د کابل او اسلام اباد ترینګلې اړیکې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته د خپل لومړني سفر پرمهال پاکستاني مقاماتو سره په بېلابېلو لیدنو کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ارزښت، پر سیمه د هغو د اغېز او د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي پاکستاني لوري ته دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دا مهال یوه کړکۍ موجوده ده، مګر دا په پاکستاني لوري پورې اړه لري چې دغه کړکۍ په لوی دروازه او دهلېز بدلوي او که یې چورلټ بندوي

.

د ولسمشر غني خبرې په لومړیو کې پاکستاني لوري بابېزه وګڼلې، ځکه چې د دوی نظر له افغانستان څخه تېر وو، افغانستان یې کمزوری، احتیاج او محتاج هېواد ګاڼه او ولسمشر غني ته یې هم د تېرو افغان واکمنو نظر کاوه، هغوی حتی دا هم نه وه درک کړې چې ولسمشر غني تر نورو متفاوت، قاطع او په خپل تصمیم او پرېکړه کې تر بل هر چا زیات جدي دی.

د پاکستاني مقاماتو د همدغه سطحي او برسېرن نظر له امله وخت پر وخت د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې، حتی پر ډیورنډ کرښه د دواړو غاړو د وسله والو ځواکونو تر منځ ډزې تبادله شوې او جنګ ونښته، د دې ترڅنګ افغانستان له پاکستان څخه مخ واړاوه، نورې ترانزیتي لارې یې ولټولې او د پاکستان له احتیاج څخه یې د تل لپاره ځان بېغمه کړ.

 لنډه دا د ښاغلي غني د حکومت درې درې نیم کاله له پاکستاني لوري سره په مذاکراتو او ناندریو تېر شول. ولسمشر غني ته یې په دې وروستیو کې بیا بیا د ورتګ بلنه ورکړه، مګر نوموړي د پاکستان د لومړنیو ژمنو د عملي کولو په شرط دغه د سفر بلنې ومنلې.

پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړې او ولسمشر غني د ژمنو له عملي کولو مه واره پاکستان ته ورتګ د وخت ضیاع وبلله او له همدې امله یې له ورتلو ډډه وکړه. لنډه دا چې په تېرو څو کالو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې شوې او د دغو ترینګلو اړیکو زیات اقتصادي او سیاسي زیان په خپله پاکستان ولیده، ځکه افغان حکومت له دوی سره راکړه ورکړه کمه کړه، د تورخم او بولدک پرځای یې د چابهار بندر، اقینې او له هند سره د هوایي کوریډرونه پرانیستل.

د دغو ترانزیتي لارو د پرانیستلو ګټه دا وه چې له امله یې افغان حکومت او د افغانستان خلک د پاکستان له لوري له هغه فشار او زیان څخه وژغورل شول، چې تل به یې پاکستان اټکل کاوه. له پاکستان سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې کموالي په پاکستان کې د خلکو پر ژوند او کاروبار منفي اغېز وکړ، ځکه د اوړو میلونه او فابریکې وتړل شوې، موټرونه یې ودرېدل او خلک یې بېکاره او وزګار شول.

په دې کې شک نشته چې د دغو ترینګلو اړیکو له زیان څخه افغانستان بېخي خوندي نه دی، مګر افغانستان ته د اوښتي زیان کچه د پاکستان په سطحه په مراتبو کمه ده. افغان حکومت په مراتبو ویلي تر هغو چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل اعلان شوی جنګ ونه دروي او د دولت پر دولت مذاکراتو له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د شته ستونزو حل ته پام ونه کړي، نو تر هغو به د دواړو هېوادونو تر منځ اوسنۍ ترینګلې اړیکې خپل عادي حالت ته ستنې نشي. په دې کې شک نشته چې د کابل او اسلام اباد اوسنۍ ترینګلې اړیکې د هیڅ لوري په ګټه نه دي، مګر دا هم نادوده ده چې پاکستان دې د افغانستان د دوستۍ، سولې او مذاکراتو ورغځېدلی لاس همداسې پرېږدي او د ترهګرو ډلو له لوري دې پر افغانستان فشار زیات کړي، ځکه دغه وړ فشارونه نه د افغان حکومت دریځ بدلولی شي او نه هم د کابل او اسلام اباد بدبیني او دښمني په دوستۍ بدلولی شي، د دوستۍ یوازینی لاره همغه ده چې ولسمشر غني وړاندیز کړې.