د شانګهای غونډې په څنډه افغان حکومتي چارواکو د چین هېواد له استازو سره د کونړ پر سیند د بریښنا د بند جوړولو پروژه لاسلیک کړه
افغان ولسمشر جلالتماب محترم محمد اشرف غني له خپل چینایې
سیال شی جین پینګ سره د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د غبرګولي په ۱۹مه په قزاقستان کې ولیدل او د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ یې له شیرخان بندر څخه تر هراته پورې د اورګاډي لیکې او د کابل- کونړ پر سیند د بریښنا بند جوړولو په برخه کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د چین ولسمشر له افغانستان سره تل د ښو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی او په دې ناسته کې زیاته کړې ده چې د اورګاډي پټلۍ، د بندونو او د بریښنا د پروژې په پلي کیدو سره به د چین او افغانستان سوداګريزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
چین هېواد له کلونو کلونو راهیسې له افغانستان سره خپلې اړیکې په ښه فضا کې ساتلي او تل یې هڅه کړې چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په افغانستان کې بیلابیلې اقتصادي پروژې ترسره کړي چې له دې ټولګې څخه د کابل تورخم سړک کریړول او مس عینک تړون یادونه کولی شو.
د دې هوکړه لیکونو پربنسټ به د کونړ په اوبو د بریښنا پروژې د سروې او طرحې کار د چینایې کمپنۍ له خوا اجراء او د شپږو میاشتې په ترڅ کې به یې د لومړنۍ سروې کار بشپړ شي او د دې ترڅنګ له شیرخان بندر څخه تر هراته پورې د اورګاډی پټلې به د یوه کال په اوږدو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مخکې تردې افغانستان په پینځو سترو پروژو کې د چین او پاکستان د همکارۍ غوښتنه کړې وه، چې په دې پروژو کې د پټلۍ غځول: کابل- پيښور، کندهار – چمن، او هلمند- بارامچه ترمنځ به پرې اورګاډي ټرانزیټ مال لیږدوي او د کونړ سیند د بریښنا بند جوړولو او اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا وو، چې د شانګهای غونډې په څنډه کې د چین هېواد د دې دوو هوکړه لیکونو په لاسلیک سره د افغانستان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ.
د دې پروژې په بشپړیدو سره به له یوې خوا پرمختګ ته لاره هواره شي او له بل پلوه به افغانستان او سیمه کې د ګډو همکاریو ترڅنګ د سولې او ثبات په ټینګښت مثبته اغیزه وکړي.
د بریښنا او انرژۍ وزارت هم هیله څرګنده کړې چې د کونړ پرسیند د بریښنا بند جوړول ۱۲ سوه میګاواټه بریښنا ظرفیت لري، چې د دې بند په جوړیدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان ډیرې اړتیاوې بشپ��ې شي او د مشرقي ولس لپاره به د کار زمینه برابره شي او د بې کارۍ په له منځه وړلو کې هم مثبت اغیز وشیندي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ اویا په سلو کې برېښنا له مرکزي آسیا څخه واردوي، خو د افغانستان د کالې ۱۸ میلیارده متر مکعب اوبه پاکستان او د دې ترڅنګ ۳۴ میلیارده متر مکعب اوبه پرته له کومې ګټې ایران ته روانې دي.
افغانستان د اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ آسیا له ځېنو هېوادونو ترلاسه کوي، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د خپلو اوبو د مهارولو لپاره د امنیت او ښه مدیریت ترڅنګه له ځېنې خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.
د سلما او کجکی بند ترڅنګ د کونړ د سیند پر سر بند جوړول به، لږ ترلږه منځنئ آسیا ته د افغانستان بریښنایي احتیاجات ختم کړي، ځکه د کونړ پر سیند د بند جوړولو وروسته افغانستان کولی شي ګاونډیو هېوادونو ته بریښنا صادر کړي.
د افغانستان دولت هوډ لري چې د انرژۍ د تولید او همدا ډول د ځمکو د خړوبولو په برخه کې پانګه اچونه چټکه کړي، ځکه دا دوه برخې کولي شي افغانستان ځان بساینې او پرمختګ ته ورسوي.
که چیرې د افغانستان دولت وکولی شي دا اوبه کنټرول کړي هم به افغانستان د غلې له پلوه ځان بساینې ته ورسیږي او هم نور د سیمې هېوادونو څخه د بریښنا د واردولو اړتیا پای ته ورسیږي. افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې پرمختګ یې لارې چارې برابروي چې د بزګرو اقتصاد پیاوړي او د خپل وطن د سمسورتیا او آبادولو لپاره لاس په کار شي.
د رسنیزو راپورونو پربنسـټ په هېواد کې د بیکارۍ نرخ هم خورا لوړ دی، نو لدې امله که چیرې د کونړ پرسیند د بریښنا بند کار پیل شي له یوې خوا به بریښنایې ستونزې لږې کړي او له بل پلوه به د بیکارۍ په له منځه وړلو کې مثبت اغیز وکړي.
سرچینې:
https:www.sputniknews.com
www.ariaye.com
www.Mosazaifacebook.com
www.bbc.com
Mof.gov.af
Media analyst speech