د افغانستان دوه تصویره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

افغانستان  نن سبا دوه تصویره لري چې یو د جنګ او بل د برابرو شویو فرصتونو تصویر دی، خو تراوسه یوازې د افغانستان د جنګ او ناامنۍ تصویر نورو ته ورښودل شوی دی. مګر موږ باید کوښښ وکړو چې د نړیوالو پام د افغانستان د فرصتونو او ظرفیتونو رول ته ور واړو او د هغوی له ذهنونو څخه د افغانستان د جنګ او ناامنۍ تصویر پاک کړو

.

ترهګر کوښښ کوي چې یوازې د افغانستان د جنګ تصویر نورو ته ور وښیي، خو زموږ ټولو ګډ کار او هڅې باید دا وي چې افغانستان د ترهګرۍ، د نشه یي توکو او مافیا له موقعیت څخه د ثبات، د هند دروازې، د اسیا د زړه، څلور لارې او د سیمه ییزه همکاریو په مرکز بدل کړو. افغانستان دا ظرفیت، امکانات او فرصت لري چې د سیمې د همکارۍ په مرکز بدل شي، خو د دې لپاره زموږ ټولو ګد کار او ژمنتیا ته اړتیا ده.

ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني پر افغانستان او زموږ په خلکو د تحمیل شوي جنګ د ختمولو ترڅنګ په یو وخت کې د افغانستان د ودانۍ، سوکالۍ او پرمختګ په اړه هم فکر او کار کوي. د دې لپاره یې ملي پروژې او ګټور پلانونه ترتیب کړي دي چې د نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ له لارې یې وخت پر وخت تطبیق او بشپړولو ته لارې او زمینې برابروي، ټاپي، کاسا زر، چابهار او نورې لویې اقتصادي پروژې یې مهمې بېلګې دي.

 سره له دې چې د ولسمشر غني زیاته وخت د جنګ په مدیریت او د ترهګرۍ د تهدیدونو په دفعه کولو او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روحیې، انګېزې او مورال په ورکولولګېږي، مګر د افغانستان د ثبات او پرمختګ په موخه یې انکشافي کارونو او ملي برنامو ته هم زیات وخت ورکړی دی او وخت پر وخت یې بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو پرمهال د افغانستان د جنګ تصویر د کم رنګه کولو او د افغانستان د فرصتونو تصویر د ځلولو په موخه عملي هلې ځلې کړې دي او د خپل پیاوړي استدلال پر مټ یې د نړیوالو پام د افغانستان فرصتونو ته را اړولی دی.

حکومت ، ولسمشر غني او زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ کوښښ کوي چې خلکو ته خوندي ژوند او ثبات رامنځته کړي، ځکه د افغانستان خلک د امنیت تر څنګ د ثبات غوښتونکي دي. هغوی هڅه کوي چې  د خلکو د ژوند د وضعیت ښه والي او د فقر له منځه وړلو په برخه کې پام وړ او اساسي اقدامات وکړي، ځکه تروریستان او ورانکارې ډلې د هغوی له فقر او بې وزلۍ څخه په ګټه اخیستنې خلک د ناوړه کارونو ترسره کولوته اړباسي.

حکومت په همدې موخه تل کورني او بهرني پانګوال په هېواد او سیمه کې د ثبات، پرمختګ، اقتصادي همکاریو او سوداګریزې ودې په موخه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي دي. د افغانستان حکومت د دې لپاره لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه او برنامې لري چې په عملي کولو  سره به یې په سیمه کې اقتصاد او سوداګري وده وکړي او هم به په ډې ډول د افغانستان د فرصتونو تصویر د نړیوالو سترګې وبرېښوي او لا به یې د افغانستان لورته پام راواوړي.