‎زموږ امنیتي ځواکونه پياوړي دي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎موږ پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړو ، همدا امنیتي ځواکونه دي چې په صداقت سره ددې هېواد څخه ساتنه کوي، دا د ولس مسوولیت دی چې تل او په هر حالت کې د هېواد ددې زمریانو او د وطن د اصیلو بچیانو څخه ملاتړ وکړي ، ځکه کلونه کېږي چې همدا امنیتي ځواکونه د سر په قیمت د بېننګه دښمن سره جګړه کوي او ددې هېواد ساتنه کوي ، او دوی کله هم د ستړیا او وېرې احساس ونکړ او په مینه یې خپلو وظایفو ته دوام ورکړ.
‎زموږ امنیتي ځواکونو په هر حالت کې دا ثابته کړې چې دوی نه یواځې ددې هېواد ساتونکي دي، دوی د ملي یووالي ساتونکي هم دي ، زموږ امنیتي ځواکونو


‎د پاره دا نده اړینه چې د کوم قوم
‎دي ؟ 
‎دوی ځانونه د ټول افغانستان بیچان ګڼي نو ځکه د ټول افغانستان ساتنه په صداقت کوي. 
‎زموږ امنیتي ځواکونه د ښو اخلاق څخه برخمن دي ددوی نېک اخلاق د حقیقي مسلمان ښکارندويي کوي. 
‎د مثال په ‌‌‌‌‌‌توګه :
‎کله چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې زموږ د هېواد بې رحمه دښمن زموږ پر امنیتي ځواکونو  تعرض کوي او تهاجمي بریدونه کوي زموږ امنیتي ځواکونه تل هڅه کوي چې دښمن ماتې وخوري خو هڅه یې دا هم وي چې باید په دې جګړه کې چاته زیان ونه رسېږي، کله چې د جګړې پر مهال د دښمن کوم اسیر یا روغ او یا هم. ټپي حالت کې زموږ د امنیتي ځواکونو لاس ته ورځي نو د ټپي درملنه کوي او انساني چلند ورسره کوي ولې دښمن برعکس .
‎موږ د اوربند په ورځو کې ولیدل طالبانو چې دا کلونه یې زموږ ولس او امنيتي ځواکونه په شهادت رسول او ژوندي به یې نیول او ‌‌‌‌‌‌ډېر بد چلند به یې ورسره کولو؛؛ زموږ امنیتي  ځواکونو  څومره د میني او اخلاص څخه ‌‌‌‌‌‌ډکه رویه یې ورسره کوله زموږ د امنیتي ځواکونو دا مینه او اخلاص مې چې له طالبانو سره ولیده ما احساس کولو چې انشاءالله نور به په افغانستان کې جګړه پایته ورسېږي، په هر حال .
‎موږ په هر حال کې په خپلو امنیتي ځواکونو باور لرو ، څلور کاله وړاندې به ځينو پرديپالو کړیو ویل چې که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دا هېواد به له سقوط سره مخ کېږي ، او زموږ د امنیتي ځوامونو پر وړتیاو یې باور نه لرلو نو هڅه یې کوله چې د ولس اذهان خراب او  ولس کې وېره خوره کړي. 
‎مګر برعکس موږ ولیده نه دا چې هېواد مو سقوط ونکړ زموږ امنیتي ځواکونو په افغانستان کې له وسله والو سره په جګړه کې ګټونکي هم شول او اوس مهال موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر قوي پوځ لرو .
‎افغان ولسمشر غني صیب ، د امنیت شورا سلاکار اتمر صیب تل هڅه کړې چې په نړیوالو کنفرانسونو، غونډو او سفرونو کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې یې ستایلي  او د دوی د لا تجهیز، تمویل او ښې روزنې په موخه یې د نړیوالو پام هم وړ اړولی دی .
‎اوس نو نړیوال هم زموږ د امنیتي ځواکونو په قوت ، پياوړتیا، او مېړانه باور لري. 
‎موږ کله هم نه نا هیلي کېږو ځکه چې موږ پياوړی ملي پوځ لرو او ددې هېواد ساتنه به له تورمخي پنجاب او د هغو له غلامانو څخه کوي. 
‎مینه منګل