‎ائتلافونه باید د دولت سره په ټکر کې نه وي.

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکواله: پښتنه کلیواله
‎په ټوله نړۍ چې اکثریت هېوادونه یې دموکراتیک نظامونه لري د ټاکنو سیستم یې دموکراتیک او د خلکو د ارادو له مخې حکومتونه انتخابوي، هغه که ګوندي  او یا هم مستقل شخصیتونه وي د یوه ټاکلي او پرمخللي سیستم له مخې سرته رسېږي، او بایلونکي یې سمدستي خپله ماتې مني، او ګټونکي ته تر ټولو مخکې مبارکیانې ورکوي.
‎او د همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي


‎د حکومتونو تر څنګ د اپوزیسونونو موجودیت هم د دموکراسۍ اصل او مدني حق دی ، چې د دولت د کړنو څارنه کوي د نیمګړتیاو په صورت کې دولت ته سالمې مشورې ورکوي. 
‎او هم قانوني او مدني حرکتونه ترسره کوي، کوم چې د هغه هېواد د قوانینو سره مطابقت  ولري، متاسفانه زموږ هېواد یو دموکراتیک او د خلکو په مستقیمه رایه رامنځته کېږي له ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزو سره مخ کېږي.
‎لومړی دا چې بایلونکی هیڅکله خپله ماتې نه مني، د وسلې تر حده مقاومت کوي.
‎دوهم دا چې بایلونکی د همکارۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ پر ځای دولت ته د هېڅ راز ستونزو د پيدا کېدو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه نه کوي.
‎دا چې په افغانستان کې د دولت ضد اپوزیسیون جوړېدل یو قانوني او مشروع عمل دی خو په دې شرط چې دا اپوزیسیون د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو  په خلاف او ټکر کې نه وي .
‎زموږ په هېواد کې کله چې یو چارواکی او یا د دولت په چوکاټ کې دننه د نوموړي شخصي فرمایشونه ونه منل شي نو سمدستي اپوزیسیون جوړوي.
‎ ،ائتلافونه ځانګړي شرایط او ځانګړې معناوې لري ،په نوره نړۍ کې کله چې په کوم هېواد کې ائتلاف جوړېږي په پارلمانونو کې د اکثریت او اقلیت په مفهوم وي. 
‎نه دولت ته د یوې دښمنې ‌‌‌‌‌‌ډلې په نوم.
‎په افغانستان کې 
‎کوم ائتلافونه چې د دولت پر ضد فعالیت لري او د دولت او ملت تر منځ فاصلې ایجادوي دوی په ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکړی دی ،ځکه چې ملت نور له جګړې ستړی دی ، دا ائتلافونه ددې پر ځای چې ملت وپاشي د حکومت د سولې د پروسې ملاتړ د وکړي ولس د لا یووالي ته را وبلي او هڅه د وکړي څو ټول یو موټی او د افغانستان د پاره کار وکړي نه د ځان او شخصي ګټو د پاره .
‎یوه ګیله د رسنیو سیاسي کارپوهانو څخه هم ده ، دوی د ځان د شهرت او د شخصي عقُدو له مخې په رسنیو کې دولت ضد تبلیغات کوي او هڅه کوي د ولس اذهان د دولت په وړاندې خراب کړي، دوی د د خدای ج روی وګوري نور د له منفي تبلیغاتو لاس واخلي ددې هېواد د ملي ګټو د پاره د زحمتونه وګالي ولس د یووالي ته راوبلي د دولت د سولې پروسې ملاتړ د وکړي که دا نشي کولی حد اقل نور د غلي کېني او ولس ته د تشویشونه نه پيدا کوي اوملت د له یو بل څخه نه پاشي، ځکه چې افغانستان د یوه ښه حرکت په طرف روان دی او ولس سولې ته سخت هیله مند دی او دولت مو هم انشاءالله په دې هڅه کې بریالي کېږي، بیا به نو دا خلک او سیاسون ولس او دولت ته سترګې نه لري .
‎د تلپاتې سولې په هیله.