افغانان د زور او فشار پروا نه لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

که افغانان له زور او مرګه وېرېدلی او یا فشار ته تسلیمېدلی، نو د چنګېز، انګرېز او پخواني شوروي د یرغلونو، زبرځواکیو او وحشتونو پر وړاندې به د غره غوندې محکم نه ودرېدلی او لا د وخته به یې هغوی ته د تسلیمۍ سرونه ټیټ کړي وای.

د انګرېز او روس زور او فشار چې افغانان مات او تسلیم نه کړل، نو د پاکستان، طالب، داعش او بل ترهګر زور او وحشت به کله دغه عظیم ملت خپل ځانته سلامي کړي. دوی ته ښایي چې د افغان مېړني ولس له تېر تاریخ نه درس او عبرت واخلي او د دښمنۍ پرځای د دوستۍ لاره اختیار کړي، ځکه د افغانانو په اړه دا ډېره مشهوره ده چې په زور جنت ته هم نه ځي، خو په دلاساینه یې دوزخ ته هم بېولی شې

.

افغانستان بیا دا مېړانه هم لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې تراوسه کوم چاته کنده نه ده کېندلې، نه یې د خپلو ګاونډیو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې، نه د نورو په اړه شوم نېت او اراده په زړه کې ور ګرځېدلې، بلکې چاته یې چې د دوستۍ او ملګرتیا لاس ورکړی، نو تر پایه یې په مېړانه او ښه ډول ورسره پاللې ده.

د افغانستان او اندونیزیا پخوانۍ ملګرتیا یې ښه بېلګه ده چې په دې وروستیو کې دغو دواړو هېوادونو د همغو ښو مناسباتو په اساس یو ځل بیا د خپلودوستانه اړیکو د تازه کولو، ټینګولو او له سره پیلولو هڅې پیل کړې دي.

پرون چې د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی، نو افغانانو یې په غمجنه او واورینه فضا کې تود هرکلی او ښه مېلمه پالنه وکړه. تنکیو ماشومانو ورته په داسې حال کې ښه راغلاست ووایه او ګلونه یې ورباندې وشیندل چې له پاسه واوره ورباندې ورېدله او زړونه یې د وروستیو تروریستي پېښو له امله غمجن وو، خو دوی د خپل دغه مېلمه د مېلمه پالنې د درناوي په دود خپل غم پټ کړ او هغه ته یې په موسکو شونډو او د دواړو هېوادونو د بیرغونو په رپولو سره ښه راغلاست ووایه.

خو پاکستان څه کوي؟ پاکستان زموږ له بدې او ناچاره ورځې ناوړه ګټه پورته کوي، زموږ په ټپونو درګرده مالګه دوړوي، زموږ ټپونه چې مازې سره ورشي، نو دوی نور نوي ټپونه جوړ کړي، ځکه چې طالب وسله وال او نورې ترهګرې ډلې په وسلو او باروتو سنبال هېواد ته را استوي او د هېواد په ښارونو کې د تروریستي فعالیتونو او بریدونو د ترسره کولو فرمایشونه ورکوي.

پاکستان د ښه ګاونډیتوب د حق ادا کولو پرځای د بد دښمن رول ادا کوي، د افغانستان له بربادۍ او افغان وژنې خوند اخلي. ډول ډول جنایتونه ترسره کوي، پاکستان غواړي د خپلې ناوړه ارادې له لارې په افغانستان کې ځانته ستراتیژیک عمق ولټوي، خو دا خوب او ارمان به یې له خاورو سره خاورې شي، ځکه چې افغان مېړنی ولس د دوی د دغو وحشتونو هیڅ پروا نه لري، څومره چې دغه وحشتونه او جنایتونه زور اخلي، نو همغومره افغان ولس د خپلو مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او حکومت تر شا ودرېږي.

پاکستان دې په دې پوه وي چې زور مناسبه لاره نه ده او افغانان نه یوازې د زور پر وړاندې نه تسلیمېږي، بلکې ټینګ مقاومت کوي ، داسې مقاومت چې د زور خاوندان به د خپل حماقت او ناوړه اعمالو په سزا ورسوي. پاکستان ته ښایي د خپل معنوي پلار او بادار (انګرېز) او پخواني شوروي له برخلیک پند واخلي او بیا له افغان ولس سره د زورو لاره اختیار کړي.