طالبان لا هم زړه نازړه دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

ولسمشر غني تل د سولې په پروسه کې مخکښ دی او سولې ته چې کوم تعهد لري هغه یې یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې ثابت کړی. د بېلګې په توګه کله چې ولسمشر شو، نو د سولې عالي شورا کې یې تحرک او بدلون راوست. په ځلونو یې طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل. اوربند یې اعلان کړ. اسلامي هیوادونه یې را جرګه کړل. د علماو غونډه جوړه شوه او د هغې غونډې د متفقې فتوا په درناوي یې اوربند اعلان کړ او دادی اوس چې د امریکا متحدو ایالتونو استازی د حکومت او

طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د زمینې په برابرولو بوخت دی، نو حکومت ورته لا وار دمخه خپل مذاکره کوونکی پلاوی او د سولې مشورتي بورډ هم جوړ کړي دي. دا ټول اقدامات سولې ته د حکومت رښتینی تعهد ښیي.

مګر طالبان لا هم زړه نه زړه دي. د دوی زړه نازړه توب دوه ماناوې لري لومړی دا چې د سولې د مذاکراتو لپاره د بحث وړ موضوعات نه لري، ځکه دوی درک کړې چې د پردیو په لمسون د هیواد د بربادۍ جګړه کوي، ځکه نو داسې غوښتنه او موضوع نه لري چې له حکومت سره د خبرو په مېز کې ورباندې بحث وکړي.

دویم دلیل یې دا هم کېدای شي چې طالبان لا هم په خپل واک کې نه دي. د ملا عمر له مړینې وروسته یې خپل وحدت او قوت بایللی، واحده رهبري نه لري، په ډلو او ټپلو وېشل شوي او دا ظرفیت یې له لاسه ورکړی چې  د طالبانو په نوم تیت او پرک ډلې په یوه خوله او یوه غږ د سولې لپاره سره را جرګه او د خبرو مېز ته قانع کړي.

له بلې خوا د امریکا متحدو ایالتونو او افغان حکومت د سولې او جګړې دواړه انتخابونه د طالبانو مخې ته ایښي او دا یې په ډاګه ورته ویلي چې زموږ لومړی انتخاب سوله دی، خو که مو سوله ونه منله، نو بیا جګړې ته تیاری ونیسئ او له همدې امله یې په وروستیو کې په طالبانو فشارونه او بریدونه زیات کړي دي.

دا فشارونه او بریدونه د دې لپاره دي چې طالب پوه شي چې په زور او جنګ یې نشي ګټلی، ځکه پاکستان او د دوی نورو بهرنیو ملاتړو په دروغو ډاډ ورکړی چې بری د طالبانو دی او د جنګ له لارې بري ته رسېدلی شي.

د امریکا له هڅو داسې ښکاري چې سوله حتمي او راتلونکې ده، نو د دې لپاره باید دا تیاری هم ونیول شي چې د سولې له راتلو وروسته څه کول پکار دي. ولسمشر غني په همدې اړه جنیوا کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: "کله چې خلک د سولې تر موافقې وروسته خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، دوی باید د قانون پر رول او د دولت پر هغو ژمنو اعتماد وکړي، کوم چې د موافقت نامې په عملي کېدو سره د دوی حقونه ساتي او مصئونیت یي ډاډمنوي. ورته مهمه مسئله زموږ لپاره پر تخنیکي سیستمونو او پروسو تمرکز دی. افغانان اوس د دې ظرفیت او توانايي لري چې د پروسو په هکله فکر وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ شریکان د زیربنا په پراختیا کې موږ سره د پایلې په اساس یوه هوکړه وکړي. دې سره به موږ وتوانیږو چې د حکومتي او خصوصي سکتور په کچه د انجنيرۍ او نظارت تګلارې جوړې کړو."

یانې نړیوال باید د زیربنا، انکشافي او نورو پروژو په تطبیق کې له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي تر څو هم خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد شي او هم د جنګ اغېزې ختمې او د ژوند اسانتیاوې زیاتې شي.