د شانګهای غونډه ولې مهمه وه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

افغان ولسمشر محمداشرف غنی د شانکهای د همکاریو د سازمان په اتلسمه غونډه کی ګډون وکړ او هلته یې د حکومت له لوري د طالبانو اوربند ته د مثبت ځواب په تړاو خوښي وښودله او وې ویل (زه خوشحال یم چی طالبانو د اختر په ورځو کی زموږ اعلان شوی اوربند ومانه ، دا په ۲۳ کلونو کی لمړی ځل دی او زه له تاسو غواړم چی د افغانستان د سولی د خبرو په برخه کی مرسته وکړی)

.

چین ، روسیه او پاکستان چی له طالبانو سره مستقیمې اړیکې لري او په ځینو مواردو کی روسیه له طالبانو سره د وسلو او مهماتو په برخه کې مرسته کوي، نو له دې امله ولسمشر غني د دغه سازمان په غړو باندې د سولې غږ وکړ تر څو له افغان حکومت د سولې په برخه کې مرسته وکړی ، ځکه په دغه سازمان کې چې کوم هیوادونه راغونډیږي ټول د افغانستان په قضیه کی دخیل دي، نو د دوی رول او همکارۍ په هره برخه کې مهم دی.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د شانګهای همکاریو سازمان ته په وینا کی وویل چې د شانګهای د همکاریو سازمان غړي د ګډ تفاهم د رامنځ ته کولو او د ټولو غړو هیوادونو د ګټو لپاره د همکاری زیاتولو او د ستونزو د حل هڅې کوي ، که چېرته د شانګهای سازمان د همکاریو غړی هیوادونه په ګډه سره د افغانستان د مسلی حل وګوري نو ډېر ژر ده چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي .

د دی تر څنګ ولسمشر شی جین پینګ وویل (چین غواړی په راتلونکیو دریو کلونو کی ټولو اړخونو ته د شانګهای د همکاریو د سازمان لپاره د چین په ملي انستیتوت کې د افغانستان ۲۰۰۰ امنیتي پرسونل وروزي څو د قانون د عملي کولو او ظرفیت په لوړوالي کې مرسته وشي) .

جمهور ریس غنی هلته د ځینو هیوادونو له ولسمشرانو او لمړی وزیرانو سره جلا جلا لیدنی وکړی چی ډیری موثری وی . د چین ولسمشر شی جین پینګ سره یی لیدنه وکړه او شی جین پینګ ولسمشر ته وویل (موږ باید هڅه وکړو چی دوه اړخیزی اړیکی مو لا پیاوړی شی ، دا زموږ یو اساسی اصل دی چی افغانستان سره همکاری پراخه کړو تر څو په افغانستان کی سوله او ثبات رامنځته شی) ، ولسمشر محمداشرف غنی په دغه هیواد کی میشت افغان سودا ګرو سره هم لیدنه وکړه او د دوی ستونزی یی واوریدی .

 ازبکستان چې د افغانستان دوست هیواد دی او په سختو شرایطو کې یې له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې نه مهمې همکاري کړي. جمهورریس غني او د ازبکستان جمهوررئیس په خپلمنځي لیدنه کې د سوداګریزو او اقتصادی همکاریو په اړه وویل چی اوس یو لوی اقتصادي لیدلوری موجود دی او د ازبکستان له لارې به د چین او افغانستان تر منځ سوداګري لاپراخه شي.

د ازبکستان جمهورریس د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې وستایلې او وې ویل چې مونږ د سولې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول مرستې ته چمتو یوو .همدارنګه جمهورریس غني د ایران له جمهورریس سره هم ولیدل او دواړو مشرانو د ترهګرۍ د ځپلو او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په ۱۹۹۶ میلادی کال کی د قزاقستان ، قرغزستان ، چین روسیې او تاجکستان تر منځ د پولې د امنیت لپاره د (شانګهای پینځه) په نوم یو توافق رامنځ ته شو چی وروسته د شانګهای د همکاری په سازمان بدل شو . پدی سازمان کی د چین او روسیې تر څنګ قزاقستان ، ازبکستان ، فرغزستان ، تاجکستان ، پاکستان او هندوستان غړیتوب لری .

دا سازمان په رسمي توګه په ۲۰۰۱ میلادی کال کی جوړ شو چی تر دی مخکی یی ځینی غړی هیوادونه پر سرحدونو د ستونزو د حل او تروریزم پر وړاندی د مبارزی لپاره سره راټول شوی وه ، خو کله چی د امریکا په مشری نړیوالو ځواکونو په افغانستان باندی حمله وکړه او افغانستان ته ننوتل نو د منځنی ختیځ په هیوادونه د امریکا د نفوذ د زیاتولو ویره پیدا شوه او دغه سازمان ته یی رسمی بڼه ورکړه .

دغه سازمان په وروستیو کی پر اقتصادی برخه ډیر تمرکز کړی ښه بیلګه یی په وروستیو کی چین د یوه کمربند یوی لاری چی په هغه کی ټرانزیټی مرکزونه مهم رول لری خپل کړی. افغانستان چی په دغه سازمان کی د ناظر په توګه ګډون کوی .

مشترک اعتماد ، مشترکی ګټی ، مساوات ، مشاورت ، احترام د بیلا بیلو مدنیتونو او د مشترکی ودی رامنځ ته کول د دغه سازمان اساسی ترین ارزښتونه تشکیلوی ، د کلونو راپه دیخوا د ګټور امنیتی همکاری په ترڅ کی د شانګهای د همکاریو سازمان غړی هیوادونه چی په عمومی توګه یی د منطقی امنیت او ثبات ساتلی دی او د غړیو هیوادونو د ودی لپاره یی یو په زړه پوری محیط چمتو کړی دی.

 همدارنګه عمومی امن چاپیریال د شاانګهای د همکاریو د سازمان د منطقې لپاره یو د نړیوالی اقتصادی همکاری اساسی تضمین رامنځ ته کوي . که چېرته د شانګهای سازمان غړی هیوادونه د ترهګرو په وړاندی په افغانستان کی جدي مبارزه وکړي امکان د دې شته چی په افغانستان کی هغه اقتصادی پروژی چی کارونه یی د امنیت له وجی پڅ روان دي تېز شي او له بلې خوا د ټاپی پروژّه چی د افغانستان لپاره یوه اقتصادی پروژه ده کارونه یې نور هم چټک شي .