لومړی؛ د ټاپي سياسي ارزښت
کابو له پنځه ويشتو کلونو وروسته د افغانانو يو پخوانی خوب په حقيقت بدل شو. سره د دې چې کورنيو داړه مارانو يې د تخريب او د مخنيوي هڅه کوله؛ خو بيا هم د ټاپي پروژه په برياليتوب پرانيستل شوه. دغه پروژه د دې تر څنګ چې افغانستان ته اقتصادي اهميت لري؛ د سياسي ارزښت درلودونکې هم ده. د دغې پروژې په پلي کولو سره د افغانستان نېږدې دښمن پاکستان وتړل شو. په دې مانا چې اوس د پاکستان هغه مداخلې چې په افغانستان کې يې کولې؛ د ټاپي پروژې سره وتړل شوې.