ګیله من وزیر نه تکراریدونکې اسطوره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلي مجید قرار

ګیله من نه تکرارېدونکې اسطوره وه. ګیله من د خوشال خان او ملنګ جان د ګیله منو ارواوو تکرار و. ګیله من په ملي فکر او احساس کې داسې حل و لکه خوږه چې په شربتو کې حل شي. ګیله من د جامو ګرېوان ، څادر، تسبې، د لاس بند، د لوڼکو کمیسونه او پړوني، د زوی واسکټ، د اختر جامې، د پروفایلونو عکسونه، شعرونه او د خپل ماحول ټول ډیزاینونه او سینګارونه له ملي بیرغه جوړول.  هغه په بیرغ مین و.  په وطن ستي و، د ملي ارزښتونو پتنګ و.  
ګیله من له خپلو ګیله من و، له پردو یې ګیلې نه کولې پر پردو یې حملې کولې.  ګیله من باید لکه یو ارزښتمن کتاب بیا بیا ولوستل شي.  روزمره ولوستل شي. ګیله من د تبلیغاتو نابغه و. د ګیله من اروا د وطن لپاره داسې ناکراره وه چې ځمکې ځای نه ورکاوه. هره لحظه یې باید یو څه کړي، یو څه ویلي، یو څه ستایلي، یو څه غندلي، یو څه لوړلي، یو څه دګلي وای. هغه د قلم، قول او عمل مېړه و. هغه د دې قوم د بیدارۍ لپاره اورژبي تقریرونه وکړل، حماسي شعرونه یې وویل،  سوې ساندې، خوږې سندرې یې وویلې. 
ګیله من هر دردمند افغان ته لږ تر لږه یو سلام ور واچاوه، یو ځل یې احوال پرې واخیست، او یو ځلې یې د مبارزې بلنه ورکړه.
ګیله من د سرښندنې لاره شعوري انتخاب کړې وه. هغه دې لور ته په تصادف یا غلطۍ نه و راغلی. هغه له خطرونو بې خبره نه و. هغه د خپل مرګ وړاندوینه په خندا، بې وېرې او بې باکه کوله.  
ګیله من نه قیدونو ایسار، نه شکنجو مات، نه ګواښونو خاموش، نه نامردیو مایوسه، نه د خپلو خلکو بې ساري غفلت پر خپلې مبارزې بې باوره کړ.
ګیله من ځان تلپاتې کړ. هغه چا ته دا تکلیف او زحمت هم نه دی پرې اېښی چې د ده یادونه، تذکر، ستاینه او وصف وکړي. هغه خاموش نه دی. هغه نن تر بل هر وخت ډېر ګویان دی. تر بل هر وخت ډېر اورېدل کېږي، تر بل هر وخت یې په خبرو ډېر فکر او سوچ کېږي.  
ګیله من تسخیر ناپذیر دی. ګیله من مرګي ته ماتې ورګړه. ګیله من مرګ خاموش او غایب نکړای شو. هغه همدا نن په هره حجره، هر مجلس، هره ګڼه ګوڼه کې خپل سوی تقریر کوي او ولس یې داسې ورته غوږ دی لکه امتیانو چې سپېڅلي پیغمبر ته غوږ اېښی وي.
ګیله من ژوندی دی، مړ یې ولس دی، او ژوندی ګیله من لا هم د مړه ولس را په را بیدارولو بوخت دی.