل (
اگست کال دوه زره اوه )جرمنی (
{/slide}{slide= اخطار}
غزولی له ټغر پښی فضل الرحمان
دا بی ننگ سپک سر غټ نوکر دپاکستان
غواړی و پیژندل شی د دیورند لین
بولی مشر هغه ځان د افغانی طالبان
هیڅوک نه غواړی چی مینه یی دبل شی
خصوصاً په هیواد خپل مینو افغانان
سره یو شی افغانان له لر او بر نه
مات کړی ورمیږی د جاسوس فضل الرحمان
طالبانو په رښتیا که یاستی افغانان
ږیره وشکوی دخاین فضل الرحمان
جگړه بس دی سر مو ښکته کړی گریوان ته
مشوره نور مه منی د شیطان فضل الرحمان
*
) پوهندوی دوکتور سید حسام (مل
اوگست کال دوه زره اوه جرمنی
{/slide}{slide= ددروغو مزل لنډ }
چی دخلکو د هوسا ژوند وی په لټه
هسی نه چی برتر وگڼی خپل خټه
چی خپل سر د وطن په لاره ورکړی
قهرمان دی که شی تیر له خپله گټه
چی دخلکو پر مخ وتړی لوی لاری
هغه غل دی که ډنگر وی او که غټه
قهرمان په تش ویلو هیڅ نه کیږی
که هغه وی په نصب خپل ډیر اوچته
د درغو مزل لنډ وی ډاکتر ) مله (
حقیقت نه پا تی کیږی هیڅوخت پټه
***
) پوهندوی دوکتور سید حسام (مل
د سپټمبر لسم کال دوه زره اوه )جرمنی
{/slide}{slide= په انگار ځی}
اوښکی می له سترگو وار په وار ځی
تا نه چی یم لری بی اختیار ځی
څه وکړم دخپل لیونی زړه سره
ته چی می په یاد شی نا قرار ځی
مینه دی یار ستا چور لیونی کړم
هر قدم چی اخلم ټول بی لار ځی
ستا دبیلتون اور کی زړه می وسوځید
واک نه می وتلی په انگار ځی
شور دمینی ستا په زړه زخمی کړم
خولی نه فریادونه می بیشمار ځی
کله چی په مینه راته وگوری
غشی د باڼو دی په تکرار ځی
ستا په مینه دومره رسوا شوی یم
چیغی می دزړ ه اوس تر بازار ځی
)مل( دی کړه مین په جمال د خپل
خوب می له دوه سترگو تر سهار ځی
{/slide}{slide= اختر څه کوم}
چی په کنډر کی می سوړسک نشته اختر څه کوم
وږی نس گرځم گرم میلی د تاړاکگر څه کوم
دڅو اوبا شو په راکټو کور می وسوځیده
دخودفروشو لوړ بنگلی په لر او بر څه کوم
اختر هغو نیسی چی خلک یی په ماتم کیښینول
زه خوشحالی دڅو پکولو ږیره ور څه کوم
که شم نیستمن مگر وقار د افغانی لرمه
خوښ په بوریا دخپله یم پردی ټغر څه کوم
که څوک د«مل» په زیږ خبرو رانه مخ اړوی
تر څو ژوندی یم رښتیا وایم مرور څه کوم
****
پوهندوی دوکتور سید حسام «مل»
دکمکی اختر دوهمه کال دوه زره اوه
{/slide}{slide= گرم حلوا}
وایه ، وایه ، څه چی وایی مولنا
مونږ بی وزلی هم فقیر یو هم گدا
غریبان صدقه نه ورکوی چا ته
ته هم وایی چی جنت ته ځی بډا
دلته او هلته غریبان خوار اوذلیل
هغوی هم ته ډاروی په تش وینا
هر ا نسان له مولود خپل رازیږی
سمد ستی له زیږیدو شی په ژړا
د شتمن بچی هم لوڅ را زیږیږی
تقدیر ولی ملامت بولی ملا
چی علمی تحلیل کی پاتی شی گوره
رفرنسونه ورکوی ټول په قضا
چی نظر دی په شتمنو ولگیږی
غوړمالی کی زر زر کیږی وارخطا
مرتشی او را شی لیږی جنتو ته
که د تا گیډی شی موړ په گرم حلوا
ستا په دین او په ایمان هیڅ نشم پوه
لکه مویو دانی ځغلی هره خوا
زه دټولو ملایان مخا لف نه یم
ملا ستایم که وه وایی تل رښتیا
د ناپوه ملا په ضد شعرونه لیکم
چی خلک پوه شی دهغه په هر خطا
چی قرآ ن په قران باندی تل پلور ی
کوم زه )مل( دهغه مخ تل رسوا
*****
) پوهندوی دوکتور سید حسام(مل
داوکتوبر یووشتم کال دوه زره اوه (جرمنی)
{/slide}{slide= ډیر ترخه وی}
ژوند بی مینه هسی خوشی بی مزه وی
په ظاهر اوپه باطن کی ډیر ترخه وی
چی دهر کار سره مینه د چا نه وی
هغه هسی بی هدف او پژمرده وی
غلامی دی
د پردو پر مټ تکیه غټ نا پوهی دی
د گونگوټی په څیر بی ثمر خواری دی
چی خپل کور پخپلو مټوڅوک جوړ نکړی
که پردی ورته کور جوړکړی غلامی دی
پاچاهی دی
بی منت ژوند هسی لویه پاچاهی دی
که وی وږی یا ماړه ستر ښادی دی
چی خپل کور کی واک یی دبل چا وی
له هغه ژوند نه بهتر مرگ څو ځلی دی
انار نه دی غلا کړی
ما دیار د سینی بڼ نه انار نه دی غلا کړی
د انارو تماشا می له ډیر لری ځنی کړی
د انارو پر سر تور زلال ماران وه په کمین
ځکه لاس می له ډیر ډاره هیڅ انار ته نه دی وړی
{/slide}{slide= داور مجمر}
زه پوهیږم چی دمینی لار اوږده دی
نه صبریږی ځما زړه په عشق اخته دی
عشق څه دی ارادت د تللی زړه دی
د آ شنا په تار د زلفو کی بسته دی
نصیحت هیڅ په کار نه دی تللی زړه ته
د آ شنا مینه می زړه کی اوس میشته دی
زه د ستا خبری واورم که د زړه خپل
زړه می وایی چی دیار مینه خوږه دی
( مل » د اور په مجمر ایښی دی خپل زړه
زړه د اور په سوځیدو کی اموخته دی
*******
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل»
۱۴.۹.۲۰۰۶ جرمنی
{/slide}{slide=ټوپک سالار ته}
ترڅو به د یتیم په مخ د اوښکی باران ووینم
ترڅو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم
*
په وږی نسو چاودو پوندو وینم زور زیاتی دستا
پر خلکو باندی وینم دځنګل قانون جاری د ستا
بی وزلو کونډو رنډو باندی وینم باداری د ستا
ټوپک دی په لاس وینم ټوپک سالاری د ستا
تر څوبه په خوله چپ اوسم اولس پریشان ووینم
ترڅو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم
*
له کوره پخپل خوښه انجلی باندی ته وتی نشی
آ زاده او سر لوڅه پخيل کور کی ګرځیدی نشی
له حقه تل محروم دی خپل حق لاسته راوړی نشی
په زوره واده کیږی پلار او مور ته ځیر کتی نشی
ترڅو به د وطن د پیغلو ژوند دغه شان ووینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم
*
تعلیم او سواد نشته ځوانان ټوله بیکاره ګرځی
د ستا د زور زیاتی د لاسه خلک کناره ګرځی
خلک وتښتید وطن نه لر او بر ټول آواره ګرځی
هستی د خلکو لوټ شو وږی نس په ویرانه ګرځی
تر څو به د بی وزلو خلکو څیری ګریوان ووینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم
*
دا څنګه اسلا میت دی چی خواران ځورول کیږی
عشرونه د ټوپک په زور له خلکو نیول کیږی
د ین ستا د لاس آله دی زوړ او ځوان ویرول کیږی
ټاپه د کفر ستا په لاس په هر یو وهل کیږی
تر څو ټوپک په لاس به دا نا پوه قو ماندان ووینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم
*
راځی لوڅو لغړو چی لاسونه د وحدت ورکړو
د ځان د خلاصون د پاره مټو ته قوت ورکړو
قانون دځنګل ورک کړو مستقبل ژوند ته فرحت ورکړو
د(مل) سره ټینګ مل شو خپل شمیرو ته وسعت ورکړو
تر څو به د پردیو د لاس پوڅی دوران ووینم
تر څو په دی وطن کی اقتدار د نادان ووینم
****
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
دسمبر کال دوه زره پنځه جرمنی
{/slide}{slide= وړاند وینه}
قتل عام دی کړ افغان ، افغان دښمنه
کوم آین کی دی لیکلی ورور وژنه
د پردو په لمسون ولی افغان وژنی
سر دی ښکته کړه ګریوان ته غټ لومپنه
په اسلام کی ورور وژنه لوی ګناه دی
ډیری میندی ټول تا کړ بی څښتنه
ستا جهاد خلک ته څه ورکړل وایه ما ته
ستا د لاسه ا فغانان آواره ټول بی مسکنه
کاڼی او بوټی د وطن په اور کی سوځی
لا یخ شوی ستا زړه نه دی اهریمنه
مسلمان د مسلمان هوسایی غواړی
لا ته تر اوسه یی لګیا په اغزن کرهنه
اخرت کی څه ځواب څښتن ته وایی
چی دخلکو سر دی غوڅ کړ ټول له تنه
په قرآن کی لیکیل شوی حب الوطن
تا نو ولی افغانان کړ بی وطنه
د اسلام کوم خلیفه ناست په ماڼی وه
چی ته ناست یی په شیر پور کی مطمینه
د غلیم په لمسون ولی اور دی بل کړ
نشته تا سره ځواب ددی پوښتنه
یوه ورځ به له قدرته شی را ښکته
( مل) کوی ستا د ولویدو وړاند ویینه
******
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
جنوری دوه زره اوه جرمنی
{/slide}{slide= دوطن په یاد}
را په یاد می شو شبو د ننګرهار
دسپین غر په سر تړلی سپین دستار
د پغمان رڼی اوبه هره دره کی
سره لاله به غوړیدله په مزار
د شمال باغونه ډک وه له میوو
د ځوانانو میله ځای وه ننګرهار
د انار اونی اغوستی سور ټکری
خټکی وه د امام صاحب مزه دار
د بادغیس او دهرات د پستو جشن
را په یاد شو حواږه توت د ګلبهار
د پروان او کا پیسا د غرو لمن کی
ارغوان دونو ټیټ او لوړ قطار
د افغان د آزادی په افتخار لوړ
د نجات او خپلواکی ښکلی منار
د لغمان د علیشنګ هره دره کی
د چهار مغزو باغ اوونی د چنار
د بابا او هندوکش په لوړو څوکو
د افغان د عظمت تاج وه ځلا دار
د کڼړ او د هلمند د سیند څپی
غلیمان یی ډوبوله وار په وار
د آمو د سیند آرامه بهید ل
خپله خیټه کی ګوهر یی په خروار
په پرتم سره ولاړ د بامیان بت
بودایان چی به راتلل ورته بیشمار
د پکتییا دغرو په سر کی ګڼ ځنګل
د ځمرو نه ګیدړان وه تل په غار
مروت او ورورولی وه یو تر بله
د افغان وه نوم اوچت تر ذولفقار
لر او بر افغان یو بل سره نژدی وه
پری خپه وه د پنجاب او سند اغیار
مجاهدو خپل مینځی جګړه را پیل کړل
د سیندیانو متاع ومونده بازار
دوطن هستی شوه ټوله خاوری
د غلیم دلاسه ټول شو تار ا و مار
خدایه راولی وحدت ځمونږ په خلکو
چی وطن مو شی له سره برقرار
زړه می تنګ دی له غلیم نه به غچ اخلم
د مل تل وی دا وینا ا و دا ګفتار
****
پوهندوی دوکتور سید حسام مل
۱۰-۶-۹۵ جرمنی
{/slide}{slide= دمینی اقرار}
که پر ما نه په قهریږی ما خو زړه پر تا با یللی
ستا د مینی سره لمبه کی ټول صورت می سوځیدلی
*
ما نن پریږده چی د خپل زړه تمنا ووایم تا ته
نور ساتلی په زړه نشم اجازه راکړه یار ما ته
هره غشی د باڼو دی په سینه ځما لګید لی
ستا د مینی سره لمبه کی ټول صور ت می سوځیدلی
*
چی نظر می مخامخ یار په خمار سترګی د ستا شو
زړه د واکه ځنی وو ت سمد ستی پر تا شیدا شو
په ښکاره یار درته وایم زړه می چور در پسی تللی
ستا د مینی سره لمبه کی ټول صور ت می سو ځیدلی
*
بی له تا ورځ می میا شتی هره میاشتی پر ما کال وی
لیونی څیری ګریوان رنځیدلی ځما حال وی
ستا د مینی غوټی می په زړه نوی غوړیدلی
ستا د مینی سره لمبه کی ټول صورت می سوځیدلی
*
چی په مینه می اوس پوه شوی وفا غواړم یار له تا نه
زه به هم خیال دی سا تم خپه نه به شی له ما نه
ما هم ( مل) برخه لیک خپل ستا په زلقو ټینګ تړلی
ستا دمینی سره لمبه کی ټول صورت می سوځیدلی
**
پوهندوی دوکتور سید حسام مل
۱۲-۳- ۲۰۰۷جرمنی
{/slide}{slide= وطنه}
څوک دی ګیډه وکندله وویست ستا پټ خزانی
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
*
ستا کار پوه روشنفکران یو په یو ټول فراری کړل
ستا کانونه او معادنونه له یو سره ټول خالی کړل
ځا نته جوړ کړل په شیر پور کی هغو لوړی بنګلی
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوا لی
*
بل یو ، ستا کونډی خرڅ کړل په عربو ږیره ورو
هم یی ستا د خوشحال توره کړل خرڅ په شنه ډالرو
ستا اولس یی شهیدان کړل هر خوا وینو هدیری
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
*
یو هم ستا د زمردو له خرڅلاو شو قهرمان
هم آمر هم قوما ندان شو مشهور په ټول جهان
اوس ټبر یی په هیواد او په بهر کوی میلی
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
*
هر یو پیژنی دا څوک : اوږده ګیره غټه کونه
مخ ناولی ، ببر سر ، بی فرهنګه ، لنډه اونه
آ بدات دی کړل خرڅ هم یی ټول کړل شکرانی
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
*
زه حیران یم ستا بچو ته دا بی ننګو پښتنو ته
نه شرمیږی د ا بی شرمو ګوره لوړی شملو ته
دا د چرګی لکی نیغه کړی په تشو جمجمی
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
*
ای و طنه چی ته سوځی ځما تن هم سوځیږی
قرار نه لرم غربت کی اوښکی هیڅ می نه دریږی
آرامی پر ما حرام وی که می شنډ نکړل دسیسی
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
*
ځمه ګرځم ټولوم ستا خواخوږی ټول بچیان
هزاره ، تاجک ، ازبک ، پښتانه نور افغانان
سمسورتیا ته دی کوو خپل بر بنډی فیصلی
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
*
غلیمان دی ټول باسو په کلنګ و ، بیل و ، او داس
زر به پاک کړو ستا لمن له پردی او له خناس
زه (مل) تل به کومه اولسو سره دی ګډی مشوری
څوک راکټ له هر خوا وویشت له تا جوړ کړل کنډوالی
****
پوهندوی دوکتور سید حسام مل
جرمنی۶-۱۲-۲۰۰۷
{/slide}{slide=پرینیږدی}
غل باسی هیواد نه شتمنی چی یی پرینیږدی
تښتی زمرد سره بهر ته چی یی پرینیږدی
غل وه ګرځید له هره ورځ په تورو غرونوکی
وړی اوس لاجورد د باندی ګوره چی یی پرینیږدی
لارو کی شکول د وطنوالو ډک جیبونه تل
اوس چی دیپلومات دی فارغ بال وځی چی پرینیږدی
نه ګوری بکسونه د هغه په وی – آی – پی کی څوک
ګرم اسعاربکسوکی لیږدوی اوس چی یی پرینیږدی
حج په نامه کال په کال ایستل زر او زیور له ملک
هغه حاجی نه دی غټ سارق دی چی یی پرینیږدی
ما مل به ویل چی هغه غل او تاړاکګر دی تل
ښه دی چی رسوا شو په تاړاک کی چی یی پرینیږدی

***
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۵-۱۲-۲۰۰۷
{/slide}{slide= مفت خوړل}
یوډډه په جوما ت پروت وه خیراتونه مفت خوړل
د وطن په آبادی کی ملا خښته نه ایښود ل
چا چی هڅه د خوارانو د هوسا ژوند ته کول
د الحاد توره ټاپه د هغی په تندی ملا وهل
داکتر مل
***
جومات او حجره
اوس جومات او حجره دواړه د ملا په ولکه دی
څوک ځان نشی ښورولی د ملا په لاس دره دی
هم ما لیه را ټولوی هم عشرونه په زور اخلی
پرونی ملا نه دی له قدر ته ډیر نیشه دی
داکتر مل
***
قوماندان مجاهد
هغه مخکی وه ملا ، مجاهد بیا قوماندان شو
د داود په پاچاهی کی زر میشته په پا کستا ن شو
د وژلو ، سوځولو فن زده له آی ، اس ، آی کړ
هغه څه چی وه زده کړی هغه ټول یی پر ځای کړ
داکتر مل
***

جرمنی ۵-۱-۲۰۰۸
{/slide}{slide= تیره تیغ}
پښتنو شملی له سره بیا کړی نیغ
دغلیم اورمیږ کړی غوڅ په تیره تیغ
ځانځانی نه سر د ننه زر شی تیر
له هیڅ هڅی او له اند مکړی دریغ
داکتر مل
***
مه غولیږی
دد ښمن په لمسون مه غولیږی نور
افغانان مه ورانوی د افغان کور
ملتونه ټول په سوله کوی ژوند
تاسی هم عزت وساتی د خپل ورور
داکتر مل
***
پردیسی
ما په خوب لیدلی نه وه پردیسی
بی وطن شم ګرفتار په تنګدستی
تیروم لا لهاند ژوند پردی وطن کی
په نصیب می (مل ) و نشو آرامی
داکتر مل
***
چاودی پوندی
لوڅی پیښی چاودی پوندی د خوارانو
په نس وږی سر سر تورو ماشوما نو
دهیچ چا په زړه کی رحم او کرم نشته
واکداری دی په کابل دملا یانو
داکتر مل
***
جرمنی – ۱۱-۱-۲۰۰۸

تخنولی
غریزه دمینی ځما له واک وتلی
له ګوګله زړه می یار در پسی تللی
روږده نه اومه په مینه د خوبانو
ستا مسکا ځما احساس را تخنولی
داکتر مل
***
ول شوی
په رګو می ستا د مینی اور بل شوی
ستا ادا می خاطری سره مل شوی
مینه ځما ښکاره نشی درته ټوکی
ستا د زلفو تار په لاس کی می ول شوی
داکتر مل
***
مهر موره
مهرموره دی پر ما هسی اثر کړی
چی بی تا ځما ژوند يي ابتر کړی
که دی ونه وینم زړه می ډیر تنګیږی
چی دی ووینم پر ما لوی اخترکیږی
داکتر مل
***
لرزیږم
چی دی سترګو ته دی ځیر شم را تخنیږم
ستا دمینی اباسین کی را غور ځیږم
ښکلی سترګی دی پر ما څه جادو کړی
چی تا ووینم له حده ډیر لرزیږم
داکتر مل
***
اغزی
چی دګل په لښته اغزی راشنه کیږی
د بلبل په سینه وخت نا وخت چوخیږی
د عاشفی په لار مزل نه دی آسان
هر عاشق په دی ستونزه ښه پوهیږی
داکتر مل
***
رسوا
ستا په مینه کی یم هسی رسوا شوی
چی د ځوان او د زړو د خندا شوی
زه خوشحال یم چی په عشق دی بدنام شم
ځکه ځما ټول رقیبان په ژړا شوی
داکتر مل
***
۸ ۱۲-۱-۲۰۰
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
{/slide}{slide= ساقی }
ساقی مستی پیالی راکه چی غمونه می ټول هیر شی
په ترخو اوبو می مست که چی د رنځ شیبی می تیر شی
*
د بیلتون په سره بټی کی ټول اندام می سوځیږی
په مخ اوښکی می له سترګوڅاڅکی څاڅکی بهیږی
وار په وار پیمانه راکه چی نیشه می پسی ډیر شی
*
د رقیب په تذویرونو مرور رانه یار شوی
د ریبار په مخ، جانان می ډیر ګلیی را ځنی کړی
لیونی را ځنی جوړ که چی ر قیب رانه په ویر شی
*
هسی مست می په شراب که چی له عقله بیګانه شم
پخپل شرم ونه پوهیږم ، په نیشه کی مستانه شم
څو حالت می په نیشه کی دم په دم مجنون په څیر شی
*
هوښیاری کی ځوریږم پناه تاته می راوړی
ځما د مینی ریبار ، یار له خپل کوره شړلی
ماته هسی کنډول راکه چی می سترګی تیر او بیر شی
*
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۲-۱-۲۰۰۸
{/slide}{slide= تیریږه}
د روا او ناروا خبری پریږده
د وطن د آبادی په لور خوزیږه
خدمت وکړه د خواران او غریبانو
د ظالم په مخ قوت سره دریږه
عواطف د انسان ستر معنویت دی
په بی وزلو باندی تلپاتی رحمیږه
د کینی تخم چی څوک کری په خلکو
غټ شیطان وی له دوستی ځنی تیریږه
چی د څه شی سوال تانه شوی نه وی
لکه مچ په شړمبو کی مه غورځیږه
چی ددین سوداګری دوکان کی ناست وی
د هغه سره مل اصلاً مه ګړیږه
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
جرمنی ۲۶-۱-۲۰۰۸
{/slide}{slide=په کجل کړی}
زلفی دی نن څه ښه ول کړی
ماته دی بیا یار څه چل کړی
یووارخو زړه دی رانه ویوړل
اور دی پر ما بیا څه بل کړی
سترګی دی هسی ډیر ښایسته وه
تور دی بیا هم په کجل کړی
په قرار نه می پریږدی یاره
زه دی په ناز یم بسمل کړی
که می در وسه ورسیږی
د ښکولولو می دل کړی
تا پسی هسی می زړه تللی
چی زړه می تا سره مل کړی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۳-۲-۲۰۰۸
{/slide}{slide= څوارلسمه سپوږمی}
نه به ستا حسن شی پا تی نه ځما عذر او زاری
په دیدن دی یار می موړ کړه مکوه بی وفایی
عشوه ګره لیلی واوره مغرور مه شه پخپل حسن
راشه خیال می وساته له ( مل) مکړه جدایی
په بربنډو کرشمو دی لیونی دی رانه جوړ کړ
رڼا ورځ کی می شپه دی ستا د لاسه ښاپیری
ته پخپل حسن ډاډه یی پروا نه لری پر ما
زه تر څو به وکړیږم ستا د لا سه لیونی
پلو لری کړه له مخ ، ترږمی لار می رڼا کړه
په تیارو کی می ، مه ساته څوار لسمه سپوږمی
پوهندوی دوکتور سید حسام( مل )
جرمنی ۹/۲/۲۰۰۸
{/slide}{slide= افغان نه دی}
چی دژبی په سر ویشی خلک څوک
ا فغان نه دی دهغه سر وی تل پوک
چی تاوان رسوی ملی و حد ت ته
د پردو په لاس هغه شوی وی کوک

پوهندوی دوکتورسید حسام (مل)
جرمنی ۱۳/۲/۲۰۰۸
{/slide}{slide=ګل هر خواته غوړیدلی}
څه فضا عاشقانه دی ګل هر خواته غوړیدلی
پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی
*
لوڅ مړوند د ښکلی پیغلو هره خوا په سترګو کیږی
څو ک ځان نشی ټینګولی پر هییزونه ماتیږی
طلایی موجی زلفی چپ او راست په مخ ولویدلی
پسر لی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی
*
مفت خبری د ناصح دلته هیڅوخت نه چلیږی
دلته اور د مینی بل دی ساړه زړونه ګر میږی
هر بینا سترګی دلته ناغه دار سترګی لیدلی
پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی
*
د سینی جفتی هیلی رمنده یاغی ښکاری
له خپل ځالی نه وتلی بی پردی هر خوا څاری
له زاهد هم لار ورک کیږی که یو ځلی وی کتلی
پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی
*
دا ځمونږ پسرلی نه دی ( مل ) ته څه مونږ ته واییی
پیمانی دی ډیر تش کړی د یورپ بهار ستایی
افغانی پیغلی تل په حجاب کی اوسید یلی
پسرلی موسم راغلی پیغلو ګل په سر ټومبلی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
{/slide}{slide=سازش}
فارغ بال غلیمه ګرځه افغانان دی بی اتفاق
انګریزیی ملا کرلی د لته تخم د نفاق
په تن لوڅ ، وږی نس ، پاکه زړه او چاودی پوندی
ګوډاګی دولت هم کړی تا سره ټینګ ارتفاق (۱)
که ملا او انګریز دواړه د افغان په مټ شی ورک
هغه وخت به په دی ملک کی راشی نظم او ارتساق(۲)

۱- سازش ۲- نظم
پوهندوی دوکتورسید حسام (مل)
جرمنی ۱۱-۳-۲۰۰۸
{/slide}{slide= لالهاند درپسی وینم}
زلفی دی یار نن په مخ خوری وینم
مخ دی را نه پټ ژوند بی مزی وینم
شاته دی زلفان یارجانه واړوه
پریږده چی د سترګو دی نیشی وینم
لری که سالو دی له ګوګل یاره
غواړم چی د مینی خوږ مڼی وینم
ګوره چی خپه نشی له مانه یار
د خولی خبری نن خپل کږی وینم
هرڅومره چی مینه می اورینه شی
دستا په تغا فل کی ژوند ترخی وینم
راځه چی روغه جوړه کړو یو بل سره
زړه خو یار د( مل) در پسی وینم
پوهندوی دږکتور سیدحسام(مل)
جرمنی ۲۰-۴-۲۰۰۸
{/slide}{slide=مورته}
موریی ستا لاسونه د ښکلولو دی
ستا خبری موریی د منلو دی
*
نن دی څه پخ کړی مورجانی وږی یم
ډوډی ، اوبو راکه چی وږی تږی یم
ستا هره پخلی په مزی د خوړلو دی
ستا خبری موریی د منلو دی
*
موریی له تا جارشم ډیر پرما ګرانه یی
یم تا نازولی ډیر مهروبانه یی
ستا هر نصیحت د قبلولو دی
ستا خبری موریی د منلو دی
*
ستا تر پښو پروت مور جنتونه دی
ستا د خندا بڼ کی سره ګلونه دی
ستا د پښو خاوری د رانجه کولو دی
ستا خبری موریی د منلو دی
*
موریی په ژړا دی خنده ولم تل
موریی هر هر وخت دی نازولم تل
ستا پاکه لمن د سجدی کولو دی
ستا خبری موری د منلو دی
*

تاته مبارک موریی د مور ورځی وی
شپه دی برات موریی اختر دی ورځی وی
ستا مهربانی موریی تل د یادولو دی
ستا خبری موریی د منلو دی
***
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۸-۴-

۲۰۰۸
{/slide}{slide= تیریادونه}
نسیم یی د پیکي تیر یادونه را تازه کا
هوس یی راته بیا د سرو شونډو د بوسه کا
له میوو اوم پرهیز نه تلمه میکدی ته
توبه یی را نه ما ت کړ می ناب می په پیاله کا
په ټوقو ټوقو لاړه مروره شوه له ما نه
له سره بیا هغی ځما ځای په میخانه کا
خیالات می بوږنیدل په ځنګل د یار د زلفو
ځیر وکتله ما ته منګری زلفی ښکاره کا
د خیال له ټاله پریوتم لمده اوم په خولو
وفا راسره ونکړه خپل مینی بیګانه کا
بریا می نصیب نشو په مینه کی شم پاتی
مخ واړول له (مله) زلفی بل چاته شانه کا
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۹-۴-۲۰۰۸

وصال
د وصال لاره وی ډک له تیز اغزنو
عشق آسان نه وی د ښکلو ګل بدنو
دبیلتون په سروسکروټو کی زړه سوځی
اوښکی تل په مخ بهیږی د میینو
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۱-۵-۲۰۰۸
{/slide}{slide= وطن}
بی تو تا کی ای وطن زار زار ناله کنم
باغ و بوستانت ای وطن دل و جانم
از گل و بلبل باغت با کي افسانه کنم
یاد بهار پغمان و هوایی دلنشینت
قصه ای بلبل و مینا و پیمانه کنم
درین چمن مرا نیست ذوق زیستن
کجا روم , از کي پرسم , کجا لانه کنم
وطن ای مهر تو به دل و جانم
ز دوریی تو اینجا چسان چاره کنم
باجمع یاران وساقی ومطرب خوشخوان
یاد پغمان و می ناب دردانه کنم
گر دیدارت ای وطن نصیب من شود
غم فراق ترا دور ز غمخانه کنم
در هوایی تو باز پر و بال بکشایم
به تما شای رخت خویش را مستانه کنم
بی هوایی تو زندگی هرگز نتوان کرد
به دیدارت وطن شاد دل دیوانه کنم
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل )
جرمنی 30-6-2008
{/slide}{slide=دل آرام ندارم}
در عشق کسی من دل آرام ندارم
الطاف و مهر چشمانش بکام ندارم
دیرست که او رمیده وازمن بریده است
بر ناله و فریاد دل لجام ندارم
از دوری آن شوخ بدلم زخم کاری
زخمی که بر آن مرهم التیام ندارم
آن شوخ بسکه ساخته مرا بسمل نازش
رنجیده مرا خاطر که فرجام ندارم
این عشق بیحاصل که گشت نصیب من
غیر از یاد رویش دگر اوهام ندارم
در دفتر عشق ام ثبت شده نامش
من گمشده ای عشق اوام نام ندارم
این رنج بیکران کجا خواهد برد مرا
غیر از زاری وناله ( مل ) انجام ندارم
***
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
جرمنی 5-6-2008

درسرش نیست
اندیشه ای عمران وطن در سرش نیست
جز خدمت بیگانه دگر هیچ هنرش نیست
از حال رعایا و مساکین بی خبر
جز چال وفریب خلق کاری دگرش نیست
بر مسند قدرت ، دانی به تذویر نشسته
هیچ آدم دانا یار و یاورش نیست
تا دیر نماند قدرت و عظمت سلطان
چون اهل مروت که در دور وبرش نیست
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی 4-7-2008 >
{/slide}{slide= هوډ}
دقلم په نوک نیوکی پری کومه
په شعرونو کی خاین بربنډومه
که می داهوډ بیا ونکړتر سره
د قلم نوکی په تیګو ماتومه
*****
پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل)
جرمنی (۲۰-۷-۲۰۰۸)

بیمار
هوښیاری ټول انسانانو ته په کاردی
څوک چی عقل نه لری هغه بیمار دی
بیماران په روغتون کی بستر کیږی
هسی نه چی ټول ریس او وزیرکیږی
****
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی (۲۰-۷-۲۰۰۸)
{/slide}{slide=په غټ ډبرو}
بس دی جیب مودډالروڅخه ډک کړو ږیره ورو
دخیرات په پیسو ګیډی مو چی مخکی مړولو
مړی هرخواته پراته دی ټول بی ګوراو بی کفن
مګر ستاسو چړچی ګرم دی نابللی خیټورو
دا نادودی او داحالت پرخلکو تاسی دی راوستی
د قدرت په چوکی ناست یاست دپردیو په لښکرو
دا دبوسو ککری چی پکړی مو تر تاوو کړی
یوه ورځ به خلک مات کړی په لرګواوغټ ډبرو
****
پوهندوی دوکتورسید حسام (مل)
جرمنی ۲۵-۷-۲۰۰۸
{/slide}{slide= ځنګلی قانوندانان}
په نیوو د ژورنا لستو عیب خپل نشی پټولی
په لجن کی دومره غرق یاست چی ځا ن نشی خلاصولی
د مذهب او د ملا په جامی خپل ځا ن خا دم بولی
نه تنها خا د م نه یاست خا د ما ن مو ډیر و ژلی
د طا لب او د ستا سو د واک تر مینځ فرق څه دی
په پنجا ب او په ریا ض کی له قسمه ټول تیر شویی
تا سی هیڅ وخت دقانون او قانو نیت ارزښت نه ساتی
کامبخش ولی څه د پاره په ځنځیر مو دی تړلی
نن سبا له دی وطنه د اولس په مټ به ورک شیی
د فیا ض اودکامبخش په بند ساتلو ځان نشی ټینګولی
پوهند وی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۳۰-۷-۲۰۰۸
{/slide}{slide=افغانان غلول کیږی }
څه عجیبه زمانه شوو خاینان ستایل کیږی
وطنپال او منورو له وطنه شړل کیږی
کور او کلی له یوسره د پردوپه لمسون وران کړل
د وران کار نوم که څوک واخلی زر په کفرنیول کیږی
څو ناپوهو او جاهلو له جاسوس قهرمان جوړ کړی
ذهن د خلکو مخدر کړی څو افغان غلول کیږی
اوس د ښه او د بدو په توپیر ټول خلک پوهیږی
که وی نن یا که سبا هر جاسوس پیژندل کیږی
ما له وخته پیژندلی څو دری اړخه جاسوسان
هیڅوخت پټ نه پاتی کیږی (مل) په ګوته ښوول کیږی
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی دسیپتمبر میاشت دوزره اتم
{/slide}{slide= پله بینی }
له خپله هوډه ګرځی پله بین اوبی اراده وی
مخ تورن د خلکو مخ کی ځنځیری غټ دیوانه وی
تیګه خپل ځای کی ښه ښکاری دا دخلکو لوی متل دی
چی له اصله خپل جدا شی ها له عقله بیګانه وی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲-۱۰-۲۰۰۸
{/slide}{slide= چشمان مخمور}
هردو چشم مخمورش شوری میدهد بر د ل
با جلوهء رخسارش از سینه می برد دل
سخن چو به لب آرد ګوی تو ګل شګفته
با هر کلام نغزش فرحت میدهد بر د ل
هر بار که مینماید جلوه بسوی من یا ر
باهر نګاه آن دوست درسینه می طپد د ل
از هردو چشم مستش باران مهر می بارد
لبخند دو لبا نش رغبت می آرد بر د ل
این ماه پیکر زیبا د ل رایګان نبرده
با مهر و با صفایش لزت میبخشد بر د ل
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی ۱۱-۱۰-۲۰۰۸
{/slide}{slide=بیګانه}
یا غوږونه دی کاڼه دې یا له عقله بیګانه یی
یا په سترګو چور ړانده یی یا بیخود او دیوانه یی
برخه لیک دی غلیم ټا کی له خپل حاله خبر نه یی
د پردو په ساز ګډیږی بی فرهنګه مستانه یی
تل خپل ورور ته ګواښیږی عقل نه لری پړسیږی
که پښتون یی که تاجک یی یا اذبک که هزاره یی
په وطن دی اوربل کړی لمبی خیژی له هرخوا نه
ته له سره افغان نه یی غټ نوکر د سرمایه یی
په غټ ږیره اوسپین پکړی دی خلک نورنه غولیږی
ته د انګریز په دربار کی هم چوپړ هم نازدانه یی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۱۴-۱۰-۲۰۰۸
{/slide}{slide= چشمان مخمور}
هردو چشم مخمورش شوری میدهد بر د ل
با جلوهء رخسارش از سینه می برد دل
سخن چو به لب آرد ګوی تو ګل شګفته
با هر کلام نغزش فرحت میدهد بر د ل
هر بار که مینماید جلوه بسوی من یا ر
باهر نګاه آن دوست درسینه می طپد د ل
از هردو چشم مستش باران مهر می بارد
لبخند دو لبا نش رغبت می آرد بر د ل
این ماه پیکر زیبا د ل رایګان نبرده
با مهر و با صفایش لزت میبخشد بر د ل
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی ۱۱-۱۰-۲۰۰۸
{/slide}{slide=پوهه}
بی علمی نه لوی عیب نشته په دنیا کی
هیڅ عیب پټ نه پا تی کیږی په خفا کی
دانش خپله د شنا خت روښا ن رڼا دی
باور نشته د ناپوهو په ادعا کی
پوهندوی دوکتورسید حسام (مل)
جرمنی ۱۷-۱۰-۲۰۰۸
{/slide}{slide=ځان وژنه}
یوه ځوان وه له خپل خر ځنی په تنګ
خریی ګوډ وه تل د خرسره په جنګ
خپل بار خر وړلی نشو تر مزله
هرپړاو کی سر په سر دمه وهله
خر یی ورکړ په کراه کراوالا ته
مخ تری واړول هیڅ ونه کتل شاته
دکرایی په پیسو لاړځوان، پاکستان ته
وږی تږی شو پورته رستوران ته

ډوډی وخوړه ځان یی خپل موړ کړ
دشپی پاتی خپل پلان یی ځانته جوړکړ
شپه یی تیر کړل د ګړو په سرایی
سریوان ځوان ته کتل ځیر له ورایی
ستړتیا او ستومانی خپل برطرف کړ
دسفر مرام یی واړه تر هدف کړ
سهار وخت لمونځ خپل وکړ په جومات
پس له لمونځه دمی وکړ څوساعت
ملا غږ پرځوان وکړ ښایسته ځوانه
له کوم ځایه ته راغلی یی ستومانه
ځواب ورکړ ځوان زه له افغانستانه
ښه یی واوره چی اوږد می دی داستانه
مور اوپلار می شهیدان شول په وطن
د افغان وطن کړ وران کافر دښمن
په وطن کی می لرل یو ګوډ خر
خرمرور وه له پیچومی او له غر
خر می ورکړ په کرا یو وطندار ته
ځان می ورسول دلته کوم یو کار ته
غواړم دلته کړم پیدا ځانته یو کار
پیسی وګټم چی ښه می شی روزګار
ملا وویل ولی نه ځی مدرسي ته ؟
احتیاج نشته مزدوری اونقد پیسی ته
غټ ملابه درنه جوړشی ښایسته ځوانه
غوږ دی نیسه په دقت واوره له ما نه
مدرسی ته ځوانه زه به دی وروړومه
ستا د هر ستونزی چاره به زه کومه
مدرسه کی واړه پوه پوه ملایان دی
په تدریس کی مشهور په ټول جهان دی
معاشونه یی راځی له عربستان
ښه دوستی دی د عرب او پاکستان
هلک ومنل ټول نصیحت د هغه ملا
سر خپل وښورول وویل بسم الله
هلک لاړ ها مدرسی ته سمد لاسه
ملا مخکی شو هلک ودهغی شاته
مدرسه کی شو شامل د دیو بند
خیراتی ډوډی خوړله په ډیر خوند
سبقونه یی اکثره مذهبی وه
یو مضمون پکی پوهنه د جنګی وه

د جنګی مضمون استاد تور پنجابی وه
غټ یی ږیره وه له ځانه خپل راضی وه
هره ورځ هغه ښول د جنګ چلونه


پر دښمن د راکټو مسلسل ګذارونه
جنتونه که غواړی کافران کړی مړ
مومن نه غواړی چی غلیم ته شی پړ

هرمومن باندی فرض شوی دی جهاد
دا خبره ساتی ځان سره په یاد
کافران ټول میشته شوی په کابل
په قلات هم په قندهار او په زابل
ځان جګړی ته کړی چمتو ای طالبانو
لاړ شی سر غوڅ کړی د ټولو کافرانو
اور کړی بل د کابل پر ملحدانو
چی جنت ته لاړ شی ګرانو شاګردانو
کابل وسوځوی اورکی چی شی پاک
ټولی بوټی هم یی اونو یی د تاک
د استاد په تبلیغ ځوان ملا تیار شو
خودکشی ته آماده او وادار شو
د کابل په لور روان شو سهار وخته
شاته ونه کتل هیڅ هغه بد بخته
غټ واسکټ یی وه اغوستی د بمونو
په کابل کی ګرځیدل په سرکونو

ځان یی والوزول هغه په فروشګاه کی
نر او ښځی شهیدان کړ په هر خواکی
سرکونه یی په وینو ولړله
د کابل خلک یی په غم وکښینوله

 

ځوان ملا له دنیا لاړ بی ایمانه
ټول قصه می له یو سره کړ بیانه
په غور ولولی د (مل ) پورته داستان
تو لعنت وی په سیا ست د پاکستان
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) جرمنی ۱۱-۱۱-۲۰۰۸
{/slide}{slide=دمیوو جام}
پام ساته ای شیخه چی توی نکړی جام
ځای دی غلط کړی دا دی کور د خیام
دلته عبادت د معشوقو کیږی
دلته د مینو دی ساقی امام
هر مین پیاله کی مخ د یار ګوری
یار سره خلوت کی وی هر صبح اوشام
دلته د مینو زړونه ډک له عشق
تش کړی پیمانی یار ته لیږی سلام
ولی شیخه ته دلته راغلی یی
ته خو د شرابو څښل ګڼی حرام
نه چی خپل توبی دی ماتوی شیخه ؟
ما چی ولید ستا په لاس د میوو جام
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

جرمنی ۱۷-۱۲-۲۰۰۸
{/slide}{slide=دمسکا سره}
مسکا سره نن دی ثواب وګټل جانانه
لری دی غمونه کړه له زړه می خپل ادا سره
زړه می درقیب له ډیرطعنونه ستړی شوی وه
تا چی راته وخندل رقیب وه د ژړا سره
ما ته دی جانانه تا نن نوی ژوند را وبښل
زه هم له تا نه اوړم مینه تل کوم رښتیا سره
زړه کی کمی رانه وړی ځما له خواجانانه ته
ستا مینه به نه بدلوم هیڅکله بل چا سره
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی ۲۹-۱۲-۲۰۰۸
{/slide}{slide= لعل لبان}
بی ګل روی تو جانم ګل و ګلزار چکنم
بی مشک موی تو من عطرنوبهارچکنم
دل نګردد زعشقت هرګز پشیمان صنما
حدیث واعظ ومن طعنه ای اغیار چکنم
بوسه ای لعل لبانت همچو شرین زعسل
مزه ای نقل بادامی شکر بار چکنم
ندارم جز هوس صحبت شرینت یار

نغمه ای بلبل و آواز چویبار چکنم
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی ۱۹-۱-۲۰۰۹
{/slide}{slide=هغه پسرلی}
د بل وطن د نوبهار ګل د ریحان څه کوم
پردی وطن کی پسرلی او یا خزان څه کوم
د خپل وطن چی می نه ګل اونه بلبل وینمه
زه د بربنډ و لوڅو پیغلو سره لبان څه کوم
زما یادیږی د وطن هغه رنګین ګلونه
هغه سنځل، هغه ګلاب ، ها نسترن ګلونه
ها د بلبلو ، توتکیو سندریز چیغونه
ها په مزارکی دغاټولودد ښت سره ګلونه
****
ها تنګ ویالو کی داوبو د شره هارو نغمی
ها د رابیل ، چمبیل دعطرو معطرو وږمی
د مستو پیغلو پر نری غاړه د ګلو امیل
ها دوطن دڅوارلسم شپی د سپوږمی شغلی
****
ها پسرلی چی د افغا ن په وطن عطر شیندل
په غرو رغو کی د ګلانو مخ شبنم پریمینځل
سیوری د ولوو د ویالو د غاړی یخ نسیم
چی بلبلانو په نغمو سره له ګل تاویدل
****
له هغه وخته چی وتلی له وطنه یمه
اورم له لری چی وطن می په لمبوکی سوځی
لید لی نه می دی خزان ، ژمی ، بهار د وطن
حال می خراب،هسی بیتاب په زړه غمجنه یمه
ها پسرلی چی ما ستایل صدق او صفا وه پکی
د عاشقانو زړه وه ګرم ، شور او وفا وه پکی
نسیم په پاڼو چلیدل پاڼی نڅا کوله
بورا له ګلو تاویدل شور او غوغا وه پکی
****
ها بهار نه غواړم چی شور د بلبلانو نه وی
غوټی ونه غوړوی ،چیغی د مرغانو نه وی
د ښتو اود منوکی غاټول اوسره ګلانونه وی
نازاو نخری په هرکاته کی د خوبانو نه وی
****
که راځی راشه پسرلیه ګل وږمو سره
د توتکیو او د بلبلو د نغمو سره
مینه ژوندی که دافغا نانوپه ساړه زړونه
لری که غم بیا ساقی راوړه د بزمو سره
****
نسیم دی وچلوه پاڼی په نڅا راوړه
وطن سمسورکه بلبلان ټول په غوغا راوړه
غاټول را وڅپړه غالی و غوړوه د ښتو کی
بیا د ساقی په لاس جامونه د صهبا راوړه

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل )
جرمنی ۱۹-۳-۲۰۰۹
{/slide}{slide= اوس پانګی لری}
دخلکو جیب چی دی شکولی اوس پانګی لری
چی بیت المال دی لوټولی اوس پانګی لری
تا که وجدان او سړیتوب هیڅ له سره نشته
چی خوارغریب دی ربړولی اوس پانګی لری
د اسلام ترشا دی ځان پټ کړی داسلام دښمنه
د هر افغان مال دی خوړلی اوس پانګی لری
اوس دقدرت په چوکی ناست یی امرونه کویی
چی دی په ښارراکټ ویشتلی اوس پانګی لری
د پرد یو په چوپړ کی له ناموس هم تیر یی
تاچی غیرت خپل پلورلی اوس پانګی لری
تاته انصاف او سړیتوب بی ادبی ښکاری
تا افغانیت له زړه ایستلی اوس پانګی لری
ستا سرمایه د چپاول او دغلا محصول دی
داړه ماران چی دی روزلی اوس پانګی لری
تا تر پرون پوری په خیټه خپل تیږی تړل
چی نن دی نس را پړسید لی اوس پانګی لری
چیری به پټ کړی داپانګی خلک ټول پوهیږی
صبر او طاقت له خلکو تللی اوس پانګی لری
قارون هم پانګی درلوده خو ورته پاتی نشو
پر تا هم خلک را پارید لی اوس پانګی لری
انتخاباتو کی بی وزلو ته دی مخ رسواشو
چی ډالرونه دی ویشلی اوس پانګی لری

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
{/slide}{slide= پیغلی کوچیانیه}
پیغلی کوچیا نیه ماهم ویسه د ځان سره
پل په پل مزل به کړو ستاسی د اوښان سره
****پیغلی کوچیا نیه
دواړه لاس په لاس تر ایلبند به مزلونه کړو
لاره کی دمی څنګ په څنګ دواړه خوبونه کړو
پیغلی کوچیا نیه
بیا به شو روان دم نیولی د کاروان سره
پل په پل مزل به کړو ستاسی د اوښان سره
****پیغلی کوچیا نیه
لاره کی به دواړه د مینی مرکی وکړو
له غمه فارغه د ګډ میني ښه مزی وکړو
پیغلی کوچیا نیه
مینه کی به پایو په ټینګ عزم اوایمان سره
پل په پل مزل به کړو ستاسي د اوښان سره
****پیغلی کوچیا نیه

ته به راته خاندی زه به زړه ته خپل ګرمی ورکړم
ستا په محبت کی نوی ژوند ته خپل مستی ورکړم
پیغلی کوچیانیه
(مل) به در سره وی د ښو هیلو او ارمان سره
پل په پل مزل به کړو ستاسی د اوښا ن سره
پیغلی کوچیا نیه
پوهندوی دوکتور سیدحسام(مل) ۱۱-۱۱-۲۰۰۹{/slide}

زیاتې مقالې …