‎ولس د بیدار اوسي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎ځيني خود غرضه ، ناروغه، او جاسوسه کړۍ د ملي یووالي حکومت د مشرانو بریا نشي زغملی د افغانستان سوله نشي زغملی، د افغان ولس یووالی نشي زغملی ، هڅه کوي ولس یو د بل په وړاندې تحریک کړي، او د افغانستان د سولې خبرې ټکنۍ کړي، دا کړۍ چې د سیمې د استخباراتو له خواه دلته ګمارل شوي هڅه کوي په افغانستان کې جګړه دوامداره پاتې شي، سوله ونشي، ولس یو نشي، ټاکنې ونشي، برښنايي پېژندپاڼې ونه وېشل شي، ځکه چې د همدې مزدوره کړیو ګټې په ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ کې

دي، دا چې زموږ ګران ولسمشر محمد اشرف غني او د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان د ښه راتلونکي د پاره دا څلور کاله کېږي هڅې کوي او اوس یې هڅې د بریا په طرف روانې دي  نو د مزدوره  کړیو ګټې په خطر کې لوېږي. 
‎دا ککړې  کړۍ لومړۍ هڅه یې دا ده چې ولس بې اتفاقه کړي ، بیا وروسته د ټاکنو پروسې خرابې کړي دوی غواړي ټاکنې ونشي دلیل یې دا دی چې دا فاسده کړۍ چې نه افغانیت مني او نه انسانیت نور د قانون د لارې د افغانستان پارلمان ته لاره نه شي پيدا کوی . 
‎دوهم دوی هڅه کوي حالات کړکیچن وي، کله چې حالات کړکیچن وي برښنايي پېژندپاڼو وېشلو ته ستونزې جوړېږي.
‎اوس چې تازه د سولې خبرې روانې دي او د بریا په څو قدمۍ کې دي او زموږ
‎د مشرانو کارونه په ټوله نړۍ کې ستایل کېږي دا کړۍ اوس هڅه کوي ددې پروسې په وړاندې خن‌‌‌‌‌‌ډ جوړ کړي او د ولس اذهان مکروبي کړي . 
‎کله چې انسان داسې پرديپاله کړۍ ګوري زړونه نا هیلې شي چې دوی ولې دومره خرڅ شي چې د خپل حکومت او خاورې په وړاندې درېږي؟
‎دې کړیو دا څلور لسیزې یې ولس برباد کړ هېواد یې تباه کړ، د هېواد ټولې شتمنۍ یې له خاور سره خاورې کړې . 
‎اوس اکثریت ولس بېداره دی اوس ولس د خپلو مشرانو تر څنګ ولاړ دی اوس د ولس سیاسي شعور لوړ دی ، اوس ولس خپل دوست او دښمن ښه په واضع توګه پېژني، موږ هیچاته اجازه او حق نه ورکوو چې زموږ د حکومت مشران تخریب کړي او یا یې د برنامو مخه ونیسي موږ
‎د خپل حکومت د هرې پرېکړې ملاتړي یو، موږ د سولې ملاتړ کوو ، او ددې پروسې د تقویې په برخه کې پوره ون‌‌‌‌‌‌ډه اخلو ، موږ د ولسي جرګې د ټاکنو پوره ملاتړ کوو او پکې پراخ ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوو څو ملي ګټو ته ژمن استازي ولسي جرګې ته راولېږو .
‎موږ د برښنايي پېژند پاڼو د وېش کلک ملاتړ کوو ځکه چې دا پروسه زموږ د پاره حیاتي ارزښت لري، زموږ د هېواد بنسټ له دې پروسې سره تړلی دی .
‎دا پروسه په اقتصادي،ملي، سیاسي او ټولنیز لحاظ خواره ارزښتناکه ده .
‎نو په دې صورت کې موږ افغان ضده او حکومت ضده ، ملي ګټو ضده اشخاصو پر وړاندې درېږو 
‎ځکه موږ
‎ملي یو او ملي ګټې راته سره کرښه ده.
‎مینه منګل