محمد بشیر یوسفزوی
خصوصي سکټور په اوسنیو شرایطو کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې، هغوی ته په کور دننه د حلال رزق ګټلو وسیله دي او د ټولنې په ثبات کې مهم رول لري، ځکه څومره چې په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور فعالیت او مشارکت زیاتېږي، نو همغومره ورسره ټولنه د ثبات لورته نږدې کېږي. له همدې امله حکومت د عامه - خصوصيمشارکت په تېرو دریو کلونو کې لومړیتوب ورکړ.