ملت ګټونکی دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په دې وروستیو کې د ښار په منځ کې په تاسیساتو، روغتونونو او ملکي وګړو وحشیانه ترهګریز بریدونه او د فاجعې رامنځته کول د افغانستان د وسله والو دښمنانو زوال او وارخطایي ښیي، ځکه بهرني باداران یې دېته لمسوي چې د خپل زوال د پټولو لپاره باید دغه وړ جنایتونه ترسره کړي. عام وژنې وکړي او په دې ډول خلک د حکومت پر ضد را وپاروي، خو دوی له دې څخه بې خبره دي چې د دوی جنایتونو ته په کتو ولس له دوی څخه دومره منفور دي چې هیڅ به هغوی ته په خپل هېواد او منځ کې ځای ورنه کړي

.

د وسله وال طالب له دغو وحشیانه کړنو داسې ښکاري چې دوی بایلونکي او د افغانستان ملت ګټونکی دی، ځکه ملت جنګ، ناامني، وژنې او ویجاړي، نه بلکې سوله، ثبات، امنیت، ابادي، پرمختګ، سوکالي او هوساینه غواړي، نو د وسله وال طالب له دغه زوال څخه داسې معلومېږي چې ملت د دغې ناوړه لوبې او جګړې چې د افغانستان دښمنانو د طالب په جامه او بڼه کې پر افغانستان او زموږ په ملت تپلې، ګټونکی دی.

زموږ د خلکو زغم او متانت او د هېواد د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او مبارزه به رنګ راوړي او د دوی له برکته به افغانستان امنیت او ثبات ته رسېږي، ځکه کله هم چې افغانستان د پرمختګونو لورته خپل حرکت پیل کړی، نو د افغانستان دښمنانو دغه ډول بوږنونکي او تروریستي بریدونه پیل او ترسره کړي دي.

افغانستان ورځ تر بلې غښتلی کېږي، خپلې نړیوالې اړیکې او مناسبات ټینګوي او د خپلې برحقه مبارزې حقانیت یې اوس په ټوله نړۍ منلی دی او نړۍ زموږ د دغې مبارزې ټینګ ملاتړ کوي، هېواد ته له څو لسیزو وروسته د اندونیزیا د جمهور رئیس، د هغه د مېرمن او ورسره لوړپوړي دولتي پلاوي راتګ د سوکاله او پرمختللي افغانستان زېری له ځانه سره لري.

له اندونیزیا سره د افغانستان مناسبات د سولې په برخه کې لوی مرسته کولی شي، ځکه د هغه هېواد مقاماتو او دیني علماو لا واردمخه د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا ته د هر ډول همکارۍ او مرستې ډاد ورکړی دی.

د افغانستان دښمنانو او ترهګري ډلو له همدې امله په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ او دوی داسې ګڼله چې د دغه وړ بریدونو له لارې به پر دولت فشار راوړي او یا ممکن د اندونیزیا جمهور رئیس افغانستان ته له خپل راتګ څخه صرف نظر وکړي، مګر د دوی د جنایتونو، وحشتونو او بریدونو باوجود دادی افغانستان دغه مهم ګام په دغه حساس پړاوو کې واخیست او که خدای کول افغانستان به په بېلابېلو برخو کې د دغسې نورو پرمختګونو او ګامونو شاهد وي.

د افغانستان دښمنان او وسله والې او ترهګریزې ډلې نشي کولای چې د افغانستان د پرمختګ پر وړانډې خنډونه ایجاد کړي، دوی به د ملت پر وړاندې ذلیل شي او د خپلو دغو ناوړه بریدونو له امله له کرکې او نفرت مه واره نور هیڅ هم په لاس رانه وړي او بالاخره د حق او باطل په دغه جګړه کې زموږ ملت چې د حق پلوی دی ګټونکی دی او د باطل او طغیان د تروریستي ډلو مخ به د ملت او خدای پر وړاندې تور وي.