د پاکستان دریځ د دوی په ګډون د ټولو په زیان دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

پاکستان چې له لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې کوم سیاست او دریځ اختیار کړی دی، دا نه یوازې په خپله د پاکستان، بلکې د افغانستان، سیمې او ان نړۍ په زیان دی. د پاکستان سیاست او دریځ دادی چې د افراطي، تروریستي او توند لارو ډلو ملاتړ او روزنه کوي. هغوی تمویلوي او بیا یې د تروریستي فعالیتونو لپاره افغانستان ته را استوي

.

پاکستان په دې نظر وو او لا هم په دې نظر دی چې د افغانستان پر وړاندې د زور او فشار پالیسي پر مخ وړي او دوی غواړي چې د تروریستي ډلو د فعالیتونو له لارې هم په افغانستان کې د قوي مرکزي نظام د جوړېدو مخه ونیسي، هم پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني او دغه مستقل او خپلواک هېواد چې تراوسه یې د نړۍ هیڅ زبرځواک ته د تسلیمۍ سر نه دی ټیټ کړی دې ته مجبور کړي چې خپل بهرنی سیاست د دوی له غوښتنو او مشورو سره سم عیار کړي.

پاکستان چې کوم ترهګر په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره روزلي وو هغوی په پاکستان کې هم د خلکو ژوند نارامه کړ، ځکه تروریست ، تروریست دی هغه هیڅ ډول اصولو او قوانینو ته پابند نه دی. پښتو متل دی چې د مارګیر مرګ به له ماره وي، ځکه چې ماران روزي او ترهګر بیا د پاکستان د لستوڼي مار دی او دا نو امکان نه لري چې دغه د لستوڼي ماران دې پاکستان ته ټک ورنه کړي.

دا خو ټولو ته معلومه ده چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د زور پالیسي پر مخ وړي، مګر پوښتنه داده چې افغانستان یې پر وړاندې څه کوي؟

افغانستان د پاکستان د دې ټولو جنایتونو، ظلمونو، وحشتونو، بدبینو، دښمنیو او نارواو باوجود لا هم خپل زغم، حوصله او استقامت له لاسه نه دی ورکړی او لا یې هم پاکستان ته خپل د سولې او مذاکراتو لاس همغسې غځېدلی ساتلی او په بار بار یې پاکستاني لوري ته د دې بلنه ورکړې چې د دولت په دولت د مذاکراتو له لارې د خپلو ستونزو د حل لپاره چمتو شي.

مګر پاکستان هر ځل د افغانستان د دغې مقعولې او مشروع غوښتنې او وړاندیز پر وړاندې چوپتیا اختیار کړې. په دې منځ کې پاکستان زیات تاوانونه هم کړي دي، ځکه تر ټولو لوی تاوان یې په اقتصادي برخه کې کړی.

افغانستان چې د پاکستان د صادراتو لپاره ډېر لوی مارکېټ وو، افغانستان کرار کرار له پاکستان څخه مخ اړولی او له دغه هېواد سره یې د خپلې سوداګرۍ بیلانس ټیټ کړی دی او دا سوداګري یې له دې امله نه ده کمه کړې چې سیاست او اقتصاد یې سره ګډ کړی، یا پاکستان د افغانستان پر وړاندې د بدبینۍ دریځ لري، بلکې دا یې له دې امله کړی دی چې پاکستان به تل سیاست له اقتصاد سره ګډاوه کله به هم چې په سیاسي برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوې، نو پاکستان به د افغان تاجرانو پر وړاندې خپلې لارې وتړلې، د دوی مالونه به یې بند کړل او نورې ګڼې ستونزې به یې ایجادولې، یانې پاکستان په حقیقت کې له ترانزیت څخه هم د فشار په توګه استفاده کوله.

که چېرې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل اوسنی دریځ او سیاست بدل نه کړي، نو لکه څنګه یې چې په اقتصادي برخه کې مالي زیان ولید، نو همداسې به په سیاسي او نورو برخو کې داسې زیان وویني چې بیا به یې جبران د دوی لپاره ستونزمن وي.