امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولې فرضیې غلطې ثابتې کړې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د سیاسي او اقتصادي لېږد تر څنګ امنیتي لېږد هم تجربه کړ او د دغه لېږد او تجربې پرمهال لسګونه زره بهرني مجهز ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او د هغوی له وتلو سره سم ټول امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هېواد د امنیت د مسوولیت د ورسپارلو پرمهال کورني او بهرني مبصرین په دې نظر وو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو او وسله والو ډلو پر وړاندې د هېواد د دفاع او مقاومت توان نه لري او له همدې امله د دوی وړاندوینه دا وه چې په شپږ میاشتو کې به نظام سقوط وکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونه به له داخل څخه وپاشل شي.

د دغو مبصرینو دغه وړ تبصرو او وړاندوینو ځینې خلک ووېرول او له همدې امله د هېواد پرېښودلو ته اړ شول، په سختو او مرګونو لارو اروپا او نورو هېوادونو ته لاړل او ځینو چې په افغانستان کې پانګې او کاروبار درلود، نو خپل کارونه یې ودرول، مګر د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورو او اتلو سرتېرو د خپل ژوند او ځان په بیه نه یوازې د سپر په توګه د دښمن پر وړاندې ودرېدل، بلکې هغوی یې مات کړل او په شا یې وتمبول، ځکه دوی د هېواد په راتلونکي باور درلود او له خپل ولس سره یې ژمنه درلوده او دغه ژمنه یې تر بل هر چا په ښه توګه پوره کړه.

د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بېسارې اتلولۍ، مېړانې او سرښندنو له برکته دوی د داخلي او بهرنیو مبصرینو ټولې فرضیې او تبصرې غلطې ثابتې کړې. سره له دې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په هېواد کې جنګ شدت پیدا کړ او طالبانو ته د پاکستان له لوري دا تمه ورکړل شوې وه چې د افغانستان ډېر ولایتونه به په لومړي قدم کې سقوط وکړي، بیا به دوی خپل مرکزونه له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي او کرار کرار به د حکومت له سقوط وروسته واک ته ورسېږي.  

د همدې لپاره په هېواد کې جګړه سخته او د هیواد ۲۰ ولایتونو ته وغځول شوه، مګر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سخته اتلواله وکړه، ځکه د هېواد په هره برخه کې په مېړانه او زړورتیا وجنګېدل، د دښمن بریدونه یې په شاوتمبول. طالبانو او وسله والو ډلو ته د سر او مال زیانونه واوښتل، ډېرې سیمې یې له لاسه ووتلې او نهیلي بېرته خپلو پټنځایونو ته ور وتښتېدل.

په تېرو درې کلونو کې، د امنیت په برخه کې د ملي یووالي حکومت له ډېرو ستونزو سره مخ و او په همغه ستونزمن وضعیت کې یې د ډېرو د دې اټکل برخلاف چې حکومت ځان نشي ژغورلی او افغانستان سم مسیر ته نشي سوق کولی د هېواد او نظام بقا تضمین کړه. امنیتي او دفاعي ځواکونه په تېرو درې کالو کې وتوانېدل چې د دښمن تصور له منځه یوسي او د دوي هیلې یې خاورو سره خاورې کړې. ملي يووالي حکومت په پوره درایت سره په دريو کلونو کې جګړه مدیریت کړه، چې په پایله کې یې په دوه سياسي جغرافیو د افغانستان د وېش مخنیوی وشو او دښمن په خلکو د خپلو ناروا غوښتنو او شومو اهدافو په تحمیلولوکې  ناکام شو.