اوربندډېر څه څرګند کړل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

درې ورځنی اوربند د زمان او مهال له پلوه کم او لنډ و، مګر د اغېز لپاره ډېر پراخ او ژور و، ځکه همدغه درې ورځني اوربند په هېواد کې روانه څلوېښت کلنه جګړه ټولو ته روښانه کړه او ټول یې په دې وپوهول چې نه جګړه زموږ ده او نه یې هم ګټه زموږ ده، جګړه پردۍ ده، خو قربانيان یې موږ یوو، مګر له بده مرغه چې دغه جګړه په بېلابېلو بڼو زموږ خلکو ته تعبیر شوې وه

.

حتی د وسله والو طالبانو اکثریت جنګیالي هم د روان جنګ له ماهیت څخه بې خبره و او هغوی ته داسې تداعي شوې وه چې دا جګړه برحقه جګړه ده، مګر درې ورځني اوربند جګړه بې پردې کړه او د جګړې ټول نامشروع اړخونه یې هم طالب جنګیالیو او هم عامو افغانانو ته واضح کړل.

طالبانو درې ورځې اوربند وکړ، مګر د یاد اوربند له غځولو پر شا شول. اوس ولس له دوی همدا پوښتنه لري چې که اوربند د شرعې، دین او مذهب له پلوه کوم باک درلود، نو بیا ولې دوی اوربند اعلان کړ، او که یې نه درلود، نو ولې یې د هغه له غځولو انکار وکړ؟

همدغه مهم سوال د طالب مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او بالاخره ټول دې نتیجې ته رسېږي چې د طالب جګړه پردۍ جګړه ده چې زموږ پر هېواد او ولس یې تحمیل کړې ده او نور نو باید له دغې مطلقې نامشروع جګړې، زموږ د خلکو له وژلو او د هېواد له ویجاړولو لاس واخلي.

پنجابي مولا او پاکستانیو استخباراتو سل په سلو کې دا منلې وه چې د تېرې څلوېښت کلنې جګړې له امله افغانان په خپلو کې دومره بدبینه شوي دي چې نور به په ژوند کې هم نه یو بل ته نږدې شي، نه به له یو بل سره خواخوږي او مینه ولري او نه به هم په اسانۍ یو پر بل اعتماد وکړي، مګر په تېر اوربند کې چې دوی کله ولیدل چې افغان وسله وال طالب د ملي اوردو سرتېري ته ور تر غاړې وتی او دواړه په خپلو کې دومره مینه کوي چې له سترګو یې اوښکې بهېږي، دغه ننداره واقعاً پاکستان او د طالبانو نورو ملاتړو ته دردونکې وه.

د طالب او سرتېري یو بل ته ور غاړې وتل، یو له بل سره خواله او خواخوږیو د پاکستان او د ترهګرۍ د نورو ملاتړو هغه پانګونه چې دا دومره وخت یې د افغانستان د ویجاړۍ او د افغانانو د وژلو په خاطر په جنګي ډلو کړې وه په صفر کې ضرب کړه او هغوی ته عملا دا ثابته شوه چې افغان واحد وجود دی، پېښې، ناخوالې، نادودې او ستونزې یې یو له بله لیرې کولی شي، خو سره بېلولی یې نشي، ځکه نو دوی پر طالب مشرانو او قومندانانو فشار راوړ چې ژر تر ژره اوربند ختم کړي او خپل جنګیالي له ښارونو څخه راوګرځوي.

لنډه دا درې ورځني اوربند د جګړې ټول نوعیت او اړخونه خلکو ته روښانه کړل، له منځلارو طالبانو یې د جګړې سېک او انګېزه واخیسته، دوی ممکن بېرته خپلو جنګیالیو ته ورستانه شي او یا هم په هغه روحیه چې تر پرونه جنګېدل نور ونه جنګېږي او طالب هم نن په ولس کې هغه محبوبیت چې درلود یې نور نه لري، هو که جګړې ته ادامه ورکړي نو نور به هم منفور شي او د ولس په منځ کې به ځای ونه لري، نو طالب اوس مجبوره دی چې د ولس اساسي غوښتنې یانې د سولې منلو ته غاړه کېږدي او له جګړې سره د تل لپاره مخه ښه وکړي.