محمد روښان ښاد
یو شمېر افراد، اشخاص او حتی ډلې ټپلې لا هم له قوم، سمت او ژبې څخه د حربې په توګه کار اخلي. کله چې یې واک او ځواک یا شخصي منافع په خطر کې ولوېږي، نو د خپلو پلویانو په منځ کې او یا هم د رسنیو له لارې د قوم، سمت او ژبې خبره را پورته کړي او په رسنیو کې همدغې خبرې ته لمن وهي، حکومت، رهبري او مقامات له هر ډول سند او ثبوت پرته په تعصب تورنوي