د امنیت تامین د حکومت مهم لومړیتوب دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په هېواد کې د امنیت او ثبات تامین نه یوازې د ملي یووالي حکومت مسوولیت او مکلفیت دی، بلکې دا یې خپل مهم لومړیتوب دی او دغه لومړیتوب ته د رسیدګۍ په موخه حکومت په بېلابېلو برخو کې پراخې هڅې پیل کړي، تر څو په دې وتوانېږي چې خپلو خلکو ته ډاډمنه فضا او امنیت تامین کړي

.

تر هغو چې امنیت نه وي، نو د خلکو ژوند هم مصون نه وي او نه هم هغوی د ډاډ او ارامۍ احساس کوي. همدارنګه د زیربنا، اقتصاد، انکشاف او نورو برخو کې کار نه یوازې موثر نه وي، بلکې فرصتونه او منابع هم بې ځایه ضایع کېږي.

موږ په تېرو کالو کې ولیدل چې حکومت د میلیونونو ډالرو په لګولو سره پلونه، پلچکونه، سړکونه، ودانۍ، ښوونځي، روغتونونه او نور تاسیسات ورغاول، مګر د افغانستان دښمنانو په څو شیبو کې هغه والوزول او ویجاړ یې کړل، نو له همدې امله د امنیت تامین ته پام مهم دی.

ملي یووالي حکومت له همدې امله د جګړې مدیریت ته زیات پام کړی، د دې لپاره یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د شته فساد مخه نیولې او لا هم په دې برخه کې هڅې جریان لري. ترڅنګ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې او د دوی د وړتیاو لوړولو ته پام کړی. د ځواکونو تمویل او تجهیز ته یې لومړیتوب ورکړی او د دوی درملنه، اعاشه او د قربانیانو کورنیو ته پر رسیدګۍ باندې زیات ټینګار کېږي.

په خپله ولسمشر غني وخت پر وخت د روغتونونو وضعیت ګوري، د ټپیانو د درملنې بهیر له نږدې څاري، د شهیدانو کورنیو ته د پر وخت رسیدګۍ پوښتنه کوي او همدارنګه د مستحقو شهیدانو کورنیو سره مالي ، د کور، سرپناه او نورو برخو کې مرسته کوي.

د دې ترڅنګ ولسمشر غني په ځواکونو کې د فساد مخه ونیوله، د امنیت او دفاع  ادارو کې د فساد په وړاندې مبارزه په عملي توګه ترسره شوه او په لسګونو قضیې لوي څارنوالۍ ته واستول شوې. د دغې جدي مبارزې په پایله کې، په میلیاردونو افغانۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په قراردادونو کې  وسپمېدلي.او امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا ښه تجهیز، تمویل او مسلکي شول. ځواکونو ته لا ډېره روحیه، انګېزه او باور ورکړل شو او له همدې امله هغوی شپه او ورځ د امنیت د تامین او د هېواد د فاع په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له امله د متحده ایالاتو او هند څخه د جنګي الوتکو په ترلاسه کولو سره افغان هوايي ځواکونه تجهیز او په پښو ودرېدل. د دښمن په مقابل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا تجهیز په خاطر څلور کلن امنیتي پلان ترتیب شو، دا یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

په ځواکونو کې د همغږۍ نشتوالی هغه ستونزه وه چې له کلونو راهیسې د دوی په لیکو کې موجوده وه او د هغوی د سرښندنو او مبارزې پر موثریت یې منفي تاثیر درلود. د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندانۍ پوره عهده دارۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د واحد قوماندې پخاطر د ملي توحید مرکز ایجادول په دې اړه یو مهم ګام و.

د ملي یووالي حکومت او ولسمشر غني دا او دېته ورته نورې ټولې هلې ځلې په هېواد کې د امنیت د تامین په موخه وې، ځکه د امنیت تامین دوی ته مهم لومړیتوب دی او د دغه لومړیتوب د تحقق لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.