ولې پر ملي پولیسو باور؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
افغانستان له څلوېښت کاله ناامنیو او جګړو وروسته نن تر هر څه زیات امنیت او ثبات ته زیاته اړتیا لري. د ولس او خلکو د دغې مهمې اړتیا لپاره دا حتمي او ضروري ده چې د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې پام وړ بدلون او اصلاحات راشي. له همدې امله ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر په عدلي او قضايي ارګانونو او همدارنګه امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو راوړلو ته لومړیتوب ورکړل دی

.

په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې اصلاحات ځکه مهم دي، څومره چې اصلاحات په دې برخه کې راشي، نو همغومره له یوې خوا د هېواد د امنیت پر تامین مثبت اغېز لري او له بلې خوا پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو باور زیاتېږي او دغه باور په لویه کې د هېواد د ثبات لامل کېږي.

د دې لپاره یوازې د حکومت په اصلاحاتو بسنه نه ده پکار. ولس ته ښایي چې په دې برخه کې خپل ارزښتناک رول ته په پام له حکومت سره همکار واوسي. څومره چې د ولس رول په دې برخه کې زیات وي، نو همغومره به هم د اصلاحاتو بهیر چټک شي او له بلې خوا به د دغه بهیر په پایله کې رامنځته شوی ثبات او ښه والی ولس درک کړي.

همدارنګه په عدلي او قضایي ارګانونو کې د اصلاحاتو د لومړیتوب لامل دادی چې په هېواد کې د تېرو جګړو له امله ګڼې حقوقي او نورې دعوې موجودې دي چې د حل او فصل لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وروړل کېږي او قاضیان او څارنوالان هره ورځ زموږ له خلکو سره په تماس کې وي.

که چېرې په عدلي او قضایي ارګانونو کې اهل، صادق او خواخوږي کسان په دندو وګومارل شي، نو د فساد مخه به ونیول شي، د خلکو قضایاوې به پر وخت وڅېړل شي، له هغوی څخه به د بډو غوښتنه نه کېږي او نه به هم ناامیده بېرته له دروازو څخه رخصتېږي.

په دې کې شک نشته چې زموږ ګڼ ملي پولیس، قاضیان او څارنوالان په پوره ایماندارۍ او صداقت هره ورځ د قانون د تطبیق، ښې حکومتولۍ، د خلکو د هوساینې، د دوی د ستونزو د حل، د جرمونو د مخنیوي او د جرایمو د کمولو لپاره هلې ځلې کوي، حتی په دې برخه کې د خپل ژوند په بیه قرباني ورکوي، مګر بل لورته د ځینو مفسدو پولیسو، قاضیانو او څارنوالو له لوري نه یوازې زموږ د ولس ستونزې زیاتېږي، بلکې په ځینو مواردو کې زموږ د هېوادوالو د ژوند په بیه تمامېږي.

دا نو د ټولو دنده او مسوولیت دی چې دغه ډول مفسد کسان باید لومړی تشخیص او بیا د ملي پولیسو، قاضیانو، څارنوالو او نورو له ډلې څخه وشړل شي. د عدلي او قضایي تعقیب او څېړنو لپاره اړوندو مراجعو ته ور معرفي شي، تر څو د خپلو ناوړه او غیر قانوني کړنو سزا وګالي. د دې له امله به هم د دوی له شر څخه ټولنه خوندي شي او هم به د نورو لپاره د پند او عبرت لامل شي.

ملي پولیس چې د قانون د حاکمیت په ګډون له خلکو سره خپل چلند ته مثبت بدلون ورکړي او همدارنګه خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړيو نو همغومره به پر دوی د ولس باور زیات شي او پر ملي پولیسو د خلکو د باور زیاتوالی په هېواد کې د ثبات لامل کېږي، نو له دې امله باید په پولیس په خپل ځان او کړنو کې تغیر راولي او د خلکو باور جلب کړي.