محمدروښان ښاد
له افغانستان سره په پوله د پرتو هېوادونو له ډلې له پاکستان پرته نور هېوادونه د افغانستان او سیمې ثبات ته ژمن دي، ځکه هغوی دا درک کوي چې باثباته افغانستان د سیمې او د دوی د سیاسي ، اقتصادي او نورو ګټو د خوندیتوب لپاره ګټور دي.
هند له کابل سره د سولې، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې پوره همکار دی، ځکه هند باورمند دی چې باثباته افغانستان د هند د ثبات لپاره ګټور دی او همدارنګه دغه دوه ملګري هیوادونه یو د بل متقابلو ګټو ته ژمن دي.
پاکستان لا هم له افغانستان سره نه یوازۍ همکارۍ ته چمتو نه دی، بلکې د بې ثباتۍ هڅې کوي او د همدې لپاره د طالبانو له ملاتړ لاس نه اخلي. حتی روسیه او ایران یې هم په دې برخه کې د ځان ملګري کړي دي. روسیه او ایران یې له امریکا سره د مخالفت په پلمه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ ته هڅولي دي.
امریکا د پاکستان، ایران، روسیې او حتی چین له دغې پټې خواخوږۍ او یووالي اندېښنه لري، نو له همدې امله کوښښ کوي چې په افغانستان کې د جنګ مسلې ته د پای ټکی کېږدي او وسله وال طالبان له افغان حکومت سره پخلا کړي، ځکه امریکا داسې ګڼي چې که وسله وال طالبان د دوی له ولکې ووتل او د دوی رقیبانو (ایران، چین او روسیې) ته په لاس ورغلل، نو په افغانستان کې یې د افغان حکومت او د دوی پر ضد پیاوړي کولی شي، نو له همدې امله د امریکا هڅې د افغان سولې په برخه کې تر پخوا زیاتې چټکې شوې دي.
که څه هم ځینې داسې ګڼي چې په اوسنیو شرایطو کې به سخته وي چې ډیپلوماسي طالبان د کابل دولت پر ضد له نظامي اقدام څخه شاته کړي، مګر د همدې لپاره امریکا او افغان حکومت پر طالبانو بریدونه او فشارونه زیات کړي او په دې وروستیو دوه میاشتو کې یې سخت ځپلي دي. طالبان د جنګ ودرولو ته تقریباً اماده شوي دي، ځکه له خلیلزاد سره د دوی لیدنې د جنګ د ودرولو او سولې ته د غاړې اېښودلو په مانا دي.
د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه دا هم ویل کېږي چې د پاکستان له فعال رول پرته ناشونې ده او د همدې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي، تر څو د وسله والو طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او د سولې پروسه کې همکاري وکړي.
سره له دې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د اور او جنګ تاو دپاکستان لمنې ته هم ور رسېدلی دی. وخت ناوخت د ترهګریزو بریدونو شاهد وي، مګر د دې باوجود یې پاکستان لا هم پرځان نه راوړي او نه هم له دې ټولو ناخوالودرس اخلي، ځکه لا هم د پاکستان استخبارات د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، مګر د متحدو ایالتونو وروستیو فشارونو پاکستان له انزوا او داخلي ناورین سره مخ کړی او داسې ښکاري چې پاکستان به کرار کرار خپله غاړه نرمه کړي.