محمد روښان ښاد
ملي یووالي حکومت په خپلو اقتصادي او ترانزیتي برنامو سره د افغانستان جغرافیه بدله کړه، له همدې امله په وچه کې پروت او ایسار افغانستان نن په یو فرصت بدل شوی. د همدغه فرصت له امله افغانستان دا ظرفیت موندلی چې له خپل موقعیت څخه هم د ځان لپاره میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي او هم د سیمې د هېوادونو لپاره د ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو لنډه، اسانه، ارزانه او بې جنجاله لاره واوسي