سوله الهي امر دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

سوله په اسلام کی یو اصل دی ، په بشپړه توګه د سولی راوړل او په نړی کی یی خپرول د اسلام د بنسټیزو اهدافو څخه یو دی. د اسلام ټول عقاید ، احکام او قوانین په بشری ټولنه کی د همدې سولې د راوستلو وسایل دي او هر کله چی د اسلام عقاید او احکام په یوه ټولنه کی پلي شي هغه ټولنه په واقعی ډول د سولی له اړخه یوه مثالي ټولنه ګرځي. اسلام دا سوله راولي او په ټولنه کی د دی سولی ساتنه او حمایت کوي .

د قرانکریم د بقری سورت په (۲۰۸) ایت کی فرمایلی دی، ترجمه: ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړی دی ټول په سوله او پخلاینه کی راشی او د شیطان پیروي مه کوئ، هغه ستاسو ښکاره دښمن دی، په دغه مبارک ایت کی په خدای او اسلام له ایمان وروسته لومړنۍ سپارښتنه د سولی او پخلاینی فضاء ته ورداخلېدل دي.

قرانکریم هغه کسان چی له سولی او پخلاینی ځان لیرې کوي او اور بلوي ، د شیطان پیروان معرفی کوي ، یعنې سوله او دوستي الهي او رحماني کار دی او جنګ ، اور بلول او تاوتریخوالی د شیطان کار دی .

الله تعالی د قرانکریم په اړه داسی فرمایی ترجمه: د الله د لوری تاسی ته رڼا او واضح کتاب راغلی ، چی د هغه په ذریعه الله هغه چاته د امن د لارو لارښوونه او هدایت کوي چی د هغه رضا لټوی ، په دی ایت کی الله جل جلاله خپل نازل کړی دین د امن لار وباله ، همدا را پخپله د اسلام نو د (سلام) یعنی سلامتیا او امن څخه اخیستل شوی دی ، همدا راز کله چی یو مسلمان د بل مسلمان سره مخامخ او یو ځای کیږی نو یو بل ته د (السلام علیکم) په ویلو سره د سلامتیا او امن پیغام ورکوی.

کله چی امن ، سوله او سلامتیا په اسلام کی اصل او همېشنی حالت دی، نو جنګ به په طبیعی توګه یو استثنایی حالت وي. یعنی یواځی په داسی حالاتو کی به سم وی کله چی له هغه پرته بله لار او چاره نه وی. په داسی حالاتو کی ضروري او لازمي وي کله چی په داسی توګه په مسلمانانو تحمیل کړی شی چی ځان تری خلاصول ممکن نه وی ، اسلام هغه جنګونه چی د قومي ، سمتي ، ژبني تعصباتو په بنسټ راولاړ شوي وي درست نه ګڼی او نه د چا شخصي برم د راګرځولو او همداراز د استعماري اهدافو او د ضعیفو قومونو د مواردو د اسقلال لپاره په لاره اچول شوی جنګونه درست بولي، بلکې دا ډول جنګونه د بشریت پر ضد د ښمني بولي او د ظلم تعدی او تیری په ضمن کې یې شمېري .

که مونږ د افغانستان څولسیزو ته وګورو تر ډېره پکې جنګ خپله لمن غوړولې ده او جنګ په مختلفو لارو سره شوی دی.  قبیلوی جنګونه ، ولسواکی جنګونه ، سیمه ییز جنګونه خو په ټولو جنګونو کی نفاق او افغان وژنه په یو او بل نوم سره شوې ده او لا هم جریان لري که بل لور ته وګورو مونږ سوله او امن کی هم ژوند کړی، خو د ناپوهی له امله تر ډېره جنګ لمن غوړولې .

که د سولی او جنګ ګټی او نقصانات سره پرتله کړو وبه وینو چی په سوله کی ژوند د خوند او ګټی ژوند وی او په جنګ کی ژوند د نقصاناتو ژوند وي، ځکه پکې تاوان وي چې مالي او ځاني ، اقتصادي، کرهڼیزو حاصلاتو زیانونه پکې موجود وي، په جنګ کی هم د یو شمیر اشخاصو شخصي ګټې خوندې وي که مونږ د افغانستان د هلمند اوسني جنګ ته وګورو تر ډېره پکی د مافیایی کړیو جنګ ده ، خو ګټی یی کم اشخاص او تاوانونه یی عام او بیچاره ولس ګالي .

په جنګ کی چی زمونږ ډیر تاوان دی هغه جوماتونه ، مدرسی ، بازارونه ، ښوونځی او کلینیکونه دی چی ویجاړیږی عام خلک شهیدانیږی سرتیری مو شهیدانیږی نو مونږ ته لازمه ده چی د سولی او ارامی لپاره ژوند وکړو تر څو اینده نسل مو خوشحاله ارامه او سوکاله ژوند تیر کړی .

دا د ټولو مکلفیت دی چې سوله تبلیغ کړي، له جنګ څخه خلک سولې ته وهڅوي او دا کار د جنګ د زیانونو د بیانولو او د سولې د ښېګڼو له تشریح کولو سره په اسانۍ کېدلی شي. قومي مشران، دیني علما، رسنۍ ، مدني ټولنې او د ټولنې د هر قشر استازي باید په خپلو برخو کې د سولې لپاره زیات کار او تبلیغ وکړي، تر څو زموږ هېواد او خلک د اوسني بدمرغه جنګ له ناوړه اغېزو څخه خوندي شي او د سولې په فضا کې ارام او هوسا ژوند وکړي.