محمد بشیر یوسفزوی
نن سبا د عصري ټکنالوژۍ او وسایلو له برکته نړۍ د یو کوچني کلي حیثیت خپل کړی دی. د نړۍ په یو کنج کې چې یوه کوچنۍ پېښه هم وشي، نو تر بلې شیبې د نړۍ د بل کنج اوسېدونکی ورباندې خبرېږي، خصوصاً سوشل میډیا په دې برخه کې ډېر فعال رول لري او نن سبا یې استعمال هم زیات دی
.
سوشل میډیا خپل زیانونه او ګټې لري، له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې یې له ګټو زیانونه زیات دي، دلیل یې دادی چې دلته د عامه اذهانو د جوړولو لپاره نه حکومت کومه منظمه برنامه لري، نه هم فکري بنسټونه فعال دي چې زموږ د ټولنې له نبض، ارزښتونو او غوښتنو سره سم داسې فکر ایجاد کړي چې له امله یې له یوې خوا زموږ ځوانان د پردیو له اغېزو خوندي کړي او له بلې خوا یې سم او مثبت جهت ته سوق کړي.
تر هغو چې موږ د عامه اذهانو د سم مدیریت او هغو ته د جهت ورکولو لپاره منظمې او موثرې برنامې پلان نه کړو، نو همدغسې به د اوازو او ګونګوسو ښکار یوو، په مازې خبره به واټونو او سرکونو ته راوځو، وراني، ویجاړي، تشدد او تاوتریخوالي ته به لاس اچوو، ځکه زموږ فکر زموږ نه دی، بلکې موږ لا هم د نورو په تولید شویو افکارو پایوو.
د پردیو د تولید شویو افکارو بدګڼه داده چې هغه زهر قاتل دي زموږ د ټولنې لپاره، موږ ګورو چې په سوشل میډیا کې کرۍ ورځ زموږ د وحدت د پاشلو او د نفاق د خورولو هڅې کېږي. هره ورځ د افغانستان دښمنان د سوشل میډیا له لارې زموږ ځوانان افراطیت ته وربولي، د دوی اذهان مشکوک کوي، په دوی کې بې باوري او بدبیني زیاتوي.
له یوې خوا په دې برخه کې د ناسمو افکارو او افراطیت پراخ تولید او له بلې خوا زموږ د حکومت بې تفاوتي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. دغه وضعیت د ځوانانو او د حکومت تر منځ واټنونه ایجاد کړي دي او ورځ تر بلې یې د حکومت او نظام په وړاندې بدبینه کوي او دېته یې هڅوي چې د دښمن په لیکو کې جذب شي او د خپل حکومت پر ضد وسله پورته کړي.
که چېرې موږ فیسبوک، ټویټر او نورې ټولنیزې رسنۍ وګورو، نو ډېر ځای به وګورو چې حقایق یې څنګه بدل کړي او د درواغو په اوازو او ګونګوسو زموږ د ځوانانو احساسات راپاروي. د بېلګې په توګه کله چې زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد په کومه ګوښه او لیرې کلیواله سیمه کې د دښمن پر وړاندې عملیات کوي او په هغو عملیاتو کې دښمن ته پرېمانه تلفات ورسېږي، نو په سوشل میډیا کې ځینې کړۍ او ګروپونه د بل وخت، بل ځای او نورو پېښو عکسونه را واخلي او له بېلابېلو تبصرو او احساساتي لیکنو سره یې خپاره کړي. دوی ولیکي چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته زیان اوښتی، ښځې او ماشومان شهیدان شوي. بیا نو همدغه ناسم فکرپه څو شیبو کې ټول فیسبوک ونیسي، د ډېرو اذهان خراب او بدبیني زیاته کړي.
دا سمه ده چې په ځینو پېښو کې به ملکي تلفات هم وي، مګر هغه تلفات قصدي نه وي، بلکې هغه د افغانستان د دښمنانو له لاسه وي، ځکه چې دوی د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړي، یا هلته پتېږي او یا هم له هغه ځایه په امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي، نو پرځای د دې چې د افغانستان د دښمنانو دغه ناسمه کړنه وغندل شي، برعکس حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته بد رد ویل کېږي.
نو حکومت ته ښایي چې د عامه اذهانو مدیریت ته لومړیتوب ورکړي، د پردیو د اوازو او ګونګسو مخه ونیسي، ځکه دا د افغانستان د دښمنانو دسیسې دي او ورځ تر بلې زموږ یو شمېر احساساتي ځوانان په دغسې اوازو سره منحرف کوي.