‎د ولس خوشحالیانې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎د اسلام مقدس دین مسلمانانو ته ‌‌‌‌‌‌ډېرې خوشحالۍ ور په برخه کړې دي، چې د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه دوه بختور اخترونه دي، چې د نړۍ ټول مسلمانان یې په هر ګوټ کې په خاصو مراسمو لمانځي.
‎په افغانستان کې هم اخترونه په خپلو ځانګړو مراسمو او خوشحالیو لمانځل کېږي.
‎متاسفانه چې په افغانستان کې په څو تېرو لسیزو کې اخترونه وُ،  خو خوشحالۍ پکې نه وې . 
‎او د خوښيو پر ځای په اکثرو کورونو کې د غم او ویر تغر خور او د اوښکو په تویولو یې اخترونه لمانځل

.
‎له نېکه مرغه سږنی کوچنی اختر خلکو ته د یوه ریښتیني اختر په توګه خلکو ولمانځه ، چې وړاندې تر دې یې چا فکر هم نه شو کولی چې یو سوله ییز اختر به لمانځي.
‎کله چې د افغانستان اسلامي دولت او د دولت وسله والو مخالفینو ته اوربند  اعلان کړ اختر لا پيل نه وه چې په خلکو اختر شو . 
‎او دېته امیدواره شول چې که خدای ج کول نور به په افغانستان کې هره ورځ اختر او شپه به برات وي. 
‎کله چې موږ له رسنیو واورېدل ومو لیدل چې وسله وال مخالفین بغیر له وسلې په ښارونو کې یې له خلکو سره یو ځای اختر ولمانځه.
‎او له خپلوانو څخه مو هم واورېدل چې په کلیو او بان‌‌‌‌‌‌‌ډونو کې د دواړو خواو تر منځ د اختر مبارکیانې کېدلې. 
‎او یو بل یې په
‎خپلو غېږو کې نیول ، او د خپلو تېرو کړنو څخه یې په پښيمانې په سترګو کې یې اوښکې له ورایه ښکارېدې . 
‎دا لرې نده چې دواړه غاړې به یوه مېز ته کېنې ، جګړه او ورور وژنه به پایته رسوي.
‎خو د پوښتنې ځای دا دی چې ځيني اشخاص او کړۍ چې د نظام په چوکاټ کې شتون لري، او له ټولو دولتي امتیازاتو برخمن دي او د نړۍ ټول بانکونه یې له ‌‌‌‌‌‌ډالرو ‌‌‌‌‌‌‌ډک دي او کورنۍ یې په ښکلو بنګلو کې ژوند کوي، خو په دې خوار غریب ولس یوه ورځ یې هم خوشحالي پيرزو نده .
‎د ملي شخصیتونو سره یې دښمني، او د ملي ارزښتونو سره مخالف او په خپل سر د قضايي ارګانونو حکم پرته دا ملي شخصیتونه محکمه کوي. 
‎د ملي هویت یعنې برښنايي پېژند پاڼې چې په هغې کې د اسلام او افغان له کلیمو سره تضاد د ملي سرود سره مخالفت ، او په خاصه توګه د افغانیت له کلیمې سره مخالف دي، او د هېواد له هر پرمختګ سره چې افغانستان ته سوله او خوښي راوړي په مخالفت کې دي. 
‎زه د افغانستان د اسلامي دولت او ټول افغان ولس څخه هیله کومه چې دداسې اشخاصو په وړاندې سره یو شي، او د قانون منګولو ته وسپارل شي. 
‎او هر هغه څوک چې د افغان د کلیمې سره مخالف دی هغه پردی او د افغانستان له ټولو مدني ،سیاسي، حقوقو څخه بې برخې او د افغانستان د یوه دښمن په توګه وپېژندل شي. 
‎د تلپاتې سولې په هیله .
‎مینه منګل